شاته

وحیدي: که بهرنیان نوم لیکنه ونکړي، ایران کې یې اوسېدل ناقانونه دي 

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي هغه بهرني اتباع چې د ایران د بهرنیو وګړو د پېژندنې په طرحې کې نوملیکنه نکوي، په دغه هېواد کې یې اوسېدل غیرقانوني دي او له دغو خلکو سره به قانوني چلند کېږي.

ښاغلي وحیدي نن یکشنبه جولاۍ درېیمه (چنګاښ) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د بهرنیو اتباعو د پېژنې طرحه پیل شوې ده او تر دې دمه ۲.۳ میلیون کسان د نوم لیکنې لپاره راغلي دي.»

نوموړي وویل هغو بهرنیو اتباعو چې په دغې پروسې کې نوملیکنه کړې ده او هویت یې تثبیت شوی دی، په ایران کې «له بانکي خدمتونو، بیمې» او نورو اړوندو مسائیلو څخه ګټه اخیستلای او «خپل فعالیتونو د قانون په چوکاټ کې» برابرولای شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر همدغه راز ایران ته د تلونکو افغانانو په اړه وویل: «هغه افغانان چې ایران ته راځي باید د هېواد د عادي قانون مطابق د ویزو پېسې ورکړي. هغه دوستان چې له افغانستان څخه ایران ته راځي، د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونې په اساس او د هغوی د مراجعې ډول ته په کتو ورته ویزه ټاکل شوې او د ویزې اصلي قیمت ترې اخیستل کېږي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څه موده مخکې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني مقاماماتو د «ناوړه چلند په اړه ځینې ویدیوګانې» خپرې شوې. خو د ایران د کورنیو چارو وزیر په دې اړه وویل: «که په دې اړه کوم راپور د کورنیو چارو وزارت ته واستول شي، قانوني چلند به ورسره وکړو.» هغه وویل چې له بهرنیو اتباعو سره باید په درناوي چال چلند وشي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو تر بیا راتګ مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغانانو ژوند کاوه چې تقریبآ دوه میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. همدغه راز اټکل کېږي چې د طالبانو له راتګ وروسته، سلګونه زره نور افغانان ایران ته تللي دي.