ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل کې د کرونا ویروس پېښو زیاتوالی؛ تېره یوه اونۍ کې ۵ کسان مړه شوي

په کابل کې د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو سره د کوېډ۱۹ ناروغانو شمېر زیات شوی او یوازې په تېره یوه اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي. د دې روغتون سر طبیب ډاکتر طارق اکبر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یوازې په تېره اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي. اکبر وویل: "د هوا په سړېدو سره افغان جاپان روغتون ته د مراجعینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. اوسمهال موږ په بستر کې ۴۰ ناروغان لرو چې ډېری یې شدیدې نښې نښاني لري او په ټوله کې مراجعین د تېرې اونۍ په پرتله زیات شوي." نوموړی دغه شان وايي، تېره اونۍ د بستر شویو ناروغانو شمېر ۲۸ کسان و چې روانه اونۍ ۴۰ ته پورته شوی دی. د هغه په وینا، وروسته له هغې چې د روغتیا نړیوال سازمان له دوی سره تړون لغوه کړی د دې روغتون کارکوونکو له تېرو دوه میاشتو راهیسې له معاش پرته د ناروغانو درملنه کړې او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د افغان جاپان روغتون د ډاکترانو مشر زیاتوي، اوسمهال په روغتون کې له شته امکاناتو د ناروغانو د درمنلې لپاره کار اخیستل کېږي، خو په خبره یې، د پېښو زیاتېدو ته په کتو سره دغه امکانات بسنه نه کوي او باید زیاته پاملرنه وشي. په ورته وخت کې بیا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له یوې خوا موسومي ناروغۍ او د کرونا پېښو زیاتی شوي او له بلې خوا خلک روغتیايي سپارښتونو ته پام نه کوي. فیصل د کابل ښار اوسېدونکي دی. هغه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ورځو کې د کورنیو ترمنځ د موسمي ناروغي پېښې زیاتې شوي، هیڅ څوک روغتیايي سپارښتنې نه مراعت کوي، له ماسک نه استفاده نه کوي، ممکن همدغه لامل شوی وي چې د خلکو په منځ کې د کرونا پېښې زیاتې شي." د کابل ښار بل اوسېدونکي محمد کریم بیا پر طالبانو نیوکه کوي وايي چې دوی د عامه پوهاوي لپاره هېڅ پروګرام نه لري. هغه وویل: "ډېری خلک په دې ورځو کې تبه، ټوخی او ځان درد لري. د تېر په څېر خلک روغتیايي سپارښتنې هم په پام کې نه نیسي او دولت هم په دې برخه کې د عامه پوهاوي په برخه کوم پروګرام نه لري." د کرونا پېښو د زیاتېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې سږ کال خلک د اقتصادي ستونزو له امله لکه په تېرو کلونو کې د خپلو ناروغانو د درمنلې توان هم نه لري. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یي ویلي و چې د کرونا ناروغانو د ژغورنې لپاره دوی خپل وقایوي پروګرامونه جاري ساتلي او په ورځني ډول له ۷ زرو تر ۸ زرو پورې کسانو ته په افغانستان کې واکسین کېږي. ډاکتران سپارښتنه کوي چې خلک باید له کرونا ویروس نه د ځان ژغورنې لپاره ټولنیز واټن په نظر کې ونیسي، لاسونه دې په صابون او پاکو اوبو پرېمينځي، په عامه ځایونو کې دې له ماسک نه استفاده وکړي او که د کرونا ویروس نښې، نښانې ولري نږدې روغتیايي مرکز ته دې مراجعه وکړي.

28.11.2022 ازادي راډیو

يو شمېر افغان مېرمنې: د غږ پورته کولو حق راڅخه اخيستل شوی دی

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې دا مهال په افغانستان کې دي وايي، ورځ تر بلې په کور دننه د افغان نجونو او ښځو لپاره د عدالت غوښتنې غږونه مخ په ټپېدو دي. دوی چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، څو ځل سړکونو او واټونو ته راوتي او د نجونو او ښځو لپاره یې د زده‌کړو، کار او برابرۍ لپاره غږ پورته کړ وايي، اوس تر دې کچې تر فشار لاندې دي چې له کوره د وتلو حق هم ترې اخيستل شوی. د ښځو د حقونو یوه فعاله، چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل: "له کله چې طالبان معترضې مېرمنې نیسي او زنداني کوي یې، نور هیڅ مېرمنې حاضرې شوې نه‌دي چې له کوره ووځي او د ښځو لپاره عدالت وغواړي. اوس یوازې په ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کېږي، خو نور څوک داسې جرات نه‌شي کولای چې له کوره ووځي. زموږ د ډېرو کورنۍ موږ ته اجازه نه راکوي چې له کوره ووځو او عدالت وغواړو." د ښځو د حقونو یوه بله فعاله چې دا هم نه‌غواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي هم وايي، طالبان هغه نجونې او ښځې ځپي چې د ښځو لپاره یې حق غواړي. نوموړې وايي: "د افغانستان شرایط داسې شوي چې موږ نه‌شو کولای په لوړ غږ خپل حق وغواړو. هر چا چې غږ پورته کړی ځپل شوي. تاسې شاهدان یاست چې د مېرمن یعقوبي او نورو ښځو په څېر چې غږ یې پورته کړ، اوسني حکومت یوړې او اوس هم ورسره زنداني دي او معلومه نه‌ده چې چېرې دي." طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په ځلونو هغه معترضې نجونې او ښځې نیولي چې د ښځو لپاره یې د زده‌کړو، کار او برابرۍ غوښتنه کوله. له دوی ظریفه یعقوبي، د هغې خور او عالیه عزیزي، اوس هم د طالبانو په بند کې دي، خو د تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم‌خېل، نیلوفر یازان او نږدې ۲۰ نورې نجونې او ښځې د طالبانو له‌خوا د ضمانت په بدل کې ازادې شوې. یادو معترضو نجونې او ښځې وايي، د دوی د اعتراض او لاریونونو یوازینۍ موخه د افغان نجونو او ښځو لپاره د دوی د بنسټیزو حقونه غوښتل دي. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې نجونو او ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړل شوي دي. نوموړی وايي: "ټول بشر د غرب له عینکو لیدل بې انصافي ده، اسلامي نړۍ د حقونو په اړه ځانګړی تعریف لري او بیا افغانستان چې دلته د اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره لویه مبارزه شوې ده. دلته باید خلک حقوق د اسلام له زاویې مطالعه او له موږ یې غوښتنه وکړي." ښاغلی مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د ښځو زده‌کړه او کار روزګار په اسلام کې منع شوی نه‌دی، خو طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې له څو محدودو دولتي ادارو پرته، نورو ټولو کې نجونې او ښځې له کاره لېرې کړي دي. دغه شان ګڼ نور محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي. په افغانستان کې دننه د نجونو او ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په اړه خاموشي داسې مهال ده چې پرون بیا په لندن او کاناډا د افغان ښځو په ملاتړ پراخ لاریونونه وشول. په لندن کې بیا د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ هم یوه لاریون کې ګډون وکړ او و ویې ویل، د نړۍ مشران باید غلي پاتې نه‌ شي او د افغان نجونو او ښځو غږ واوري او ډېر څه ورته وکړي. په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت له خوا لګېدلې محدودیتونه وخت په وخت د نړیوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو له چارواکو له خوا هم غندل شوي او ورته غبرګون ښودل شوی.

