ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شهباز شریف:خپلو مخالفینو نه مرستې ترلاسه کولو کې په ناکامۍعمران خان دبهرني سازش دروغ جوړ کړي

د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري اؤ پاکستان کې دزمکو دیو سترکاروباري شخصیت ملک ریاض ترمینځ د ټیلي فون هغه شکمنې خبرې په ټولنیزو رسنیو رسوا شوي دي چې پکې ملک ریاض دعمران خان له لوري اصف زرداري ته د سازباز یا روغې جوړې پیغام رسوي. په ټولنیزو رسنیو رسوا شوؤ دغو خبرو ته غبرګون کې دپاکستان وزیراعظم وایي عمران خان دځان بچ کولو په خاطر خپلو سیاسیي مخالفیینو نه دمرستې غوښتنې کولې خو چې په دې کې ناکام شو نو بیا یې دبهرني سازش دروغژنه بیانیه جوړه کړه. خو دتحریک انصاف ګوند مشران دا اډيو دروغ بولي اؤ وایي عمران خان نه دهغه مخالفینو این ار اؤ غوښته خو هغه هیچاته دخپل اقتدار بچ کولو لپاره سوالونه نه دي کړي. په عین حال کې پاکستان تحریک انصاف ګوند د موجوده حکومت لخوا احتساب قوانینو کښې د شوؤ بدلونونو عدالت کښې دچیلنج کولو اعلان کړی دی. میډیا سره دخبرو په وخت د پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ دبهرنیو چارو پخواني  وزیر شاه محمود قریشي ویلې ددوي ګوند به دا ترامیم په عدالت کښې چېلنج کوي اؤ‌سپریم کورټ نه هم دوي خواست کړی دی چې دحکومت له لوري دشوؤ دې بدلونونو نوټس واخلي. شاه محمود قریشي وایي ددې ترمیمونو مقصد هغه خلک بچ کول دي چا چې د هېواد پیسه لوټ کړې ده. خو حکومت دریځ لري چې تیر حکومت داحتساب اداره د سیاسي انتقام د پاره کارؤله داحتساب قانون کې دشوؤ‌ بدلونونو نه وروسته به اوس دسیاسي انتقام لپاره دنیب دکارؤل کیدو مخه ونیول شي. شاه محمود قریشي د ستر عدالت نه په داسې حال دنیب قوانینو کې دبدلونونو د نوټس غوښتنه کړې ده چې دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز څو واري پخپلو جلسو کښې په ښکاره ویلې دي چې ستر عدالت دې د پي ټي ایي دمشر عمران خان  نه ځان په ډډه وساتي  اؤ بې پلوه دې وي. په پنځویشتم مئ د عمران خان اسلام اباد ته دلانګ مارچ وروسته  پخواني‌وزیراعظم عمران خان ویلې دي د پولیسو لخوا مارچ کوونکو باندې سخت تشدد شوی دی اؤ دوئ  ددې غندنه کوي. په پنځویشتم مارچ اسلام اباد ته له رسیدو سمدستي وروسته عمران خان دغلته دخپل احتجاج ختم ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ حکومت ته یې خبرداری ورکړی ؤ چې که په شپږو ورځو کې دننه یې اسمبلۍ ماتې نه کړې اؤ دنوؤ ټولټاکنو اعلان یې ونه کړو نو دی به یو ځل بیا دخپلو ۳۰لکو پلویانو سره اسلام اباد ته لاریون وکړي. عمران خان ولې اسلام اباد کې احتجاجي ناسته ونه کړه اؤ ایا هغه به بیا دومره زر دخپل ګوند له لوري اسلام اباد ته لانګ مارچ وکړي که نا؟ ددې پوښتنې ځواب کې خبریال محمود جان بابر وایي عمران خان سره دادارو ملاتړ نه ؤ ځکه اسلام اباد کې ایسار نه شو. وي او ای ډیوه سره خبرو کې محمود جان بابر وایي کله چې کال ۲۰۱۴م کې عمران خان د نواز شریف دحکومت په ضد اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه نو هغه وخت ورته د ادارو ملاتړ ترلاسه ؤ خو کله چې د بې باورۍ د تحریک په نتیجه کې دده حکومت ختم شو نو هغه په ښکاره په هغه ادارو تورونه ولګول ځکه دا ځل ورسره د ادارو مرسته هم نه وه. دښاغلي بابر په وینا  اوس عمران خان ته به دا هم ګرانه وي چې خپل ووټر په دې پوهه کړي چې ولې دوي اسلام اباد ته مارچ کوي ځکه چې د عمران خان دپلویانو په ذهن کښې هم دا پوښتنه ده  چې ېو ځل اسلام آباد ته له تګ وروسته اوس بیا عمران خان دڅه لپاره اسلام اباد ته مارچ کوي؟ اسلام آباد ته دلانګ مارچ په وخت د عمران خان اؤ دهغه د ګوند دیو شمیر مشرانو پرضد د اسلام اباد یو شمیر تاڼو کښې مقدمې هم درج شوې دي‌اؤ حکومت وایې دې مقدمو کښې نامزد کسان به نیسي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو د ملک ریاض اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري ترمینځ د ټیلي فوني شکمنو خبرو خبرې مخې ته له راتلو وروسته وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي عمران خان د ځان بچ کولو د پاره د خپلو سیاسي مخالفینو نه مدد غوښتو. په دغه ټيلي فوني خبرو کې (په شکمنه توګه) ملک ریاض پخواني‌صدر ته وايي چې عمران خان پیغام ورته رسول غواړي خو ځواب کښې ورته اصف زرداري وايي چې اوس ددې وخت تیر دی. دتحریک انصاف مشرانو فوادچوهدري اؤ شهباز ګل په ټولنیزو رسنیو خپره شوې دا اډیو دروغ بللې ده اؤ وایي دا مسلم لیګ نواز ګوند دځانه جوړه کړې ده

