ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اشرف غني پاکستان ته:افغانستان یو ازاد اؤ خپلواک هیواد وګڼئ اؤ واقعي سولې ته راشئ

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په پاکستان غږ کړی چې باید خپل دتېرو لسیزو سیاست بدل کړي اؤ یو ازاد،خپلواک اؤ سرلوړی افغانستان ومني.

06.03.2021 ډیوه

اترا: افغانستان کې د برېښنايي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل شوه

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د اي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل کړی دی.

06.03.2021 امریکا غږ

عمران خان د قومي اسمبلۍ نه د اعتماد په ووټونو کې کاميابي ترلاسه کړه

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت وزيراعظم عمران خان د قومي اسمبلۍ نه 178 رايې ترلاسه کړې او د اعتماد په ووټونو اخستو کې کامياب شو.

06.03.2021 ډیوه

د ولي خان بابر په وژنه تورنو ته اورل شوې سزاګانې غېرقانونه ګرځول شوې

په کراچۍ کې د وژل شوي خبريال ولي خان بابر په وژنه تورنو کسانو ته اورول شوې سزاګانې د سيند هايکورټ لاړکانې څانګې لاقانونه ګرځولي دي.

06.03.2021 ډیوه

غني پاکستان ته: خپلواک افغانستان ومنئ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان باید خپل تیر سیاست ته په تغیر ورکولو سره افغانستان د یو خپلواک هیواد په توګه ومني.

06.03.2021 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي، پوځي سرتيری ژوبل

امنیتي سرچینې وايي د شمالي وزیرستان منظر خیل سیمه کې پوځ د وسله والو پرضد عمليات کړي او په دغه مهال نښته شوې دوه وسله وال پکې وژل شوي او يو پوځي سرتيری پکې ژوبل شوی دی.

06.03.2021 ډیوه

هلمند کې موټر بمب چاودنې د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس وژلی

د هلمند ولایت د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رئیس سید محمود سادات په موټر بم چاودنه کې وژل شوی دی.

06.03.2021 امریکا غږ

د بشر حقونو کمېسیون د ۷ زړورو افغان مېرمنو په اړه د امریکا پرېکړه ستايي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام ستایلی چې ۷ افغان وژل شوېو فعالو مېرمنو ته د زړورتیا افتخاري اوارډ ورکوي. دغه کمېسیون پرون جمعه (د کب ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې دا ۷ ښځې ۲۰۲۰ میلادي کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې د اووه افغان مېرمنو په ډله کې د فاطمه ناتاشا خلیل یادونه شوې چې په خبره یې بشري حقونو ته متعهده وه او تل یې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کولې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ یو شمېر زړورو ښځو ته اوارډونه ورکوي. په دې ډله کې له افغانستانه د فاطمه ناتاشا خلیل، جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشته، ملالۍ میوند او فرشته کوهستاني نومونه هم راغلي چې ۲۰۲۰ کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. دا مېرمنې له پوځ رانیولې، تر ټلوېزیون او مدني ټولنو کې په فعالیت بوختې وې او پيژندل شوې څېرې وې. که څه هم طالبانو د ګڼو هدفي وژنو پړه رد کړې خو افغان حکومت تور پورې کړی چې د اکثرو دغو افغان فعالانو د قتل تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.

06.03.2021 ازادي راډیو

ملګرو ملتونو د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د یو شمېر کسانو وژنه غندلي

رویټرز خبري اداره وايي ایران د هغه پېښې تحقیقات شروع کړي دي چې پکې  د پاکستان په پوله دوه ایرانیان په ډزو وژل شوي دي او د ایران خارجه وزارت ویلي پاکستان د یو تن جسد ایراني چارواکو ته ورکړی دی

06.03.2021 ډیوه

په مومندو ضلع کې خلک وايي د سلګونو په شمېره کې د سیمې اوسېدونکي لادرکه دي

د مومندو په مظاهره کې د احتجاج کونکو وېنا وه چې د کوم تنظيم يا سياسي ګوند د سیوري لاندې نه دي راټول شوي بلکه پخپله يي یو بل خبر کړي او د صافو "خاخ" بازار کې یې احتجاجي ناسته وکړه

06.03.2021 ډیوه

د افغانستان په بدخشان ولایت کې واورې دلاسه ۱۴ کسان مړه شوي

د ولایتي حکومت ترجمان نیک محمد ویلي د رېګستان ولسوالۍ زرنداب کلی د طالبانو د ولکې د لاندې دی چې له امله یې په امدادي کار کې خڼدان راولاړېږي

05.03.2021 ډیوه

د کېتلک مسلک مشر پوپ فرانسېس عراق ته رسېدلی

پوپ وویل عراق ته د یو داسې زیارت کوونکي په څېر ورغلی چې د تېرو څو کلونو د جنګونو او ترهګرۍ نه پس د معافیت او مفاهمت غوښتنه کوي. هغه ځان د امن او ورولۍ زیارت کوونکی وبللو ویې وېل چې غواړي د نورو مذهبونو او روایاتو خلکو سره د بابا ابراهیم په خاوره لیدل وکړي

05.03.2021 ډیوه

په بلوچستان کې بم چاودنې پنځه کارکوونکي وژلي

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال د يادې پېښې غندنه کړې او د سوۍ و ضلعي انتظامي چارواکو ته يې په پيښه کې د ککړو بريدګرو د نيولو امر کړې، د حکومت لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ليکل شوي چې د بې ګناه خلګو په نخښه کونکي د يو ډول رعايت حق نلري

05.03.2021 ډیوه

ملاله: يولس کلنه وم چې طالبانو مې سکول په سوات کې وتړلو 

د اېټلانټېک کونسل يو وېبېنار لا انلاين خطاب کې د اکسفور‌‌‌‌‌‌ډ پوهنتون نه فارغه شوې ملاله يوسفزۍ خپل ماشومتوب يادوي او وايي “زه او پلار مې ځکه هم همغږي شو چې جينکۍ تعليم ته نه پرېښودل او په وړوکوالي يې واده کول مې نه ځانله خوښول او داسې راتلونکی مې نه نورو له خوښېدلو”

05.03.2021 ډیوه

پي ډي اېم د وزیراعظم د اعتماد دپاره د قومي اسمبلۍ د غونډې نه بایکاټ اعلان کړو

د قومي اسمبلۍ نه د پي ډي اېم د بایکاټ په اړه داتحاد مشر مولانا فضل الرحمان وویل د یوسف رضا ګیلاني د ګټې په صورت کې په حکومت عدم اعتماد وشوهغه د نویو عامو انتخاباتو اعلان هم وکړو

05.03.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more