28.11.2022 ازادي راډیو

بيولوژي؛ د حجرې وېش څه وخت او څه ډول کېږي؟

په دې درسي ساعت کې لومړی د اووم ټولګي په بیولوژي کې د حجرې وېش تشریح کېږي. د حجرې د وېش په برخه کې به دا واور چې حجره څه وخت او په څه ډول سره وېشل کېږي؟ د اتم ټولګي په بیولوژي کې نباتي برخه او د نباتاتو عالم بیانیږي. له ښوونکي به واورو چې د نباتاتو عالم له شنو موجوداتو جوړ دی، خو دا چې څو حجروي دی او له نورو عالمانو سره یې څنګه توپیر وکړو؟ د نهم ټولګي په بیولوژي کې به هم د انسان تنفسي سیستم بیان شي. د بيولوژي درسي ساعت د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.11.2022 ازادي راډیو

درسي ساعت؛ د افغانستان جغرافيايي موقعيت

د اووم ټولګي په دې درسي ساعت کې به ښوونکی موږ ته د افغانستان جغرافیایي موقعیت بیان کړی. د اتم ټولګي په جغرافیه کې د اروپا اقلیم لولو، د اروپا د اقلیم په برخه کې نننی درس تر ډېره د اروپا پر سمندر، سیندونو او جهیلونو ورټول دی. د نهم ټولګی په دې درسي ساعت کې د سویز کانال در پېژندل کېږي او دا به ولولو چې دا کانال د چا په نوښت جوړ شو او په دې ستره اقتصادي او سوداګریزه پروژه کې کوم هېوادونه شامل وو؟ د جغرافيه مضمون درسي ساعت د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:  

28.11.2022 ازادي راډیو

کيميا؛ حرارت او کثافت څه ته ويل کېږي؟

په دغه درسي ساعت کې د اوم ټولګي کيميا د حرارت او کثافت په اړه بحث کېږي. ښوونکی به موږ ته و وايي چې ولې د حرارت ورکولو په نتيجه کې د يوه جسم حجم غټېږي او برعکس کثافت يې کمېږي؟ د اتم ټولګي زده‌کوونکو ته د يو لړ فورمولونو په کارولو سره د حرارت بحث خپرېږي. د نهم ټولګي زده‌کوونکو لپاره الکان او سايکلو الکان تشريح کېږي. له ښوونکي څخه يې اورو چې الکان په کيميا کې د ميتان په سلسلې پورې يادېږي او په يوه مختصره يا لنډ توري يادېږي. د کيميا درسي ساعت خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.11.2022 ازادي راډیو

تاريخ؛ د ابراهيم عليه السلام ژوند او ور سپارل شوی مسؤليت

د اووم ټولګي درسي ساعت کې د ابراهیم «ع» ژوند او ده ته د خدایي ورسپارل شوي مسؤلیت د پر ځای کولو په برخه کې د هغه تاریخي هڅې لولو. د اتم ټولګي تاریخ کې به د هارون رشید د حکومت کولو او رهبرۍ تاریخي پېښې بیان شي. په نهم ټولګي کې به د احمدشاهي تاریخ په دوام به په دې درسي ساعت کې د احمدشاه ابدالي مهمې پرېکړې واورو او ښوونکی به راته ووایي چې لومړی یې کار له دې پیل کړ چې افغانستان امن کړي. د تاريخ مضمون درسي ساعت خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.11.2022 ازادي راډیو

