ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان داخله وزارت: د چیف جسټس خلاف د پروپیګنډې له امله پاکستان کې ایکس رسنۍ تړل شوې

پېښور — د پاکستان د کورنیو چارو وزارت  ویلي چې په "ایکس" رسنۍ ځینو اکاونټونو نه د سپریم کورټ د چیف جسټس په ضد پروپېګنډه شوې وه اؤ ایکس ددغو اکاونټونو د تړلو په اړه د پاکستان خواست ته څه ځواب نه ؤ ویلی نو ځکه پاکستان کې دا ټولنیزه رسنۍ وتړل شوه . پاکستان کې د ټولنېزې رسنۍ ایکس د تړل کېدو په اړه د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ د چهارشنبې یا د شورو په ورځ اسلام اباد هایکورټ کې جمع کړی اؤ ویلي یې دي چې حکومت سره د ایکس رسنۍ له تړلو پرته بله هیڅ لاره نه وه. په پاکستان کې ایکس رسنۍ د 17مې فرورۍ راهسې تړل شوې ده اؤ ددې تړل کېدو په ضد اسلام اباد هایکورټ، سیند هایکورټ اؤ پېښور هایکورټ ته خواستونه شوي دي. څېړونکي اؤ نړیوالې ادارې پاکستان کې د ایکس رسنۍ تړل کېدل د رایې څرګندولو د حق تروړلو په مانا عمل بولي اؤ وایي په سوشل میډیا د بندیزونو لګولو له لارې پاکستان کې د غیر جمهوري اؤ غیر قانوني اقداماتو نه د نړۍ مخه نه شي اړول کیدای. د کورنیو چارو د وزارت له لوري عدالت کې جمع کړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې د ایف اي ای سایبر کرایم څانګې ایکس رسنۍ ته درخواست ورکړی ؤ چې له کومو اکاونټونو د چیف جسټس خلاف پروپېګنډه کیږي باید هغه وتړي خو وایي د ایکس مشرانو د خواست په خیال خاطر کې را نه وړو اؤ نه یې سایبر کرایم ته د شوي خواست څه ځواب ورکړو. رپورټ کې ویل شوي چې په مرستې نه کولو ایکس رسنۍ په عارضي ډول پاکستان کې وتړل شوه اؤ پاکستان سره ددې له تړلو پرته بله لاره هم نه وه. داخله وزارت ویلي چې د ایکس رسنۍ د تړلو امر یې د استخباراتي شبکو په خواست کړی دی. د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ کې د عدالت نه غوښتنه کړې ده چې د په ایکس د بندیز خلاف عدالت ته شوی خواست رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د ایکس خلاف عدالت ته عریضه کول د قانون اؤ حقایقو خلاف اؤ د نه اورېدو ده. رپورټ کې ویل شوي چې ایکس رسنۍ نه خو پاکستان کې رجسټرډ ده اؤ نه د پاکستان د قوانینو عملي کولو د تړون برخه واله ده . وایي د حکومت د حکمونو نه منلو له امله په ایکس رسنۍ باندې بندیز لګول ضروري وؤ. په سیند هایکورټ کې هم په ایکس رسنۍ اؤ انټرنیټ د بندیزونو په اړه د خواست اورېدنه شوې اؤ د هایکورټ مشر قاضي ولي چې په قانون کې چرته هم دا خبره نشته چې د حساسو ادارو په رپورټونو دې د کورنیو چارو وزارت اقدام وکړي. مشر قاضي ویلي "ځینې خلک داسې فکر کوي چې ګنې څه کوي هغه سم کوي، دومره طاقتوره یئ چې ملک چلوئ، خو د وړو وړو شیانو په تړلو تاسو څه ترلاسه کوئ،ټوله دنیا به په مونږ پسې خاندي". درخواست کوونکې جبران ناصر عدالت ته ویلي چې کله پاکستان کې په اتمه فرورۍ د شوؤ ټاکنو نه وروسته د راولپنډۍ پخواني کمشنر ناصر چټه انتخاباتو کې د ټګۍ  تورونه ومنل نو له هغې وروسته ایکس رسنۍ تړل شوې ده. سیند هایکورټ هم په یوه اوونۍ کې دننه د ایکس رسنۍ د تړلو د معقولې وجې عدالت ته د وړاندې کولو امر کړی دی.  پاکستان داخله وزارت د ايکس سروس د سمدستي بندولو دپاره د فرورۍ په 17مه پي ټي اې ته خط استولی وو، چې پکې تر راتلونکو احکاماتو پورې د ايکس د بند ساتلو ويل شوي وو. قانونپوهان وایي معلوماتو ته لاسرسی د ملک د هر وګري ایيني حق دی او دا چې په ايکس بنديز د قانون خلاف ورزي ده. د سپريم کورټ وکيل بابر خان يوسفزی وایي، دا د اظهار د ازادۍ خلاف ورزي ده. ښاغلي یوسفزي وي او اې ډیوه ته وویل: "فېسبوک خلاص دی ټیک ټاک خلاص دی نور داسې چې په کوم باندې د نيوز سره تړلي مواد نه وي هغه ټول اپلکيشن خلاص دي او يواځې د ایکس خلاف داسې ايکشن کيږي چې لږ وخت له یې خلاص کړي او بيا يې بند کړي چې ټرېنډڼګ پرې نه کيږي او يا معلومات عوامو ته نه رسيږي". د ګلوبل ډيجيټل انسایټ د کال 2023م د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې ‏‎72‎‏ ميلينه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وایي تر ټولو کم شمېر څلور ‏ميلينيه پکې اېکس يا ټويټر کاروي.‏

