ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دعمران خان اؤ محمود خان په ګډون دپي‌ ټي ایي دګڼو مشرانو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي

دپاکستان حکومت د اسلام اباد او پنجاب بيلا بل ښارونو کې د عمران خان او د هغه نزدې ملګرو پشمول د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکو د خيبر پښتونخوا صوبې د اعلا وزير محمود خان او د ګلګت بلتستان د اعلا وزير خالد خورشيد په ضد مقدمى درج کړې دي. دې مقدمو ته خپل غبرګون کې دګلګت بلتستان اعلا وزیر خالد خورشيد ويلي دوي هم د وزير اعظم شهباز شريف ګلګت ته په ورتګ بنديز لګولى شي خو دخیبر پښتونخوا وزیراعلا بیا وایي چې دمقدمو نه هیڅ ویره نه لري. په عین حال کې د پخواني وزير اعظم عمران خان له لوري یو وارې بیا  اسلام اباد پله د احتجاجي لاريون ګواښ ته خپل غبرګون کې دکورنيو چارو مرکزي وزېر رانا ثناء لله ويلي حکومت به دا ځل عمران خان اسلام اباد ته نه پريږدي. تيره ورځ پيښور کې یو خبري کانفرنس ته د وينا په وخت عمران خان د سمدستي انتخاباتو د خپلې غوښتنې پسر بيا اسلام اباد پله داحتجاجي لاريون اعلان کړى ؤ. دا په داسې حال کې ده چې  مرکز او پنجاب کې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند د اسلام اباد او پنجاب صوبې بيلا بيلو ښارونو کې د عمران خان او د هغه دګوند مرکزي ليډرانو او پلويانو په ضد ١١ نورې مقدمى درج کړي چې پکې سرکاري ودانیو ته د زيان رسولو، په پوليس چارواکو دحملو او دتګ راتګ دلارو دتړلو په سر دفعات لګول شوي دي. د اسلام اباد ترنول تاڼه کې د پخواني وزير امين الله ګنډا پور په ضد پوليس چارواکو باندې د تشدد په تور مقدمه درج شوې او  ياده تاڼه کې درج بله يوه مقدمه کې دخيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان  او د پنجاب حسن ابدال تاڼه کې هم د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د ګلګت بلتستان داعلا وزير خالد خورشيد نومونه مخې ته راغلي دي. دې ته غبرګون کې دخیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان رسنیو سره خبرو کې ویلي چې هغه دمقدمو نه نه ویریږي اؤ د رانا ثناء الله په قلم کې چې څومره زور وي دهغه پرضد دې مقدمې درج کړي خو دی به د امپورټيډ حکومت منلو ته غاړه کښینږدي. دګلګت بتلستان اعلا وزیر خالد خورشيد د صدر عارف علوي ،د پوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه او د سپريم کوټ دمشر قاضي عمر عطا بنديال نه ددې مقدمو درج کیدو پرضد د نوټس اخستو غوښتنه کړې ده. اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې خالد خورشيد خبردارى ورکړى که مرکزي حکومت د ګلګت بلتستان خلک اسلام اباد ته نه پرپږدي نو بيا دوي هم دا اختيار لري چې د وزير اعظم شهباز شريف ګلګت ته په ورتګ بنديز ولګوي. مرکزي حکومت په عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره د تحريک انصاف د واک لاندې دخيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان د وسيلو نه دناوړه استفادې تورونه لګوي. د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله وايي مرکزي حکومت  د عمران خان احتجاجي لاريون کې د ملکي دستور په ضد د کردار لوبولو پسر د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان په ضد په کارروایۍ غور کوي او په دې اړه یې د قانون وزارت نه راېې غوښتې ده. خو دخیبر پښتونخوا صوبايي وزيرانو کامران بنګش او تيمور جهګړا مرکزي حکومت ته خبردارى ورکړى چې صوبه کې د بيړنى حالت د نفاذ يا بل کوم ګام پورته کولو  نه دې ډډه وکړی شي.

28.05.2022 ډیوه

وچکالۍ په افغانستان کې د غنمو حاصلا کم کړي دي

د طالبانو د حکومت له خوا د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ افغانستان سږکال له دوو میلونو تڼو زیاتو وارداتي غنمو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې سږکال په افغانستان کې سختې وچکالۍ د پخوا پرتله زیات د غنمو حاصلات کم کړي دي.

