ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پرته له محرم د ښځو پر سفر بنديز؛ مېرمنې: له ګڼو ستونزو سره مخ يو

وروسته له هغه چې پر افغان مېرمنو د طالبانو د حکومت لخوا د سفر پر مهال د محرم درلودلو محدویت ولګېده، په پلازمېنه کابل کې ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، ان تر دې چې د اړتیا پر مهال دوی نه‌شي کولای، د پخوا په څېر په ښاري موټروکې تګ راتګ وکړي. موټرچلونکي وایي، چې د طالبانو د مکتوب له مخې دوی نه‌شي کولای چې په مخکې چوکۍ کې مېرمنې کښېنوي او یا هم د شاه په څوکۍ کې نږدي نارینه ورسره کښېنوي. په کابل کې یو شمېر ښځې، وایي په ساعتونو ساعتونو د موټرو په تم ځای کې ولاړې وي، خو دا چې یوازې وي، د موټرچلونکي لخوا د موټر په مخکې چوکۍ کې د کښېناستلو اجازه نه ورکول کیږي او که په شاته سیټ کې کښېني او بله ښځه نه وي، نو اړې دي چې د دریوو کسانو کرایه ورکړي. د کابل اوسېدونکې ارزو چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده وایي، د ښوونځي تګ ورته ډېر سخت شوی دی. د نوموړې په وېنا ټوله ورځ یې د موټړو په تم ځای کې د ښاري موټر په تمه تېره شي، موټر وي، خو دا چې له دې سره نورې ښځې نه وي، موټر چلوونکی موتر ته د پورته کېدلو اجازه نه ورکوي. نوموړې وايي: "زه یوه ورځ د هوایی ډګر له سړک نه د سلیم کاروان خوا ته تلم ، یو موټرودرېده، په هغه کې طالب هم ناست و، طالب موټړوان ته وویل، چې ته حق نه‌لرې چې په مخکې څوکۍ کې ښځه کښېنوې، موټر روان شو، زه نوره هم په تمه شوم ، تونس موټر راغی ، هغه ته مې هم ونه‌شوی کوی چې پورته شم، خلک اقتصادي ستونزې لري، نه‌شي کوی چې په موټر کې د دوو یا درېوو کسانو کرایه ورکړي، مخکې به د لېني موټر کرایه لس افغانۍ وه ، خو اوس پېنځه لسو ته پورته شوې ده، ښځې چې شل افغانۍ ورکړي، هغه پېنځه هم بېرته نه ورکوي، له ډېرو ستونزو سره مخ یو." د کابل بله اوسېدونکې صنوبر هم له ورته ستونزې شکایت کوي. نوموړې وايي: "د طالبانو لخوا مېرمنې ډېرې ځورول کېږي، طالبان موټر دروي، هغو ښځو او نجونو چې تور حجاب او ماسک نه وي اغوستی، تند چلند ورسره کوي، په مخکې سېټ کې مو طالبان نه پرېږدي او شاته چې کښېنوو که نورې ښځې نه وي مجبوره یو، چې د ټول سېټ کرایه ورکړو، په دې بد اقتصادي حالت کې چې مېرمنې کار هم نه لري ډېره سخته ده." د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د ۲۰۲۱ میلادي کال په دسمبر میاشت کې یو مکتوب خپور کړ چې په کې له محرم پرته تر ۷۸ کیلو متره پورې د نه ګرځېدلو موضوع یاده شوې وه، له دې حکوم وروسته افغان مېرمنې د تګ راتګ پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخ شوې. د ښځو د حقونو فعاله نرګس احمد زی چې خپله هم له ورته ستونزې سره مخ ده، وایي چې د طالبانو حکومت دې په خپلو دې حکومونو له سر غور وکړي. نوموړې وایي، داسې مېرمنې شته چې محرم نه‌لري او د کور ټولې چارې هم ورپه غاړه دي او دا ډول حکمونه د دوی ژوند سختوي. آغلې نرګس وايي: "افغان مېرمنو ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړې دي، د ټکسي او رېکشا چلوونکي دې ته زړه نه ښه کوي، چې مېرمنې ولېږدوي، ځکه که ورسره نارینه نه وي له ستونزې سره مخ کېږي، هغه ښځې چې دندې لري نه‌شي کوي چې هر ورځ له ځان سره محرم ولري ، اسلامي امارت دې په خپل دې حکوم له سر نه غور وکړي." مجید چې د کابل په ښار کې تونس موټر چلوی وایي، د طالبانو له حکم نه وروسته مېرمنې په مخکې چوکۍ کې نه کښېنوي،  ځکه وېرېږي چې جنجال ورته جوړ نه‌شي، د شا په سېټ کې هم که نورې ښځې نه وي مجبوره دی چې له یوې مېرمنې څخه د دوو کسانو کرایه واخلي، ځکه تېل قېمته دي، موټر خپل مصرف نه‌شي پوره کولی. نوموړی وايي: " ، بیا چې شا ته کښېنې که بله ښځه نه وي، چې ورسره کښېني مجبوره يم چې یا د درې کسانوکرایه واخلم یا یې بېرته ښکته کړم. موږ ته د طالبانو په دې حکم سره ډېرې ستونزې پیدا شوې دي، غوښتنه مو دا ده چې دا سیستم برابر کړي." خو د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وایي، د دوی په حکم کې یوازې دومره ویل شوي دي، چې ښځې دې له محرم پرته ۷۸ کیلومتر واټن کې یوازې سفر نه کوي. محمدصادق عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د ښاري موټر په مخکې چوکۍ کې د مېرمنو له ناستي سره هېڅ ډول ستونزه نه‌لري. نوموړي وويل: " ، که چېرې په ښارکې یوازې وي نو موټر ته پورته کېدلی شي، شریعت دا مني او موږ هم ستونزه نه‌لرو، یوازې دومره ویل شوي دي چې مېرمنې دې ۷۸ کیلو متره واټن کې یوازې سفر نه کوی، مخکې هم داسې څه نه و، اوس هم موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې د ښځو ستونزې حل کړو." د یادونې ده، چې په افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره تر اوسه ښځې د دوی له سخت محدویت سره مخ دي، په دې اړه نړیوالو سازمانو هم غبرګون ښودلی دی. له شپږم ټولګي د پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيوو دروازې تړلي دي، په اکثره اداروکې مېرمنو ته د کار اجازه نه‌شته، په لرې واټن سفر کې محرم او حجاب جبري شوي دی، دا هغه څه دي چې په تېرو لسو میاشتو کې پر افغان مېرمنو باندې عملي شوي. ان په کابل کې د علماوو په درې ورځنۍ غونډه کې چې تېره شنبه پای ته ورسېدله مېرمنو ته د ګډون حق ور نه کړل شو. د یادونې ده چې په تېر جمهوري نظام کې به مېرمنو په خپله موټر چلوو، خو اوس د موټر زده کړې کورسونه هم د دوی پر مخ تړل شوي دي.