17.04.2024 ډیوه

د صحت نړیواله اداره: پاکستان  په نړۍ کې تر ټولو زیات 8.8 میلینه د تور زیړي ناروغان لري

پېښور — د صحت نړيوالې ادارې  پخپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان په ټوله نړۍ کې د هېپټايټس سي یا تور زیړي زيات شاوخوا 8،8 ميلينه ناروغان لري او د دې ناروغۍ 44 فيصده نوې پېښې د ناخوندي طبي انجېکشنو له امله مخې ته راغلي دي. ډاکټران وايي هيپټايټس بي او سي يا تور زيړي د جراثيمو له وجې خورېږي او په وخت يې علاج نه کېدو سره د انسان یینه یا ځیګر له متاثره کولو وروسته د مرګ خلې ته يې ورسوي۔ په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان کې د هېپټايټس بي او سي ناروغانو مجموعي شمېره په 2022 کال کې 12،6 ميليونه ريکارډ شوې۔ ډاکټران وايي هېپټایټس بي او سي چې په عام ژبه کې ورته تور اؤ زیړ زیړی ويل کېږي د يو بل نه جدا ناروغۍ دي او د جراثيمو له وجې خورېږي۔ دوی وايي د دې جراثيمو د زيات وخت د پاره په وجود کې پاتې کېدو سره د انسان یینه یا ځیګر متاثره کېږي او د مرګ خولې ته يې رسوي۔ په مردان مېډيکل کمپلېکس کې د معدې د مرضونو سپېشلسټ ډاکټر ښاغلی رحمان الدين وایي اکثره ناروغان چې دا مرض ورپورې شوی وي ، په ځان نه وي خبر اؤ یینه یې د زیړي له امله 75 فیصدي ختمه شوې وې . ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"چې دا مريض مونږ ته راشي او وايي چې زما خوراک ته زړه نه کېږي، کمزوري محسوسوم، وجود مې درد کوي نو چې مونږ ورته ټسټ وکړو نو په هغې کې هیپټایټس بي يا سي پازېټېو وي، په دې وخت کې جیګر مکمل کمزوری شوی نه وي او علاج وشي نو مريض صحتمند شي". خو هغه وایي "زياتره مريضان مونږ ته پيچيدګو سره راځي يعنې مريض ته مالومه نه وي او جیګر يې 75 فيصده پورې ختم وي نو د هغه يا خېټه کې اوبه شوي وي يا د وينو ولټۍ (ګرځون) وکړي". په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات د هېپټايټس سي شاوخوا 8،8 ميليونه ناروغان لري او د دې ناروغۍ 44 فيصده نوې پېښې د غېر محفوظ مېډيکل انجېکشنو سره تړلې دي۔ ډاکټران او ناروغان وايي د تور زياړي په وخت د علاج کېدو وروسته ناروغه تن د عامو خلکو په څېر صحتمند ژوند تېرولی شي۔ د تورزيړي نه متاثره شوی تن حضرت بلال ډیوه ته وایي نهه کاله مخکې یې یو خپلوان ته وینه ورکوله نو ورته معلومه شوه چې هغه د تور زیړي مریض دی: "په 2015 کې ما خپل کزن ته وينه ورکوله هغه وخت ماته معالومه شوه چې زما تورزيړی دی، ما بيا په وخت علاج وکړو او چې دريو نه شپږو مياشتو پورې مې علاج پوره شو نو چې بيا مې ټسټ وکړو نو هغه صفا وو، ماته اوس څه مسله نشته خپل نارمل ژوند کوم او کال په کال ټسټونه کوم". د روغتيا د چارو پوهان وايي د تورزيړي جراثيم د متاثره مور څخه بچو ته ور پورې کیږي، دوی وايي د سرنجانو بار بار استعمال او د يادو ناروغانو وينا نورو تنانو ته ورکولو سره هم دا مرض خورېږي بايد په دې لړ کې د احتياط څخه کار واخستل شي۔ د ډاکټر رحمان الدين په وینا تور زیړی د وینې له لارې، د استعمال شوؤ سرینجونو ،د غیر محتاطه مباشرت ،اؤ د ناپاکو بلېډونو اؤ قینچیانو له لارې یو تن ته پورې کیږي. د روغتیا پوهانو  ترمخه د تورزيړي مريضانو سره په يو ځای د خوراک کولو له امله دا ناروغي نه خورېږي، دوی وايي د ډاکټر د مشورې پرته داسې ډول مريضانو ته پخپل سر پرهېز هم نه دی کول پکار۔ دروغتيا نړيوالې ادارې د رپورټ ترمخه د نړۍ 187 هېوادونو څخه راجمع کړل شوې شمېرې ښيې چې د تور زيړي له امله د مړينوو شمېره چې په 2019 کې 1،1 ميلينه وه په 2022 کال کې 1،3 ميليونه ته رسېدلې او په نړيواله کچه 3500 تنان روزانه د دې رنځ له وجې ژوند دلاسه ورکوي.

