شاته

د پاکستان داخله وزارت: د چیف جسټس خلاف د پروپیګنډې له امله پاکستان کې ایکس رسنۍ تړل شوې

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په "ایکس" رسنۍ ځینو اکاونټونو نه د سپریم کورټ د چیف جسټس په ضد پروپېګنډه شوې وه اؤ ایکس ددغو اکاونټونو د تړلو په اړه د پاکستان خواست ته څه ځواب نه ؤ ویلی نو ځکه پاکستان کې دا ټولنیزه رسنۍ وتړل شوه .

پاکستان کې د ټولنېزې رسنۍ ایکس د تړل کېدو په اړه د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ د چهارشنبې یا د شورو په ورځ اسلام اباد هایکورټ کې جمع کړی اؤ ویلي یې دي چې حکومت سره د ایکس رسنۍ له تړلو پرته بله هیڅ لاره نه وه.

په پاکستان کې ایکس رسنۍ د 17مې فرورۍ راهسې تړل شوې ده اؤ ددې تړل کېدو په ضد اسلام اباد هایکورټ، سیند هایکورټ اؤ پېښور هایکورټ ته خواستونه شوي دي.

څېړونکي اؤ نړیوالې ادارې پاکستان کې د ایکس رسنۍ تړل کېدل د رایې څرګندولو د حق تروړلو په مانا عمل بولي اؤ وایي په سوشل میډیا د بندیزونو لګولو له لارې پاکستان کې د غیر جمهوري اؤ غیر قانوني اقداماتو نه د نړۍ مخه نه شي اړول کیدای.

د کورنیو چارو د وزارت له لوري عدالت کې جمع کړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې د ایف اي ای سایبر کرایم څانګې ایکس رسنۍ ته درخواست ورکړی ؤ چې له کومو اکاونټونو د چیف جسټس خلاف پروپېګنډه کیږي باید هغه وتړي خو وایي د ایکس مشرانو د خواست په خیال خاطر کې را نه وړو اؤ نه یې سایبر کرایم ته د شوي خواست څه ځواب ورکړو.

رپورټ کې ویل شوي چې په مرستې نه کولو ایکس رسنۍ په عارضي ډول پاکستان کې وتړل شوه اؤ پاکستان سره ددې له تړلو پرته بله لاره هم نه وه.

داخله وزارت ویلي چې د ایکس رسنۍ د تړلو امر یې د استخباراتي شبکو په خواست کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ کې د عدالت نه غوښتنه کړې ده چې د په ایکس د بندیز خلاف عدالت ته شوی خواست رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د ایکس خلاف عدالت ته عریضه کول د قانون اؤ حقایقو خلاف اؤ د نه اورېدو ده.

رپورټ کې ویل شوي چې ایکس رسنۍ نه خو پاکستان کې رجسټرډ ده اؤ نه د پاکستان د قوانینو عملي کولو د تړون برخه واله ده .

وایي د حکومت د حکمونو نه منلو له امله په ایکس رسنۍ باندې بندیز لګول ضروري وؤ.

په سیند هایکورټ کې هم په ایکس رسنۍ اؤ انټرنیټ د بندیزونو په اړه د خواست اورېدنه شوې اؤ د هایکورټ مشر قاضي ولي چې په قانون کې چرته هم دا خبره نشته چې د حساسو ادارو په رپورټونو دې د کورنیو چارو وزارت اقدام وکړي.

مشر قاضي ویلي "ځینې خلک داسې فکر کوي چې ګنې څه کوي هغه سم کوي، دومره طاقتوره یئ چې ملک چلوئ، خو د وړو وړو شیانو په تړلو تاسو څه ترلاسه کوئ،ټوله دنیا به په مونږ پسې خاندي".

درخواست کوونکې جبران ناصر عدالت ته ویلي چې کله پاکستان کې په اتمه فرورۍ د شوؤ ټاکنو نه وروسته د راولپنډۍ پخواني کمشنر ناصر چټه انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه ومنل نو له هغې وروسته ایکس رسنۍ تړل شوې ده.

سیند هایکورټ هم په یوه اوونۍ کې دننه د ایکس رسنۍ د تړلو د معقولې وجې عدالت ته د وړاندې کولو امر کړی دی.

پاکستان داخله وزارت د ايکس سروس د سمدستي بندولو دپاره د فرورۍ په 17مه پي ټي اې ته خط استولی وو، چې پکې تر راتلونکو احکاماتو پورې د ايکس د بند ساتلو ويل شوي وو.

قانونپوهان وایي معلوماتو ته لاسرسی د ملک د هر وګري ایيني حق دی او دا چې په ايکس بنديز د قانون خلاف ورزي ده.

د سپريم کورټ وکيل بابر خان يوسفزی وایي، دا د اظهار د ازادۍ خلاف ورزي ده. ښاغلي یوسفزي وي او اې ډیوه ته وویل:

"فېسبوک خلاص دی ټیک ټاک خلاص دی نور داسې چې په کوم باندې د نيوز سره تړلي مواد نه وي هغه ټول اپلکيشن خلاص دي او يواځې د ایکس خلاف داسې ايکشن کيږي چې لږ وخت له یې خلاص کړي او بيا يې بند کړي چې ټرېنډڼګ پرې نه کيږي او يا معلومات عوامو ته نه رسيږي".

د ګلوبل ډيجيټل انسایټ د کال 2023م د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې ‏‎72‎‏ ميلينه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وایي تر ټولو کم شمېر څلور ‏ميلينيه پکې اېکس يا ټويټر کاروي.‏

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00