29.05.2022 ډیوه

افغانستان کې موسيقي خاموشه شوې، ايران او پاکستان کې څنګه؟

طالبانو په افغانستان کې موسيقي منعه کړې او له هنرمندانو يې غوښتي چې نورو کارونو ته مخه کړي. په ايران کې اسلامي جمهوريت پر موسيقۍ په ځانګړې توګه پر ښځينه سندرغاړو محدوديتونه لګولي. په پاکستان کې که څه هم موسيقي لوی صنعت دی خو په ځېنو سيمو کې موسيقاران له جدي امنيتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دي. ددې اونۍ مثلث کې احمد شيبر د پښتو او فارسي له دوو مشهورو هنرمندانو هارون باچا او پانيدا سره خبرې کړي.

29.05.2022 ازادي راډیو

ملګري ملتونه :افغان پولې ته نزدې ټي‌ ټي‌ پي4000 وسله وال لري

دملګرو ملتونو دامنیت شورا پخپل یو راپور کې وایي چې دناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان نزدې څلور زره وسله وال دپاکستان اؤ افغانستان دګډې پولې سره پیوست په سویل ختیز اؤ ختیزو سیمو کې مشت دي اؤ دغلته یې دبهرنیو جنګیالیو یوه ستره ډله جوړه کړې ده. دپاکستان ډان ورځپاڼه کې خپور شوي دملګرو ملتونو دامنیت شورا په رپورټ کې دتحریک طالبان پاکستان له لوري دپاکستان امنیت ته دپېښو ګواښونو یادؤنه شوې اؤ خبرداری ورکړل شوی چې پاکستان کې دامن دروانو هڅو دبریالي کیدو امکانات تاریک یا تورتم دي. دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وایي دپاکستان دحکومت اؤ تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمېنځ په افغانستان کې دسولې خبرې اتري روانې دي. د تحريک طالبان پاکستان دوؤ با خبره سرچينو وي او ای ډيوه ته تیره ورځ ويلي پاکستاني چارواکو سره روانو مذاکراتو کې د قېديانو په خوشې کولو، قبایلي ضلعو نه د پوځ دڅه برخې په ویستلو او ملاکنډ ډويژن کې دنظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه خواوې تر ډيره حده سلا شوي دي. دملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي چې دپاکستاني طالبانو تحریک دافغان طالبانو سره پیوست دی اؤ تیرکال داشرف غني دحکومت نسکوریدو راپدیخوا تر ټولو زیاته ګټه دې ډلې(ټي ټي پي) ته رسېدلې ده. رپورټ کې راغلي چې پاکستاني طالبان اوس دنورو ډلو سره هم په تماس کې دي. رپورټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې "ډله(ټي‌ ټي پي) دپاکستاني ریاست پرضد داوږدې مودې په مهم بوخته ده اؤ د ډزبندۍ دتړونونو دکامیابیدو امکانات محدود دي" رپورټ کې په دې خبره په ځانګړې توګه غور شوی دی چې ټي ټي‌ پي په دې وروستیو کې د ویشل شوؤ ۱۷ؤ ډلو په بیا رایو ځائ کولو خپل ځان بیا فعال کړی دی اؤ دغه ډله په دې باور ده چې دپاکستان حکومت سره خبرو کې په سخت دریځ خپلولو به ددوئ په لیکو کې دیووالي پځائ پاتې کیدو کې مرسته وشي. پېښور کې میشت د دي نیوز ورځپاڼې خبریال ښاغلي مشتاق یوسفزي تیره ورځ ډیوه ته ویلي وؤ افغانستان کې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ روانو خبرو اترو کې پرمختګ شوی اؤ د پاکستان دپوځي چارواکو لخوا به ورځ دوه کې د قبائيلي ضلعو او د ملاګنډ ډويژن نه د مشرانو جرګه افغانستان ته ځي، چې هلته به طالبانو سره خبرې کوي کومو ته چې به د پاکستان دپوځ ملاتړ ترلاسه وي. د پاکستان پوځ او حکومت دا خبرې پټې ساتلي، پوځ په دې اړه ميډيا ته کوم بيان نه دی جاري کړی، او نه په دې د مرکزي او صوبایي حکومت لخوا کومې تفصيلي خبرې شوي دي خو په افغانستان کې د روانو خبرو تايد افغان طالبانو هم کړی او ويلي یې دي دا خبرې د دوي په مينځګړتوب روانې دي. د تېر کال اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا واک ته د رسیدو وروسته پاکستاني طالبانو د نومبر په مياشت کې د يوې مياشتې، بيا د تېر وړوکي اختر په مهال او له هغې وروسته تر ديرشم مئ پورې د ډز بندۍ اعلانونه کړې دي. دپېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پوليټيکل سائينس د څانګې استاذ فياض مشال وايي که چرته د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې په دغه لور روانې وي نو امکان دی چې په پښتنه سيمه او په ځانګړې توګه په قبايلي ضلعو کې د وسله والو اثر رسوخ بيا زيات شي، وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دوي وړاندې هم کتلي چې دغسې معاهدو سره وسله وال پیاوړي شوي او زياتو علاقو ته يې خپل اثر رسوخ غځولی دی۔ شاه نواز مشال وایي چې د ټي ټي پي سره د کومې معاهدې په صورت کې نورې مذهبي وسله والې ډلې ډاډمنې کيدای شي او په راتلونکي کې دا دپاکستان د رياست په ګټه نه تماميږي۔ د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمېځه وړاندې هم نزدې تر شپاړسو ځلو پورې خبرې اترې شوې دي، د دې ترڅنګ وخت په وخت د دواړو خواؤ ترمنځ دسولې معاهدې لاس ليک شوي خو هغه بيا ختمي شوي او دواړه فريقه يو بل سره په جګړه بوخت شوي دي.