17.04.2024 ډیوه

پاکستان ته د سعودي د لوړپوړي پلاوي په سفر کې د سرمایه کارۍ کوم تړون ولې ونه شو؟

پېښور — د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړي پلاوي د پاکستان خپله دوه ورځنۍ دوره پای ته رسولې ده خو په دې سفر کې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د غونډو باوجود کوم تړون یا معاهده نه ده ترسره شوې. پاکستان ته د سعوي پلاوي خپل دا سفر وروسته له هغې کړی چې وزیراعظم شهباز شریف په دویم ځل د وزیراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې په مکه مکرمه کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.  د وي او ای اردو د رپورټ تر مخه د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر امکاناتو کار کول وو. د سعودي د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان له خپل پاکستاني سيال اسحاق ډار سره په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې پاکستان د پانګونې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پانګونې ته وده ورکوي. هغه وويل، موږ به په ګډه له دغو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړو او په راتلونکو څو مياشتو کې به دا ټول تدبيرونه عملي کړو. د عامو انتخاباتو نه وړاندې په نګران حکومت کې وزيراعظم انوارالحق کاکړ د تېر کال په ستمبر کې وایس اف امريکه سره په مرکه کې ويلي وو چې پاکستان د سعودي عرب نه د ٢٥ اربه ډالرو سرمايه کارۍ غواړي چې پرې موافقه شوې ده. په پاکستان کې تېر کال حکومت د بهرنۍ پانګونې لپاره یوه شورا یا کونسل هم جوړ کړی  چې پکې د پوځ مشر او اړونده حکومتي ادارې هم شاملې دي. د ځینو څېړونکو په وینا سعودي عرب په تېرو  بیلابیلو وختونو کې له پاکستان سره مالي مرستې کړي دي خو د سرمایه کارۍ راجلب کولو لپاره سنجیده اقدامات نه لیدل کېدل. څېړونکي وايي، پاکستان او سعودي عرب  خپلې اړیکي په اقتصادي شراکت بدلوي، چې دا د اسلام اباد د بدلیدونکو حالاتو او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره مهمه ده. په سعودي کې د پاکستان پخوانى سفير ايډمرل (ريټايرډ) هشام بن صديق وايي، پاکستان او سعودي  تاريخي، د ورورولۍ او ستراتيژيکي اړيکې لري اؤ  د دې دواوړو هیوادوادونو دوه اړخیزې اړیکې د دفاع څخه بهر په اقتصادي، ډیپلوماتیکو او ګډو پروژو کې د همکارۍ پراخولو فرصتونه لري. هشام بن صدیق وي او اې ته ویلي، سعودي ته د وزیراعظم شهباز شریف د سفر نه سمدستي وروسته د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د یو لوړ پوړي پلاوي اسلام اباد ته راتګ سنجیدګي ښیي چې دواړه هیوادونه خپلې اړیکې د روایتي کچې نه هرې څانګې ته غځولی شي. د پاکستان اوسني حکومت ویلي چې د هیواد د اقتصاد ښه کول او د اقتصادي مشکلاتو لرې کول یې د لومړیتوبونو څخه دي. دې هدف ته د رسیدو لپاره، پاکستان یو ځل بیا د سعودي مشرتابه ته سترګې نیولې دي چې په هیواد کې د معدنیاتو او کرنې په ګډون د پانګونې پروژو بشپړولو کې مرسته وکړي. د سعودي لپاره د بلوچستان مناسب حالات: د اقتصادي چارو کارپوه عابد سلهري وايي، د سعودي د پلاوي په اند دا سفر مهم دی. نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د دې سفر په ترڅ کې د وزیرانو په کچه له ناستو سربېره ځکه کوم تړون مخې ته نه دی راغلی چې دا سفر د مئ میاشت کې پاکستان ته د ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي سفر د تیاریو په اړوند ؤ. هغه وايي، پاکستان د کانونو، کرنې، انرژۍ او نورو برخو کې د پانګونې اسانه او پراخه موقعې اؤ فرصتونه لري. عابد سلهري وويل، دا د پاکستان په ګټه ده چې سعودي عربستان دلته پانګونه وکړي اؤ د هغوي پانګونه بهد بلوچستان په څېر په افراطيت ځپلو سيمو کې هم د منلو وړ وي. د هغه په وينا، که په بلوچستان کې د کوم هېواد پانګونه په سيمه ييزه کچه د منلو وړ وي، دا به د کوم اسلامي هېواد پانګونه وي اؤ هغه شرکت یا کمپني چې د سعودي د بیرغ لاندې په بلوچستان کې فعالیت کوي د افراطي ډلو له بریدونو سره به مخ نه شي. پاکستان کې سعودي لپاره د پانګونې فرصتونه: د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر پر مهال سعودي  په پاکستان کې د ۲۰ میلیارده ډالرو د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي وؤ چې پکې د بلوچستان د ساحلي ښارونو د جوړولو تړون هم شامل ؤ، په ګوادر کې د تیلو د پاکولوکارخانه هم جوړه شوه. خو د پانګونې دغه پروژې تر اوسه بشپړې شوې نه دي. تمه ده چې سعودي به ډېر زر په بلوچستان کې د ریکوډک په پروژه کې د یو ملیارد ډالرو په ارزښت د کانونو په برخه کې پانګونه پیل کړي. ریکوډیک په نړۍ کې د سرو زرو ستره زېرمه : پخوانى سفير ايډمرل (ريټايرډ) هشام بن صديق وايي په تيرو وختونو کې د سعودي د سرمايه کارۍ او د تېلو پاکولو په شان پروژې د پاکستان د حکومت د نه سنجيده کېدو له امله نه دي بشپړې شوې. هغه وويل، چې د پانګونې په پايله کې به د نورو پانګوالو باور پيدا شي او په هېواد کې به  خصوصي سکتور ته پانګونه راشي. همدا ډول سعودي غواړي چې په امنیتي چارو کې خپل صلاحیت یا توان سیوا کړي اؤ په دې لړ کې د پاکستان مرستې ته اړ دی. د هشام بن صدیق په وینا، د سعودي سره اړیکو کې وخت په وخت پېدا شوي تناؤ ته په کتلو سره به پاکستان ته په سیمه کې د سعوي عرب اندېښنې اؤ د ګټو حساسیت هم په پام کې نیول وي. هغه زياته کړه چې په پاکستان کې د سرمايه کارۍ ترڅنګ به سعودي عرب د تېلو د پورونو په شکل کې هم اسلام اباد سره خپلې اقتصادي مرستې دوامداره ساتي اؤ د کرنټ اکاؤنټ دخسارې په کنټرول کولو کې به ورسره هم کومک کوي. ( د وي او ای اردو څخه په مننه)

