ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چارسده: ځایي خبریال افتخار احمد د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی

د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې په شبقدر سیمه کې پرون د جولای په لومړۍ نېټه یو ځایي خبریال افتخار احمد د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی اؤ پولیس وایي چې وژونکي د پېښې له ځائ څخه په تېښته بریالي شوي دي. دا پېښه دخالي په ورځ مخې ته راغلې ده ،د وژل شوي خبریال بلال احمد ورور حضرت بلال پولیسو ته ویلي دي چې ورور یې دهیچا سره څه شخصي دښمني نه لرله. د خبریال افتخار احمد د وژنې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې خو پولیس وایي چې دنامعلومو کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي. دسیمې نه ډیوه ته دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په خبریال افتخار احمد نامعلومو کسانو ډزې دیوې ودانۍ په تاخانه یا بیسمنټ کې کړې دي . دیادې سیمې خلکو پولیسو ته ویلي دا ډزې دوئ هم اوریدلي دي خو وایي چې کله له ډزو وروسته تاخانې ته ورغلل نو افتخار په وینو کې ککړ پروت ؤ خو وژونکي تښتیدلي وؤ. پینځه څلویښت کلن خبریال افتخار احمد دیوې اوږدې مودې راهسې دپاکستان د اردو ژبې ټي وي چینل اؤ اخبار "ایکسپریس" سره د نماینده په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې. دچارسدې پولیسو د وژل شوي خبریال د ورور حضرت بلال په مدعیت کې دنامعلومو کسانو پرضد دهغه د وژنې مقدمه درج کړې ده خو ډیوه ته د ترلاسه شوي ایف ایي ار له مخې په دې مقدمه کې دترهګرۍ دفعه نه ده شامل کړل شوې. دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري دخبریال د وژنې په کلکه نوټس اخستی اؤ سیمه ییزو پولیسو ته یې دې پېښه کې دککړو کسانو د زر ترزره نیولو امر کړی دی. پخپل یو بیان کې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي چې دصحافت اؤ صحافیانو تحفظ به په هر حال کې کې باوري کولی شي. دچارسدې دپولیسو ضلعي مشر سهیل خالد بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې په سمدستي توګه لا نه شي ویلی چې ایا دا ترهګرۍ پېښه ده اؤ که بله بڼه لري خو هغه وایي پولیسو له هرې زاویې نه دپېښې په اړه پلټنې پیل کړي اؤ ډیر زر به په دې پېښه کې ککړ کسان دقانون منګولو ته راولي. پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت خبریالان دنامعلومو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي ،تښتول شوي اؤ یا هم ځورول شوي خو څېړونکي وایي چې تر اوسه پاکستان کې دیو صحافي وژونکو ته هم سزا نه ده ورکړل شوې. پاکستان کې د ار ایس اېف استازي او د غېر دولتي تنظيم فرېډم نېټ ورک مشر اقبال خټک په دې وروستیو کې ډيوه ته ویلي چې د کال 2002م څخه پاکستان کې 130 نه زیات صحافيان وژل شوي دي او په دې کې ديو صحافي قاتلانو ته هم تر ننه سزا نه ده ورکړی شوې. داقبال خټک په وینا ددې نه اندازه کېږي چې په پاکستان کې د سزا نه دخلاصون کوم کلتور دی هغه دومره مضبوط دی چې دهغې نه خلکو ته اوس ډاد ترلاسه کېږي چې په صحافيانو څومره وغواړي ګذارونه کولی شي. ښاغلی خټک وایي د پاکستان رياست، حکومت او قانون کې هغه زور نشته چې دخبریالانو وژونکو اؤ ځورونکو ته لاس واچوي او هغوى ته دقانون لاندې سزا ورکړي.

03.07.2022 ډیوه

امریکا ښایي د افغانستان لپاره د فولبرایټ پروګرام بیا پیل کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره د فولبرایټ تحصيلي بورسونو د پروګرام په بیا پیل کولو غور کوي.