28.05.2022 ازادي راډیو

روسیې له غږ چټک میزایل وازمایه 

پداسې حال کې چې روسیې د اوکراین په دونباس سیمې باندې بریدونه او فشار زیات کړی ددې هیواد ځواکونو د شننبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي ۷) د غږ څخه د چټک میزایل د ازمایلو خبر ورکړ.

28.05.2022 امریکا غږ

دپاکستان دخزانې وزیر ایي ایم ایف سره دپاکستان دپور دبحالۍ تړون ته هیله مندي ښودلې

 دپاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د مامورینو په کچه د لوظنامې هېله ښودلې او ویلي یې دي چې د ايي اېم ایف لخوا به پاکستان ته نزدې څلور بيلينه ډالره ترلاسه شي. پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او حکومت په اقتصادي کړکېچ د قابو موندلو په ترڅ کې د نړيوالې مالياتي ادارې په وینا د تېلو په بېعه کې 30 روپۍ اضافه هم کړې خو پاکستان تحریک انصاف دا حکومتي فېصله غندلې او وایي چې حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې پر وړاندې په ګونډو شوی دی. مفتاح اسماعیل وايي د کومو خلکو امدن چې د 40000 روپو څخه کم وي نو هغوي د وزير اعظم شهباز شريف لخوا د اعلان شوؤ دوو زرو روپو د امداد جوګه دي او ویلي یې دي چې په دې پروګرام کې د خلکو د دنوم لیکنې عمل به د جون میاشتې نه پېل کېږي. وزیراعظم شهباز شريف تېره شپه قام ته خپل خطاب کې 1 کروړ او 40 لکه کورنیو ته د مېاشتې پسر د 2000 روپو امداد ورکولو اعلان کړی ؤ. اقتصاد پوهان د پاکستان د اقتصاد په خپلو پښو د ودرولو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض دپروګرام بحالى اړينه ګرځوي او وايي چې کله دا پروګرام په ځائ شي نو سعودي عرب به هم دپاکستان مالي امداد ته غاړه کېږدي.  پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د کال 2019م د شپږ اربو ډالرو د قرض پروګرام پرځائ کولو هڅې په داسې حال کې کوي چې د هېواد اقتصاد د سختو ستونزو سره مخ دې. شمېرې ښيي چې د بجټ خساره د 13 ارب ډالرو نه  اوښتې ده، او تجارتي خساره هم د تاریخ لوړې کچې 40 ارب ډالرو ته رسېدلې ده او هم دا راز د بهر ملکي زر مبادلې ذخایر ورسره هم په پرله پسې توګه غورځېږي او دا اوس 10 ارب ډالرو ته ښکته شوي. د پاکستان مرکزي حکومت تېره ورځ په مالي ګډوډۍ د قابو موندلو او د پور پروګرام د بيا بحالولو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې په سپارښتنه د تېلو په بيعو کې د يو لېټر په سر د دېرشو روپو ستره اضافه هم کړې ده. خو د تېلو د سېوا شوؤ نرخونو د بدو اغېزو څخه د غريبې طبقې د ژغورنې دپاره وزیر اعظم شهباز شريف د 28 ارب روپو رېلىف پېکج اعلان کړی دی. تېره شپه قام ته په خپل خطاب کې شهباز شريف وېلي چې د هېواد 1 کروړ او 40 لکه بې وزله کورنیو ته به د مېاشتې په سر 2000 روپۍ امداد ورکوي. اخوا حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر اسد عمر د تېلو په نرخونو کې په شوې اضافه خپل عکس العمل کې ویلي چې پخواني وزیر اعظم عمران خان د ولس په ګته کې سختې پرېکړې کړې وې خو د نړیوالې مالياتي ادارې پر وړاندې یې د سلامي کیدو نه