17.04.2024 ډیوه

هندي ځواکونو په جګړه کې د کمیونیسټ ګوند 29 ماویسټ باغیان وژلي دي

واشنګټن — د هند پولیس وایي په مرکزي چتیس ګړ ایالت کې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه 29 ماویسټ باغیان په جګړه کې وژلي دي. د هند سرحدي ځواکونه (بي ایس ایف) وایي په نښته کې د هندي کمیونیسټ ګوند دوه مهم مشران هم وژل شوي دي. پولیس په وروستیو کلونو کې په جګړو کې دا د ماو پلوه باغیانو د وژنې تر ټولو لویه پېښه ګڼي. پولیس چارواکي وایي د سه شنبې- نهې په ورځ یې په سیمه کې د ماویسټانو د موجودیت په اړه خبر تر لاسه کړ او پر هغوی یې برید پیل کړ چې د هغوی په جوابي برید سره د جګړې سبب شو او په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو درې غړي هم ټپیان شول. پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د پېښې له ځایه یې یو شمېر وسلې او ګوله بارود هم تر لاسه کړي دي، په بیان کې ویل شوي "له نښتې وروسته په سیمه کې د پلټنې په مهال د 29 ماویسټانو مړي وموندل شول". دا پېښه په هند کې تر انتخاباتو څو ورځې مخکې شوې چې پکې نریندرا مودي په درېیم ځل د وزیراعظم جوړېدو هڅه کوي. د ماو پلوه باغیانو او هندي ځواکونو تر منځ تازه جګړه د سه شنبې- نهې په ورځ د چتیس ګړ ایالت په کنکیر ضلع کې شوې ده، چې پکې به د اپرېل پر 26مه د اوو پړاوونو په دویمه برخه کې انتخابات کیږي. د کنکیر په ګاونډي باسټر ضلع کې به د راتلونکې جمعې په ورځ د لومړي پړاو ټاکنې کیږي او په دې ضلع کې ماویسټان په زور کې دي. رسنیو تر اوسه د ماویسټ باغیانو یا د هند د ماوپلوه کمیونیسټ ګوند په حواله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. دغه باغیان د چین پخواني مشر ماو زېتونګ ته منسوب کمیونیزم پلویان دي چې له څو لسیزو راهیسې په ځانګړې توګه په مرکزي او ختیځ هند کې د حکومت خلاف ګوریلا ډوله مبارزه کوي او دواړو خواوو ته وخت په وخت د جګړو او مرګ ژوبلې سبب کیږي. ماو پلوه جنګیالي د هندوستان د غیرقانونه ګرځول شوي کمیونیسټ ګوند غړي دي چې د جګړې له لارې د اوسني نظام د پرځولو په لټه کې دي. دا ګوند او غړي یې د هند د حکومت په 2009م کال کې ترهګر اعلان کړي وو. د هند ماویسټان وايي دوی د دې لپاره جنګیږي چې بې وزله هندي بزګرو او بې مځکې کارګرو ته د دوی پر مځکو باندې زیات واک ورکړل شي او په هغو کانونو کې لویه برخه ورکړل شي چې لویې کمپنۍ ترې ګټه اخلي. د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د یکشنبې- اتوار په ورځ په چتیس ګړ کې د کمپاین پر مهال وویل، که د وزیراعظم مودي ګوند بي جې پي بیرته واک تر لاسه کړي ماو پلوه باغیان به په درو کلونو کې له دې ایالته ختم کړي. یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