04.07.2022 ازادي راډیو

امریکا کې د پولیسو لخوا د یو بل تورپوستي وژل کیدو نه پس مظاهرې شوې

د متحده ایالاتو د اوهایو الایت د اکرن په ښار کې وروسته تر هغه سل ګونو کسانو مظاهرې وکړلې چې د پولیسو لخوا په ثبت شوې ویډیو کې د هغه تور پوستي امریکایي د وژل کیدو پیښه خپره شوه چې تیره اوونۍ پولیسو وژلی و.

04.07.2022 امریکا غږ

د رفسنجاني لور د ایران پر ضد تبلیغاتو کولو او مقدساتو ته په سپکاوي تورنه شوه

د ایران قضایه قوې یکشنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) د پخواني جمهور رئیس اکبر هاشمي رفسنجاني لور په ټولنیزو شبکو کې د ایران ضد تبلیغاتو کولو او مقدساتو په سپکاوي تورنه کړله.

04.07.2022 امریکا غږ

خواجه اصف دعوه کوي چې پي ټي ايي د امریکا نه معافي غوښتې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دعوه کړې، پاکستان تحریک انصاف ګوند د امريکې د حکومت نه معافي غوښتې او اوس د امریکايي مرستيال ډونلډ لو منتونه کوي، خو تحریک انصاف ګوند ويلي خواجه اصف درغ وايي.

04.07.2022 ډیوه

روس د اوکراين په ختيځ کې د صنعتي ښار د نيولو دعوه کړې

روس د اتوار/ يکشنبې په ورځ دعوه کړې چې د اوکراين په ختيځ کې يې د لوهانسک صوبې صنعتي ښار لسچانسک نيولی دی، خو راپورونه وايي د اوکراين پوځ دغه دعوه رد کړې ده.