03.07.2022 امریکا غږ

له زلزلې وروسته خوست اؤ پکتیکا کې ګڼ‌ شمېر ماشومان اؤ مېرمن په ذهني ناروغیو اخته شوي

د افغانستان په خوست او پکتيکا ولايتونو کې څه دباندې يوه اوونۍ وړاندې د راغلې زلزلې نه اغېزمن شوي خلک وايي د قدرتي افت له امله په سېمو کې ګڼ شمېر ماشومان او مېرمنې د ذهني ناروغو سره مخ شوي او په دوی کې د ويرې کچه لوړه شوې ده. دوي وايي بايد د افغانستان دولت او بهرنۍ مرستندويه ادارې په ځپل شوؤ سیمو کې د ذهني ناروغیو سره دمخ مېرمنو او ماشومانو علاج لپاره په سمدستي توګه بندوبست وکړي۔ بلخوا په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو وزارت وايي چې د زلزلې نه اغېزمنو شوؤ سيمو ته د د روغتيایي چارو پوهان ورغلي او د خلکو درملنه روانه ده۔ په دې هکله د پکتيکا ګيان ولسوالۍ مولوي صدر وي او ای ډيوه ته وايي چې ماشومان يې اوس د معمولي اواز په اورېدو سره هم ډاريږي۔ " که په خېمه څه شی ولګي او درز شان وشي يا بل څه اواز وشي نو دوي ويريږي چې ګنې زلزله شوه، که په کټ کې ناست وي او کټ لږ وخوځي نو بيا هم ويريږي، د خپل کور حوالې سره به وويم چې زمونږ يو څو ماشومان دي نو هغوی کله کله په شپه کې چغه ووهي او ويريږي" ګیان د پکتیکا د هغه څلورو ولسوالیو نه ده چې د جون په 22 مه د شپې راغلې زلزله کې سخته اغيزمن شوې ده۔ د يادې ولسوالۍ يو ځايي د روغتيا د چارو ماهر ډاکټر محمد يسين وي او ای ډيوه ته وايي د زلزلې له امله زياته ويره په ماشومانو جينکو کې خوره شوې او که په وخت يې علاج ونه کړل شو نو وضعيت به يې نور هم خراب شي۔ " په 80 فيصده وړو جينکو کې دغه ويره موجوده ده او بيا په ماشومانو کې خواوشا 25 فيصده کې دغه ويره موجوده ده او دې سره مونږ ډېر زيات په عذاب يو، يونيسيف مونږ ته ويلي چې دې لپاره مونږ ډاکټران راغواړو چې دوي ته تربيت ورکړي او دا خوف او ويره د دوي د دماغو نه لرې کړي، نو يو ټيم راغلی دی خو لا کلاسونه يې ماشومانو سره نه دي شروع کړي" نوموړي زياته کړه چې د ماشومانو ترڅنګ په مېرمنو کې هم د ځاني او مالي زيان له وجې نفسياتي ناروغۍ پېدا شوي او د دوي په امروزه ژوند يې خراب اثر کړی دی۔ " د مېرمنو دا حال دی چې د مختلفو ادارو کلينيکونه راغلي دي نو چې کومې ښځې ورته راوستل کېږي نو ډاکټران ورته د دماغو داروګان ليکي هغه ځکه که يو مېرمن ته ووايي چې ديو معمولي شان متاثره شوي کور د کوټې نه څه راواخله نو هغه ډارېږي نه یې شي راخستی" د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د شمېرو ترمخه په دغه زلزله کې نزدې 200،000 خلک متاثره شوي چې پکې 40 فيصده ماشومان دي۔ په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو د وزارت ترجمان محمد نسيم حقاني وي او ای ډيوه ته وايي متاثره شويو علاقو ته د روغتيا د چارو پوهان رسيدلي او د خلکو علاج دوام لري۔ " په خوست او هم دغه شان په ګيان کې سيار کلينيکونه جوړ شوي دي دې لپاره چې ددې ماشومانو او مېرمنو درملنه وکړي او نور هم هلته موسېسات او روغتيايي ټيمونه کار کوي چې د دې خلکو ذهنيت واړوي چې دوي ته ژور خفګان یا نورې ناروغۍ زياتې نه شي" د ياد وزارت د شميرو ترمخه په زلزله کې څه باندې 1000 تنانو ژوند د لاسه ورکړی او خواوشا 3000 پورې ژوبل شوي دي، وزارت وايي چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې 10،000 پورې کورونو ته يې زيان رسېدلې دی