17.04.2024 ډیوه

د پاکستان پوځ بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو خبره کړې ده

کراچۍ ‏ — د پاکستان پوځ بيا په افغانستان کې د ترهګرو فعاليتونو خبره تکرار کړې او ترهګرۍ ته د هیڅ ډول ځای نه ورکولو یې ويلي دي.‏ پوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي، د ترهګرۍ ضد روانه ‏مبارزه کې پوځ او قانون نافذونکو ادارو څو ترهګر بريدونه ناکامه کړي او مهم ترهګر کمانډران یې وژلي دي.‏ ويل شوي، پوځي مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې، ترهګرۍ ته ځای ورکول دې په فعاله توګه رد کړل شي ځای دې ورته ور نه کړل شي، د ترهګرۍ په ‏مستقله توګه ختمولو دپاره قام د پوځ او قانون نافذونکو ادارو په شا ولاړ دی.‏ د پوځي بيان ترمخه، پوځ په بشام کې په چينايي وګړو ترهګر برید او بلوچستان صوبه کې د ملکي وګړو وژنې غندلې دي.‏ په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په یو ځانمرګي برید کې پينځه چینایي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي وو.‏ د دغه بريد وروسته هم پاکستان تور لګولی وو، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري.‏ په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چينايانو په وژنه افسوس څرګند کړی وو. ټي ټي پي په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او دعوه کوي په پاکستان کې ‏‏موجود دي.‏ پوځ ويلي، د کمانډرانو غونډې ته احوال وړاندې کړل شوی چې، "ترهګرې ډلې څه ډول د افغانستان څخه فعاليتونه کوي کوم چې د سيمې او نړۍ دپاره ‏خطره ده، د دې ترڅنګ پراکسيز د پاکستان د اقتصادي ګټو او پاکستان چین د اقتصادي راهدارۍ پرضد دي".‏ پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏ د روانې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت ‏مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) ته ‏مشوره ورکړې، "په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ ‏او روغه جوړه وکړئ".‏ له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزات وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو، "پاکستان د ترهګرۍ ډلې ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره ‏هیڅ ډول خبرې نه ‏کوي، مونږ د ټي ټي پي سره د خبرو هیڅ پلان نه لرو".‏ په ورځ اوونيزه خبري غونډه کې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو "مونږ د افغان چارواکو نه تمه لرو چې د ترهګرو ډلو او مشرانو پرضد یې اقدام وکړي، د کومو ‏جرمونو او ترهګرو بريدونو چې ‏دوی په پاکستان کې زمه واري منلې".‏ پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې بيا زياتې شوي دي.‏ د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏ او د ‏‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏ پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ترمخه ‏د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ ‏کمپليکس، په تربت کې ‏د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي ‏بريد کې پينځه چينایان ‏او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

