د پير ګيلاني مړينه
پیر ګیلاني نژدې څلوېښت کاله د افغانستان سياست کې فعال و.
عثمان کاکړ وايي د کوټې پر حالاتو خلک ډېر په تنګ دي
د بلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې د امنيتي ادارو په سلګونو پوستې دي او هره ورځ له دغو پوستو تېرېدونکي خلک پلټل کېږي.
د کوټې اوونۍ: کوټې وال د ملېشه ځواکونو له پوستو سر ټکوي
د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د پاکستان ملېشه ځواکونو په سلګونو پوستې د دې لپاره جوړې کړې، چې د دغه ښار امنيت خوندي وساتي.
سپینه ماڼۍ:ځینو رسنیو د لوړې مراسمو سم تصویرونه خپاره نکړل
سپيني ماڼۍ په رسنیو تور لګولی چې د جمهو ریس، ډونالډ ټرمپ، د لوړي په مراسموکې یې د خلکو د ګډون په اړه ناسم تصویرونه او پیغامونه خپاره کړي دي.
د ښځې کور کوم يو دی؟
نجلۍ که تر واده له مخه د پردي کور ګڼو، وروسته له واده ورته وایو "څه د پلار کور خو دې نه دی"، نو د ښځې کور کوم یو دی؟
د کوټې اوونۍ: کوټې وال د ملېشه ځواکونو له پوستو سر ټکوي
د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د پاکستان ملېشه ځواکونو په سلګونو پوستې د دې لپاره جوړې کړې، چې د دغه ښار امنيت خوندي وساتي. دا ځواکونه هره ورځ پر همدې پوستو ځکه خلک تالاشي کوي، چې ښار ته کوم وسله وال را نشي، خو کوټې وال ورڅخه سر ټکوي.
د سوريې د سولې د مذاکرو لپاره چمتووالى چټک شوى دى
د سوريې د سولې د مذاکرو لپاره چمتووالى چټک شوى دى. روسيه، ترکيه او ايران خپل هيئتونه په دغو مذکرو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لېږي. د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت او د اپوزيسيون ډلو ترمنځ د نازک اوربند د ټينګښت لپاره دغه خبرې سبا د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پيلېږي. د قزاقستان لپاره د امريکا سفير جورج کرال (George Krol) په د امريکا په استازيتوب په دغو خبرو کې برخه لري. په مذاکرو کې به د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى ستيفن ديميستورا هم ګډون کوي. د سوريې اپوزيسيون يو هيئت چې پنځوس کسان يې غړي دي، په دغو خبرو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لېږي.
په کندهار کې ١٦ کسان د ترورېستي فعاليتونو په تور نيول شوي
د ملي امنيت عمومي رياست وايي په کندهار کې يې په وسلهوالو طالبانو پورې د درېيو تړلو ترورېستي شبکو ١٦ تنه غړي نيولي دي. د دغه رياست په نننۍ اعلاميه کې راغلي چې د دغو شبکو غړو د مولوي سيد محمد، ملا راز محمد او ملا مرزا محمد په مشرۍ په ورانکارو فعاليتونو، لکه ماين ايښولو، د دولتي کارکوونکو په ترور او په ډنډ، ارغنداب، دامان او شاه وليکوټ ولسواليو کې پر دولتي پوستو په ډلهييزو حملو کې لاس درلود. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې باب تبصره نهده کړې.
اجرائيه رئيس او د جرمني سفير د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه
د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د کابل لپاره د جرمني سفير والټر هسمن په کتنه کې د ترورېستي ډلو په وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو رول وستايل شو. دواړو چارواکو نن په کابل کې سره وکتل او پر يو لړ نورو موضوعاتو يې هم په خپلو کې خبرې وکړې. د اجرائيه رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې اجرائيه رئيس له افغانانو او افغانستان سره د جرمني د همکاريو مننه کړې او اغېزناکې يې وګڼلې. د اعلاميې په حواله، د جرمني سفير په افغانستان کې د ترورېستي ډلو فعاليت د اندېښنې وړ وباله خو څرګندهيې کړه چې نړيواله ټولنه به له افغان دولت او افغان امنيتي ځواکونو څخه خپل هر اړخيز ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د مخدره موادو د کار و بار په تور ٤٤ کسان نيول شوي
د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، هغه ٤٤ کسان چې د پوليسو او کشفي-امنيتي ارګانونو لهخوا نيول شوي وو، دغه مرکز ته سپارل شوي دي. دغه کسان په جدي مياشت کې د مخدره موادو د قاچاق د ٤٢ قضيو په تړاو نيول شوي دي. ويل شوي چې يوه اندازه بېلابېل مخدره توکي هم نيول شوي دي. د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په يوه اعلاميه کې ويلي چې د روان کال په قوس مياشت کې ٥١ کسان د مخدره موادو د قاچاق د ٤٨ قضيو په تړاو نيول شوي دي.
په يمن کې حملې د القاعده دوه مشکوک غړي وژلي
د يمن چارواکي وايي په هغې حمله کې چې دوى وايي د امريکا بېپېلوټه الوتکې کړې، د القاعده شبکې دوه مشکوک غړي وژل شوي دي. که دا حمله تائيد شي، دا به په يمن کې د امريکا لهخوا د ډونالد ټرمپ د ادارې تر مشرۍ لاندې لومړی ترسره شوى بريد وي. دغه حمله نن په البيضاء ولايت کې پر يوه موټر شوې ده. په ځينو نورو راپورونو کې ويل شوي چې په بريد کې درې يا هم څلور تنه وژل شوي دي.
اسرایل په بیت المقدس کې نور کورونه جوړوي
اسرایل وايي پلان لري چې په بیت المقدس کې څه باندې ۵۵۰ نوي کورونه جوړ کړي، خو فلسطینیانو دا کار غندلی دی.
چارواکي وايي زابل کې یې د داعش مرکزونه بمبارد کړي
له تیرو ۳ ورځو راهیسې د زابل په خاک افغان او دایچوپان ولسوالیو کې د افغان پوځ هوايي الوتکو د داعش جنګیالیو ګڼ شمیر مرکزونه په نښه کړي دي.
په افغان جهاد او سوله کې د پیر ګیلاني رول
د افغانستان سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني و، تېر شپه په کابل کې د شاه امان الله خان غازي روغتون کې د زړه ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر مړ شو.
سپینې ماڼۍ د لوړې مراسمو په باب رسنۍ په "دروغو" تورنې کړې
د سپینې ماڼۍ ویاند شان اسپایسر د ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو کې د خلکو د ګډون د شمېرو په اړه رسنۍ په "دروغجن" رپوټ ورکولو تورنې کړې. دی وايي جمعې ورځې د لومړې مراسمو ته د امریکا تاریخ کې تر ټولو ډېر خلک راغلي وو.