03.07.2022 ډیوه

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

03.07.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

02.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

02.07.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

02.07.2022 امریکا غږ

امریکا له اوکراین سره د ۸۲۰ میلیون ډالرې مرستې جزیات اعلان کړل

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ جولای لومړی ( چنګاښ ۱۰) له اوکراین سره د امریکا د ۸۲۰ میلیون ډالرې مرستې جزیات اعلان کړل چې پکې له ځمکې څخه هوا ته د مزایلو سیستم او د توپخانې ضد رادار هم شامل دي. له اوکراین سره د امریکا د مرستو وروستۍ بسته داسې طرحه شوې چې له کیف سره مرسته کوي څو د روسیې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته ځواب ووایي. د امریکا دغه نظامي مرسته وروسته له هغه وشوه چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي له غربي هیوادونو وغوښتل چې هیواد ته یې پرمختللې وسلې ورکړي تر څو په اغیزمن شکل د روسیې د تسلیحاتو په وړاندې ځواب ووایي. د امریکا دفاع وزارت پنټاګون د جمعې په ورځ وویل چې جمهور رئیس بایډن تر اوسه پورې د ۷.۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت اوکراین ته امنیتي تسلیجات ورکړي دي چې پکې اوه میلیارده ډالره پر اوکراین د روسیې د نظامي برید وروسته ورکړل شوي دي. وسلې له اوکراین سره جو بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکا او متحدین به یې تر هغه وخته چې لازمه وي له اوکراین څخه ملاتړ وکړي‌ او پرې به نږدي چې یاد هیواد د روسیې په وړاندې ماته وخوري. جمهور رئیس بایډن د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو د مشرانو د غونډې په پای کې خبري کولې وویل:" تر هغه وخته چې اړتیا وي موږ به د اوکراین تر څنګ ودریږو او ټول متحدین به د اوکراین تر څنګ ودریږي څو ډاډ ترلاسه شي‌ چې هغوی "اوکراینیان" د روسیې په وړاندې مات نشي." د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه،"اوکراین روسیې ته سخته ضربه ورکړې ده." بایډن زیاته کړه نه پوهیږي چې د اوکراین جګړه به څه ډول پای ته ورسیږي خو زیاته یې کړه چې دا جګړه به" د روسیې له خوا د اوکراین په ماتې سره پای ته ونه رسیږي." امریکایي چارواکو ویلي دي چې د امریکا د نظامي مرستو‌ په څوارلسمه بسته کې د NASAMS په نامه د هوایي دفاع سیستم شامل دی چې له اوکرایني ځواکونو سره مرسته کوي څو د کروز توغندیو او جنګي الوتکو په وړاندې د ځان دفاع وکړي. د امریکا یو جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د هوایي دفاع دا سیستم د ناټو د دفاعي سیستم په معیارونو برابر دی او د نظامي مرستو دا بسټه د اوکراین د هوایي دفاعي سیستم د نوې کیدو د هڅو یوه برخه ده څو په هغه هیواد کې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د هوایي دفاعي سیستم ځای ونیسي. د امریکا د نظامي مرستو بسته همدارنګه د ۱۵۵ ملي متري توپ  ۱۵۰ زره مرمۍ او د نورو راکټونو مرمۍ شاملي دي چې امریکا یې سیستمونه په جون میاشت کې اوکراین ته ورکړي‌ وو. د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پيل څخه غربي هیوادونو په خاص ډول متحدو ایالتونو نه یوازې پر مسکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي بلکې له اوکراین څخه یې مالي او تسلیحاتي ملاتړ هم کړی دی.

02.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

02.07.2022 امریکا غږ

امريکا د افغانستان د کنګل شوو پيسو نزدې دريمه برخه بيرته د افغانستان بېنک ته ورکوي

امريکا د افغانستان د کنګل شوو پيسو نزدې دريمه برخه بيرته د افغانستان بېنک ته ورکوي

02.07.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

02.07.2022 امریکا غږ

چمن: د پي ټي اېم فعال نزدې د 20 مياشتو بند وروسته خوشی شوی، مقدمې پرې ختمې شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال اوېس ابدال پرضد جوړې مقدمې ختمې کړی شوي او نزدې د 20 میاشتو بند وروسته خوشی کړی شوی دی.