17.04.2024 ډیوه

په اسرايل له حملې وروسته امریکې په ايران د نویو بنديزونو خبرداری ورکړی

کراچۍ ‏ — د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي، په اسرايل د ايران د حملې او په غزې، لبنان، يمن او عراق کې د وسله والو ډلو د مالي مرستو، ‏په سيمه کې او بهر اقتصادي اغېزې کېدی شي.‏ د امریکا د خزانې وزیرې جېنټ یيلن ويلي، د امریکې د خزانې وزارت به د ايران د حکومت په بد نيتۍ، او بې ثباتۍ جوړولو د هلوځلو درلو دپاره، د بنديزونو دپاره د خپل واک ‏کارولو په لړ کې د اتحاديانو سره په ګډه له کار کولو څخه ډډه ونه کړي.‏ یيلن د نړيوالې مالياتي ادارې او نړيوال بېنک د پسرلنیو ليدنو په مينځ کې په واشنګټن کې غونډې ته وينا کړې ده.‏ امریکا په ايران د دغه هيواد د پراکسيز (پټو جګړو) او نړيوال اقتصادي نظام څخه ځانته کولو دپاره د اوږدې مودې څخه بنديزونه کارونه کوي.‏ تهران په اسرايل تور لګوي په دمشق کې یې د ايران سفارتخانه په نخښه کړې، د خالي په ورځ حمله یې په دمشق کې د لومړي اپرېل د حملې بدله وه.‏ ايران په اسرايل د ‏‎300‎‏ نه زياتو ميزايلو او ډرون د لارې حمله کړې، د یادې حملې په اړه اسرايل ویلي، زياتره ميزايلې او ډرون یې غورځولي او کوم ځاني ‏تاوان پکې نه وو شوی.‏ د ايران د خاورې نه په اسرايل نېغ په نېغه دا لومړۍ حمله وه. په نړیواله کچه غوښتنه کيږي، د شخړې د پراخولو څخه دې ډډه وشي.‏ بيلن دا هم ويلي، واشنګټن په لويديځه غاړه کې د اسرايلي ابادکارو لخوا د تشدد د مخنيوي دپاره بنديزونه کاروي.‏ یيلن په غزه کې د فلسطينيانو د تکليفونو ختمولو دپاره هم د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړې او زياته کړې یې ده په حماس اقتصادي فشار دې په غزه کې ‏د بې کوره خلکو د مرستو په لاره کې خنډ ونه ګرځول شي څوک چې د قحط په څنډه ولاړ دي.‏ هغه ويلي، د ټولو فرض جوړيږي چې د دغو تکليفونو په ختمولو کې پوره هڅې وکړي.‏ ملګرو ملتونو ويلي، اسرايل غزه ته تلونکی امداد په غېر قانونه توګه ودرولی دی.‏ په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله کړې وه، د اسرايل ترمخه په دغه حمله کې ‏‎1200‎‏ کسان وژل شوي او‎ ‎د ‏‎250‎‏ پورې یې يرغمال کړي وو.‏ د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي، د اسرايل لخوا په حملو کې د ‏‎33,000‎‏ نه زيات فلسطينيان وژل شوي، زياتره یې ښځې او ماشومان دي.‏ ‏(د دې خبر معلومات د اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)‏

17.04.2024 ډیوه

پاکستان له آی اېم اېف سره د پور په نوي پروګرام خبرې کړي، امريکې د پاکستان د هڅو ملاتړ کړی

کراچۍ ‏ — د پاکستان د خزانې وزير د ګل/ دوشنبې په ورځ اې اېف پي ته ویلي، پاکستان د خپلو اقتصادي اصلاحاتو په پروګرام کې د مرستو دپاره د مالياتي ادارې ‏آې اېم اېف سره د څو اربه ډالرو د قرض په تړون خبرې کړي دي.‏ امریکې هم د پاکستان د اقتصادي کاميابۍ دپاره د ملاتړ څرګندونه کړې ده.‏ د پاکستان د خزانې وزير اورنګزېب په واشنګټن کې اې اېف پي سره په مرکه ک ويلي، پاکستان د آی اېم اېف سره د څو کلونو دپاره د اربونو ډالرو د پور په ‏نوي پروګرام خبرې اترې پيل کړي دي.‏ اورنګزېب ويلي، د مارکیټ اعتماد او د مارکیټ جذبه په دې مالي کال کې ډېره زيات په ښه شکل کې ده.‏ هغه زياته کړې، په دې اوونۍ کې، مونږ د فنډ سره د يو زيات پراخه پروګرام کې د شاملېدو خبرې اترې پيل کړي دي.‏ د آی اېم اېف يو ویاند ويلي، پاکستان سره د نهه مياشتو د پور پروګرام زر سر ته رسي، هغه اې اېف پي ته ويلي، د فنډ توجه په موجود سټېنډ بايي ‏پروګرام پوره کېدو باندې ده.‏ هغه زياته کړې ده، نوي حکومت د پور په نوي پروګرام کې خوښي څرګنده کړې ده، او د آی اېم اېف عمله د نوي پروګرام په سر د خبرو اترو دپاره تياره ده.‏ بل لور ته امریکا ويلي، پاکستان د خپل اقتصاد په ښه کولو کې پرمختګ کړی دی او امریکا یې د قرضونو د بوجه د مخنيوي دپاره د هڅو ملاتړ کوي.‏ د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتهيوميلر په اوونيزه خبري غونډه کې د پاکستان د آی اېم اېف سره د پور د نوي پروګرام په حواله ويلي، امریکا د ‏پاکستان حکومت هڅوي، چې د خپلو اقتصادي چېلنجونو د مخنيوي دپاره اقتصادي اصلاحاتو ته پاملرنه وکړي.‏ هغه ويلي، امریکا د پاکستان د اقتصادي کامیابي ملاتړ کوي.‏ اورنګزېب ويلي، دوی به لږ تر لږه د درېو کالو د پور د پروګرام خواست کوي، هغه زياته کړې، د مې د دويمې يا درېمې اوونۍ پورې به د خبرو کومه خاکه ‏مخې ته راشي.‏ ‏(د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي دي)‏

