پخواني سفارتکار: سپينه ماڼۍ او ايتلافيان دې د افغانستان د راتلونکې په اړه د طالبانو سره سنجيده خبرې وکړي
د امریکې پخوانيو سفارتکارو د نهې/ سه شنبې په ورځ د واشنګټن په وډرو ويلسن سنټر کې بحث کړی او په سپینه ماڼۍ يې غږ کړی چې د طالبانو سره سنجيده خبرې پکار دي، چې ورته وويل شي چې څنګه دوی غواړي په دغه ډول ملک نه شي چلېدی.
د طالبانو له اړخه د ځانمرګو بریدګرو ستاینه او په وړاندې یې غبرګونونه
طالبانو، چې د کابل په انټرکانټیننټل هوټل باندې یې پخوا کلونو کې ډله ییزه ځانمرګې حملې کړې وې، په همدې هوټل کې یې د خپلو ځانمرګو بریدګرو د ستاینې دستوره جوړه کړه او د هغو وارثینو سره یې نغدي مرستې وکړې.
امریکا: د افغانستان بلینونه ډالره پیسې به همداسې منجمدې پاته وي
امریکا او نور غربي ملکونه اوس حېران دي چې څه طریقه کار پیدا کړي کوم کې چې دوی طالبانو ته قانوني حیثیت ورنکړي، مګر د هغو سره رابطې کې شي او دا یقیني کړي چې افغانانو ته بشري مرستې ورسیږي.
پاکستان وايي سمندري پوځ یې د هندوستان د ابدوز مخه نیولي وه
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار په خپل بیان کې وویل دا دریم ځل دی چې د پاکستان نېوي (سمندري پوځ) د اوږدې فاصلې پورې څارنه کوونکي هوايي جهاز د هندوستان د سمندري پوځ ابدزو معلوم کړی دی
یونېسېف وايي افغانستان ته یې د اسهال د علاج دپاره طبي امداد لېږلی
یونېسېف افغانستان ته په بېړنۍ توګه د اسهال د مخنیوي دپاره د امداد لېږلو خبره په داسې حال کې کړې ده چې نړیوالې ټولنې خبرداری کړي چې که چېرې افغانستان سره مرستې ونشي نو په هېواد کې به اقتصادي او انساني بحران پېدا شي
دایف ای ټي ایف راتلونکې غونډه،ایا دپاکستان نوم به دخړ فهرست څخه اوځي؟
په نړیواله کچه د پیسو دغیرقانونې لین دین او دترهګرې د مالې مرستو د مخنیوي دڅار د ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس ایف ای ټي ایف درې ورځنۍ غونډه د اکتوبر د ۲۰مې نیټې څخه د فرانس پیرس ښار کې شورو کیدونکې ده.
نړۍ به دپاکستان اؤ طالبانو په غوښتنه دافغانستان کنګل شوې پنګې ایله کړي؟
دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي که نړيوالې ورورلۍ د افغانستان کنګل اثاثي بحال نه کړې نو دغه هيواد د معاشي تباهۍ سره مخ کيدای شي.
امریکا په ماسکو کې د افغانستان په موضوع غونډه کې شرکت نه کوي
د رویټرز خبري ادارې ترمخه لاو رو وویل طالبانو یو شمېر لوظونه کړي دي چې پکې په خصوصي توګه داسیاسي لوظ هم شامل دی چې په خپل حکومت کې به نورو قومونو ته نمایندګي ورکوي او ټول شموله حکومت به جوړوي
دپاکستان حکومت ته دګني دفصل ختمولو اؤ دچینو دملونو تړلو وړاندیز شوی
د پاکستان پبلک اکاونټس کمیټۍ مرکزي حکومت ته وړاندیز کړی چې باید پاکستان نور چیني د بهر نه راغواړي او هڅه دې وکړي چې په ملکي کچه د ګني کرونده ختمه اؤ دچېنو کارخانې بندې کړي.
افغان مدني فعالانو دجینکو دتعلیم په اړه دملالې یوسفزۍ غږ بدرګه کړی
د بشري حقونو لپاره کارکوونکي د ملاله يوسفزۍ لخوا طالبانو نه دجینکو د مکتبونو دخلاصولو دغوښتنې ستاینه کوي او وايي که چېري د جونو تعليم نور هم د ځنډ ښکار کېږي نو دې سره د جينکو په مستقبل بدې اغېزې کیږي اؤ ټولنیز ژوند هم ورسره داغېزو لاندې راتلی شي.
اسلام اباد: امریکايي استازې د پاکستان د پوځ د مشر سره ليدلي
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په پاکستان کې د امريکا د استازې انجېلا اېګلر سره په ليدنه کې ويلي پاکستان د امریکا سره تل پاتې اړيکې لرل غواړي.
د پاکستان پوځي مشرتابه ته د افغانستان په اړه احوال تير کړی شوی
د پاکستان د پوځي مشرانو ته د استخباراتي ادارې (انټر سروسز انټيليجنس ايجنس، ايي اېس ايي) مشر په ملک کې د امنيت او افغانستان په اړه احوال تير کړی دی.
د غلام خان په پوله دې اسانتياوې برابر کړی شي، سوداګر وايي
د افغانستان سره د شمالي وزيرستان د سوداګرۍ په پوله غلام خان بندر سوداګر شکايت کوي چې په دغه پوله دې سوداګرو ته اسانتياوې برابر کړی شي، ځکه چې د اسانتياو د نشتوالي له امله دوی د غټو ستونزو او تاوان سره مخ کيږي.
خليلزاد د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده، دا په داسې حال کې چې د امریکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو دوه مياشتې لا نه دي پوره شوي.
د امریکې د بهرنيو چارو پخوانی وزير کولن پاول مړ شوی
د امریکې پخوانی لومړی تور پوستی د بهرنيو چارو وزير او د ګډو ځواکونو مشر جنرل کولن پاول د 84 کلونو په عمر کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرونا له امله مړ شوی دی.