ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ښځو نړيواله ورځ په قبايلي ضلعو کې نمانځل پکار دي، فعالې

د ښځو په نړيواله ورځ د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې پښتنې فعالې وايي، په ښارونو کې ښځې يو څه په خپلو حقونو خبر دي، ډېرې اسانتياوې ورته ترلاسه دي پکار ده چې د ښځو په نړیواله ورځ د ښځو دپاره دستورې په قبايلي ضلعو او نورو وروسته پاتې علاقو کې ونمانځل شي.

08.03.2021 ډیوه

امریکې اشرف غني ته خبرداری ورکړی چې د سولې د خبرو په لړ کې سمدستي بدلونونه وکړي

د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان صدر اشرف غني ته خبرداری ورکړی "که د طالبانو سره د سولې د خبرو  د عمل ګړندي کولو په لړ کې په وړانديزونو غور ونه کړي ممکن ده چې د طالبانو د بريدونو سره مخ شي".

08.03.2021 ډیوه

د سولې ارمانجنه مور چې دوه زامن یې پر مخالفو سنګرونو وژل شوي

که څه هم په تیرو شلو کلونو کې افغان ښځو د پام وړ پرمختګونه کړي، خو په لیري پرتو سیمو کې داسي ښځې شته چې نه یوازي يې په تیرو دوو لسیزو کې په ژوند کې بدلون نه دی راغلی بلکه جګړې نورې هم ځپلې دي.