انکار کړی ؤ. مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي وېلي چې د مسلم ليګ څخه حکومت نه سمبالېږي او د روپۍ قدر کمېږي وايي د نړیوالې مالياتي ادارې په وینا یې د تېلو نرخ زيات کړی. دی وايي عمران خان د نړیوالې مالياتي ادارې خبره نه منله او د ارزان بیه تېلو اخستو لپاره روس ته تللی ؤ. اخوا د جمعې په ورځ اوونيز خبرى کانفرنس ته وېنا کې د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د روس څخه د تېلو او خوراکي توکو د درامد کولو امکان نه دی رد کړی او ویلي یې چې پاکستان د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ازاده خارجه تګلاره لري او وايي په دې اړوند د روسیې سره په تماس کې دی. د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل وینا وه چې پاکستان ته د نړیوالې مالياتي ادارې لخوا 3 بيلېنه ډالره ترلاسه شوي او پاکستان غواړي چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض پروګرام د نور يو کال لپاره وغځوي. هغه وايي پاکستان ته به د ايي اېم اېف څخه نور 4 بېلينه ډالره ضرور ترلاسه شي او وايي دسعودي عرب څخه هم پاکستان ته د جولایي په میاشت کې مالي امداد ترلاسه کېدای شي خو نوموړي په دې اړه نور جزييات نه دي شريک کړي. د اقتصادي چارو پوهان د پاکستان لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې د پور پروګرام اړين ګرځوي. د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حېدر ډيوه سره خبرو کې وايي د سعودي عرب مالي پېکج هم د نړیوالې مالياتي ادارې د پروګرام بحالۍ سره تړلی دی. وايي وزیر اعظم شهباز شريف چې کله په دې وروستیو کې سعودي عرب ته تللی ؤ نو هغوى ته یې د موجوده 3 اربو ډالرو د ډیپازټ دمودې د غځولو خواست کړی ؤ. مهتاب حېدر وايي پاکستان غواړي چې يو خو دغه موده وغځول شي او بله دا چې د موخر اداېګيانو په بنياد چې سعودي عرب پاکستان ته کوم د 1.2 بېلينه ډالرو د تېلو سهولت ورکوي نو پاکستان غواړي چې دا هم 2.4 بېلينه ډالرو ته زيات کړي او درېم دا چې سعودي عرب پاکستان ته نور اضافي رقم هم ورکړي. دی وايي تر اوسه پورې دې معاملو ته لا غوڅه بڼه نه ده ورکړی شوې او څنګه چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرضې پروګرام بحال شي نو د پاکستان سره چې څومره د پېسو فرق راځي هغه به سعودي عرب پوره کوي. مفتاح اسماعیل د تېلو په بېعو کې د نورې اضافې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې د کومو خلکو آمدن له 40000 روپو نه کم دی نو هغوي د وزير اعظم شهباز شريف لخوا د اعلان شوؤ دوه زره روپو د امداد جوګه دي. د نوموړي په وینا په دې پروګرام کې د رجسٹرډ کېدو  عمل به د جون میاشتې څخه پېلېږي خلکو له به په ټېلي فون نمبر 786 خپل ځانونه درج کول وي. مفتاح اسماعیل ویلي کوم خلک چې له وړاندې څخه د بېنظير انکم سپورټ پروګرام کې رجسٹرډ دي هغوي ته د بيا رجسٹرډ کيدو ضرورت نشته. وایي دا پېسې به يوازې ښځو ته ورکولی شي او وايي اوس به په پېل کې بېنظير انکم سپورټ پروګرام څخه استفاده کوونکو ته اضافي 2000 روپې ورکولی شي.