29.05.2022 ډیوه

ویست تاشکند کې له یو شمېر افغانانو او اوزبیک چارواکو سره پر افغانستان غږېدلی

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، ازبیکستان ته دوه ورځنی سفر او د هغه هیواد له چارواکو سره لیدني یې رغوونکي وې.

29.05.2022 امریکا غږ

په کابل کې ښځو د طالبانو د وروستیو محدودیتونو په ضد لاریون وکړ

یو شمېر افغان مېرمنو د یو اعتراضیه حرکت په ترڅ کې د ښځو لپاره د «کار او ازادۍ» حق او د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسیو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

29.05.2022 امریکا غږ

ډنمارک او امریکا اوکراین ته د کښتیو ضد توغندي او نورې وسلې ورکړي

د اوکراین دفاع وزارت وایي د ډنمارک څخه یې د کښتۍ ضد هارپون او د متحده ایالاتو څخه یې د هویتزر توپونه تر لاسه کړي.

29.05.2022 امریکا غږ

ټکساز کې د ښوونځي د ۱۹ ماشومانو تر وژل کیدو وروسته بایډن دې ایالت ته سفر کوي

ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸) د ټکساز ایالت هغو کورنیو ته تسلي ورکړي چې ماشومان یې د همدې اوونۍ په سر کې په یو ښوونځي کې ووژل شول.

29.05.2022 امریکا غږ

د پښتونخوا وزیراعلا محمودخان د وزیراعظم اؤ داخله وزیر پرضد د قتل د مقدمو درج کولو اعلان کړی

دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا محمود خان اعلان کړی دی چې دتحریک انصاف لانګ مارچ کې دخپل ګوند د وژل شوؤ دوؤ فعالینو د وژنې مقدمه به دهیواد وزیراعظم شهباز شریف اؤ دکورنیو چارو دمرکزي وزیر رانا ثناء الله پرضد درج کوي. هغه دا اعلان وروسته له هغې کړی چې اوړمه ورځ دپاکستان پنجاب صوبه کې د وزیراعلا محمود خان اؤ دپي ټي ایي دنورو مشرانو پرضد دلانګ مارچ په مهال داړي ګړي جوړولو دتورونو پراساس مقدمې درج شوې. دسوات ضلعې په کالام سیمه کې یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعلا محمود خان ویلي چې اسلام اباد ته زمونږ دګوند د لانګ مارچ په مهال زمونږ په کارکنانو دتاریخ بدترین تشدد شوی دی چې دا به په هیڅ توګه نه بخښل کیږي. هغه ویلي دتحریک انصاف کوم دوه فعالین چې په لانګ مارچ کې وژل شوي مقدمې به یې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ دکورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله پرضد درج کولی شي. مرکزي حکومت لا دخیبر پښتونخوا د وزیراعلا دې اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو دوه ورځې وړاندې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دمرکزي حکومت پرضد دتحریک انصاف ګوند لانګ مارچ کې په برخې اخستو دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا محمود خان پرضد د کارروایۍ اشاره کړې وه. رانا ثناء الله د تویټر دلارې په وزیراعلا محمود خان تور لګولی ؤ چې  دمسلح پولیس افسرانو سره  یې په وفاق حمله کړې ده اؤ خپله عهده یې په غیراییني توګه کارولې ده. هغه ویلي وؤ مرکزي حکومت د وزیراعلا محمود خان ددې اییني اقدام پرضد دقانوني ګامونو اخستو پرېکړه کړې ده اؤ په دې لړ کې یې دقانون د وزارت نه رایې هم غوښتې ده. اوړمه ورځ داسلام اباد ترنول پولیس تاڼه کې د وزیراعلا محمود خان پرضد یوه مقدمه هم درج کړل شوې ده چې په هغه پکې دلانګ مارچ په مهال داړي ګړي جوړولو تورونه لګول شوي دي. دغه مقدمې ته خپل غبرګون کې وزیراعلا محمود خان ویلي هغه دمقدمو نه نه ویریږي اؤ د کورنیو چارو د وزیر په قلم کې چې څومره زور وي دهغه پرضد دې یې وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې مرکز او پنجاب صوبه کې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند د اسلام اباد او پنجاب صوبې بيلا بيلو ښارونو کې د عمران خان او د هغه دګوند دمرکزي ليډرانو او پلويانو په ضد اوړمه ورځ ١١ نورې مقدمى درج کړي . دې مقدمو کې دتحریک انصاف ګوند په مشرانو  سرکاري ودانیو ته د زيان رسولو، په پوليس چارواکو دحملو او دتګ راتګ دلارو دتړلو په سر دفعات لګول شوي دي.

