شاته

ښځو سره د تاوتريخوالي په خلاف د مبارزې نړيواله ورځ؛ افغان مېرمنې په کوم وضعيت کې دي؟

د ښځو د تاوتريخوالي په خلاف د مبارزې په ورځ په افغانستان کې ښځینه فعالانې او زده‌کوونکې له طالبانو غواړي چې پر دوی لګولي محدودیتونه لېرې کړي او حقوق یې رعایت کړي.

څه باندې ۴۳۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې ښوونځیو ته له تلو منع دي او د اکثرو دولتي ادارو ښځینه کارکوونکي د کار کولو اجازه نه‌لري.

پر ښځو یو شمېر نور بندیزونه هم لګول شوي دي.

"د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو سرغړونه ده."

د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ملي جمهوریپال ګوند مشره عادله بهرام وايي، ښځې باید په خپله د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې لپاره لاسونه سره ورکړي.

نوموړې وايي: "د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو سرغړونه ده. د تاوتریخوالي، جنسیتي نابرابرۍ په وړاندې به زموږ مبارزه ورځ تر بلې دوام وکړي، موږ باید یو بل ته لاس ورکړو او په متحد ډول له دې ډول ستونزو سره مبارزه وکړو."

خو له دې سره سره یو شمېر هغو ښځینه فعالانو، چې د ښځو خلاف د واکمنو د محدودیتونو خلاف یې غږ اوچت کړی، نیول شوي چې دې مسلې هم اندېښنې زیاتې کړي دي.

ارشيف
ارشيف

د راپورونو له‌مخې، درې ښځینه فعالانې ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف له څو اوونیو راهیسې د طالبانو له لوري بندیانې دي.

ویل کېږي چې هغوی جلا جلا نیول شوي او نامعوم ځای ته بیول شوې دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

دوی پخوا ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه رعایتوي.

له بلې خوا د اروپايي اتحادیې په پارلمان کې د رینیو یوروپ (RenewEurope) په نوم ډله وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري جنسیتي نابرابري غندي.

دې ډلې پرون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د جنسیتي نابرابرۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او له اروپايي اتحادیې یې وغوښتل چې د طالبانو په خلاف د هدفي اقداماتو فهرست جوړ کړي.

د رینیو یوروپ پارلماني ډلې له افغانانو سره پر پیوستون د ټینګار ترڅنګ له طالب چارواکو غوښتي د ښځو خلاف محدودیتونه پای ته ورسوي.

دې ډلې همدا راز ویلي چې د نجونو د تعلیم مخنیوی د هغوی د تعلیم له حق ښکاره سرغړونه ده.

په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو ۱۵ میاشتې وځي خو هیڅ هېواد تر اوسه پورې د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو رعایت طالبانو ته د نړیوالې ټولنې یو لوی او مهم شرط دی.