08.03.2021 ازادي راډیو

ارزګان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه څه دي؟

د افغانستان ارزګان ولایت کې لاهم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، خو افغان دولت ولې نه‌دی بریالی شوی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي؟ د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې په دغه ولایت د ښځو اوسنی وضعیت خواشینوونکی او ځوروونکی یادوي. دغه ولایت کې د ښځو د خواشینوونکي او ځوروونکي وضعیت یوه بېلګه چې ښاغلی شېرزاد هم د دا ډول ستونزو یادوي، د زلیخا د ژوند کیسه ده چې ورور یې ۲۹ کلن عبدالعظیم هغې ته انصاف غواړي. ۲۷ کلنه زلیخا د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه خپل مېړه زندۍ کړې او د دې د وژلو هڅه‌یې کړې، خو دا ژوندۍ پاته شوه. د ازادي راډيو تر راپور وروسته پولیسو د زلیخا مېړه ونیوه او محکمې د کورني تاوتریخوالي په تور په دوه کاله بند محکوم کړ. عبدالعظیم ازادي راډيو ته وویل چې د خور مېړه‌یې له زندانه خور ګواښي. د ده په وینا خور يې په رواني ناروغۍ اخته شوې ده. ده ازادي راډيو ته وویل چې څو ځلې يې څارنوالۍ او محکمې ته د خور پر غوښتنه او ملتیا د هغې او مېړه ترمنځ د طلاق لپاره مراجعه کړې، خو هغوی ورسره مرسته نه‌کوي او نه‌یې له زلیخا سره د خبرو فرصت ورکړی. زلیخا پنځه کوچنیان لري چې عمرونه‌يې له ۲ دوه څخه تر ۷ کلنو پورې دي. عبدالعظیم وايي: "هغه حق چې زما خور پر خپل خاوند لري، هغه باید دولت زما خور ته له خپل خاوند څخه واخلي، اوس نه زما د خور څخه پوښتنه شوې چې ته څه غواړې او څومره ظلم درسره شوی، یوازې پر خاوند یې د بند دوه کاله قید راوتلی دی. دا قید زما خور ته هېڅ ګټه نه‌کوي ځکه ماشومان‌يې ترې ګرځولي دي او طلاق نه‌ورکوی." په افغان ټولنه کې داسې موارد تر سترګو کېږي چې یوه ښځه د مېړه له تاوتریخوالي سره مخامخ وي هم د پلار د کور خپلوان‌یې هڅوي چې باید هر څه وزغمي او تریخ ژوند پر ځان ومني، خو کله چې د پلار د کور خپلوان له تاوتریخوالي سره د مخامخ ښځې مرسته کوي، ولې عدلي او قضايي ارګانونه ورته هغسې رسېدنه نه‌کوي لکه څومره چې يې د قانون له مخې حق دی؟ نازو سنګر په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو فعاله او د ښځو د همغږۍ ټولنې په نوم د یوې ادارې مشره ده. دا وايي: "د تاوتریخوالي لامل د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې پر وخت نه‌څېړل یادېږي او په سیمه کې د خلکو ټیټ اقتصاد او نه عامه پوهاوي بولي." اغلې سنګر وايي، په ارزګان ولایت کې لا هم ښځې په بدو کې ورکول کېږي، په کم عمر او په زوره واده ته اړ ایستل کېږي، د زده‌کړو حق نه‌ورکول کیږي او ګڼې ښځې له واده وروسته هم له ظلم او تاوتریخوالي سره مخامخ وي. د افغانستان په جنوبي ولايت ارزګان کې د ښځو چارو ریاست کارونه نارینه پر مخ وړي، نه رئيسه ښځه ده او نه هم پر کوم بل بست ښځې کار کوي. د ارزګان ولایت د ښځو چارو رئیس برات‌الله عطايي د فساد په تور د ولایت مقام له لوري څارنوالۍ ته معرفي شوی او اوس په زندان کې شپې ورځې تېروي. د یادې ادارې چارې اوس یو بل ټیټ رتبه مأمور پر مخ وړي. د ارزګان ولایت د ښځو چارو د ریاست چارواکي وايي‌، سږکال ورته ډېرو کمو ښځو د کورني تاوتريخوالي يا نورو ځورونو په اړه شکايتونه کړي دي. د ارزګان ولايت د ښځو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس سږکال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي یوازې ۸ پېښې ثبت شوي او تېر کال ورسره دا پېښې ۱۸ ثبت شوې وې. د بشري حقونو فعالان د کمو راپور شویو پيښو لامل دا نه‌ګڼي چې تاوتریخوالی کم شوی، بلکې دا ګڼي چې ښځې د تاوتریخوالي پېښو ثبتولو ته زړه نه ښه کوي. په دې برخه کې چې د ښځو پر وړاندې په ټوله کې باید د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، څه کېدای شي؟ په ارزګان ولایت کې د ښځو د شبکې مشره مهتاب محمدي وايي: "زما له نظر باید د امنیت د ښه کولو لپاره کار وشي، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې ښځه هم حق لري، هم په کور کې هم د تعلیم او هم د ژوند حق لري لکه د نارینه په شان. دغه پوهای باید د دیني علماوو، د راډيو، ټلوېزیون، مدني فعالینو له‌خوا چې خلک پوه شي چې ښځه هم انسان دی، دوي حق لري د ښه ژوند کولو." که څه هم په ارزګان ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو په اړه په رسمي ډول کومه سروې نه‌ده شوې، خو څه موده وړاندې د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست چارواکو ازادي راډيو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د دغه ولایت د شاوخوا ۹۷ فیصده نجونو د زده‌کړو مخه نیسي. د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد په دغه ولایت د ښځو اوسنی وضعیت خواشينوونکی بولي او وايي، لامل‌يې په دغه ولایت د خلکو ټیټ اقتصاد، جګړې او وسله‌وال طالبان یادوي او په خبره‌يې دغه څه دوی ته اجازه نه‌ورکوي چې ښځي د یاد حالت څخه وژغوري. والي دا مني چې په یاد ولایت کې لاهم د ښځو چارو د ریاست چارې یو نارینه مخته وړي، خو وايي، په دې اړه‌يې د ښځو چارو له وزیرې سره خبرې کړي او ډېر ژر به دغه ریاست ته یوه ښځه ورشي. ښاغلی شېرزاد وايي: "موږ له یو شمېر مؤسساتو سره په تماس کې یو چې راشي، په دغه ولایت کې د ښځو لپاره خدمات وړاندې کړي ترڅو د ښځو ژوند بهبود او ښه‌والی پیدا کړي اوس هم یو شمېر مؤسسات کار کوي، خو دا بسنه نه‌کوي، تر ټولو ښه زېری دا دی چې په ارزګان ولایت د ښځو لپاره یو اجتماعي مرکز جوړېږي چې په یاد مرکز کې دکانونه دي او د سوداګرۍ نور کارونه به په‌کې ښځې ترسره کوي او زیات شمېر ښځې به په کار وګمارل شي او موږ پر یو بل پلان کار کوو هغه ښځې چې په کورونو کې دي هغوی ته هم د کار زمینه برابره کړو." والي محمد عمر شېرزاد دا هم وویل چې په ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو لپاره دوه ښځینه قاضیانې شته او اوس د پخوا په پرتله د ښځو قضیې پر وخت څېړل کېږي.

