ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغان سولې د څرنګوالي په اړه نظر ورکول له وخت مخکې دي- پرایس 

د افغان سولې د څرنګوالي په اړه نظر ورکول له وخت مخکې دي- پرایس

09.03.2021 امریکا غږ

قانون پوهان د پولیس ډائیرۍ په اړه د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی کوي

قانون پوهان وايي پاکستان کې د پوليس تفتيش يا پلټنو عمل په پخوانۍ طريقه کيږي او د نوي ټيکنالوجۍ استعمال پکې ډير کم کيږي چې له وجې يي په تفشيش کې نيمګړتياوې مخې ته راځي

09.03.2021 ډیوه

پي‌ ډي ایم دهېواد په استخباراتي ادارو دسینیټ دچئیرمین ټاکنه کې دلاسوهنې تورونه لګولي

پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم په طاقتوره خفيه ادارو د سينيټ د نوي مشر ټاکنه  کې د لاس وهنې تور لګولى او په دې هکله یې د اولس په وړاندې د حقاٸقو څرګندولو خبردارى ورکړيدى.

09.03.2021 ډیوه

روسیې د فیسبوک، ټویټر او ګوګل په ضد عریضه کړې 

په روسیې کې چارواکي وايي چې د نړۍ په مشهورو شبکو فیسبوک، ټویټر او ګوګل په ضد یې عریضې کړې دي.

09.03.2021 امریکا غږ

مامورین د جرمني هغه ګوند څارل غواړي چې د مسلمانانو او مهاجرینو په ضد د کرکې راپارولو الزام پې پورې کېږي

په داسې حال کې چې په جرمني کې انتخاباتو ته شپږ میاشتې پاتې دي د ایین د تحفظ وفاقي دفتر بي اېف وي غواړي چې عدالت د دې خبرې سره اتفاق وکړي چې د ټول ای اېف ډي پارټۍ څارنه شروع کړي

09.03.2021 ډیوه

د "کواډ" یا څلوراړخیزې ډلې د هېوادونو مشران آنلاین غونډه کوي

د امریکا، جاپان، اسټرالیا، او هند مشران به د دې هفتې په پای کې د خپل غیرسفارتي فرېم ورک (چوکاټ) لاندې یوه آنلاین غونډه جوړه کړي.

09.03.2021 ډیوه

بایډن د امریکا د پوځ د قوماندې دوو مهمو دندو ته ښځې نوماندې کړې 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن دوې ښځې د امریکا د پوځ‌ دوو لوړ پوړیو دندو ته نوماندې کړې.

09.03.2021 امریکا غږ

رپورټ: په افغانستان کې د موقتي حکومت په اړه امریکايي مسوده افغان فریقېنو ته ورکړی شوي

ای پي وايي په امریکايي مسوده کې په افغانستان کې د موقتي حکومت، ډزبندۍ، د ریښتیا او د مفاهمت د شورا جوړولو او په افغانستان کې د ګاودنډیانو د مداخلت مخنیوي دپاره تجویزونه ورکړی شوي دي

09.03.2021 ډیوه

د اوزلوبې دویم پړاو؛ کندهار نیمه پایلوبې ته لاره وموندله

کابل کې د اوزلوبې دویم پړاو په پینځمه ورځ د کندرهار او بدخشان لوبډلو په یوې حساسې لوبې کې سره ولوبېدل.

09.03.2021 امریکا غږ

کرونا ویروس؛ څه باندې ۳۵زره افغان روغتیايي کارکوونکي واکسین شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دامهاله په دغه هیواد کې ۳۵۵۶۲ تنو روغتیايي کار کوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکړل شوی دی.

09.03.2021 امریکا غږ

اسلام اباد ته دخلیلزاد سفر،امریکا پاکستان نه څه غواړي اؤ داسلام اباد کردار ته دکابل نظر څه دی؟

څېړونکي دافغان کشالې دهواري لړ کې اسلام اباد ته دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اوسنی سفر زیات مهم بولی اؤ وایي د پخوا په څېر د جو باېډن نوې انتظاميه هم د افغان کشالې د هواري په لړ کې د پاکستان رول  ته ارزښت ورکوي. 

