ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا د فلسطینیانو او اسراییل د جلا دولتونو د تشکیل ملاتړ وکړ

په ملګرو ملتونو د امریکا متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وویل، چې واشنګټن د فلسطینیانو او اسراییل د جلا دولتونو د تشکیل ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وايي، د ولسمشر جو بایډن اداره د فلسطینیانو او اسراییل د دوو جلا دولتونو د جوړېدو ملاتړ کوي. ریچارد میلز پرون سې شنبه امنیت شورا ته وویل، د منځني ختیځ لپاره به د جو بایډن پالیسي د دوو دولتونو د جوړېدو ملاتړ وي، داسې دولتونه چې دواړه لوري ورباندې موافق وي. میلز زیاته کړه، دا پلان باید د دې سبب شي چې اسراییل د فلسطیني دولت تر څنګ له سولې او امنیت برخمن وي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر وویل، د بایډن اداره په پام کې لري چې فلسطینیانو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ بېرته پیل کړي او د خپلو هغو ډیپلوماتیکو ماموریتونو د بيا پرانیستل کېدو پر لار به ګامونه واخلي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تړل شوي وو. ریچارد میلز امنیت شورا ته په خبرو کې وویل، واشنګټن به نور هېوادونه هم وهڅوي چې له اسراییل سره خپلې اړیکې عادي کړي. د ده په باور خو دا هڅه به د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د موافقې ځایناستې نه وي. پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څلور کاله مخکې اعلان وکړ چې واشنګټن بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او د امریکا سفارت یې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ. که څه هم اسراییل د هغه اعلان هرکلی کړی و، خو دې کار د فلسطینیانو تر څنګ په ګڼو هېوادونو کې خلک په غوسه کړل. په همدې حال کې د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د سولې د چارو تنظیموونکي له اسرائیل غوښتنه وکړه، چې له فلسطینیانو سره د کرونا ویروس ناروغۍ ضد واکسین په برابرولو کې مرسته وکړي. تجربه کار نارویژي ډیپلومات، تور ويني سلاد چې تېره میاشت پر دې دنده ګمارل شوی، اسراییل وستایه چې له ملګرو ملتونو سره یې په همکارۍ لویدیځې غاړې، ختیځ بیت المقدس او غزې ته د طبي وسایلو په رسولو کې ونډه اخیستې ده. اسراییل د کرونا ویروس ضد واکسین پراخ کمپاین پیل کړی، چې تر اوسه یې خپلو دوه نیم میلیون وګړو ته دغه واکسین ورکړی دی. د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي پر اسراييل تور لګولی، چې فلسطیني وګړو ته یې هېڅ ډول واکسین په واک کې نه دی ورکړی. خو په ملګرو ملتونو کې د اسراييل سفیر ګیلاد ایردان دا تورونه بې اساسه وبلل.

27.01.2021 ازادي راډیو

اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

26.01.2021 امریکا غږ

پاکستاني مطبوعات: د افغان طالبانو یو کمانډر د پېښور سره نژدې وژل شوی

د ډېلي ټایمز په خبر کې د ملا عبدالصمد د کورنۍ د قوله ليکل شوي چې ملاتور په ترناب کې خپلوانو ته ورغلی و چې حمله پرې وشوه او په ډزو د زخمیکېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه

26.01.2021 ډیوه

د کرېمه بلوڅ  “کابو کړې شوې جنازه”  

په بهر هیوادونو کې مېشتو بلوڅ ملت پالانو او د بشري حقونو لپاره کار کونکو ویلي دي د پاکستان امنیتي ځواکونو د کرېمې بلوڅ جنازه هم کنټرول “کابو” ساتله، د فعالینو په خیال د پاکستان ځواکونو د کرېمې بلوڅ د جنازې او ګور ته ورسپارلو د مراسمو په وخت هم د بلوڅانو زړونه ازارولي دي

26.01.2021 ډیوه

دبلوچستان حکومت:افغانستان سره په پوله دازغن تار لګولو دستونزې هواري دپاره غوره ګامونه اخلو

دبلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ښاغلی ضیاء لانګو وایي د افغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د ازغن تار لګولو دستونزې هوارې دپاره دبلوچستان حکومت افغان دولت سره دچارو په ښه ډول پرمخ وړلو دپاره ګامونه اخلي.

26.01.2021 ډیوه

احتجاج کوونکو هندي کروندګرو د نوي دلي په لال قلعه یرغل کړی

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه مظاهره چیانو د لال قلعې دپاسه د خپلې اتحاديي او نور مذهبي بېرغونه پورته کړل. رپورټ وايي په عامه توګه د قلعې په دغه مقام د هند وزیراعظم د ازادۍ په ورځ قامي بېرغ ځوړندوي

26.01.2021 ډیوه

"څو کاله مخکې دې موټر سائیکل نه لرلو،نن دې دوبۍ کې پلازه له کومې کړه؟"

د پخواني جج جاوید اقبال په وینا “هغه خلک چې د رابللو سوچ قدرې یې نه شو کیدای، نیب راوبلل اؤ پوښتنه یې ترې وکړه چې تاسره خو څو کاله مخکې موټر سائیکل هم نه ؤ نن دې په دوبۍ کې پلازه له کومې کړه؟ خو هغوئ سره ددې پوښتنې هیڅ جواب نه ؤ”

26.01.2021 ډیوه

افغانستان له ایرلنډ څخه د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله

افغانستان له ایرلنډ څخه درېیمه لوبه هم وګټله.