28.05.2022 ډیوه

دحکومتي مرستې 2000 روپۍ دپاکستان دګرانۍ ځپلي ولس ستونزې کمولی شي؟

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د هېواد دکم امدن کورنيو سره د 28 اربه روپو د مالي مرستو کولو اعلان کړی چې ترمخه به یې غريبو خلکو ته هره مياشت 2000 روپۍ ورکول کېږي۔ خو د موجوده حکومت مخالف ګوند پاکستان تحريک انصاف د وزير اعظم لخوا په اعلان کړل شوي پیکیج سخت ټکونه کړي او دا يې دحکومت لخوا د خپلو ناکامو پټولو لپاره د خلکو په سترګو کې دخاورو شیندل بللي دي۔  ځايي ولس وايي چې په هېواد کې ګراني يو په درې سېوا شوې او د حکومت لخوا اعلان شوې پېسې د خلکو لپاره په ورځني ژوند کې اسانۍ نه شي پېدا کولی بايد په هېواد کې ارزني راوستل شي۔ د نړيوالې مالياتي ادارې (ايې ايم ايف) د شرطونو پوره کولو لپاره د تېلو په نرخونو کې له زياتوالي راوستلو وروسته تیره ورځ قام ته خپله وینا کې د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د ټولنې بې وزله خلکو لپاره د مياشتې په سر د 28 اربه روپو امدادي پيکج اعلان کړی۔ په دې اړه خېبر پښتونخوا کې د خواریکښو دمحکمې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي وزير شوکت يوسفزی وايي موجوده حکومت چې د ګرانۍ مخنيوي لپاره کومې دعوې کړې وې اوس په هغې کې ناکامه شوی، او د دغې پېکيج اعلانولو سره حکومت خپلې ناکامۍ پټول غواړي۔ وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل "چې کوم د ګرانۍ بم غورځيږي نو دا په دې نه قابو کېږي چې ته به خلکو ته 2000 روپۍ مياشت ورکوې" هغه وايي چې "دوی خلکو ته غلطې دعوې کړې وې چې مونږه راشو نو ګراني به کمه کړو، دتېلو قيمتونه به کم شي، د بجلۍ نرخونه به راټيټ کړو او دا عمران خان نه پوهيږي خو نن چې دوی راغلي نو ګراني نوره هم سېوا شوې ده" دشوکت يوسفزي وېنا وه  په کوم تناسب چې موجوده حکومت ګراني راوستې نو پکار دا ده چې اوس خلکو ته هغه شان اساني هم ورکړي. بلخوا وزير اعظم شهباز شريف په هېواد کې د موجوده ګرانۍ ذمه وار تېر حکومت بللی او وايي چې د تېر حکومت په مهال د هېواد هره څانګه تباه شوې ولې دوی دا چيلنج قبول کړی چې ولس او هېواد به ددې سختو حالاتو څخه وباسي۔  د امدادي پيکج په اړه د نوموړي وینا وه دغريبو خلکو د تيلو د بوج څخه بچ کولو دپاره د بېنظير انکم سپورټ پروګرام ترڅنګ د بې وزله خلکو سره نورې مالي مرستې هم پېل کوي. "د پاکستان يو کروړ او څلوېښت لکه غريبو کورنيو ته به دوه زره روپۍ میاشت ورکولی شي، دا کورنۍ په اته نيم (5۔8) کروړه تنانو مشتمل دي کوم چې دپاکستان دټولې ابادۍ دريمه (3/1) برخه جوړېږي"  وفاقي حکومت دوه ورځې وړاندې په ملک کې د تيلو بيعې سېوا کړي او د يو ليټر پټرولو او ډيزلو په بیعه کې یې 30 روپۍ زياتوالی راوستی دی، د تيلو قيمت سېوا کولو په مهال دحکومت له لوري ويل شوي چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) نه د قرض ترلاسه کولو لپاره دا ګام پورته کړی شوی دی۔ د پېښور قيصه خانۍ بازار کې ولاړ یو تن خالد مومند وي او ای ډیوه ته وايي چې ګراني يو په درې سېوا شوې او موجوده حالاتو کې د حکومت لخوا اعلان شوی پېکج د غريبو خلکو مشکلات نه شي کمولی بايد د نرخونو کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخستل شي۔ نوموړي زياته کړه "دومره ګراني راغلې که دوی د2000 روپو په ځای لس لس زره روپۍ هم ورکړي نو هغه ګراني پرې نه کمېږي ځکه چې د 100 روپو د څيز قيمت 300 روپو ته رسېدلی دی، په 700 روپۍ کلو غوښه ده، په 250 روپۍ کلو وریژي دي، د 1150 تر 1200 روپو پورې کلو چائ ده نو دا خو دوی يو غريب ته د کلو چایو قيمت هم نه ورکوي په مياشت کې"  د اپريل د مياشتې په نهمه د هغه وخت مخالفه ګوندونو د پاکستان تحريک انصاف مرکزي حکومت د بې باورۍ تحريک د لارې په دې وجه ختم کړی ؤ چې په هېواد کې ګراني سېوا شوې او د حکومت پالېسۍ ناکامه شوي دي۔ 