02.07.2022 ډیوه

کابل کې د علماوو د لویي غونډې پریکړو ته غبرګونونه

په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د علماوو درې ورځنۍ رابلل شوې غونډه نن شنبه جولای دویمه (چنګاښ ۱۱) پای ته ورسیده. د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وایي چې د طالبانو د حکومت له خوا د علماوو رابلل شوې غونډې تر ډیره د خپل نظام په تحکیم او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. دغه کارپوهان وایي چې غونډې د افغانانو د توقعاتو خلاف د اوسنیو ستونزو په هواري چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کیدل او د همه شموله حکومت جوړیدل پکې شامل دي، بحث ونکړ. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نماینده ګۍ سرپرست نصیر احمد فایق امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د غونډې په پریکړه لیک ناهیلی دی، ځکه دې غونډې نه د افغانانو  او نه هم د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ویلی دی. فایق وویل:" برعکس دا غونډه یوازې د طالبانو د ډلې د تحیکم او وکمني او د طالبانو له رهبر سره د بیعت تازه کول وو چې ټول تصامیم د طالبانو په ګټو وو ، نه د افغانستان د خلکو." د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحاق اتمر وایي: « فکر کوم چې طالبان په ټوله کې صرف د خپل حاکمیت او غوښتنو لپاره چې دوی نړیوال په رسمیت وپيژني او هغوی ته پیسې ازادي کړي، متمرکز‌ وو او هغه توقع چې افغانانو درلوده او کوم تبلیغ چې دوی ورته کړی و، هغه نتیجه ترلاسه نشوه.» د سیاسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وایي که څه هم په دې غونډه کې څه باندې درې زره عالمانو او مخورو د طالبانو له امارت څخه ملاتړ څرګند کړ، خو د هغه په وینا دې غونډې ته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند په خپلو څرګندونو کې د ښځو کار، تعلیم ، د همه شموله حکومت د جوړیدو او یو شمیر نورو مسایلو ته اشاره ونکړه. د سیاسي چارو بل کارپوه رامش سالمي وایي د طالبانو د لویي غونډې لویه مسله د اسلامي نظام پیاوړتیا وه. ښاغلي سالمي وویل: «د ښځو او نجونو د زده کړو او روزنې اړوند موضوعات په دې ناسته کې په اساسي ډول مطرح نشول او د یو ملي قوي نظام په اړه کومه اشاره نده شوې.» ښاغلي سالمي زیاته کړه، له دې چې په دې غونډه کې یو لړ مسایلو په اړه په څرګند ډول څه ونه ویل شول، د نړیوالې ټولنې پر درځ به ډیر اثر ونکړي. که څه هم د علماوو د لویي غونډې په پریکړه لیک کې له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې دیني او عصري تعلیم او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وشي خو عام افغانان او نړیواله ټولنه د ښځو او نجونو د حقونو د رعایت، د نجونو د متوسطه او لیسو ښوونځیو د پرانیستل کیدو او د همه شموله حکومت د جوړیدو په برخه کې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي. په امریکا کې میشت د سیاسي چارو کارپوه محمد عثمان کامران امریکا غږ ته وویل چې د ملي يووالي او د خلکو د اتحاد په اړه د جرګې پریکړه لیک یو مثبت ګام دی. خو نوموړی زیاتوي چې په دې غونډه کې یو شمیر مهمو موضوعاتو ته لکه د اساسي قانون، همه شموله حکومت د جوړیدو ، د نجونو د تعلیم ، په نظام کې د احزابو د ګډون، د مسلکي کادرونو د راوستلو په شان مهمو مسایلو ته اشاره نده. ښاغلی کامران څرګنده کړه چې مهم بحث د اساسي قانون دی ځکه دا باید روښانه شوي چې طالبان څه ډول اساسي قانون تدوین کوي څو د هغه له مخې حکومتولي وکړي. د سیاسي چارو بل کارپوه او په قطر کې د افغانستان د پخواني حکومت شاژدافیر عظمی الله ورسجي د طالبانو له خوا د عالمانو د لویې غونډې پریکړه لیک ته خوشبین ندی. نوموړي امریکا غږ ته وویل:"په کابل کې د طالبانو د غونډې ۱۱ ماده ایز پریکړه لیک، په افغانستان کې بن بنسټ ته د امارت رسیدل ښکاره کوي. دا پریکړه لیک د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو په وړاندې د احتمالي نرم سیاست د غوره کیدو په اړه د نړیوالې ټولنې او د افغانانو د هیله پای وو." په هالنډ کې د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش وایي په دې غونډه کې د ښځو په استازیتوب هیڅوک نه وو او د میرمنو لپاره هیڅ پروګرام چې وکړای شي د هغوی برابر حقوق توضیح کړي خای ندی ورکړل شوی. میرمن خموش وویل:" د طالبانو پریکړه لیک نه د میرمنو د برابرو حقونو تضمین کوي او نه هم د افغانستان د هوساینې لپاره اقتصادي پروګرام لري. په صراحت سره دا سپکاوي تحریم کوو." طالبانو په داسې حال کې د دیني عالمانو لویه غونډه راوبلله چې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان په ګډون د نړۍ د هیواد هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی. نړۍ له طالبانو څخه د ښځو د حقونو، د نجونو د تعلیم، همه شموله حکومت د جوړیدو، د اقلیتونو د حقونو د تامین په شان یو شمیر عمده غوښتنې لري چې تر اوسه هیڅ مورد د طالبانو له خوا منل شوی ندی.