هرات کې سلګونو مېرمنو او نجونو د زعفرانو په سکتور کې کار پيل کړی

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له محدودیتونو سره سم په هرات ولایت کې سلګونو ښځو د زعفرانو په سکتور کې کار پیل کړی دی. یو دېرش کلنې زیبا احمدي چې په یوه بانک کې يې کار کاوه، اوس پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله په هرات کې د زعفرانو په یوه فابریکه کې کار کوي. نوموړې چې د څلورو ماشومانو مور ده، اسوشیتید پرېس خبري اژانس ته ویلي، تېر یو کال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه. نوموړې ويلي: "زه په کور کې خپګان نیولې وم. زه په ډېر بد حال کې وم ځکه چې دا یو کال کېږي چې هر څه په موږ سخت شوي دي. اوس یوه میاشت کېږي چې دلته راغلې یم. روحیه مو ښه شوې او خوشاله یاستو." د افغانستان زعفران په نړۍ کې د کیفیت له‌مخې په لومړۍ کټګوري کې راځي. هره کیلو افغاني زعفران له اته سوه تر زرو ډالرو پورې پلورل کېږي. په تېر دوبي کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه‌لري او پر دوی نوي بندیزونه لګول شوي دي. هما محمدي ۱۸ کلنه ده. نوموړې د لېسې زده کوونکې وه، خو له تېرو ١٥ مياشتو راهيسې يې خپلو زده‌کړو ته دوام نه‌دى ورکړى او اوس د زعفرانو د توليد په څانګه کې کار کوي. نوموړې وايي: "پارکونه تړل شوي، ښوونځي تړل شوي، موږ له ژوند څخه په بشپړ ډول مایوسه شوي یو، ژوند زموږ لپاره خورا ستونزمن شوی و د کور په څلورو دېوالونو کې بندیانې یو. نو ژوند را باندې خورا سخت دی." د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې اوس د زعفرانو د ګلانو د راټولولو موسم دی او شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي. د دغه رياست د معلوماتو له‌مخې، زرګونه ښځو او نجونو ته د کار زمينه برابره شوې ده. هرې ښځې او نجلۍ ته چې د زعفرانو د تولید په پروژه کې کار کوي، د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي. فاطمه اکبري چې پخوا د ښوونکې وه، اوس په هرات کې د زعفرانو د یوې فابریکې په جوړېدو خوښه ده. اغلې اکبري وايي: "موږ له کار او معلمۍ و ایستل شو. د خپلو ماشومانو او کورنۍ لپاره مو کوم معاش نه ترلاسه کاوه. هر څه په موږ بند دي خو اوس دا یوه هیله راپاتې ده." که څه هم ښځې د زعفرانو د محصولاتو په برخه کې له کار کولو څخه راضي دي، خو بیا هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي، ځکه د زعفرانو د ټولولو موسم ډېر لنډ دی او په کال کې یوازې څو اونۍ دوام کوي.

28.11.2022 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ ورکشاپ، سمينار او سمپوزيم څه توپير لري؟

د ورکشاپ، سمینار او سپموزیم پر توپیر په ادبي غونډه کې بحث وشو، په دې خپرونه کې د دوو افغان شاعرانو نصر الله حافظ او معذوریار یاد تازه کوو. دا به هم واورئ چې هنرمنده الماس خانم نن سبا څه انځوروي او د یو شمېر نورو مطالبو ترڅنګ د نورستان د ودونو د دوود په اړه دلته اورېدلی شئ. ازادي راډيو مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

26.11.2022 ازادي راډیو

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغان ښځو لګول شوي محدودیتونه باید وڅېړل شي

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول شمېرل کېدای شي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل تازه راپور کې چې پرون د لیندۍ په ۴مه خپور شو ویلي چې پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه باید د نړیوالو قوانیو په رڼا کې د جنسیت پربنسټ د ځورونو په توګه وڅېړل شي. دې کارپوهانو چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ هم په کې شامل دی، د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو مثالونه یاد کړي او وايي چې دا اقدامات د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول شمېرل کېدای شي. راپور له تعلیم څخه د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو بې برخې کولو، عامه ځایونو لکه پارکونو او سپورتخونو ته د ښځو پر ننوتو ممانعت، له کوره د بې محرمه ښځو پر راوتلو بندیز او ګڼو نورو مواردو ته اشاره کوي او وايي، په کور کې کېناستو ته د ښځو مجبورول له زندان سره انډول دی. راپور زیاتوي چې دا کار ښایي د کورني تاوتریخوالي او د ذهني ناروغیو کچه لوړه کړي. د ملګروملتونو کارپوهانو پر هغو مواردو هم اندېښنه ښودلې چې له کورونو د بې محرمه ښځو د راوتو په صورت کې طالبان د هغوی د کورنیو نارینه غړو ته سزا ورکوي. راپور یادونه کوي چې د دې کار هدف دا دی چې نارینه او هلکان دې ته اړ شي چې د طالبانو له اوامرو د سرغړونو په صورت کې ښځو ته جزا ورکړي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور له میاشتو میاشتو راهیسې د بشري حقونو له فعالانو سره د ناوړه چلند، د هغوی د وهلو ټکولو او نیولو یادونه هم کوي. په راپور کې په ځانګړي ډول د ظریفې یعقوبي یادونه شوې چې د نومبر په درېیمه د مېرمنو د یوې مدني ټولنې د اعلان پرمهال په کابل کې ونیول شوه او له خپلو څلورو نارینه همکارانو سره لاهم په بند کې ده. دا کارپوهان وايي چې دوی د دې فعالانو د روغتیا لپاره خورا زیاته اندېښنه لري. راپور زیاتوي چې طالبان دا خلک د خپلو اساسي حقونو د غوښتنې لپاره نیسي په داسې حال کې چې دا کار غیرقانوني او د خپلسرو نیونو په معنا دی. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې په خپل راپور کې پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو نړیوالو اصولو او مکلفیتونو ته درناوی وکړي، د ښځو او نجونو د تعلیم او کار او همداراز په ټولنیز ژوند کې د ښځو د برخې اخیستو په ګډون د بشري حقونو ټول مقررات او معیارونه ومني. په راپور کې د بشري حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو همکارانو د سمدستي خوشې کېدو او یا په بند کې د هغو د دوامداره ساتلو لپاره د دلایلو د وړاندې کولو غوښتنه هم شوې. همداراز دې کارپوهانو له طالبانو غوښتي دي چې ښځو او نارینه وو ته له وېرې پرته د غونډو د جوړولو اجازه ورکړي، له اوامرو د ښځو د سرغړونې په خاطر نارینه وو ته جزا ورکول بند کړي، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي او عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ د بندیز پرېکړه بېرته واخلي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي دي چې طالبان د ښځو په اړه له دې پرېکړو راوګرځوي، په افغانستان کې د جنسیت په اساس د ښځو د ځورونو د عاملانو په اړه څېړنې او د بشري حقونو د فعالانو ملاتړ وکړي.