28.05.2022 ډیوه

یوناني چارواکي: سږ کال مو د ۴۰ زره ناقانونه کډوالو مخه نیولې

یونان کې چارواکو د شنبې په ورځ مې ۲۸ (غبرګولي اومه) وویل چې د روان میلادي‌ کال له پیل څخه یې دغه هیواد ته له ترکیې څخه د کابو ۴۰ زره ناقانونه کډوالو د راتګ مخه نیولې ده. د یونان د مدني حفاظت وزیر تاکیس تودوریکاکس د شنبې په ورځ مې ۲۸ وویل چې د روان کال په جریان کې د ایفروس په پوله کې د زرګونو هغو ناقانونه کډوالو مخه نیول شوې چې غوښتل یې دې هیواد ته ورشي. نوموړي سکای ټلویزیون ته وویل: « د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۴۰ زره ناقانونه کډوالو هڅه وکړه چې په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته راشي.» هغه زیاته کړه، هر ډول تهدید به له منځه یوسي چې هغه هیواد او سرحداتو ته یې خطر متوجه کوي. یونان تر ډیره د افغانستان په ګډون د افریقا او منځني ختیځ هیوادونو د هغو کډوالو لپاره یو انتخاب دی چې غواړي په اروپايي ټولنه کې ښه ژوند ترلاسه کړي. اکثریت کډوال له ترکیې څخه د یونان په شمال کې د ایفروس سرحد ته راځي او آتن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې وروسته له هغه سرحدي امنیتي تدابیر زیات کړل چې ګڼ شمیر کډوالو هڅه وکړه له ایفروس سیند څخه تیر شي. آتن په انقره تور لګوي چې په قاچاقي ډول د کډوالو د مخنیوي لپاره چې په اکثریت مواردو کې په بادي کښتیو کې خطرناکه سفر کوي، کافي اقدامات نه کوي. د یونان د مدني حفاظت وزیر همدارنګه ترکیې ته په یو پیغام کې وویل چې نشي کولی د هغو سرګردانه خلکو قاچاقبران او دا ډول حالت وزغمي. ایفروس سیند چې یونان او ترکیه سره بیلوي، په دې وروستیو اوونیو کې ځکه د ناقانونه کډوالو د زیاتې ګڼې ګوڼي شاهد پاتې دی چې د اوبو سطحه کمه ده. د یونان د کډوالو وزارت یوې سرچینې ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د کډوالو راتګ ۳۰ سلنه زیات شوی دی. یونان د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې سرحدي ګزمې زیاتې کړي‌، کمرې او رادار یې نصب کړ او د ۱۶ فوټو په لوړوالي یې په یو شمیر سیمو کې ۴۰ کیلومتره وسپنیزې موانع جوړې کړې. د یونان د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په جریان کې تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي هغه هیواد ته رسیدلي دي. ددغه راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

28.05.2022 امریکا غږ

یوم تکبیر:څېړونکي وایي خپل ځپلي اقتصاد ته په کتلو به پاکستان ته خپلو دفاعي لګښتونو ته بیا کتنه کول وي

