شاته

اسلام اباد: امریکايي استازې د پاکستان د پوځ د مشر سره ليدلي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په پاکستان کې د امريکا د استازې انجېلا اېګلر سره په ليدنه کې ويلي پاکستان د امریکا سره تل پاتې اړيکې لرل غواړي.

د پاکستان پوځ ويلي چې دواړه مشرانو د دوه اړخیزه همکارۍ ترڅنګ د افغانستان په اوسنۍ امنیتي وضعه او ددغه هيواد سره د انساني امداد په چارو خبرې کړي دي.

دا ليدنه پداسې وخت کې شوې چې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې ترینګلې شوي او د پاکستان دننه هم د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر په ټاکنه هم د حکومت او پوځ ترمنځ جنجال پېدا شوی دی.

د پاکستان پوځ ويلي چې دواړه مشرانو د خپل مينځه دلچسپۍ د چارو په ګډون د افغانستان په اوسنۍ امينتي وضعه او د پاکستان او امریکا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ خبرې کړي دي.

پوځ د جنرل قمر جاوید باجوه د خلې ويلي، پاکستان غواړي چې د امريکا سره د دوه اړخیزه اړيکو روايت پرځاې وساتي او دا يې هم تکرار کړې چې د امريکا سره تل پاتې اړيکې ولري.

جنرل باجوه په پاکستان کې د امریکا ناظم الامور اېنجلا اېګلر سره خپل ملاقات کې د افغانستان دننه د انساني بحران د مخنیوي لپاره د نړیوالې همغږۍ په ضرورت تينګار کړی او د افغانستان د اقتصادي ترقۍ دپاره ې د مربوطو هلو ځلو وېنا کړې ده.

د پوځ په بېان کې وېل شوي چې د امريکا چارج دې افېرز اېنجلا اېګلر د افغانستان د وضعیت په لړ کې د پاکستان کردار او د سيمه ايز ثبات لپاره يې د د پاکستان هڅې ستايلي او ويلي يې دي د پاکستان سره به په ټولو څانګو کې سفارتي همکارۍ ته وده ورکوي.

امریکایي استازې د دې ترڅنګ د پاکستان د قامي سلامتيا د چارو مشير معيد يوسف سره هم ليدلي او د نېشنل سيکورټي ډوېژن له خوا جاري شوي بېان کې ويلي شوي چې دواړو خواو د افغانستان په هکله د همکارۍ په جاري ساتلو موافقه کړې ده.

له دې دوه ورځې وړاندې اېنجلا اېګلر د حکومت مخالف لوې سياسي ګوند مسلم لیګ ن د صدر شهباز شريف او د ګوند مرستیال مشرې مريم نواز شریف سره جلا جلا ليدنې کړې وې.

د امریکا ناظم الامور دا ملاقات پداسي حال کې کړی چې په افغانستان کې د شل کلن جمهوري حکومت د سقوط او په افغانستان د طالبانو د واک وروسته د امريکا او پاکستان د بې باورۍ ډکې اړيکې هم ترينګلې شوي دي او د پاکستان دننه هم د هېواد د استخباراتي ادارې اي اېس اي د مشر په ټاکنه د سول حکومت او پوځ ترمنځ راغلې جنجال هم لا نه دی هوار شوی چې څېړونکي يې د حکومت او پوځ ترمنځ د اختلافاتو په معنا اخلي.

د پېښور پوهنتون د نړيوال اړيکو د څانګې استاد او د بهرنیو چارو شنونکي ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د پاکستان کورنی او بهرنی سياست د يو بل سره تړلي دي.

هغه وايي د هېواد کورني حالاتو اثرات په بهرنې تګلاره هم غورزېږي او امریکا پوهېږي چې په پاکستان کې پاليسيانې څوک جوړوي.

نوموړي وويل، زما په اند امریکا په پاکستان کې په راتلونکي بدلون کې هم دلچسپي لري او ګڼي چې په پاکستان کې دې داسې حکومت جوړ شي چې امريکا څه غواړي هغه شان وشي.او چې په افغانستان کې دا اوس څه روان دي هغه دې هم په پام کې وساتل شي.

په سملاسي ډول امریکا ته په افغانستان کې د پاکستان همکاري او مدد پکار دی.

امریکا په افغانستان کې ټول شموله حکومت، د بشري حقونو درناوې غواړي او زما په فکر امریکا دا سوچ کوي که پاکستان په طالبانو خپل اثر وکاروي نو دې سره به په امريکايي حکومت د کور دننه هم فشار کم شي.

اخوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم په نړيواله ټولنه ټينګار کړی چې د افغانستان نوي انتظاميې سره دې مثبتې اړيکې ولري او د افغانستان تړل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي او ددغه هېواد لپاره دې په فورى توګه انساني امداد بحال کړي.

دا غوښتنه هغه په پاکستان د جاپان د سفير سره په ليدنه کړې ده.

امریکا او نړیواله ټولنه په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه هم لګوى خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي هغه په افغانستان کې امن استحکام غواړي.