26.11.2022 ازادي راډیو

مثلث: په افغانستان او پاکستان کې د ښځو بشري وضعیت

ولس څه کولی شي؟ واکمنان باید څه وکړي او وضعیت په څه حال کې دی؟ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او نابرابرۍ نړیوال کمپاین د نومبر په ۲۵ پیل شوی دی او د ډسمبر تر لسمې چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده ادامه پيدا کوي. دلته د ښځو له دوو فعالانو سره بحث لیدلی او اوریدلی شئ

25.11.2022 ازادي راډیو

ملګري ملتونه طالبانو ته: د جنسيت پر بنسټ هر ډول تاوتريخوالی پای ته ورسوئ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له طالبانو غوښتي چې په دې هېواد کې د جنسیت پر بنسټ، هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي. د یوناما له‌خوا په دې اړه ازادي راډیو ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په نقض او محدودېدو سره، انساني او اقتصادي ناورین لا پسې زیات شوی دی. دې اعلامیه کې ملګرو ملتونو سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې یوې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په برخه کې بې له ځنډه معنا لرونکي ګامونه پورته کړي. اعلامیه کې همدا ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام او د وخت په تېرېدو سره د دې چارې په عادي کېدو اندېښنه ښودل شوې ده. د یوناما په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ښځو څانګې د استازې الیسون داویدیان له قوله لیکلي شوي: "موږ وینو چې هره ورځ د نجونو او ښځو پر وړاندې د هغوی په کورونو، کار او عامه ځایونو تاوتریخوالی د عادي کېدو پر لور درومي." طالب ویاندویانو تازه په دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، هغه چوکاټ چې طالبانو د خپلې نوې واکمنۍ په ۱۵ لومړنیو میاشتو کې تعریف کړی نه‌دی. په افغانستان کې په نجونو او ښځو د طالبانو د نویو بندیزونو په دوام، دوی نجونې او ښځې ښاري حمامونو، عامه پارکونو او سرپټو کلپونو ته له تلو منع کړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د اعلامیې په وروستیو کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله لیکل شوي: "د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپیریال د جوړېدو لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي، باید کوټلي ګامونه پورته شي." مېرمن اوتنبایوا زیاتوي، د ښځو د حقونو خوندیتوب، په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او تل‌پاتې سولې یو مهم لامل دی. د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې دوی به په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیانمنو نجونو او ښځو بېلابېلو اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره هڅې وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم د جمعې په ورځ ټوېټرپاڼه لیکلي: "د مرستندویه ښځو پرته، د امیندوارو مېرمنو، ماشومانو، نجونو او ښځو سره به اړینې مرستې کول ستونزمن کار وي." په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت هم په خپله ټوېټرپاڼه له ټولو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض له کمپاین سره یوځای شي. اروپايي ټولنه وړاندې لیکي: "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ورځ، نړۍ نارنجي کېږي." د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نا برابرۍ نړیوال ۱۶ کمپاین د نومبر میاشتې له ۲۵مې پیلېږي او د ډسمبر په لسمه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، پای ته رسېږي.