29.05.2022 ډیوه

ترهګریزو بریدونو سره مخ د پاکستان بلوچستان صوبه کې نن بلدیاتي ټاکنې کېږي

دخپل ټاکل شوې وخت نه د درې نیمو کالو له ځنډ وروسته نن دشنبې په ورځ د بلوچستان له ۳۴ څخه په ۳۲ ضلعو کې بلدیاتې ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې په امنیتي ځواکونو ترهګریزو بریدونو کې چټکوالی لیدل شوی دی. ټاکل شوې ده چې ۱۶۱۹۵ تنه نارینه او ښځینه کاندېدانې په دې ټاکنو کې برخه اخلي اؤ ۱۵۸۴ کاندیدان پرته له مقابلې کامیاب شوي دي. بلوچستان صوبه کې د ټولټاکنو په مهال د امنیت د وضعې په قابو کې دساتلو لپاره د شپږو زرو زیات پولیس، لیوز او دفرنټیر کور (FC) په ګډون امنیتي ځواکونه ګمارل شوې دي. اليکشن کميشن په ۳۲ ضلعو کې۵۲۳۶ پولنګ سټېشنونه جوړ کړي دي چې پکې ۲۰۰۰ نه زيات سټېشنونه ډېر حساس او۱۹۱۷حساس اعلان شوي دي. ټاکل شوې ده د رایې ورکولو په مرکزونو او شاوخوا کې د ایف سي سره د پوځ سرتیري به په ټولو عارضي پولنګ سټیشنونو کې ځای پر ځای وي. الېکشن کمشن وايي په ټوله صوبه کې یوازې ۱۳۲ ښځینه کاندیدانی په عمومي څوکیو باندې دسړیو سره مقابله کوي. دالېکشن کمیشن ترمخه دبلوچستان په لسو ضلعو کې پر عامه چوکیو ښځینه کانديده نشته او په اوو ضلعو کې بیا یوازې یوه یوه ښځه ده. دغه بلدیاتی ټاکنې به د ۲۰۱۹م کال د مئ په میاشت کې ترسره کېدلې خو په خپل وخت ترسره نه شوې ځکه چې د هغه وخت دصوبايي حکومت په خواست عدالت دبلد یاتی انتخاباتو د ځنډ حکم صادر کړی ؤ او د بلدیاتی ادارو د چلولو لپاره یې سرکاری افسران ټاکلي وؤ. سږ کال هم کله چې دپاکستان د انتخاباتو کمېشن د بلدياتي ټول ټاکنو د ترسره کولو اعلان وکړو نو صوبايي حکومت ددې ټاکنو د ځنډ له پاره هڅه وکړه اؤ له اسمبلی څخه یې ټاکنو کې د شپږو میاشتو د ځنډ قراداد منظور کړی ؤ. بلوچستان هايي کورټ ته هم د انتخاباتو د ځنډولو لپاره درخواست ورکړل شوی ؤ خو عدالت دا ځل دانتخاباتو ځنډولو غوښتنه رد کړې وه اؤ دالېکشن کمیشن لخوا اعلان په اعلان شوې نیټه ۲۹مئ یې دبلدیاتي ټاکنو دترسره کولو امر کړی ؤ. بلوچستان کې کیدونکې دا بلدیاتي ټاکنې په سیاسی ګوندي بڼه ترسره کېږي او نزدې ټول سیاسي ګوندونه او آزاد کاندیدان پکې ګډون کوي. په دې ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمیر تر پنځه دېرش لکه زیاته ښودل شوې ده. د نارینه رایه ورکوونکو شمیر 2,043,828 دی او د ښځینه رایې ورکوونکو شمیر 1,570,896 دی. دپاکستان د انتخاباتو دکمیشن ترمخه د ټاکنو دقیقی نتیجې به د جون په دویمه اعلان شي.

