پاکستان له آی اېم اېف سره د پور په نوي پروګرام خبرې کړي، امريکې د پاکستان د هڅو ملاتړ کړی
د پاکستان د خزانې وزير د ګل/ دوشنبې په ورځ اې اېف پي ته ویلي، پاکستان د خپلو اقتصادي اصلاحاتو په پروګرام کې د مرستو دپاره د مالياتي ادارې آې اېم اېف سره د څو اربه ډالرو د قرض په تړون خبرې کړي دي.
امریکې هم د پاکستان د اقتصادي کاميابۍ دپاره د ملاتړ څرګندونه کړې ده.
د پاکستان د خزانې وزير اورنګزېب په واشنګټن کې اې اېف پي سره په مرکه ک ويلي، پاکستان د آی اېم اېف سره د څو کلونو دپاره د اربونو ډالرو د پور په نوي پروګرام خبرې اترې پيل کړي دي.
اورنګزېب ويلي، د مارکیټ اعتماد او د مارکیټ جذبه په دې مالي کال کې ډېره زيات په ښه شکل کې ده.
هغه زياته کړې، په دې اوونۍ کې، مونږ د فنډ سره د يو زيات پراخه پروګرام کې د شاملېدو خبرې اترې پيل کړي دي.
د آی اېم اېف يو ویاند ويلي، پاکستان سره د نهه مياشتو د پور پروګرام زر سر ته رسي، هغه اې اېف پي ته ويلي، د فنډ توجه په موجود سټېنډ بايي پروګرام پوره کېدو باندې ده.
هغه زياته کړې ده، نوي حکومت د پور په نوي پروګرام کې خوښي څرګنده کړې ده، او د آی اېم اېف عمله د نوي پروګرام په سر د خبرو اترو دپاره تياره ده.
بل لور ته امریکا ويلي، پاکستان د خپل اقتصاد په ښه کولو کې پرمختګ کړی دی او امریکا یې د قرضونو د بوجه د مخنيوي دپاره د هڅو ملاتړ کوي.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتهيوميلر په اوونيزه خبري غونډه کې د پاکستان د آی اېم اېف سره د پور د نوي پروګرام په حواله ويلي، امریکا د پاکستان حکومت هڅوي، چې د خپلو اقتصادي چېلنجونو د مخنيوي دپاره اقتصادي اصلاحاتو ته پاملرنه وکړي.
هغه ويلي، امریکا د پاکستان د اقتصادي کامیابي ملاتړ کوي.
اورنګزېب ويلي، دوی به لږ تر لږه د درېو کالو د پور د پروګرام خواست کوي، هغه زياته کړې، د مې د دويمې يا درېمې اوونۍ پورې به د خبرو کومه خاکه مخې ته راشي.
(د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي دي)
Forum