25.11.2022 ازادي راډیو

اروپايي پارلمان: له افغان نجونو او مېرمنو سره د طالبانو چلند تبعيضي دی

اروپايي پارلمان د پنج‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د ناوړه وضعیت او په ښوونیزو مرکزونو د بریدونو په اړه یو پرېکړه‌ليک تصویب کړ. په دې پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، اوس‌مهال د طالبانو تر حاکميت لاندې د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې ستر شاتګ کېدای شي جنسيتي آپارتاید یا تبعیض وبلل شي. پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې، طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې ښځې کولای شي په عامه ژوند کې فعاله ونډه واخلي او تر خوا یې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې له طالبانو سره یې د تعامل په برخه کې دا مسله باید د اساسي شرط په توګه مطرح وي. اروپايي پارلمان د طالبانو له‌خوا د نجونو په ثانوي زده‌کړو بندیز هم غندلی او ترې یې غوښتي چې په خپلو تېرو ژمنو عمل وکړي. له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ، خو له دې وړاندې یې بار بار ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي. د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې وینا‌والو هم د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو په کړنو خورا سختې نیوکې وکړې. د بحران د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر جانیز لینارچېچ په دې ناسته کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ښځو حقونه په سیسټماټیک ډول خراب شوي دي. نوموړي وويل: "دوی نجونې له ثانوي زده‌کړو بې برخې کړي، د ښځو په لباس، کار او سفر یې بندیزونه لګولي، حتا عامه پارکونو او جیمونو ته یې د ننوتو مخه نیولې ده. ښځې د اقتصادي او ټولنیز ژوند له ډېرو برخو څخه ویستل شوي. د تاوتریخوالي او جبري ودونو څخه د ښځو او نجونو د ساتنې لپاره سرپناه او مېکانیزمونه له‌منځه وړل شوي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیاتوالي د راپورونو سره سره، د مرستې غوښتلو لپاره د ښځو وړتیا په جدي توګه محدودوي." په دې غونډه کې د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مرستیالې او د کرواسیا استازې ژیلجانا زوکو هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت مخ په خرابېدو او د جدي اندېښنې وړ وباله. نوموړي ويلي: "له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، دوی په ټولنه کې د ښځو موقف له‌ پامه غورځولی، له عامه ژونده یې لېرې کړي دي، د نجونو منځني ښوونځي یې تړلي او د ښځو د سفر، کار او سیاسي مشارکت په ګډون یې د دوی د ازادۍ حق محدود کړی دی." خو د اروپايي پارلمان په غونډه کې د ایرلنډ دوو استازو د نړیوالې ټولنې له‌خوا له افغانانو سره په اوسني چلند هم نیوکه وکړه. د ایرلنډ استازې کلر ډالي انتقاد وکړ چې ګنې نړیوالې ټولنې افغانستان له پامه غورځولی. نوموړې وويل: "د افغانستان له پامه غورځول حل لار نه‌ده. هو! موږ باید خپلې پولې پرانیزو او کډوال ومنو. هر ورځ د خلکو له ناهیلي کوونکو غوښتنوسره مخ کېږم، مګر موږ باید څومره کډوالو ومنو، یو میلیون، دوه میلیونه؟ له هغو میلیونونو خلکو سره څه وکړو چې هلته پاتې دي؟." په اروپايي پارلمان کې د ایرلنډ بل استازي میک والیس هم د اوکراین په پرتله د افغان کډوالو پر وړاندې د اروپايي ټولنې په په دوه ګوني سیاست نیوکه وکړه. هغه وویل: "د اوکراین د مهاجرت د ناورین پر وړاندې د اروپايي ټولنې غبرګون ښيي چې که سیاسي اراده وي، هر څه کېدای شي. له دې پرېکړه‌لیک زموږ موخه د افغان کډوالو لپاره هم د ورته ملاتړ پر اړتیا ټینګار دی، خو ځينې لویې ډلې دا فکر نه‌لري. ښکاري چې دوی له هغه دوه ګوني سیسټم چې موږ دلته په ټولنه اروپا کې د کډوالو لپاره جوړ کړی دی، راضي دي." د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، معلوماتو د لاس‌رسي، د خبریالانو د خپلواکۍ په کمېدو او په مدني سازمانونو د فشار راوستل هم د اندېښنې وړ مسایل یاد شول. اروپايي پارلمان داسې مهال د اندېښنې ښيي چې افغانستان ورځ تر بلې په بشري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز برخه کې د مخ پر لوړ ناورین سره مخ کېږي، هغه چې افغانان یې خورا له بد برخلیک سره مخ کړي دي.

25.11.2022 ازادي راډیو

ښځو سره د تاوتريخوالي په خلاف د مبارزې نړيواله ورځ؛ افغان مېرمنې په کوم وضعيت کې دي؟

د ښځو د تاوتريخوالي په خلاف د مبارزې په ورځ په افغانستان کې ښځینه فعالانې او زده‌کوونکې له طالبانو غواړي چې پر دوی لګولي محدودیتونه لېرې کړي او حقوق یې رعایت کړي. څه باندې ۴۳۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې ښوونځیو ته له تلو منع دي او د اکثرو دولتي ادارو ښځینه کارکوونکي د کار کولو اجازه نه‌لري. پر ښځو یو شمېر نور بندیزونه هم لګول شوي دي. د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ملي جمهوریپال ګوند مشره عادله بهرام وايي، ښځې باید په خپله د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې لپاره لاسونه سره ورکړي. نوموړې وايي: "د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو سرغړونه ده. د تاوتریخوالي، جنسیتي نابرابرۍ په وړاندې به زموږ مبارزه ورځ تر بلې دوام وکړي، موږ باید یو بل ته لاس ورکړو او په متحد ډول له دې ډول ستونزو سره مبارزه وکړو." خو له دې سره سره یو شمېر هغو ښځینه فعالانو، چې د ښځو خلاف د واکمنو د محدودیتونو خلاف یې غږ اوچت کړی، نیول شوي چې دې مسلې هم اندېښنې زیاتې کړي دي. د راپورونو له‌مخې، درې ښځینه فعالانې ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف له څو اوونیو راهیسې د طالبانو له لوري بندیانې دي. ویل کېږي چې هغوی جلا جلا نیول شوي او نامعوم ځای ته بیول شوې دي. طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي. دوی پخوا ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه رعایتوي. له بلې خوا د اروپايي اتحادیې په پارلمان کې د رینیو یوروپ (RenewEurope) په نوم ډله وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري جنسیتي نابرابري غندي. دې ډلې پرون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د جنسیتي نابرابرۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او له اروپايي اتحادیې یې وغوښتل چې د طالبانو په خلاف د هدفي اقداماتو فهرست جوړ کړي. د رینیو یوروپ پارلماني ډلې له افغانانو سره پر پیوستون د ټینګار ترڅنګ له طالب چارواکو غوښتي د ښځو خلاف محدودیتونه پای ته ورسوي. دې ډلې همدا راز ویلي چې د نجونو د تعلیم مخنیوی د هغوی د تعلیم له حق ښکاره سرغړونه ده. په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو ۱۵ میاشتې وځي خو هیڅ هېواد تر اوسه پورې د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی. د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو رعایت طالبانو ته د نړیوالې ټولنې یو لوی او مهم شرط دی.