04.07.2022 ډیوه

د ډنمارک یوې مغازې کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ کاري ټپي شوي

د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې پولیس وایي یو وسله وال یکشنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) په یو مغازې کې په خلکو ډزې کړي درې تنه یې وژلي او ۳ نور یې ښه کاري ټپي کړي.

04.07.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

04.07.2022 امریکا غږ

د ډنمارک په سرښار کوپن هېګن کې د ‌یو بریدګر په ډزو کې نامعلوم شمېر کسان مړه او زخمیان دي

واشنګټن (رائټرز)  - د ډنمارک په سرښار کوپن هېګن کې یو وسله وال تن په یو شاپنګ سنټر کې ډزې کړي او څو تنه یې وژلي او زخمیان کړي دي. پولیس وایي چې دوی په دې قضیه کې دوه ویشت (۲۲) کلن ځوان چې د ډنمارک شهري دی، ګرفتاره کړی دی. پولیسو دا هم ویلي چې په دې پېښه کې د "ترهگرۍ" امکان نشي رد کولی. د ډنمارک د پولیسو مشر انسپکټر سورېن ټوماسن خبریالانو ته وویل: "څو تنه زخمیان دي او په دې هم خبر یو چې یو تنه نور مړه شوي دي." هغه زیاته کړه چې پولیسو د کوپن هېګن په زیلنډ علاقه کې د لټون پراخ عملیات پیل کړي دي. د پولیسو وینا ده چې کله د اتوار/یکشنبې په ماسپښین دوی ته د فیلډ مال نه د ډزو خبر راورسېد، نو هغوی سمدستي وسله وال پولیس هلته ورولېږل او په مال کې دننه خلکو ته یې وویل چې ځانونه پټ وساتي او امداد ته دې انتظار وي. ځایي رسنیو داسې تصویرونه خپاره کړل چې په کې ډله ډله ېرېدلي خلک د مال (شاپنګ سنټر) نه بهر ته د تېښتې په حال کې لیدل کیږي. ابتدايي معلوماتو کې دا ندي ویلی شوي چې په پېښه کې به نور برید کوونکي هم ککړ وي او که نه. پولیسو دا هم ندي ویلي چې د ډزو د دې پېښې وجه څه وه او یا برید کوونکی وړاندې پولیسو ته معلوم و او که نه. د کوپن هېګن لوی هسپتال رېګشوسپیټالېټ ته یو کم شمېر زخمیان د علاج دپاره رسول شوي و، او وروسته هسپتال نور ډاکټران او نرسانې راوغوښتلې. په ځای کې موجودو ځینو ګواهانو ځایي رسنیو ته ویلي چې کله اول ډزې وشوې، نو دوی فکر کاوه چې د غلا کومه پېښه ده، او بیا چې کله ډزې زیاتې شوې، نو دوی پوهه شول چې برید کوونکی صرف خلکو باندې ډزې کوي. تېره هفته د ډنمارک ګاونډي هېواد ناروې په سرښار اوسلو کې هم د ډزو یوه مرګونې پېښه شوې وه چې په کې برید کوونکي دوه تنه ووژل. اوس دستي ډنمارک کې د ترهګرۍ خطره "سنجیده" ګڼل شوې ده او د هغه ملک امنیتي او استخباراتي ادارې وایي چې تر ټولو لویه خطره د "اسلام پاله تندلارو" نه متوجه ده. تر دې وړاندې ډنمارک کې په ۲۰۱۵ کال کې سختدریځه حمله شوې وه چې دوه تنه په کې مړه او شپږ پولیسان په کې زخمیان شوي و.

04.07.2022 ډیوه

لیز چیني: د امریکا ولس باید له ټرمپ څخه وساتل شي 

د امریکا د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند استازې او د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ مخالفه لیز چیني وایي‌ چې د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو په اړه به پرېکړه کوي. 

03.07.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

03.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

03.07.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

03.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

03.07.2022 امریکا غږ

وحیدي: که بهرنیان نوم لیکنه ونکړي، ایران کې یې اوسېدل ناقانونه دي 

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي هغه بهرني اتباع چې د ایران د بهرنیو وګړو د پېژندنې په طرحې کې نوملیکنه نکوي، په دغه هېواد کې یې اوسېدل غیرقانوني دي او له دغو خلکو سره به قانوني چلند کېږي. 

03.07.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

03.07.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more