09.03.2021 ډیوه

رولا غني: د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل کېږي

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني وایي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا نه یوازې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټېدو لپاره ګټوره ده، بلکې د هېواد او سیاسي پرمختګ برخه کې هم مهمه ده. ‎رولا غني د مارچ د اتمې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د 'ښځو پیاوړتیا لپاره د لارې نقشې' په نوم یوه ناسته کې په کابل کې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د محدودې ونډې په اړه نیوکه وکړه. ‎نوموړې وویل: "ښځې باید د هېواد په اقتصاد په پیاوړتیا کې فعاله ونډه ولري، په سیاست او پرمختګ کې سهیمې شي، له بده مرغه کله چې د یو هېواد د اقتصادي فعالیت حساب سنجول کېږي، د ښځو اقتصادي ونډه په کې نادېده نیول کېږي، باید په وړه او لویه کچه د ښځو د سوداګرۍ لپاره زمینه برابره شي ځکه چې د هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل کېږي."‎‎ د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وایي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د لارې د نقشې پروګرام هم په همدې هدف جوړ شوی دی. اغلې ساپۍ زیاتوي: "د دغه پروګرام هدف دا دی هغه بنسټونه چې اقتصادي برخه کې کار کوي، ورسره په ګډه د ښځو د پیاوړتیا د ملي لارې نقشه برابره کړو، دا پروګرام هغه اټکل او هدف دی چې غواړو له مخې یې په ښار، کلي او کور کې د ښځو لپاره کار وکړو." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاربي، تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي چې افغان مېرمنې د تولید په برخه کې له ښوو وړتیاوو برخمنې دي. د نوموړې په خبره، اوس مهال ۵۴ زره میرمنې په دغه هېواد کې په وړو تشبثاتو کې فعالیت کوي. ‎ د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نظیر کریمي بیا 'ښځو پیاوړتیا لپاره د لارې نقشې' په نوم جوړې شوې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل: "د مالیې وزارت له ځواکمن ملاتړ سره د ملي جنسیتي برابرۍ لپاره ژمن دی، موږ د ښځو لپاره پر الکټرونیکي سوداګرۍ کار کوو، څو د نارینه وو له هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مداخلې پرته او په مستقیمه توګه د سوداګرۍ چارې پر مخ یوسي، سږکال د ۱۴۰۰ بودجه کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د پروژو په برخه کې دوه میلیارده او اته سوه زره افغانۍ لرو." ‎نوموړي دغه شان وویل چې د ښځو پیاوړي کول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، ‎خو ډېر ځله په دې برخه کې نیوکه موجوده ده چې کلیوالو ښځو ته پاملرنه کمه ده.

09.03.2021 ازادي راډیو

دپاکستان اؤ ترکي ترمنځ دمال وړونکي رېل رابطې روانه اوونۍ بیا پیل کیږي

پاکستان  ویلي د ترکي او پاکستان د ترمنځ د ایران د لارې د مال وړونکي رېل ګاډي تګ راتګ به نهه کاله وروسته روانه اوونۍ بیا پیل شي.

09.03.2021 ډیوه

روسیه کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړیږي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه د روسیې په کوربتوب په مسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته تر سره شي.

09.03.2021 امریکا غږ

ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون سره د ډرامو او فلمونو د جوړولو هوکړه وکړه

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي. اپل ټلوېزیون نن- سې شنبې(د کب ۱۹مه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه ګټلې ومنله چې د خپلې وړتیا پر مټ به له دې ټلوېزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه په دې برخه کې ګډ کار کوي.   اپل کمپنۍ وايي چې د ټلوېزیوني ډرامو او مستندو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي.    ۲۳ کلنې ملالې ویلي دي، خوشحاله ده چې له دې فرصته به د ښځو، ځوانانو، لیکوالو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره کار واخلي او نړۍ هغسې انځور کړي چې دوی ته ښکاري.    ملالې یوسفزۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل: "هیله منه یم زما د پروګرام او هغې محتوا له لارې چې زه به یې تولیدوم، وکړای شو د خلکو ترمنځ اتصال راولو چې دوی نه دي توانېدلي له دغه اتصال څخه برخمن وي، که مو سابقه هرڅه وي، بیا موږ ډېر مشترکات لرو چې باید په مثبت فال یې ونیسو."  ملالې یوسفزۍ دا هم ویلي چې هیله منه ده د دې نوښت له لارې واړه هلکان او نجونې دغه پروګرامونه او محتوا وګوري او الهام ترې واخلي.  په ۲۰۱۲میلادي کال کې ملاله یوسفزۍ د ۱۵ کلونو وه چې په سوات کې ښوونځي ته پر لار وسله والو طالبانو پر سر په مرمۍ وویشتله.   ملالې له ماشومتوبه د نجونو د تعلیم لپاره فعالیتونه کول، خو د طالبانو افراطي ډله یې مخالفه وه.   ملاله د څو میاشتو لپاره په پاکستان او بیا په بهر کې تداوي شوه او په ۲۰۱۴میلادي کال کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ له کبله د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.    ملاله یوسفزۍ په ۲۰۲۰میلادي کال کې د بریتانیا له اکسفورد پوهنتون نه فارغه شوه او له هغې راهیسې یې د نجونو او ښځو لپاره ډیجټل خپرونه او د ټلوېزیوني خپرونو د تولید خپله کمپنۍ جوړه کړې ده. 

09.03.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more