25.11.2022 ازادي راډیو

ځينې مېرمنې: افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی

د ښځو او د بشر حقونو یو شمېر فعالانې وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او هیڅ بنسټ یې د ثبت لپاره نه‌شته. يوه معترضه ښځه چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي ادعا کوي چې، له خپلو ماشومانو سره د څو ورځو لپاره د طالبانو په بند کې وه. نوموړې ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د خپلې دندې له لاسه ورکولو، اجباري حجاب ته د نه ویلو او دغه شان په مزار شریف ښار کې معترضو ښځو ته عدالت غوښتنې له معترضه ښځو سره یو ځای شوې وه. خو په خبره یې، طالبانو نوموړې د نورو معترضو ښځو په په شان ونیوله او زنداني یې کړه. ياده مېرمن، دا ادعا هم کوي، چې ماشومان یې هم له نوموړې سره په بند کې وو او هر هغه څه یې لیدلي چې د پلټونو پر مهال پرې تېرېدل. دغې معترضې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل: "له موږ سره د څېړنې پر مهال لفظي تاوتریخوالی زیات و، له موږ سره یې زیات تاوتریخوالی کاوه، لفظي تاوتریخوالی، کله چې یو کس تر تحقیق لاندې وي او دوه درې طالبان وسلو سره درته په سر ولاړ وي او ته هم پوهېږې چې ټول وسله‌وال دي ان تر دې چې د انتحاریانو کنډک یې هم څنګ کې وي دا د یو کس لپاره په هغه وخت کې ډېره سخته ده." ياده مېرمن وايي، د افغان ښځو د حقونو لپاره به خپلې حق غوښتنې ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال په افغانستان کې هيڅ خپلواک بنسټ هم د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې فعالیت نه‌لري. د ښځو د حقونو فعاله نظیفه جلالي وايي، اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۱۲ هغو کمېټو رهبري ورترغاړې ده، چې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبتوي. نوموړې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي، چې د خپل بنسټ نوم یې په راپور کې واخیستل شي. د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي نوموړې د خپلو کاري کمېټو په مرسته د افغانستان په ۵ زونونو کې تر اوسه توانېدلي دي، چې د نجونو د ۲۲۰۰ کم عمره او جبري ودونو پېښې ثبت کړي. نوموړې ادعا کوي وايي، د دې ثبت شویو پېښو له شمېر ۹۰۰ یې داسې دي چې د طالب قومندانانو او ځینو غړو له‌خوا د نجونو او د دوی د کورنۍ له خوښې پرته رامنځته شوي. د اغلې جلالي د شمېرو له‌مخې، یوازې ۱۸۰۰ پېښې د میراث د غوښتنې پر مهال د ورونو او یا مېړنو له‌خوا د وهلو او ډبولو ثبت شوې دي. د ښځو د حقونو دغې فعالې د ادعا پر بنسټ، ۴۵۰ هغه پېښې دوی ثبت کړي چې طالبانو ښځینه محصلینې د حجاب نه مراعتولو په خاطر وهلي. نوموړې وايي، د طالبانو له‌خوا د وهلو ۵۵ نورې پېښې هم دوی ته رسېدلي دي خو لاملونه یې معلوم نه‌دي. د نوموړې په خبره، د طالبانو حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته د دوی له‌خوا ۸ د نجونو د ځان وژنې پېښې هم د افغانستان په جنوب، لوېدیځ، ختیځ او مرکز کې ثبت شوې دي. د ښځو د حقونو دغه فعاله، په داسې حال کې د ۸ زده‌کوونکو د ځان وژنې خبره کوي چې طالبانو له ۱۵ میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. دغه شان له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي د مدافع وکیلانو د ټولنې له لغوه کولو سربېره یې ښځينه قاضیانې او څارنوالانې هم له دندو لرې کړې دي. نظیفه جلالي د طالبانو له‌خوا له ټولنې، په سیسټماټیک ډول د ښځو د لرې کولو موضوع ته په اشاره سره ازادي راډیو ته وویل: "یو بل فرمان، یو ډېر خطرناک څه، چې د هیچا پام ورته نه‌دى شوى او چا يې په اړه بحث هم نه‌دی کړی، خو موږ شا او خوا ۱۵ مېرمنو له نا دولتی موسسو، چې په انګليسي کې ورته انجو وايي، له خپلې دندو استعفا کړې او دا د طالبانو په غوښتنه شوې." اغلې جلالي وايي، د دوی موندنې ښېي، چې د طالبانو په حکومت کې له مېرمنو د بېلتون حق هم اخیستل شوی. په تېر جمهوري نظام کې د محکمو له‌خوا ښځو ته د جلا کېدو یا بېلتون حق ورکول کېده. هڅه مو وکړه چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د مرستیال يې بلال کریمي نظر هم په دې اړه واخلو خو دوی د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې. طالبانو په دې خاطر چې له ښځو د ملاتړو بنسټونو لاس رالنډ کړي، په خپل لومړي اقدام کې یې د ښځو چارو وزارت لغوه کړ. دوی دا کار د ۱۴۰۰ کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه وکړ او د دغه وزارت ودانۍ یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته ځانګړې کړه. طالبانو دغه شان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم لغوه کړ. خو اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د تاوتریخوالي پېښو ته څوک او څه ډول رسېدنه کېږي؟ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کريمي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو دې پوښتنې ته هم ځواب نه‌دی ورکړی، خو له دې وړاندې ویلي و چې که ښځې شکایت لري کولای شي د دوی په حکومت کې عدلي او قضايي بنسټونو ته مراجعه وکړي. خو د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رئیسه شهرزاد اکبر بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه پرته له شکه چې زیاته د اندېښنې وړ ده، د دې لپاره چې دغو تاوتریخوالو ته د رسېدنې هیڅ قضايي بنسټ نه‌شته، پخوا مثلا لویه څارنوالي وه، د امن کور و او یا هم محکمې وې خو اوس مېرمنې دغه ادرسونو ته هیڅ لاس‌رسي نه‌لري." د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له پیله د طالبانو حکومت د یو شمېر فرمانونو او مکتوبونو په ترڅ کې یو بل پسې د افغانستان د ښځو حقونه په نښه کړي دي. له شپږم ټولګي پورته له نجونو د تعلیم حق اخیستل، د ډېریو ښځينه دولتي کارکوونکو په کور کېنول، په لرې واټن کې د مېرمنو له محرم پرته د سفر نه اجازه، د حجاب اجباري کول، له ورزش، حمامونو او ان له تفریحي پارکونو د مېرمنو منع کول، هغه محدویتونه دي چې طالبانو په افغان مېرمنو او نجونو لګولي دي. دا موارد خپله د مېرمنو او په افغانستان کې دننه او بهر له  ګڼو غبرګونو سره هم مخ شوي. طالبانو بیا د دغو ښځو داعتراضونو د مخنيوي لپاره نه یوازې دا چې له تاوتریخوالي کار اخیستی بلکې ځینې هغه یې بندیانې کړې هم دي. په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري معترضه ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي ځينې ویډيوګانې هم لاس په لاس شوي. طالبانو تل ویلي، چې د افغان مېرمنو او نجونو ټول حقونه یې د اسلامي اصولو په رڼا کې ټینګ کړي خو په دې اړه یې روښانه تعریف نه‌دی وړاندې کړی. د بشر حقونو نړېوالو سازمانونو هم د اعلامیو په صادرولو سره د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض په موضوع انتقادونه کړي خو معترضه مېرمنو بیا ویلي، چې دا بسنه نه‌کوي.