29.05.2022 ډیوه

د طالبانو حکومت نه د سرپناه تکل کې پاکستان ته راغلي افغان هنرمندان پېښور کې پولیسو نیولي

افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا دخپل ژوند ژغورلو په تکل کې پاکستان ته راغلي افغان هنرمندان په پېښور کې پولیسو نیولي‌ اؤ زندان ته یې لیږلي دي. پېښور کې دهنرمندانو غیر دولتي سازمان هنري ټولنې دافغان هنرمندانو دنیول کیدو پرضد داحتجاج اعلان کړی اؤ وایي دطالبانو له ویرې پاکستان ته راغلي دا فنکاران اوس بیا پاکستان طالبانو ته سپاري چې دا دبشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. دپېښور دتاکال تاڼې پولیسو دنیول شوؤ افغان هنرمندانو نومونه ندیم شاه ،نوید الله ،سعیدالله اؤ اجمل ښودلي دي. پولیسو ددغو افغان هنرمندانو پرضد پېښور کې دغیرقانوني استوګنې په جرم کې د۱۴فارن ایکټ دفعې لاندې مقدمه درج کړې اؤ هغوئ یې تیره ورځ یو ځایي عدالت ته وړاندې کړي چې عدالت د دریوؤ ورځو په جوډیشل ریمانډ زندان ته لیږلي دي. افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا ګڼ شمیر هنرمندان وروسته له هغې پاکستان اؤ دنړۍ بیلابیلو هیوادونو ته دسرپناه په تکل کې په کډه شوي دي ،چې طالبانو دافغانستان په یو شمیر سیمو کې هنرمندان ونیول اؤ سختې سزاګانې یې ورکړې. پېښور کې دموسیقۍ دهنرسره دتړلو هنرمندانو تنظیم هنري ټولنې دپولیسو لخوا دافغان هنرمندانو نیول په کلکو ټکو غندلي اؤ د دوشنبې په ورځ یې دهغوئ دنیونې پرضد دپېښور پریس کلب مخې ته داحتجاج کولو اعلان کړی دی. هنري ټولنې فیس بک کې پخپله پاڼه لیکلي افغانستان کې په موسیقۍ له بندیز لګیدو وروسته مصیبت ځپلي افغان هنرمندان دخپل ژوند ژغورلو په هڅه کې دلته(پېښور ته) راغلل خو اوس دلته پولیس دهغوئ لپاره سرخوږی جوړ شوي دی. هنري ټولنه وایي پېښور کې میشت افغان هنرمندانو نه وړومبی خو پولیس رشوت غواړي اؤ که رشوت نه ورکوي نو بیا یې نیسي اؤ هیواد نه دشړلو دفعې پرې لګوي ترڅو بیا یې طالبانو ته وسپاري. هنري ټولنه وایي پېښور کې نیول شوي افغاني هنرمندان اوس بیا دطالبانو حکومت ته سپارل کیږي چې دادبشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. دپېښور دتاکال پولیس تاڼې یو چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه سره دافغان هنرمندانو نیونه تاید کړې ده خو دا تورونه یې په سختۍ سره رد کړي دي چې ګنې پولیسو له دوئ رشوت غوښتی یا یې څه رقم بده رویه ورسره کړې ده. دغه پولیس چارواکی وایي "افغانان مونږ لپاره محترم دي، خو پاکستان یو ملک دی اؤ دلته دپاتې کیدو لپاره خپل قوانین دي اؤ څوک چې ددغو قوانینو خیال نه ساتي نو قانون مجبوره دی چې خپله ولکه کې یې واخلي" یاد پولیس چارواکی وایي چې نیول شوؤ افغانانو پېښور کې په غیرقانوني ډول استوګنه لرله اؤ هیڅ اسناد یې نه لرل چې دهغې په بنیاد پولیسو نیولي اؤ د۱۴فارن ایکټ دفعې لاندې یې پرې مقدمه درج کړې ده. پولیس وایي دغه هنرمندان یې عدالت ته وړاندې کړي دي اؤ عدالت بیا زندان ته لیږلي دي. تیرکال په ۱۵م اګست چې طالبانو کابل ونیولو دهغې راپدیخوا دسلګونو په شمیر موسیقاران اؤ هنرمندان دافغانستان څخه وتلي اؤ ګڼ شمیر پاکستان اؤ نورو ګاونډي هیوادونو ته اوښتي دي. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسینو ګڼ شمیر داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي افغان طالبانو هنرمندان نیولي، دهغوئ دموسیقۍ الات یې سوځولي اؤ یا یې هم خپلې دموسیقۍ الات دهغوئ غاړو ته  وراچولي اؤ د رسوا کولو په خاطر یې په لارو کوڅو کې ګرځولي دي. دطالبانو دحکومت لخوا که هر څو تر اوسه په ډاګیز ډول افغانستان کې په موسیقۍ دبندیز اعلان نه دی شوی خو سرچینې وایي چې د دوئ دامرباالمعروف ونهی عن المنکر په نوم د ادارې وسله وال هنرمندانو اؤ سندر غاړو پسې ګرځي اؤ هغوئ ځوروي. په نزدې وختونو کې دافغانستان نه په سوؤنو هنرمندان پاکستان اؤ نورو نزدې ګاونډي هیوادونو ته تښتیدلي اؤ وایي اوس په پردیو هیوادونو کې دستونزو ډک ژوند کوي

29.05.2022 ډیوه

د نایجریا یوې کلیسا کې په ټیل ماټیل کې ۱۳ تنه وژل شوي

په نایجریا کې پولیس وایي د هیواد په جنوب کې شنبه مې ۲۸ (غبرګولي۷) په یوې کلیسا کې د ټیل ماټیل په پیښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپي شویدي.