26.01.2021 امریکا غږ

هالنډ کې سلګونه "یاغیان" نیول شوي دي

هالنډ کې د شپې د ګرځبندیز ضد ۴۷۰ معترضان نیول شوي

26.01.2021 امریکا غږ

هندوستان په جمو او کشمیر کې د ۳۰ نه زیاتو مطبوعاتو حکومتي اشتهارونه بند کړي

د وي او ای رپورټ وايي ځینې مطبوعات په دې سبب د اشتهاراتو د فهرست نه لېرې کړل شوو چې سرکیولېشن یا اشاعت په مېعار نه پوره کېږي خو ځینې نور مطبوعات د مطبوعاتو د پالېسې په خلاف ورزۍ لېرې کړل شوو. دغه پالیسي د می په میاشت کې پرځای کړی شوي ده

26.01.2021 ډیوه

دافغان سولې په تړاؤ ولسمشر غني مهمو سیاسي مشرانو سره مشوره کړې

دامریکا لخوا طالبانو سره د سولې شوي تړون ته دبیا کتنې له بیان وروسته دافغانستان ولسمشر اشرف غني د هیواد مهمو سیاسي مشرانو سره لیدلي اؤ افغانستان کې د سولې په پروسه اؤ نورو مهمو چارو یې ورسره صلاح اؤ مشوره کړې ده.

26.01.2021 ډیوه

د مخکني ولسمشر ټرمپ د استیضاح محکمه پیلیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا غړي به نن سه شنبه جنوري ۲۶ (سلواغه ۷) د قاضیانو او ژوري پلاوي په توګه لوړه کوي‌ چې د مخکني ولسمر دونالډ ټرمپ د استیضاح  محکمه پیل کړي.

26.01.2021 امریکا غږ

کرونا؛ هالنډ کې پولیسو د ګرځبندیز پر ضد ۷۰ اعتراض کوونکي نیولي

د هالنډ په امستردام کې پولیسو اویا کسان وروسته له هغه ونیول چې د شپې د ګرځ بندیز پرضد یې درېيمه شپه هم اعتراضونو ته دوام ورکړ.   په ځینو ځایو کې لاریون په تاوتریخوالی اووښتی او لاریون کوونکو پولیس په ډبرو وویشتلي.   پولیسو ویلي چې لاریون کوونکو د کورونا ویروس د معاینې یوه ځای ته اور ورته کړ.   د دې هیواد صدراعظم د دوشنبې په ورځ فساد او ګډوډي وغندله.   راین لینډسې د ایرلنډ دی، خو اوس امستردام کې اوسي او هلته کار کوي او غواړي چې د هالنډ حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر رامنځته کړي محدودیتونه لېرې کړي.   ریان رويټرز خبري اژانس ته داسې ویلي: "زه فکر کوم چې موږ باید اجازه ولرو چې خپل ژوند وکړو. ویروس شته خو د ویروس په خاطر باید د نړۍ ټول کارونه ونه تړل شي. زه فکر کوم چې موږ باید د ویروس مخه ونیسو، خو خپل ژوند هم وکړو او ټول دوکانونه باید پرانېستي وي. دا زما خپل نظر دی."   کارلو هافمن هم د امستردام اوسېدونکی دی. دی بیا وايي، حکومت هڅه کوي چې د ویروس د خپرېدو په مخنیوي سره ژر تر ژره لاره هواره کړي چې خلک خپل عادي ژوند ته ستانه شي. د ده په نظر په ښار کې يې دا ډول وضعیت ډېر د حیرانۍ وړ دی ځکه دا وضعیت بې ساری دی. هافمن زیاتوي: "ډېره حیرانوونکې ده چې دا ډول وضعیت رامنځته شو او خلک د لیونیانو په څېر چلند کوي. زه پوهېږم چې ولې خو موږ باید دا ستونزه حل کړو او باید ټول ارام پاتې شو. زه فکر کوم حکومت ډېر ښه اقدامات کړي او هر څه تر کنټرول لاندې راولي چې موږ وکړای شو ژر تر ژره دباندې ووتلای شو."   درې ورځې کېږي چې هالنډ کې لاریون کوونکي د بندیزونو پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي او په ځينو مواردو کې یې پر پولیسو هجوم ور وړی او دوکانونو او نور شیانو ته یې زیان اړولی.   د روتردام او امستردام په څېر لویو ښارونو تر څنګ په کوچنیو ښارو لکه هارلیم، ګیلین، دین باچ کې پراخ لاریونونه وشول او لاریون کوونکي تر ډېره تر شلو کلونو کم عمره کسان وو.   په دې هېواد کې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسي دا لومړی ځل دی چې ګرځ بندیز لګيږي. د ګرځبندیز اعلان وروسته له هغه وشو چې د روغتیا ملي انسټیټیوټ خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس دوهمه څپه راتلونکې ده.   د دوشنبې په ورځ په هالنډ کې د کورونا ویروس ۴۱۲۹ نوې پېښې ثبت شوي او دا د ډسمبر له لومړۍ نېټې راهیسي تر ټول کم شمېر دی.   پولیسو ویلي، سلګونو کسان یې نیولي چې پر دوی یې په ډبرو ویشتلي او یا یې هم له ځان سره چاقوګان راوړي وو.  

26.01.2021 ازادي راډیو

صدر بایډن په پوځ کې د نرښځانو په برتۍ د پخواني صدر ټرمپ د حکومت پابندي ختمه کړه

په کال ۲۰۱۶ کې د هغه وخت صدر براک اوباما نرښځانو ته په پوځ کې د برتي کېدو او د جنس بدلولو دپاره د طبي اخراجاتو ورکولو اجازت ورکړی و خو د هغه جانشین ډانلډ ټرمپ په پوځ کې د نرښځانو په برتۍ پابندي ولګوله

26.01.2021 ډیوه

'د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې'

نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغې اوومه) ماسپښين یوه بجه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو پر سرتیرو ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.

26.01.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more