25.11.2022 ازادي راډیو

طالبان ولې ښځې نيسې او يا يې تري تم کوي؟ د ځينو مېرمنو د زندان کيسې

د هغو ښځو شمېر کم نه‌دی چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ را وروسته د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوي، ویرول شوي او ځینې یې اوس هم نادرکه دي. د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې چې وخت ناوخت په کابل کې د کار او زده کړو په شمول د خپلو حقونو لپاره اعتراضونه کوي، تر ډېره د طالبانو د امنیتي ادارو له څار او تعقیب سره مخ شوي دي. کابل کې د ښځو اعتراضونه چې د تېر اګست راهیسې پیل شوي یو شمېر ګډونوالې ښځې یې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي. ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، پروین سادات او حیمرا یوسف څلور هغه ښځینه معترضانې دي چې په وروستیو کې په کابل کې نادرکه شوي. که څه هم طالبان په رسمي ډول د دې ښځو نیول نه تاییدوي خو د ظریفې یعقوبي همکارانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې څه باندې درې اونۍ کېږي ظریفه د طالبانو په توقیف کې ده. د ظریفې یعقوبي یوه همکاره چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له کبله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادی راډیو سره خبرو کې یې وویل؛ مېرمن یعقوبي طالبانو د یوه نوي مدني حرکت د پرانیستلو له مراسمو وړې ده. هغې زیاته کړه طالبانو ظریفې سره د هغې د کورنۍ غړي هم نیولي وو. "د خاوند ورور او خور يې اوس ازاد شوي دي. دوی یوازې درې ورځې ظریفي سره وو، دوه شپې یې ورسره د کابل امنیت په توقیف خونه کې تېرې کړې او یوه شپه ورسره په څلوېښتم ریاست کې وو. وروسته یې خور او لېور ازاد شول خو مېرمن ظریفه په توقیف کې ده." د مېرمن یعقوبي یوه بله ملګرې رقیه ساعي چې د هغې د نیولو پر مهال ورسره وه، ازادي راډیو ته وویل: " کله چې طالبان دننه راغلل لومړی يې د ټولو نجونو موبایلونه واخیستل او ويې پلټل، بیا يې موږ یوه - یوه بیرون کړو خو مېرمن ظریفه او څلور تنه زموږ نور همکاران يې ځان سره یوړل. تر اوسه پورې موږ د هغو له حاله خبر نه یو چې دوی چېرته دي او څنګه دي." فرحت پوپلزۍ چې یوه بله نادرکه معترضه مېرمن ده؛ همکارې يې فوزیې وحدت ازادي راډیو سره په یوه بحث کې د هغې د نادرکه کېدو په اړه اندېښنه وښوده. نوموړې وويل: "فرحت نادرکه ده، کورنۍ يې له ډاره خبرې نه‌شي کولی. هره ورځ نجونې ورکېږي دا افغانستان کې څه حال روان دی ایا خلک په دې پوهېږي." دا یوازې هغه معترضې مېرمنې دي چې په دې وروسیتو کې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي. پروانه ابراهیم خېل چې اوس له هېواد بهر ده په تېرې جنورۍ کې د طالبانو له‌خوا نیول شوې وه او د یوې میاشتې لپاره نادرکه وه چې وروسته په ضمانت خوشې شوه. هغې ازادی راډیو سره خبرو کې د زندان وضعیت داسې انځور کړ: "که چېرې به مو داسې یوه ستونزه لرله چې باید ښځې ته مو ویلي وای خو هلته زندان کې هیڅ ښځه نه وه او زه مجبوره وم چې خپله ستونزه یوه نارینه ته چې اصلا هغه ورباندې پوهېده هم نه ووایم؛ ما ستونزه درلوده خو دوی به شله وو، چې ته ولې لمونځ نه کوې او ولې قران نه وايي؛ ما به ورته ویل چې زه شرعي مشکل لرم خو بیا هم دوی نه پوهېدل او ویل به يې چې ته بهانه کوې." دا یوازې ابراهیم خېل نه‌ده چې د طالبانو زندان یې ګاللی دی، د صنم په نوم یوې بلې معترضه مېرمنه هم خپله کيسه کوي او وايي: "په ډېر وحشت سره زما کور ته راننوتل، زما یوې وړوکې لور بیخي شاک ولید او تر یوې اونۍ پورې يې خبرې نه شوې کولای، کور کې يې راته هر څه ګډوډ کړل له ټولو يې موباییلونه واخیستل او زما خواښې دې خدای وبښې تاسې باور وکړئ چې هغې سکته وکړه او مړه