17.04.2024 ډیوه

په اسټرېلیا کې په عیسايي مذهبي مشر د ۱۶ کلن هلک د چاقو ګزارونه د ترهګرۍ حمله بلل شوې

تفتیش کوونکي ګڼي چې حمله د مذهبي انتهاپسندۍ په بنیاد شوې ده. د اسټرېلیا استخباراتي ادارې به په عالمي کچه د انتهاپسندۍ خطر د جاج اخیستلو دپاره د فایو اییز نومې امنیتي اتحاد چې په کې کېنېډا او امریکا شامله ده په شریکه کار کوي

16.04.2024 ډیوه

د فلسطینیانو په حق کې مظاهرو د امریکې په یو شمېر لویو ښارونو کې سړکونه بند کړي او ټرېفېک ځنډولی و

د ایلينای ریاست په شکاګو ښار کې مظاهره کوونکو د یو بل سره لاسونه وتړل او اوهېرانټرنېشنل اېرپورټ ته تلونکي لویه لاره یې بنده کړه. د مظاهرې یوې منتظمې رفقه فلانح وویل احتجاج یې د فلسطین د ازادۍ دپاره د اقتصادي بلاکېډ یا د اقتصادي بندیز برخه ده

16.04.2024 ډیوه

د منځني ختیځ لانجې په زیاتېدو دي - بایډن د عراق له وزیراعظم سره کتلي

د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ په وايټ هاوس کې د عراق د وزیراعظم محمد شیاع السوداني کوربه و.

16.04.2024 ډیوه

څېړونکي وایي د قبایلي ضلعو نه اوس د ناامنۍ لړۍ د پښتونخوا بندوبستي سیمو ته غځېدلې ده

پېښور — په تېرو وختونو کې چې په قبايلي ضلعو کې وسله وال فعاليتونه زيات وؤ او د ناامنۍ پېښې ډېرې کېدې، اوس د ناامنۍ دغه لړۍ په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل ‏شوو ضلعو سره په پوله پرتو بندوبستي سيمو ته غځېدلې ده.‏ د امنيتي چارو کارپوهان وايي، په زياترو قبايلي ضلعو کې د سله والو ضد پوځي عملیات شوي او دعوې شوي چې دغه سيمې له ورانکارو پاکې کړل شوي خو په دغو ‏سیمو کې څه نه څه د وانکارۍ فعاليتونه بيا هم پاتې شوي او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته وسله والو ډلو او په ځانګړي ډول تحریک طالبان ‏پاکستان ته ډاډ ترلاسه شوی دی.‏ د څيړونکو په وينا که چرې په صوبه او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ د مخنيوي دپاره کوټلي اقدامات ونه شي نو په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان ‏کې به بهرنۍ پانګونې هم اغېزمنيږي. ‏ په قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا صوبه کې په امنيتي چارو نظر لرونکي کارپوهان وايي، په صوبه کې ورګډو قبايلي ضلعو کې د وړاندې نه وسله وال ‏موجود وو، که څه هم د پوځي عملياتو سره یې زور يو څه کم شوی وو. خو د دوی په نظر په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره پاکستان کې په څه نا څه ‏شکل کې موجودو وسله والو ته نه يواځې ملاتړ ترلاسه شوی بلکې دوی د قبايلي ضلعو نه راپدېخوا هم د خپل فکر ملګري پېدا کړي او طريقه کار یې بدل ‏کړی دی.‏ د سیاسي چارو کارپوه خبريال فخر کاکاخېل وایي "مونږ دا ګورو چې کومې ښاریي دي په هغې کې د دوی هلې ځلې زياتې شوي ټانک ته وګوره بندوبستي علاقه ده، ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ‏مردان، بونیر، مونږ دا ګورو چې دا اوس ښاريز نوی جنګ شورو دی ". پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دلته د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان ‏دغه تورونه رد کړي دي.‏ پاکستان کې حکومتي او پوځي چارواکي وايي، د ترهګرۍ ملا یې د وړاندې نه ماته کړې اؤ د تل پاتې امنيت په ځای کولو پورې به د ترهګرۍ ضد مبارزه ‏جاري ساتي.‏ د کارپوهانو په خبره، قبايلي ضلعې د وړاندې نه د ناامنۍ څخه اغېزمنې او شاته پاتې وې، د وسله والو ضد پوځي عملياتو سره نورې اغېزمنې شوي او ‏اوس دغه لړۍ د پښتونخوا نورو سيمو ته غځېدلې ده.‏ د دوی په وينا، په صوبه کې د ناامنۍ د پېښو سېوا کېدو سره به نه يواځې د پښتونخوا مشکلات سېوا کيږي، بلکې په دې سيمه کې ناامني به د ملک ‏دپاره د تاوان سبب ګرځي.‏ د څيړنیزې خبري ادارې خراسان ډايرۍ غړی احسان ټیپو وایي"په داسو کې چې په چينايانو په ۲۰۲۱ کې حمله شوې وه نهه چينايان پکې مړه شوي وؤ له هغې وروسته چينايان محتاط شوي او پانګونې یې هم د يو وخت پورې ‏ودرولې وې، هر يو ملک چې تاته پانګونې راوړي او خپل کسان کار له راولي هغه کله هم نه غواړي چې کسان یې په هدف شي". پاکستان وايي نه يواځې وړاندې نه یې بهرنيو پانګه والو ته د امنیت زمينه برابره کړې بلکې د امنيت اوس یې د بهرنيو پانګونو ‏دپاره ځانګړی کمېشن هم جوړ کړی او د بهرنیو پانګه والو د امنيت دپاره نور کوټلي ګامونه پورته کوي.‏ د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېوؤ میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏ دغه اداره وایي د ‏‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

