شاته

دایف ای ټي ایف راتلونکې غونډه،ایا دپاکستان نوم به دخړ فهرست څخه اوځي؟

په نړیواله کچه د پیسو دغیرقانونې لین دین او دترهګرې د مالې مرستو د مخنیوي دڅار د ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس ایف ای ټي ایف درې ورځنۍ غونډه د اکتوبر د ۲۰مې نیټې څخه د فرانس پیرس ښار کې شورو کیدونکې ده.

څېړونکي وایي پاکستان دپاره ددغه غونډې ارزښت په دې هم ډیر زیات دی چې په دغه غونډه کې به پاکستان کې دغیرقانونې پیسو دلین دین او دترهګرۍ د مالې مرستو په څانګو کې د کیدونکي پرمختګ جاج اخستل کیږي.

ددغه جاج یا ارزؤنې په اساس به پریکړه کیږې چې د پاکستان نوم د څه نورې مودې د پاره په خړ نوملړ کې وساتل شي او که نه؟

د پاکستان نوم دکال ۲۰۱۸م د جون په میاشت کې د ایف ای ټی ایف په خړنوملړ کې اچول شوې ؤ.

پاکستان د ایف ای ټي ایف له اړخه د ورکړل شوي ۲۷نکته ییز ایکشن پلان څخه تر اوسه پر ۲۶ نکتو عمل کړی دی.

ایف ای ټي ایف ټینګار کوي چې پاکستان ته به پر ټولو ټکو یا نکتو په بشپړه توګه عمل کول وي.

دڅېړونکو په اند دا مهال نړۍ ته دا باور ورکول ګران دي چې په پاکستان کې د بندیزونو سره دمخ تنظیمونو او کسانو په ضد عملیات روان دي.

مشر جرنالسټ او اقتصاد پوهه فدا حسین وایي که چرې د پاکستان حالاتو ته وګورو نو هغه تنظیمونه چې مخکې به ډیر فعاله وؤ او اوس ښکاره هغه تنظیمونه ډیر فعاله نه دي،چې د یوه پرمختګ په توګه ورته کتلی شي.

خو دهغه په وینا اندیښنې اوس هم شته چې پر دغه تنظیمونو به بندیزونه په مستقل ډول وي او که له څه مودې وروسته به بېرته لرې کړل شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي پاکستان به اوس هم دفشار لاندې ساتل کیږې ولې چې امریکا او نړیوال هیوادونه افغانستان کې دموجودو ترهګرو ډلو په اړه اندیښنې لري.

هغه وایي امریکا اؤ نړیوال طاقتونه به غواړي چې ددغو ترهګرو ډلو په ضد دګامونه پورته کولو او د کوم بل هیواد په ضد د افغانستان د مزکې کارولو ته نه پریښودلو دپاره پر افغان طالبانو فشار اچولو کې هم پاکستان خپل واضح کردار ولوبوي.

جرمن ټیلي ویژن ډي ډبلیو د سرچینو د خولې وایي د ایف ای ټی ایف له اړخه د پاکستان نوم د نورو څلورو میاشتو دپاره په خړ نوملړ کې پاته کیدای شي او د پاکستان د درجې د بدلولو پریکړه په راتلونکې غونډه کې کیدای شي چې د راتلونکې کال ۲۰۲۲ په اپریل کې به کیږي.

پاکستان دا مهال د ایف ای ټي ایف او د ایشیا پیسیفک ګروپ دواړو د څارنې سره مخ دی.

د ایف ای ټي ایف د جون په غونډه کې ویل شوي وؤ چې پاکستان دې ثابته کړي چې د ترهګرو دمالي مرستو په مقدمو کې دپلټنو او سزا ورکولو عمل روڼ انده دی او دا چې دپاکستان حکومت دې د ملګرو ملتونو له اړخه د ناچله ګرځولو شوؤ ترهګرو ډلو او کسانو په ضد عملیات وکړي.

د پاکستانې چارواکو وینا ده چې دغیرقانونې پیسو دلین دین او دترهګرۍ په ضد یې نه یوازې قانون سازي کړې ده بلکې پر دې عمل هم روان دی.

پاکستان دعوه لري چې دکالعدم تنظیمونو داثاثو کنګل کولو سره سره یې ددې سره دتړلو خلکو دفعالیتونو د مخنیوې دپاره یې هم ګامونه پورته کړي دي او په دې لړ کې د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید په شمول یو شمیر کسان نیول شوي هم دي.