08.03.2021 ازادي راډیو

په وزیرستان کې څلور او بلوچستان کې د بي اېل اې پينځه ترهګر وژل شوي، پوځ او سي ټي ډي وايي

د خېبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پوځ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د کمانډرانو په ګډون د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې او په بلوچستان کې سي ټي ډي پوليس ويلي د بلوچ لبرېشن ارمي ډلې پينځه وسله وال يې وژلي دي.

08.03.2021 ډیوه

د انصاف په لټه کې - تکرار

08.03.2021 ازادي راډیو

غني ته د بلینکن ګواښ او د سولې لپاره پر جدي تغیراتو ټینګار

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د یوه لیک په استولو ګواښ کړی.

08.03.2021 امریکا غږ

شهناز رووفي؛ د سږکال د مارچ د اتمې ارمانجنه

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. د دې ورځې نماځنه د غونډو او مناسبتونو په جوړولو ان د مارچ له لومړیو پیلېږي. خو سږ د همدې نمانځنو په درشل کې د مارچ په دوهمه په جلال‌اباد کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په ډزو ووژل شوې. په دې راپور کې به له دوی څخه د یوې تنې شهناز رؤفي په اړه واورئ! د دغه راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک له لارې واورئ:  

08.03.2021 ازادي راډیو

خبرونه او راپورونه

08.03.2021 ازادي راډیو

لومړۍ یو ساعته خپرونه

08.03.2021 ازادي راډیو

شفیقه لکڼخېل؛ درې نيمې لسيزې له تمثيل سره

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې ډېری داسې ښځې دي چې په بېلابېلو برخو کې ښې ځلېدلي او د دوی کار او زیار نور هم هڅولي دي. له دې ښځو یوه هم شفیقه لکڼخېل ده چې لسګونه کلونه‌یې د پښتنې ممثلې په توګه کار کړی. د نوموړې د کار او ژوند په اړه ډېر په دې راپور کې واورئ:  

08.03.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا بحران مدیریت کې د ښځو ونډه څنګه وه؟