په داسې حال کې چې پاکستان نن په ۲۸مه مئ دخپلو ایټمي ازموینو ۲۴مه کلیزه د "یوم تکبیر" په نوم نمانځي څیړونکي وایي که چرې پاکستان ته خپله اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دې لپاره ورته اړینه ده چې پخپله دفاع کیدونکو لګښتونو ته بیا دسره کتنه وکړي. دهند داټومې ازموینو په جواب کې پاکستان په ۲۸مئ کال ۱۹۹۸ کې دپینځوؤ اټومې چاودنو سره دخپل اټوم بریالۍ ازموینه کړې وه خو دهغې راپدیخوا په جوهري وسلو نظر لرونکې نړيوالې ادارې سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټیټیوټ د کال 2020م د پخپل رپورټ کې ویلي‌ چې پاکستان او هندوستان په تېرو لسو کلونو کې د خپلو جوهري وسلو په شمېره کې دوه چنده اضافه کړې ده. دپاکستان ددفاعي چارو پوهان وايي دپاکستان تل د هندوستان سره حالات کړکيچن پاتې شوي دي او پاکستان هم بيا په داسې حالاتو کې په دې منطقه کې دتوازن ساتنې او د خپلې ژغورنې او بل ويرولو د پاره اټومي وسلې ساتلي دي۔ "د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو دمطالعاتو دڅانګې استاذ ډاکتر جميل احمد چترالي وي او اې ډيوه ته وايي اوس د وسلو په ځائ دټيکنالوجۍ او عقل په بنیاد جګړې کیږي او ډېر داسې څيزونه دي چې اوس په هغې کې پاکستان له اصلاحات کول پکاري دي۔ نوموړي وويل که چيرې اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دا هرڅه به هلته کېږي "چې کله مونږ په امنيت کیدونکو خرچو ته بيا کتنه وکړو" هغه زياته کړه د پاکستان په امنيت سازباز نه دی پکار خو په اوسني وخت کې دې ته بيا کتنه پکار ده. په نړيوال کچه د څيړنې د ادارې (ايس ايي پي ار ايي) د شمېرو ترمخه، په کال ۲۰۲۱ کې پاکستان د جي ډي پي ۸۔۳ فيصده يعنې ۳۔۱۱ بيلنه ډالر په دفعه يا په پوځ لګولي دي۔ دغه اداره زياتوي پاکستان په هغو ۴۰ هيوادونو کې شامل دی چې په کال ۲۰۲۱م کې يې په پوځ ډېرې پيسې لګولي دي۔ څيړونکي وايي په دې وخت کې پاکستان سره ايټمې وسلې شته او بيا په دوديزې يا روايتي وسلې جوړولو بايد دومره ډېرې پيسې ونه لګولئ شي۔ دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي پخپله مني چې اقتصاد یې دسقوط حالت ته رسیدلی دی اؤ خپل ضرورتونه دنورو هیوادونو اؤ نړیوالو مالیاتي ادارو نه په سود دپورونو ترلاسه کولو دلارې پوره کوي. خو څېړونکي وایي اوس دنړۍ هیوادونه اؤ مالیاتي ادارې دپاکستان بد اقتصادي حالت اؤ سیاسي ناقرارۍ ته په کتلو پاکستان ته له پورونو ورکولو هم ډډه کوي. "د امنيتي چارو کارپوهه اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی لوړ رتبه افسر بريګډير ريټائرډ سعد محمد وي او اې ديوه ته وايي دپاکستان دننه د ترهګرو ډلو له لوري او په کشمير کې چې څه روان دي نو دې د پاره خو ايټمي وسلې نه شي کارول کېدای ولې روايتي وسلې به کاروي۔ نوموړي د يوې پښتنې په ځواب کې وويل که يو هېواد وجود نه وي نو بيا په ښو اقتصادي حالاتو به څوک څه وکړي او پاکستان دا وخت په دفاع يا پوځ د خپلې جي ډي پي دوه نيم فيصده برخه مصرفوي کوي۔ هغه وويل د بل هېواد سره دې حد ته رسېدل نه دي پکار چې د ايټمي وسلې کارولو سره يې وجود ختم شي. د ايس ايي پي ار ايي د ويب پانړې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه، پاکستان د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ مياشتې پورې ۱۶۵ واړه او غټ ايټمي بمونه لرل چې په نړۍ کې په زياتېدونکو وسلو کې شمارل کېږي۔ څيړونکي وايي ايمټي پروګرام نه ګټې هم ترلاسه کېدای شي او مثبت کارونو د پاره هم کارول کېدای شي خو له بده مرغه په پاکستان کې تراوسه دې نه خلکو ته ګټه نه ده ترلاسه شوې۔ د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي هندوستان سره دپاکستان يو دوديز يا روايتي جنګ روان دی او په دې کې ايټمې وسلو ته هیڅ حاجت نشته. ډیوه سره خبرو کې هغه "وويل زه دا ګڼم چې پاکستان له د دوؤ سوؤ پورې ايټم بمونه ساتل نه دي پکار ولې چې دې باندې د قامي خزانې نه ډېرې پيسې لګي" هغه زياته کړه دايټمي بمونو په ساتنه او ژغورنه ډېرې پيسې لګي او تر اوسه ددې پيسو حساب کتاب هم نشته چې دا څنګه لګي او کوم ځائ نه راځي" سټاکهوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټیټیوټ یا سیپري ادارې په خپل راپور کې لیکلي، چې پاکستان له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې اټومي وسلې چې په الوتکو او د ځمکنیو توغندیو باندې لېږدول کېدای شي. ډاکتر ای اېچ نير چې د فزکس استاد هم پاتې شوی او په جوهري چارو نظر لري په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ پاکستان دا وخت په خپل ټول قامي امدن کې دوه فيصدي برخه په تعليم، يوه فيصدي برخه په صحت او درې فيصدي برخه په دفاع لګوي چې دنړیوال معیار نه هم زياته برخه ده. دی وايي چې کله يو هيواد دخپل ټول قامي امدن یا جى ډي پي درې فيصدي برخه په دفاع خرچ کوي نو دغه هېواد د لوږې سره مخامخ هېواد ګڼل کېږي. دپاکستان اؤ هند ترمنځ دایټمي وسلو دا زغل په داسې حال کې روان دی چې مطبوعاتي رپورټونه وایي په دواړو هیوادونو کې ګڼ شمیر خلک دغربت دلیکې نه هم ښکته ژوند کوي اؤ دخوراک،علاج اؤ تعلیم په څېر بنیادي اسانیو نه هم محرومه دي.