29.05.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: طالبان لاهم القاعده سره نږدې اړیکې لري

ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال له اپریل میاشتې راهیسې په افغانستان کې خپل واک نور هم ټینګ کړی او ددغې ډلې ۴۱ غړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په لست کې دي، د کابینې او په نورو لوړ پوړو مدیریتي پوستونو ګمارل شوي دي. ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، چې طالبانو دغه کسان د وړتیا پر اساس نه بلکې د هغوی وفادارۍ او لوړ موقف پر بنسټ په مهمو پوستونو ګمارلي، او د هغوی د تصمیم نیولو د پرېکړو بهیر ناڅرګند او متضاد دی. په دې راپور کې همداشان ویل شوي چې د طالبانو بېلابېلې ډلې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده تر قوماندې لاندې په خپله ګټه کار کوي او حقاني شبکه د دوی تر منځ تر ټولو بریالۍ او اغېزناکه ډله ده. د راپور له مخې، دا ډله د طالبانو په پرتله ډیره پښتون پلوه ده او په افغانستان کې یې نور توکمیز اقلیتونه له ځانه پردي کړي دي او تاجک او ازبک طالبان یې د مایوسۍ له خطر سره مخامخ کړي دي. سربیره پر دې د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ اړیکي هم نږدې پاتې دي او د القاعدې شبکې مشر ، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده بیعت تازه کړی دی. په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ارزونې ښيي چې القاعده د طالبانو تر واک لاندې خوندي پټنځایونه لري او ددې شبکې غړي په افغانستان کې د فعالیت ازادي لري. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د تیر کال د اګست په ۱۵ نیټه په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره د القاعدې مشر ایمن الظواهري یو شمیر پیغامونه ثبت کړي دي او ددغو پیغامونو ریکارډ کول ښیي چې د القاعدې مشر د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې ژوندی و. په دې راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د یادې ډلې مالي منابع په داسې حال کې پراخې شوې چې د افغانستان اقتصاد له کړکیچ سره مخ دی. ملګرو ملتونو ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو برابریدل په لومړیتوب کې راوستي دي. خو هیڅ شواهد نشته چې ایا دا مرستې د طالبانو هغو غړو ته هم رسیږي چې د بندیزونو په لسیت کې دي. د یاد راپور په حواله، طالبانو د تاوتریخوالو د تمویل لپاره د نشه یي توکو له عوایدو د پام وړ ګټه پورته کړې ده او شواهد ښکاره کوي چې د تریاکو او نورو نشه یي موادو پر تجارت د یادې ډلې محدودیتونه بې ګټي دي. ملګرو ملتونو په راپور کې سپارښتنه کړې چې د کوکنارو د کښت د منع په اړه د ملا هبت الله اخندزاده فرمان دې تر څار لاندې ونیول شي چې آیا یاد فرمان عملي شوی که نه. ددغه راپور په حواله، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې هم په افغانستان کې خپل بریدونه متمرکز کړي ، خو د یادې ډلې فعالیت د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې په هغه هیواد کې د هوا د سړیدو له امله کم شوی دی. خو دا تر اوسه معلومه نده چې د هوا په تودیدو سره د یادې ډلې جنګي فعالیتونه بیرته پیل شوي دي که نه. په راپور کې راغلي چې ثنا الله غفاري چې د داعش د خراسان څانګې مشر دی او مالي سرچینې یې په لاس کې دي، تر اوسه ژوندی دی او پر یادې ډلې کنټرول لري. د یاد راپور په حواله، په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې له زندانونو څخه د بندیانو تر ازادیدو وروسته، د داعش خراسان څانګه توانیدلې ده ډیر کسان استخدام وکړي. راپور زیاتوي، د داعش د خراسان څانګې او القاعده پلان ته په نه کتو او یا دا چې آیا طالبان د هغوی د مهار کولو لپاره عمل کوي‌که نه، دا ډلې به د ۲۰۲۳ میلادي کال تر لومړیو پورې، په نړیواله سطحه د بریدونو د پلان کولو وړتیا ونلري. خو د دغه راپور له مخې، د افغانستان په خاوره کې ددغو ډلو او نورو ترهګرو ډلو شتون، د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لپاره د اندیښنې وړ دی. دغه راپور په داسې حال کې خپریږي چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي نه غواړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي او له نورو هیوادونو هم غواړي چې د افغانستان امنیت تخریب نکړي