سږکال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په ټوله نړۍ کې خلک د کرونا ویروس سره د مبارزې په حال کې دي. د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې هم لسګونه زره کسان په دې ویروس اخته شول. په تېر یوه کال کې کرونا ویروس د خلکو ژوند له سختیو سره مخ کړ، ښځې هم په بېلابېلو برخو کې له دې ویروس سره مخ وې، خو افغانستان کې د کرونا بحران مدیریت کې د ښځو ونډه څنګه وه؟ په افغانستان کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې عالي کمېټه جوړه شوه. د عامې روغتیا وزارت وایي، ښځو د دې کمېټې بېلابېلو برخو کې ونډه درلوده، د ښځو چارو وزارت او طبي عالي شورا مشرتابه چې په راس کې یې ښځې دي هم یادې کمېټې ته کار کاوه. د عامې روغتیا وزارت د کرونایي او بېړنې حالاتو د مرکز مشر میر لیث مصطفی ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس د بحران مدیریت ستراتېژیکې رهبرۍ کې د طبي عالي شورا مشرې نسرین اوریاخیل او د جمهور رئیس سلاکارې ډېوې صمد د پام وړ  ونډه درلوده. نوموړی د کرونا ویروس په مهارولو کې د ښځو ونډه په دوو برخو وېشي: "یو په کورني او ټولنیزه برخه کې د دوی ونډه ده چې تر ډېره د څارنې په ځانګړي ډول د خفیفې او متوسطې څارنې چې اخته کس ته په خپل وخت د درملو او مناسبو خوړو ورکړه په‌کې شامله وه. دا ډېر مهم اړخ و چې ښځو په‌کې خپله ونډه ښه ولوبوله. دوهمه برخه په روغتیایي برخه کې د خدمتونو وړاندې کول و چې ښځو د خپلو وروڼو ترڅنګ ډاکترۍ، نرسنګ، لابراتور او نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کړل. پرته له شکه، د کرونا ویروس سره مبارزه د ښځو له ونډې پرته نا ممکنه وه." له مدیریتي برخې هاخوا، ښځو د کرونا ویروس سره د مبارزې عملیاتي برخه کې هم اساسي ونډه درلوده. په نیمروز ولایت کې د ساري ناروغیو د کنټرول ولایتي مسؤله فرشته زاهدي وایي، د هغو ښځو له ډلې ده چې د ولایت په کچه‌یې له کرونا ویروس سره مبارزه کې اساسي ونډه درلوده. اغلې زاهدي وايي: "له نېکه مرغه په نیمروز کې چې یو سرحدي ولایت دی او هره ورځ د ابرېشم پل له لارې له ایران څخه افغانستان ته څه د پاسه ۵ زره مهاجر راتلل زموږ زیارکښو او کوششي همکارانو، د رخصتۍ ورځو کې هم شپه ورځ کار کاوه، څومره مو چې کولای شول کوښښ مو وکړ. له نېکه مرغه پایله‌یې هم ښه وه." په کابل کې د کرونا ویروس د لومړني ځانګړي مرکز افغان- جاپان ډاکتره مژګان الیاسي وایي، ښځو په سختو حالاتو کې له کرونا ویروس سره مبارزه وکړه. ډاکتر الیاسي وايي: "زموږ د لویو ستونزو له ډلې یو هم کور ته تلل و. یعنې موږ له دې وېره درلوده چې خدای مه‌کړه دا ویروس کورنۍ ته ونه‌لېږدوو. ځکه چې اولادونو مو هلته ژوند کاوه، له دې له امله موږ اندېښمن و." که څه هم د عامې روغتیا وزارت وايي، د هغو ښځینه کارکوونکو شمېرې چې د کرونا ویروس برخه کې یې کار کاوه نه‌لري، خو د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره، د ۱۶ زره روغتیایي کارکوونکو له ډلې ۳۰ تر ۴۰ سلنه‌یې ښځې دي. خو څومره ښځینه ډاکترانې د کرونا ویروس له امله مړې شوې دي؟ د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري وايي: "هغه ډاکتران چې د کرونا په بحران کې له دغه ویروس مړه شول، ۹۹ تنه دي. د دې ۹۹ ډاکترانو له ډلې ۱۰ تنه‌یې ښځې وې." په داسې حال کې چې افغانې ښځې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري، خو د افغانستان سنتي ټولنې یې تر ډېره پر وړاندې ستونزې زېږولې دي. لوړ شمېر یې له خپلو حقونو بې‌برخې دي او ډېرو کمو یې چې بیا دا پولې نړولي د فعالیت به بېلابېلو ډګرونو کې له خورا امنیتي ستونزو سره مخ دي.

08.03.2021 ازادي راډیو

د یمن حوثیانو د سعودي د تيلو په سهولیاتو د میزاییلو او ډرونونو حمله کړې

د یمن حوثي قوتونو د اتوار/یکشنبې په ورځ د سعودي عرب د تیلو صنعت مرکزونه په میزایلو وویشتل.

08.03.2021 ډیوه

د سینیټ د چېئرمین په چوکۍ باندې د پاکستان د سیاسي ګوندونو سیالي تېزه شوې ده

په داسې حال کې چې د پاکستان سینیټ د ټاکنو ورسته د حکومت او مخالف ګوندو له خوا د سینیټ د چیئرمین د چوکۍ د پاره هلې ځلې شورو شوي دي، د دواړو اړخونو نه پر یو بل د تورونو لړۍ هم روانه ده.

07.03.2021 ډیوه

په افغانستان کې د سولې دپاره د یوې نوې مسودې پر سر بحثونه

په افغانستان کې د سولې په اړه د نویو منصوبو خبرونه اورېدل کیږي او داسې یوه مسوده هم په مطبوعاتو کې خوره شوې چې د یو مشارکتي نظام څرنګوالی څرګندوي.

07.03.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more