28.05.2022 ډیوه

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون: د طالبانو پرېکړه مشروعیت نلري، فعالیت ته دوام ورکوو

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا لغو شوی، د طالبانو پرېکړه غندلې او وايي چې خپل فعالیت ته به دوام ورکوي.

28.05.2022 امریکا غږ

بې پولې خبریالان: طالبان دې کابل کې د لادرکه شوي خبریال موندلو کې هڅه وکړي

د بې پولې ژورنالیستانو سازمان یا (RSF) په کابل کې د یو افغان خبریالان د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

28.05.2022 امریکا غږ

دسولې مذاکرات:پاکستان دټي ټي پي کومو غوښتنو ته غاړه اېښې ده؟

سرچینې وایي دپاکستان دحکومت(پوځ) اؤ تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان  ترمېنځ په افغانستان کې دسولې خبرې اتري روانې دي اؤ امکان ښودل کیږي چې په دغو خبرو کې دمرستې لپاره په نزديو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن نه د مشرانو  یوه جرګه هم افغانستان ته لاړه شي۔ څيړونکي وايي که دطالبانو ډيرې خبرې ومنل شي نو په ملک کې نور وسله وال تنظيمونه به هم بيا د تشدد د لارې په حکومت دخپلو خبرو منلو د پاره هڅې کوي، د تحريک طالبان پاکستان دوؤ با خبره سرچينو ډيوه ته ويلي پاکستاني چارواکو سره يي د قېديانو په خوشې کولو، قبایلي ضلعو نه د پوځ دڅه برخې په ویستلو او ملاکنډ ډويژن کې دنظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه خواوې تر ډيره حده سلا شوي دي. دسرچینو وینا ده چې د ټي ټي پي د خپلې تنظيمې ځاندرې سره په بېرته راستنیدو،دقبايلي ضلعو په انضمام، د پوځ مکمله انخله او د ډرون بريدونو په اړه له هم خبرې روانې دي. دا خبرې يوازې د تحريک طالبان پاکستان سرچينو تايد کړي دي، د پاکستان حکومت يا پوځي چارواکو په دې هکله لا هم څه نه دي ويلي. د طالبانو سره د خبرو په اړه يوازې د پاکستان د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري سي اېن اېن ټي وي ته ويلي وؤ  دغه خبرې اترې د ډاډ وړ اشاره ده۔ د هغې وروسته په حکومتي کچه د مذاکراتو په اړه څه نه دي ويل شوي۔ څيړونکي او خبريال مشتاق يوسفزي ډيوه ته ويل دوي سره هم دغه معلومات دي چې دطالبانو څه غوښتنې منل شوي او په څو خبرې روانې دي، خو نه د حکومت لخوا او نه د طالبانو لخوا په رسمي توګه په مذاکراتو کې دسلاشوؤ نکتو په اړه څه ويلي شوي دي، مشتاق يوسفزي وويل د دوي د معلوماتو ترمخه په خبرو اترو کې پرمختګ شوی اؤ د پاکستان دپوځي چارواکو لخوا به ورځ دوه کې د قبائيلي ضلعو او د ملاګنډ ډويژن نه د مشرانو جرګه افغانستان ته ځي، چې هلته به طالبانو سره خبرې کوي کومو ته چې به د پاکستان دپوځ  ملاتړ ترلاسه وي. مشتاق يوسفزی وايي چې مطبوعاتو سره کوم معلومات د سرچينو لخوا شريک کړې شوي کيدای شي ددې مقصد دعامو خلکو او سياسي ګوندونو عکس العمل معلومول وي۔ د پاکستان پوځ او حکومت دا خبرې پټې ساتلي، پوځ په دې اړه ميډيا ته کوم بيان نه دی جاري کړی، او نه په دې د مرکزي او صوبایي حکومت لخوا کومې تفصيلي خبرې شوي دي. د تېر کال اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا واک ته د رسیدو وروسته پاکستاني طالبانو د نومبر په مياشت کې د يوې مياشتې، بيا د تېر وړوکي اختر په مهال او له هغې وروسته تر ديرشم  مئ پورې د ډز بندۍ اعلانونه کړې دي. په افغانستان کې د روانو خبرو تايد افغان طالبانو هم کړی او ويلي یې دي دا خبرې د دوي په مينځګړتوب کيږي. د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پوليټيکل سائينس د څانګې استاذ فياض مشال وايي که چرته د تحريک طالبان پاکستان سره  خبرې په دغه لور روانې وي نو امکان دی چې په پښتنه سيمه او په خصوصي توګه په قبايلي ضلعو کې د وسله والو اثر رسوخ بيا زيات شي، وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي  دوي وړاندې هم کتلې چې دغسې معاهدو سره وسله وال مضبوط شوي او زياتو علاقو ته يې خپل اثر رسوخ غځولې دې۔ شاه نواز مشال وويل چې د ټي ټي پي سره د کومې معاهدې په صورت کې نورې مذهبي وسله والې ډلې ډاډمنې کيدای شي او په راتلونکي کې دا دپاکستان د رياست په ګټه نه تماميږي۔ د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمېځه وړاندې هم نزدې تر شپاړسو ځلو پورې خبرې اترې  شوې دي، د دې ترڅنګ وخت په وخت د دواړو خواؤ ترمنځ دسولې معاهدې لاس ليک شوي خو هغه بيا ختمي شوي او دواړه فريقه يو بل سره په جګړه بوخت شوي دي. تېر کال د نومبر په مياشت کې د ډزبندۍ ختميدو وروسته د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې چټکتیا راغلې اؤ د پاکستان د پوځ د وياندي ادارې ایي ايس پي ار مشر ميجر جنرل بابر افتحار ويلي وؤ د وسله والو خلاف يې عمليات روان دي. د روانې ډز بندۍ په مهال په خېبر پښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي، ځايې مشران او سياسي کارکنان په نخښه شوي، خو ذمه واري يې تحريک طالبان پاکستان په غاړه نه ده اخستي. په پېښور کې د دوؤ پوليسو، دوؤ سيکانو او باجوړ کې د جميعت علما اسلام د غړي وژنه داعش ډلې منلې وه، ولې د نورو بريدونو په اړه د کوم وسله وال تنظيم دعوه مخې ته نه ده  راغلې

