پولیسو د امریکا کانګرس ودانۍ ته د نوي ګواښ په وجه امنیتي تدابیر ډیر کړي
پولیسو د امریکا کانګریس ودانۍ سره نږدې د ګواښونو له وجې امنیتي تدابیر ډیر کړي
افغانستان کې کروناویروس؛ یوه اونۍ کې ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې په تیره یوه اونۍ کې د کروناویروس ۱۲۰ مثتبې پېښې په ټول افغانستان کې ثبت شوې دي.
دقاضي فائز عیسا قضیه:سپریم کورټ دبیا کتنې دخواستونو اوریدنه پېل کړې
د جسټس عمر عطاء بنديال په مشرۍ کې د سپريم کورټ لس کسيزه بينچ تير کال په شلم جون د ياد عدالت د پريکړې په ضد د وکيلانو تنظيمونو او د جسټس قاضي فاٸز عيسا د بيا کتنې د خواستونو یا عریضو اوريدنه پيل کړې ده.
ملګري ملتونه د برما پوځ ته: د مظاهره چیانو بې رحمانه ځپل بند کړئ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې د برما په امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د مظاهره چیانو "بې رحمانه" ځپل دې بند کاندي
داستعفا غوښتنه کې زور،عمران خان وایي بزدل نه یم مقابله به کووم
دسینیټ دټاکنو نه وروسته دپاکستان په وزیراعظم دمخالفو ګوندونو لخوا اقتدار نه دلاس پسر کېدو غوښتنې زور نیولی خو وزیراعظم عمران خان وایي هغه بزدله نه دی اؤ دمقابلې په چل پوهیږي.
نړیوال عدالت وايي په فلسطیني علاقو کې به د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي
په ۲۰۱۹ کې بېنسوده ویلي وو چې په فلسطيني علاقو غز او وېسټ بېنک کې جرمونه شوي دي او کیږي هم. هغه د فلسطین حماس مسلح ډله او اسرایلي ځواکونه د جرمونو ذمه وار بللي وو. د سږ کال د جون په میاشت کې به د برطانيي کریم خان د ايي سي سي د څارنوال په حېث ځای نېسي
دانش: وړاندې شوې طرحې باید د نظام د نسکورېدو لامل نشي
د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش وايي چې افغان حکومت د سولې د ټینګېدو لپاره له هر ډول منطقي او معقولې طرحې څخه هرکلی کوي.
دصحت دنړېوالې ادارې 850 نه زیات دپولیو ورکران اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي
د صحت د نړیوالې ادارې ډبليو اېچ او شاوخوا 8500 دپوليو ضد کارکونکو احتجاج نن په درېمه ورځ هم په اسلام اباد کې ددغه ادارې مخې ته روان دی.
پښتنې هنرمندې وایي موجوده حالاتو دخپل هنر بقاء ته فکرمندې کړي دي
د تیرو څو کلونو راهسې یو شمیر سندغاړې وژل شوې او په ځینو بریدونه شوي دي. چې له امله یې ډیرې په فن پریښودو مجبوره شوې.
پاکستان کې کرونا وايرس نور 64 تنه مړه کړي، حکومت په بندېزونو کې نرمي کوي
په پاکستان کې د تيرو دوه ورځو راهسې د کرونا څخه د مړو شمېره په داسې حال کې سېوا شوې چې په ملک کې تعليمي ادارې ټولې پرانستل شوي او حکومت وايي د 15 مارچ څخه د روزګار ځايونو ته د ټولو خلک تګ، سنېماګانې او نور بند کړی شوي ځايونه پرانيزي.
پاکستان سپرليګ شپږم د کرونا له امله ودرول شو
د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړو چې د پاکستان سپر ليګ شپږم سيالۍ د کرونا وبا له امله ودرول شوې ځکه چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کرونا وايرس اخته شوي دي.
ننګرهار کې وسله والو د فابریکې اوه کارګران وژلي
د سرخرود ولسوال حاجي معراج تایید کړې چې دغه اوه کسان تېره شپه وسله والو د سرخرود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې وژلي.
خليلزاد: افغان حکومت او طالبان دې سياسي جوړ جاړي او ډزبندۍ ته لار ولټوي
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، "بايد د افغانستان حکومت او طالبان دې د سياسي جوړ جاړي او تلپاتې کوټلې ډزبندۍ ته لار ولټوي".
خلیلزاد: افغان چارواکو سره په نورو بدیلو لارو غږېدلی یم
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په پای کې ویلي چې له افغان چارواکو سره یې د سولې د بهیر ګړندي کېدو او نورو بدیلو لارو باندې خبرې کړې دي.
د حقاني په وېنا کې د طالبانو خپلمنځي شخړې څرګنديږي
د افغان طالبانو د حقاني ډلې مرستیال مشر سراج الدين حقاني يوه ويډيو خپره شوې چې پکې ليدل کيږي هغه پلويانو ته خبرې کوي او پکې د طالب جنګيالو خپلمنځي شخړو، د امادګۍ نشتوالی او انتظامي مسلو خبرې کوي.