28.05.2022 امریکا غږ

شولتز او مکرون له پوتین څخه وغوښتل زیلنسکي سره 'جدي مستقيمي خبري' وکړي

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د شنبې په ورځ مې ۲۸ (غوایي اومه) له جمهور رئیس ولادمیر پوتین څخه وغوښتل چې د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره "مستقمي جدي خبري" وکړي. د جرمني د صدراعظم دفتر ویلي دغو دوو اروپايي مشرانو له پوتین سره په ۸۰ دقیقو خبرو کې په "عاجل اوربند او د روسي ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ." مکرون او شولتز په دې خبرو کې همدارنګه له پوتین څخه غوښتل چې د جګړې د هواري لپاره یوه دیپلوماتیکه لار پیدا کړي. د جرمني صدراعظم او د فرانسې ولسمشر پر ښاغلي پوتین غږ وکړ چې په اوکراین کې د ملکي  د بشري وضعیت د ښه والي‌ لپاره ډاډ ترلاسه کړي. پوتین په دې ټلفوني مکالمه کې د فرانسې جمهور رئیس او د جرمني صدراعظم ته د غرب له خوا اوکراین ته د وسلو د لیږد د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل دا کار کولی شي په هغه غرب پلوي هیواد کې تاوتریخوالي زیات کړي. د فرانسې جمهوري ریاست له دغې ټلفوني مکالمې وروسته وویل دغو دوو اروپايي مشرانو همدارنګه له ښاغلي پوتین څخه وغوښتل هغه ۲۵۰۰ اوکرایني عسکر خوشي کړي چې د ماریوپول د پولادو په ازوفستال فابریکه کې نیول شوي او روسي پوځيانو سره بندیان دي. بلخوا د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د جرمني او فرانسې مشرانو سره‌ په خبرو کې ویلي مسکو چمتو دی چې د اوکراین په بندرونو کې د زمرمه شويو غله جاتو د لیږد لارې پیدا کړي خو نوموړي د غرب د بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړه. پوتین وویل د نړۍ مارکیټونو ته د غله جاتو په لیږد کې مشکلات "د غربي هیوادونو د ناسمو اقتصادي او مالي سیاستونو" له امله رامنځ ته شوي دي. کرملن وایي پوتین په دې خبرو کې اروپايي مشرانو ته وویل، روسیه چمتو ده چې مرسته وکړي‌ څو د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو په ګډون، غله جاتو له خنډ پرته لیږد زمینه مساعته کړي. پر اوکراین د روسیې برید او د غرب بندیزونه ددې لامل شول چې له دواړو هیوادونو څخه د کیمیاوي سرې، غنمو او نورو محصولاتو په صادراتو کې مشکلات رامنځ ته شي او په دې کار سره په نړۍ کې د لوږې د رامنځ ته کیدو اندیښې رامنځ ته شوي دي. روسیه او اوکراین د ټولې نړۍ ۳۰ سلنه غنم برابروي. غرب پر پوتین تور لګوي چې مسکو له لوږې څخه په اوکراین کې د خپل یرغل لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.

28.05.2022 امریکا غږ

چين ولې په ايروايشيا کې مظبوط او تېز ريلوې نظام غواړي؟

واشنګټن- چين په يورپ او ايشيا کې د تېز ريلوی نظام نور قوي کول ځکه غواړي چې داسې پاور هاوس جوړ کړي چې د دواړو خواو د مال د لېږلو او راغوښتلو لارې خوندي کړي. څېړونکي وايي، له نورو هېوادونو سره د چين د ريلوی نظام د نوي کولو عمل به ممکن په ډسمبر کې پس له هغې پيل شي چې د چاينه ډيولپمنټ بنک يې منظوري ورکړي. د چين سرکاري ميډيا فايناشل نيوز وايي، بنک به د سامان د ګودامونو او ځايونو په جوړولو، د تګ راتګ نظام ښه کولو او د ټرانسپورټ نوې منصوبې راوړلو کې مرسته وکړي. د چين او د يورپ ترمنځ د 12,000 کيلوميټره اوږد ريلوی لاره ده چې ورته چاينه يورپ ريلوی ايکسپرېس نوم ورکړل شوی. پوهان وايي، د نظام له نوي کولو سره به ريلوی نوره چټکه شي او د موجوده پټلۍ سره چې يولس کاله زړې دي نور لاينونه هم جوړ کړل شي. دوی وايي، دا جدت به دا پخلی هم وکړي چې د اوکرين د جګړې باوجود به دا لارې خوندي وي او ريلوی به تر سمندري لارو پورې چليږي چې د وبا د لاسه پکې جهازونه جمع شوي او ايسار شوي دي. ماهرين وايي، له دې سره به په چين کې جوړېدونکي مالونه په دوامداره توګه يورپي مارکيټونو ته رسيږي او د بهر نه چين ته د راغوښتونو توکيو رسد به نور خوندي شي. د کوېډ 19 د لاک ډاون د لاسه او په اوکرين کې روانې جګړې د چين نه بهر ته د مال لېږلږ لړۍ په معلوم تاريخ کې د ټولو زياته اغېزمنه کړې او د ايلېس کنسلټېنګ فرم لنډن منيجېنګ ډايرېکټر جيمز برکلی وايي “سمندري جهازونه خپل کار کوي خو ولې ښکاره خبره ده ريلوی يوه متبادل زريعه ده”. د چين په غټو صنعتي ښارونو لکه شين ژين او شنګهايي کې د لاک ډاون د لاسه بهر ته د مال لکه فونز، د ودانۍ سامان او د ګاډو د لېږلو سلسله په ورو شوې ده. چيني چارواکو په مارچ کې شين ژين بند کړو او څو اوونۍ وروسته يې د 26 ميلين خلکو ښار شنګهايي هم بند کړو. په واشنګټن کې د چيني سفارت وياند ليو پېنګيو د دې په اړه ويلي “د بېلټ اينډ روډ د منصوبې د مثبت اثرات په ترڅ کې د چين او يورپ ترمنځ د جنورۍ نه راپه دې خوا د ريلوی ګاډو تګ راتګ د 50,000 نه اوړېدلی چې د لارې د ښه معيار او مثبت ترقۍ څرګندونه ده”. يورپين يونين تېر کال د 239 بيلين ډالرو مال په چين خرڅ کړی و چې په بدل کې يې د چين 506 بيلين ډالره مال اخېستی و. چين د جنګ باوجود د روس او اوکراين سره خپل تعلقات ساتي.