02.07.2022 امریکا غږ

څيړونکي: پاکستان کې د امریکا مستقل سفیر په ځای کېدل د دواړو هيوادونو دپاره مهم دي

د پاکستان لپاره د امريکا نوي سفير ډونلډ بلوم صدر عارف علوي ته خپل اسناد وړاندې کړي او څيړونکي د امريکا لخوا څلور کاله پس د يو مستقل سفير په ځای کول د دواړو هيوادونو د دوه اړخيزه اړيکو لپاره ډېر مهمه بولي.

02.07.2022 ډیوه

طالبانو د“اسلامي امارت” په ضد بغاوت ‘فساد في الارض’ بللی او نړۍ نه یې د رسمي پېژندې اپیل کړی

طالبانو د“اسلامي امارت” په ضد بغاوت ‘فساد في الارض’ بللی او نړۍ نه یې د رسمي پېژندې اپیل کړی. په کابل کې د دیني عالمانو په نوم رابلل شوې غونډې د یولسو مادو یو پریکړه لیک غوښتلي دي چې نړۍ  “اسلامي امارت” د مشروع نظام په توګه په رسمیت وپيژني او ورباندې لګیدلي ټول بندیزونه لرې کړي.  دغه اپیل د سیمې او نړۍ هیوادونو، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو ته شوی دی. په کابل کې درې ورځنۍ غونډه نن په دویمه جولای پای ته ورسیده. طالبان په داسې حال کې د نړیوال مشروعیت غوښتنه کوي چې د امریکا په ګډون د نړۍ هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ښځو، جینکو او اقلیتونو باندې په لګیدلو پابندینو سختې اندیښنې لري. نړۍ له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او د زده کړې حق ته درناوی وکړي. په پریکړه لیک کې د ښځو کار او تعلیم، کمزوري اقتصاد، بیکاري او بیوزلۍ ته کوم خاص پام ندی شوی.‌ د طالبانو غونډې د  نړۍ نه  دا هم خواست وکړو چې د بیاروغونې په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.  د اسلامي نظام په ځای کول، د فساد ختمول او په افغانستان کې  قوي نظام قایمول دې غونډې هدفونه ټاکلي دي.  غونډې نړۍ ته غږ وکړو چې د افغانستان په داخلي چارو کې دې مداخلت نه کوي .  د پرېکړه لیک شپږمه ماده کې ویل شوي د افغانستان حاکم نظام اسلامي امارت دی، ددې په وړاندې هر ډول وسله وال مخالفت بغاوت او فساد في الارض دی.  ددې مادې تر مخه ددې ختمول په امارت او ملت واجب دي. د طالبانو د واکمنۍ خلاف په افعاستان کې د پخواني حکومت ځیني مشرانو او پوځیانو بغاوت شورو کړی.  د بغاوت یا مقاومت تحریک د غونډې پریکړه لیک ته لا جواب نه دی ویلی.  په افغانستان د طالبانو د حاکمیت وروسته لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې د دیني عالمانو لویه غونډه جوړوي.  د تیرو شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.   

02.07.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more