شوه." د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دا یوازي معترضې مېرمنې نه‌دي چې توقیف کېږي او زندان ته اچول کېږې، عالیه عزیزي چې پخوا د هرات د ښځینه زندان رئیسه وه څه باندې پنځلس میاشتې کېږي چې ورکه ده او تر اوسه يې هیڅ درک نه‌شته. د عالیې ورور نذیر عارفي وايي د هغې د لټون لپاره يې تر اوسه هڅو هیڅ پایله نه‌ده ورکړې. نوموړی وايي: "کومې پلټنې چې موږ کړې دي او شکایت مو د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او نورو سازمانو سره ثبت کړی او کوم راپورونه چې رسنيو د مېرمن عالیې په اړه ورکړي دي تر اوسه بې پایلې دي. طالبان په دې برخه کې هیڅ همکار نه دي او موږ په دې تېر یو کال کې د عالیې له مړي او ژوندې څخه خبر نه یوو." خو پوښتنه دا ده چې ولې طالب حکومت د دې مېرمنو له اعتراضونو ویره لري او دغه مېرمنې زندان ته اچوي؟ دا پوښتنه یوې معترضې فوزیه وحدت د ازادی راډیو په یوه بحث کې داسې ځواب کړې وه: "دغه معترضې مېرمنې چې دوی يې نیسې د دوی ټولو د خوشې کولو پر سر له ۴۰ نه تر ۸۰ زرو پورې ډالر ترلاسه کوي، زه فکر کوم چې طالبان یوازې باج ګیري کوي نور خو څه پلمه نه‌لري چې دا کار وکړي." د معترضو مېرمنو دغه ادعا مو په کابل کې د نړیوالو سازمانونو او طالب ویاندویانو سره هم شریکه کړه خو د دې راپور تر خپرېدو پورې دواړه خواو د دې ادعا په اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي. د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د معترضو مېرمنو نیول د تمنا پریاني زریاب څخه پیل شول، هغه لومړی مېرمن وه چې په کابل کې ونیول شوه؛ ورپسې زهرا محمدي، پروانه ابراهیم او مرسل عیار ونیول شوې. د هغو معلوماتو پر بنسټ چې معترضو مېرمنو ازادي راډیو سره شریک کړي دي، د دې نیولو وروسته معترضې مېرمنې وویرېدې او د امن یو کور ته يې پناه یوړه، خو وروسته له دغه امن کوره ۲۹ تنه معترضې مېرمنې د هغو د کورنیو له غړیو سره یو ځای ونیول شوې. که څه هم طالبانو په ښکاره د هیڅ یوې مېرمنې نیول تایید نه‌کړل، خو د فیبرورۍ په ۲۱مه يې د کورنیو چارو وزارت داسې یوه ویډیو خپره کړه چې د معترضو مېرمنو اعترافونه په‌کې اخیستل شوي وو. په هغه ویډیو کې معترضو مېرمنو په دې اعتراف کړی و چې، دوی د بهرنیو په لمسون او د دې لپاره چې وکولی شي له افغانستان ووځي سړکونو ته راوتلې او اعتراضونه یې کول. خو هغه مېرمنې چې د طالبانو له زندانه خلاصې شوي او یا يې د کابل پر سړکونو اعتراضونه کول، اوس يې ډېره برخه له هیواد بهر ده. د دوی له منځه مونسه مبازر چې د کابل په وروستيو اعتراضونو کې مخکښه غړې وه، په دې اړه يې داسې وویل: "د کیس جوړول، یا بل هېواد ته تګ، هغه که د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد هم وي او په هغه هېواد کې تاسو ته تر ټولو لوړ مقام هم درکوي خو زما په نظر د هغه چا لپاره به دومره ارزښت ونه‌لري څوک چې پوه شي چې سړک ته په وتلو سره به یا وژل کېږي او یا به د طالب زندان ته اچول کېږي. خو خبره دا ده چې که تاسو د خپلو ازادیو څخه محروم شئ او دا چې زړه مو درد کوي نو تاسې مجبوروي د مرګ له خطر سره ځان مخ کړئ. واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې پاتې دي، په زیاتره دولتي ادارو کې مېرمنې له کار کولو منعه شوي دي او هغو معترضو مېرمنو چې د کابل پر سړکونو یې اعتراضونه کول اوس د ځینو له نیولو او ویرولو وروسته دا اعتراضونه کم شوي دي. له بلې خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی د نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی چې د ښځو او نجونو پر مخ دې د کار او ښوونځي دروازې پرانیزي او پر دوی زیاتېدونکي محدودیتونه دې پای ته ورسوي.

25.11.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more