16.04.2024 ډیوه

د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د بره تللو وروسته نن ټيټ شوی دی

پېښور — د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د بره تللو وروسته نن 09. (اعشاریه صفر نهه) ټيټ شوی دی. د ونډو بازار په سهر کې 71زره پواینټس (درجې) لوړ شوی وو خو وروسته د ونډو خرڅ پېل کېدو له امله بازار په عمومي کچه په تاوان وتړل شو. د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو. د ونډو بازار کې سور رنګ د تاوان او شین رنګ د ګټې نښه وي. د ګل (دوشنبې) په ورځ د ونډو اېشیايي بازارونه په سور رنګ تړل شوي وو. څېړونکو د دې علت د ایران او اسرایل تر منځ تازه شخړې او د یادې جګړې د توکو په رسايۍ باندې ممکنه اغېز ښودلو. د جاپان، اسټرالیا او هانګ کانګ د ونډو بازارونه چې کله پرون وتړل شول نو د ونډو عمومي رنګ سور وو. نن د لندن بازار هم ټيټ پاتې شوی او دلته په امریکا کې د ورځپاڼو تر مخه، سوداګر د سیمې په سیاست ژور نظر لري. څېړونکي وایي نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره د پاکستان د کامیابو مذاکراتو اؤ د سعودي عرب له لوري پاکستان کې د 5 ډالرو سرمایه کارۍ په لړ کې د شوي پرمختګ له امله په مارکیټ د سرمایه کارانو باور پر ځای شوی دی اؤ له دې امله د پاکستان د ونډو بازار کې په چټکتیا سره نوي ریکارډونه جوړیږي. اقتصادپوه خبريال وکیل الرحمان وايي، د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د وروستي قسط خبرې قابو کامیابې شوي او بيا دوه د ‏نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان دپاره د پور د بل پروګرام په اړه هم بيان راغلی مطلب پاکستان ته یې مثبت ځواب ورکړی، ځکه د ونډو بازار په بره لاړو.‏ د وي او اې ډيوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې هغه ویلي، د ونډو بازار د اقتصادي ښه او بدو خبرونو سره ښکته بره کيږي اؤ دا مارکيټ مستقل په ځای نه ‏ودريږي "دا کله په بره ځي او کله په ښکته ځي" خو نوموړي ویلي، "د پاکستان د اقتصاد ټول انحصار په قرضونو باندې دی د هغې خپل څه بنيادونه نشته، که مونږ ووايو چې په ملک کې پېداوار سېوا ‏شو يا ښه والی راغلو، زمونږ ښه والی دا دی چې مونږ ته قرض راکولو ته يو ملک تيار شو، يوه اداره قرض راکولو ته تياره شوه دا زمونږ دپاره ډېره غټه خبره ‏ده".‏ هغه زیاته کړه، "که دې د پاکستان اقتصاد ښه کېدل وایې او که د پاکستان بدبختي ورته وايو چې مونږ قرض ته خوشاليږو، وړاندې هم په قرضونو روان او ‏اوس هم روان دی" د پاکستان وزیراعظم شبهاز شریف څو ورځې وړاندې ويلي وو، د ملک اوسنی اقتصادي حالت داسې دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه ‏پاکستان ته د يو ارب ‏نه زياتو ډالرو د پور قسط تر لاسه کیږي خو دا د ملک دپاره پوره نه دی او پاکستان له به د آی اېم اېف نه د پور بل پروګرام ترلاسه ‏کول وي.

16.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more