افغانستان کې تازه ۵۷ تنه نور کرونا نیولي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۵۷ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
په سېنېټ کې به د قبايلي ضلعو اته څوکۍ په ځای وساتل شي؟
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو دپاره په سېنېټ کې د اته څوکيو په ځای ساتلو قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده، خو قانون پوهان وايي په دې کې اوس هم قانوني مسلې شتون لري.
کرونا؛ د روغتیا د نړیوال سازمان پلاوي د چین ووهان کې ځینې مهم مرکزونه ولیدل
د روغتیا د نړیوال سازمان څېړونکي د چین ووهان ښار د تحقیقاتو مرکز ته لاړل چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو په اړه څېړنې وکړي. دوی نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) د ووهان ویرولوجي انسټیټیوټ وکوت چې معلومات راټول کړي. د جاپان 'ټي.بي.اېس' راډیو – ټلوېزیون د راپور له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان غړي پیټر دازاک وویل، دوی غواړي چې په دې ځای کې له ټولو کلیدي کسانو سره وویني او مهمې پوښتنې چې باید وشي، ورڅخه وکړي. په دغه انسټیټیوټ کې وروسته له دې چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شدیده تنفسي ناروغي خپره شوه، د اسمانڅکالي د کورونا وېروس په اړه د جنیټیک معلوماتو ارشیف جوړ شو. له همدې کبله داسې ناثابت شوي ادعاوې کېږي چې دا ارشیف د ۲۰۱۹میلادي په پای کې په ووهان ښار کې د کووېډ-نولس له خپرېدو سره تړاو لري. چین دا احتمال په کلکه رد کړی دی او ادعا یې کړې چې ممکن دا ویروس له بل ځایه په یخ وهلو سمندري خوړو کې چین ته راوړل شوی وي. ووهان ته د روغتیا د نړیوالې ادارې په تللي پلاوي کې د ۱۰ هېوادونو اتباع شامل دي. دوی هلته له لس ورځې قرنطین څخه وروسته تېره اوونۍ کار پیل کړ او تراوسه څو روغتونونو، څېړنیزو انسټیټیوټونو او د خوراکي موادو مارکیټونو ته تللي دي. چین وايي چې دغه هېواد کې د کرونا پېښې خورا لږ دي. خو په نوره نړۍ کې فرانسې تر ټولو د ډېرو تازه پېښو خبر ورکړی.دغه راز مکسیکو ویلي چې په بیړني ډول روسي واکسین تطبیقوي. د روسیې سپوټنیک وي واکسین، د اګسټ په یوولسمه وروسته له دې د روسیې حکومت تایید کړ چې یوازې پر ګوته په شمېر کسانو وازمویل شو. دوی وايي چې دا واکسین خوندي دی او په سلو کې ۹۱ اغېزمن دی.
افغانستان کې د زندانیانو 'شکنجه او ربړونې' دوام لري ـ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما وايي، د افغانستان په توقیف ځایونو کې د شکنجې کچه لوړه او د بندیانو حقوق له پامه غورځول شوي دي.
کرونا: سعودي عرب بيا د پاکستان په ګډون د 20 هېوادونو څخه ورتګ معطل کړی
سعودي عرب د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د پاکستان په ګډون د 20 هېوادونو څخه دغه ملک ته د خلکو ورتګ په عارضي ډول معطل کړی دی.
ارزګان کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم چاودنه شوې
نن سهار وختي په اروزګان ولايت کې د افغان ځواکونو پر يوه نظامي مرکز ځانمرګی موټر بم بريد شوی دی.
په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسين لګول پېل شوي
پاکستان په رسمي ډول د کرونا ضد ويکسين لګول پېل کړي او په لمړي پړاؤ کې ډاکټرانو او نورې طبي عملې ته د ويکسينو لګولو ويل شوي دي.
اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د خېبرپښتونخوا د پوهنتونونو د مالي کړکېچ ذمه وار حکومت او که انتظامي معاملات دي؟
په سوشل مېډیا د پېښور پوهنتون د مالي ستونزو په اړه د بحث راپارېدلو وروسته د پښتونخوا اعلا وزیر د اطلاعاتوخصوصي سلاکار کامران بنګش په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې دا تاثر سم نه دی چې صوبايي حکومت د صوبې د پوهنتونوسره مالي مرستې نه کوي
امریکا افغان ځواکونو ته د ۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت وسایل اخیستي
امریکا په دریو میاشتو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ۸۴.۱ میلیون ډالرو په ارزښت وسایط، مهمات او پرزې اخیستې دي.
سيګار په افغانستان کې د امن په کوښښونو بې باوري څرګنده کړې
یو اېس سپېشل انسپکټرجنرل فار افغانستان ريکنسټرکشن، سیګار، د ګل، دوشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وړاندې کړی شوي خپل رپورټ کې وویل چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه تېر کال د امریکې او طالبانو د معاهدې وروسته د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ شروع شويو خبرو څه بنیادي نتېجې نه دي راوړي
د جمهوريغوښتونکو او بایډن ملاقات؛ په اقتصاديپلان هوکړه ونشوه
سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر جو بایډن او یو شمېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو سره «ګټورې، اغیزناکې او سپینې» خبرې کړي، خو د کروناویروس سره د مبارزې په اړه د اقتصادي پلان په اړه کومې پرېکړې ته رسېدلي نه دي.
د پاکستان سترې محکمې د امریکايي خبریال "قاتل" ازاد کړ
د امریکا د فشارونو سره سره د پاکستان سترې محکمې د سه شنبې په ورځ فبروري۲ (سلواغه ۱۳) له زندان څخه د احمد عمر سید شیخ د ویستلو امر وکړ.
د واورو لوبه
د امریکا په ویرجینیا او پلازمینه واشنګتن ډي سي کې خلک تر لومړنۍ درنې واورې وروسته لوبو ته ووتل. یوه لویه د واورو لوبه یا برف جنګي یې وکړه چې لنډکۍ ویډیو یې دلته کتلی شئ.
دپاکستان دسینیټ کمیټې داقلیتونو دساتنې په اړه قانوني مسوده رد کړه
د لږکیو یا اقلیتونو دتحفظ قانوني مسوده دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند دسینیټر جاوید عباسي له اړخه دسینیټ کمیټې ته وړاندې شوې وه چې پکې سپارښتنه شوې وه باید اقلیتونو ته په آزاد چاپیریال کې خپلو مقدسو ځایونو ته د تګ راتګ موقعې ورکړل شي.