د ای پي اېس ماشومانو د مېندو او پلرونو پوښتنو ته به ځواب څوک وايي؟ د عمران خان د مخالفینو پوښتنه
د پيپلز ګوند بهره مند تنګي د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل چې د آرمي پبلېک سکول د بچو د مېندو او پلرونو سوالونو ته به ځواب څوک ورکوي؟
که طالبان د بجلۍ پیسې ورنکړي، کابل به توره تیاره شي – والسټریټ جرنل
طالبانو د مرکزي ایشیا ملکونو ته د بجلۍ پیسې ندي ورکړي، د طالبانو حکومت، حکومتي کارکوونکو ته تنخواګانې هم ندي ورکړي او بل پلو بنکي سیسټمونه هم سم فعاله ندي. دا وېره شته چې ښایي ژمي کې کابل د بجلۍ نه محرومه شي.
څېړونکي: پاکستان او نور ګاونډي ملکونه دې طالبان ټول شموله حکومت جوړولو ته اماده کړي
څېړونکي وايي د امريکې سېنېټران دا ګڼي چې د افغانستان په معاملاتو او ټول شموله حکومت نه جوړېدو کې پاکستان لاس لري ځکه يې په سينټ کې د پاکستان پرضد قانوني مسوده جمع کړې چې له امله يې پاکستان د ستونزو سره مخامخ کېدلی شي
طالبان وايي په کابل کې یې د داعش یوه ډله تباه کړې ده
رویټرز وویل د دې نه وړاندې د کابل دغې برخې اوسېدونکو په خپله علاقه کې د جګړې خبر ورکړی و او رویټزر ته یې وویل چې د شپې ناوخته په سیمه کې چاودنې او ډزې اورېدلی شوې
د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان او افغانستان سوداګري راکمه شوې ده، سوداګر وايي
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي په افغانستان کې چې طالبان په واک کې راغلي دي، د پاکستان نه افغانستان ته سوداګري ډېره راکمه شوې ده او که د دواړو هېوادونو په کچه دې ته پام ونه کړی شو دا سوداګري به نوره راکمه شي.
شمالي وزیرستان: په بريد کې پاکستانی پوځي سرتيری وژل شوی
د پاکستان پوځ ویلي، په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې په يو ترهګر بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی دی.
په پېنډورا پېپرز کې پاکستاني سياستوال، پخواني پوځي جرنېلان او کاروباریان
انټرنیشنل کنسورشیم اف انویسټیګیټو جرنلسټس (ايي سي ايي جی) د لوی نړیوال پلټنو پنډورا پیپرز په نوم پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي چې پکې د 700 پاکستانيانو نومونه هم شامل دي، په دغو کې سياستوال، پخواني پوځي جرنېلان او هغه کاروباریان دي چې په بهرنيو هېوادونو کې يې اف شور کمپنۍ جوړې کړي دي.
کابل: د جومات مخې ته په چاودنه کې پينځه تنه وژل شوي
په کابل کې پرون د اتوار/ یکشنبې په ورځ د جومات مخې ته په شوې چاودنه کې لږ تر لږه پينځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي، دغه چاودنه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې د مراسمو په مهال شوې ده.
ټایوان ته نږدې د چین د جنګي جهازونو پروازونه او د امریکا خبرداری
د امریکا خارجه وزارت خبرداری ورکړی چې ټایوان ته څېرمه د چین پوځي کاروایانې، د غلط حساب خطره د ځانه سره درلودلی شي او د خطې امن و استحکام ته نقصان رسوي.
پېنډورا پېپرز: عمران خان په کرپشن کې د ککړو پاکستانیانو د نومونو د خورېدو ملاتړ وکړ
د تحقیقاتي جرنلیزم یوې ادارې، د نړۍ د ۹۱ هیوانو او سیمو ۳۵ اوسنې او پخوانې مشرانو، ۳۳۰ سیاست مدارانو او عوامي نمائندګانو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې په کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي او دې کې د عمران خان د ګوند غړو نومونه هم شته.
کابل کې د طالبانو د ویاند د مور په فاتحې مراسمو، خونړۍ چاودنه شوې ده
یو طالب جنګیالي ویلي، ښکارېدله بریدکوونکي، دوه ځانمرګي ول چې یو یې مړ شو او بل یې چې د تېښتې کوشش کاوه، ونیول شو.
افغان کډوال چې بيرته وطن ته ستنيږي وايي د چمن په پوله ځورول کیږي
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې اوس بيرته خپل وطن ته ستنیږي تور لګوي چې د چمن په پوله يې پاکستان چارواکي ځوروي. دغه کډوال چې د کورو سامانونه ورسره دي د پاکستان د کوټې، پشين او کراچۍ څخه بيرته روان دي.
پاکستان: د طالبانو بریدونه سېوا کېدل په قبايلي سيمو کې د دوی د منظم شتون څرګندونه کوي، څيړونکي
د پاکستان پوځ وايي تیره ورځ په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان او یو پولیس سرتیرې وژل شوي دي چې ذمه واري یې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې (ټي ټي پي) په غاړه اخستې ده.
پېښور: داعش د ستنام سينګ د وژنې زمه واري منلې
د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د وژل شوي سيک ستنام سينګ د پېښې زمه واري داعش ډلې منلې او سيکان وايي دغه پېښې اندېښمن کړي او په سيک ټولنه کې يې ویره خوره کړې ده.
تير ته په کتو د طالبانو سره د پاکستان د روغې جوړې تړون ګران دی، څيړونکي وايي
د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، په ماضي کې چې د پاکستان او تحریک طالبان ترمنځ څومرې معاهدې شوي دي د هغې کومې ګټورې نتیجې مخې ته نه دي راغلي معاهدې شوي او وروسته ماتې شوي او بيا پوځي عملیات شوي دي.