شیخ رشید:دتحریک لبیک په غوښتنه دفرانس سفیر له هیواده نه شو ویستلی
دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد وایي دناچله تنظیم تحریک لبیک په غوښتنه حکومت دفرانس سفیر له هیواده نه شي ویستلی.
د خېبرپښتونخوا حکومت په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو کولو اعلان وکړو
د خېبر پښتونخوا حکومت اعلان وکړو په راتلونکې دسمبر او بيا د راتلونکي کال 2022 د مارچ په مياشت کې به په صوبه کې په مرحله واره توګه بلدياتی يا د مقامي حکومتونو انتخابات وکړي.
مردان: وزيراعظم ته په ښېرو کولو د يو تن پرضد مقدمه درج کړی شوې
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د يو تن پرضد د اسپيکر د غېر قانونه استعمال د مادې مقدمه درج شوې چې دغه تن د جومات په اسپيکر کې اعلان کړی چې په کورونو کې دې ښځې او نور ټول خلک د نمانځه نه پس ښېرې وکړي چې د وزيراعظم عمران خان نه خلاص شي ځکه چې په ملک کې يې ګراني جوړه کړې ده.
پېښور: پولیس ويلي د داعش درې ترهګر يې وژلي
د خېبرپښتونخوا د پېښور د سي ټي ډي پوليسو ويلي، د استخباراتي مالوماتو په اساس يې عملیات کړي او د داعش درې ترهګر يې وژلي دي.
افغان څارنوالان اندېښمن دي چې پخواني طالب قېدیان به ترې بدل اخلي
طالبانو د اګست په مياشت د افغانستان د نيولو وروسته د عام معافۍ اعلان کړی ، خو د بشري حقونو ډلې وايي طالبان د عدالت نه پرته د تېر حکومت چارواکو په وژنه کې ککړ دي
پښتو سره مینې په حاجي اسلم څلور زره زړې سندرې تاریخ ته خوندې کړې
دهغه په وینا دا سندرې د نولس سوه دویم نه شروع شوې دي او تر ۱۹۳۴م کې چې کله دلته بجلي راغله د هاغه وخت سندرې پکې هم شاملې دي.
په پارلېمنټ کې د قبایلي ضلعو څوکۍ زیاتوولو دپاره د قانون مسوده منظوره شوه
په مجوزه قانون کې د قباېلې ضلعو د قامي اسمبلۍ لپاره څوکې د شپږ پر ځای نهو ته او د صوباې اسمبلۍ چوکې د ١٦ پر ځای ٢٠ ته رسوولو وړاندېز شوی دی
ایا دعمران خان وینا کې دمدینې د ریاست اؤ "ښه جنرال"مثالونه دپاکستان پوځ ته اورؤنې لپاره وؤ؟
د وزير اعظم عمران خان وايي د مدينې رياست کې به د قانون واکدارۍ او وړتیا ته لومړيتوب ورکول کيدو او هغه به هم تل پاکستان کې د قانون د سرلوړۍ لپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي.
ډونلډ ارمین بلوم پاکستان دپاره امریکایي سفیر نومول شوی
دامریکې صدر جوبایډن دپاکستان دپاره ډونلډ ارمین بلوم سفیر نومولی څوک چې دا مهال تیونس کې دامریکایي سفیر په توګه خپل خدمات ترسره کوي.
روس په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د غونډې د پرانېستلو په موقع د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو وویل په افغانستان کې د ثبات دپاره یو داسې ټول شموله حکومت ضروري دی چې پکې نه یوازې د ټولو قومونو بلکې د ملک د ټولو سیاسي قوتونو د مفاداتو عکاسي شوي وي
دبلوچستان د وزير اعلا جام کمال پرضد نن دبې باورۍ تحريک وړاندې کيږي
دا تحريک به د بلوچستان عوامي ګوند د مرورو حکومتي غړو له لوري د خپل ګوندي ملګري جام کمال پر ضد وړاندې کېږي چې د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوندونو ۲۴ غړو هم ددې تحريک ملاټر اعلان کړی دی۔
د روسیې ننۍ غونډه کې طالبان څه ترلاسه کولی شي؟
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ویلي چې روس، چين او پاکستان افغانستان ته دمالي مرستو ورکولو تابیا لري خو وايي د طالبانو حکومت په رسميت پېژندو ته لا تیار نه دي.
خېبر پښتونخوا کې داتلسو کالو نه زیاتو نیمایي کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوي
د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جهګړا ويلي په صوبه کې پنځوس فيصده د اتلسو کالو نه د زيات عمر تنانو ته کرونا ضد ويکسين لګول شوي په دې کې پينځه اعشاريه اووه يعني ۲۹ فيصده تنانو ته د ويکسين دواړه ډوزونه لګول شوي دي۔
د چمن د پولې پرانستو په سر خبرې روانې شوي
د افغانستان سره د چمن د پولې پرانستو په سر خبرو دپاره د بلوچستان حکومت يوه کميټې د چمن پولې ته رسېدلې او سرچيني وايي دغه کميټي به د افغان طالبانو د چارواکو سره خبرې کوي.
خليلزاد: افغانان مخې ته سترې ننګونې لري
د افغانستان د روغې جوړې د عمل دپاره د امریکا ځانګړي استازي د خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو ترڅنګ ويلي، "امریکايي ځواکونه وتلي، او د متحدو ایالتونو لپاره جګړه ختمه شوې ده، خو دا وروستی څپرکی ندی. د اقتصاد او امنیت په ګډون، افغانان مخې ته سترې ننګونې لري".