شاته

امريکا د افغانستان د کنګل شوو پيسو نزدې دريمه برخه بيرته د افغانستان بېنک ته ورکوي

د امريکا د خارجه وزارت په يو بيان کې ويلي شوي په دوحه کې د دوه ورځو د ملاقاتونو په جريان کې امريکا او طالبانو په تفصيل سره د امريکا په هغه ګامونو بحث کړی چې په ترڅ کې يې 3.5 بيلين ډالر د افغانستان مرکزي بېنک ته اړول کيږي.

په بيان کې ويلي شوي امريکا دا ګام د افغانستان د ولس په مفاد کې پورته کوي چې ورسره به د افغانستان په مرکزي بېنک د نړيوالو اعتماد هم پيدا شي.

امريکا د طالبانو په زور د واک نيولو وروستو د افغانستان د نهه بيلين ډالرو نه زياتې پيسې کنګل کړي چې اوس يې څه برخه بيرته د افغانستان بېنک ته د پانګې د پاره ورکړل کيږي.

د خارجه وزارت بيان وايي په ناسته کې د امريکا د پلاوي مرکزي نقطه د طالبانو لخوا په افغانو ښځو او جينکو د سېوا کېدونکو بندېزونو وه او زياته يې :

“امريکا د افغانانو د دې غوښتنې ملاتړ کوي چې جينکۍ دې بيرته زده کړو ته پريږدي او ښځو ته دې د کار کولو اجازت ورکړل شي

د لسو مياشتو نه زيات وخت وشو چې سکولونه متکبونه د جينکو په مخ تړلي شوي او ښځو ته د کار کولو او بغير د محرم نه د کوره بهر وتلو سره سره يواځې د سفر کولو اجازت نه ورکول کيږي.

څېړونکي د طالبانو دې پرېکړو ته نه يواځې د بشري حقونو پايمالي وايي بلکې پوښتنه راپورته کوي چې د هغه لکونو کونډو افغانانو ښځو به څه کيږي چې په کور کې محرم نه لري؟

بيان کې ويلي شوي طالبانو خپله ژمنه بيا تکرار کړه چې د افغانستان خاوره به هيچا ته د استعمالولو اجازت ورنکړي چې بل هېواد ته ترې خطر پيښ شي.

د بيان تر مخه امريکايي چارواکو په افغانستان کې د القاعده، داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو په موجودګۍ انديښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د پاره د امريکا خصوصې استازې رينا اميري په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې غوښتل يې د دوحه غونډې ته ورنشي خو بيا يې وګڼل د طالبانو سره اړيکې ساتل مهمې دي چې د کومکونو په اړه خبر وي.

هغه وايي هر وخت تياره ده چې څه وخت کابل وغواړي د ښځو او جينکو د حقونو په باره کې ګامونه واخلي دا به د طالبانو سره په رابطه کې وي.

اغلې اميري ليکلي دې اوونۍ مې د پلاوي په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړي چې پکې د طالبانو د خارجه چارو وزير امير خان متقي هم ګډون لاره.

هغې د امريکا د بشري حقونو د څانګې د استازي د بيان مننه وکړه چې طالبانو ته يې په مظبوطو ټکو کې ښکاره کړې چې څومره طالبان د ښځو او نورو لږکيو ډلو حقونه پايمال کوي هم دومره دوی نړۍ ته د نزدې کېدلو، کورنی مشروعيت اخستلو او د حالاتو د سمولو په ځای ځان نور لرې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر رچرډ بېنېټ د افغانستان په حقله يوه بېړنۍ غونډه رابللې وه او ورته يې په خپله وينا کې ويلي د افغانو ښځو او جينکو حقونه د پښو لاندې کول به د دغه هېواد د پاره بدې اغېزې ولري.

بلخوا د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار هم د طالبانو نه غوښتنه کړې چې د جينکو د تعليم مسله دې ژر تر ژره حل کړي ګني ډېرې کورنۍ به دې ته مجبورې شي چې خپل هېواد پرېږدي.