28.05.2022 ډیوه

باجوړ: قومي جرګې د افغانستان سره د تجارتي لارو پرانسته غوښتنه کړې

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې باجوړ قومي جرګې چې پکې سياسي، ولسي او تجارتي مشران شامل دي، د پاکستان د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د باجوړ لارې دې پرانستل شي چې خلک پرې تګ راتګ او تجارت وکړي، دا نه یواځې د ځايي خلکو بلکې د علاقې د خلکو په ګټه تماميږي.

28.05.2022 ډیوه

جنوبي وزيرستان: په ماين چاودنه کې يو تنکی ځوان ژوبل شوی

په جنوبي وزیرستان کې بیا د بارودي ماين چاودنې پېښه شوې د علاقې یو تنکی ځوان پکې ژوبل شوی دی. پولیسو د ماين چاودنې دا تازه پېښه تاييد کړې او وایي دا پیښه پرون د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان د لدها سب ډویژن په شوال سیمه کې شوې ده.

28.05.2022 ډیوه

د ګجرات او راجستان لوبډلې د آی پي ایل پای لوبې ته ووتې

د راجستان رایلز لوبډلې جمعه مې ۲۷ (غبرګولي۶) د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او ۲۰۲۲ کال د هند غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو پای لوبې ته ووته.

28.05.2022 امریکا غږ

ایران د یونان د تیلو دوه ټانکرونه نیولي

ایراني ځواکونه وایي په خلیج کې یې د یونان دوه کښتۍ چې تیل پکې بار و، جمعه مې ۲۷ (غبرګولي۶) نیولي.

28.05.2022 امریکا غږ

ترکي د داعش د نوي مشر د نيولو دعوه کړې

ترکي د داعش د نوي مشر د نيولو دعوه کړې او دغه د نهې/ سه شنبې په ورځ د ترکی اودا ټي په وېب پاڼه خپور شوی او ویل شوي چې د ترکي پولیسو تيره اوونۍ په استنبول کې حسن الهاشمي القرېشي نيولی او په دغو عملیاتو کې يو ډز هم نه دی شوی.

28.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more