28.05.2022 ډیوه

ایمنسټي انټرنیشنل وایي تیرکال پاکستان اؤ دنړۍ نورو هیوادونو کې دتېزندۍ سزا کې اضافه لیدل شوې

دبخښنې دنړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشل د کال ۲۰۲۱م د يو راپور تر مخه په ټوله نړۍ کې د عدالتونو  فیصلې ښایي چې د مرګ په سزا کې زياتوالی په نظر راغلی دی. داېمنسټي انټرنېشنل د تېر کال ددغه کلیز راپور تر مخه پاکستان کې هم د مرګ سزاګانو ورکولو کې زياتوالی راغلی دی او ۱۲۹ نوؤ داسې مقدمو کې مجرمانو ته د مرګ سزا مجرمانو ته اورول شوې ده چې دا د کال ۲۰۲۰م د ۴۹ کسانو دتیزندۍ دسزا په پرتله ډېره سېوا ده. د راپور تر مخه دنړۍ په شلو هېوادونو کې اېمنسټي انټرنېشل په دمرګ په سزاګانو کې ۲۰ فيصدي اضافه کتلې ده اؤ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې تېر کال څه ۵۷۹ کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوې دي چې په دې کې تر ټولو زیاتې دمرګ  سزاګانې په ايران کې ورکړل شوي دي. په نړيواله کچه او پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د مرګ سزا یا تیزندۍ  ته په ښه نظر نه ګوري. پېښور کې يو وکيل علي ګوهر دراني وي او ای ډیوه ته  وايي هغه د مرګ يا دتیزندۍ د سزا په حق کې نه دی، ځکه چې وختونه بدل شوي دي. هغه وایي کلونه مخکې به د مرګ سزا د جرم نه منعې کولو او يا د يو دفاع کوونکي اقدام په توګه پکار راوستل کیده ، اوس هم په ډېرو هېوادونو کې دغه سزا په قانون کې شته. خو هغه وايي هغه پخپله ددې سزا په حق کې نه دی. علي ګوهر دراني وايي"که د قانون يا انساني حقونو په نظر کې ورته مونږ وګورو نو نن د سترګې په بدل کې د سترګې ويستلو زمانه نه ده. اوس که مونږ وګورو نو دمړي يا مرګ کولو په بدل کې د مرګ سزا ته ډېر په ښه نظر نه کتل کيږي" داسې اسلامي ملکونه چرته چې اوس هم د تیزندۍ سزا په قانون کې شته سعودي عرب هم پکې شامل دی د اېمنسټي انټرنېشنل د تېر کال د راپور تر مخه پروسکال په سعودي عرب کې د مارچ په مياشت کې په يوه ورځ ۸۰ کسانو ته دتیزندۍ سزا ورکړل شوې ده، او تېر کال په سعودي عرب کې هم په داسې سزاګانو کې يو په دوه زياتوالی په نظر راغلی دی.  مدني فعال او وکيل طارق افغان وايي پاکستان کې هم د وژنې يا د مذهب سپکاوي، ترهګرۍ او د جنسي تېریو مجرمانو لپاره د مرګ سزا په قانون کې شته خو هغه وايي دانساني حقونو دیو فعال په توګه هغه دا مني چې په دې ډول سزاګانو ددې جرمونو مخ نيوی نه شي کېدلی. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي پکار ده چې د زندان په نظام کې داسې اصلاحات وشي چې په سنګینو جرمونو کې دککړو خلکو اصلاح وشي اؤ هغوي يو ځل بيا د ټولنې ښه وګړي جوړ شي. دطارق افغان په وینا په پرمختللې نړۍ کې جېلونه د خلکو د لارښوونې او د هغوي ژوند بدلولو لپاره کارولی کيږي. نو دا نظام دلته هم ښه کول پکار دي. هغه وایي "که مونږ د تیزندۍ سزا ختمول غواړو نو د هغې لپاره مهمه دا ده چې د جېلونو حالات دې ښه کړو. پکار ده چې په هغې کې سهوليات وي. که چرې يو تن په غلطۍ سره يو جرم وکړي او دی جېل ته لاړ شي نو چې دده نه لویې مجرم جوړ نه شي بلکې هغه د جېل نه يو ښه انسان را اوځي" داېمنسټي انټرنېشنل د تېر کال ددغه کلیز راپور تر مخه پاکستان کې هم د مرګ سزاګانو ورکولو کې زياتوالی راغلی دی او ۱۲۹ نوؤ داسې مقدمو کې د مرګ سزا مجرمانو ته اورول شوې ده چې دا د کال ۲۰۲۰م د ۴۹ کسانو دتیزندۍ دسزا په پرتله ډېره سېوا ده.

28.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more