ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ریچارډ بینیټ د ظریفې یعقوبي او همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د ظریفې یعقوبي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، د نومبر له درېیمې نېټې د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو همکارانو خپلسري نیول ادامه لري. ښاغلي بینیټ پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، خپل ږغ له نورو هغو بنسټونو سره یوځای کوي چې د دغو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، ټول افغانان د سوله ییزو غونډو، د بیان او عقیدې د ازادۍ حق لري، چې طالبان باید د دوی دغه حق رعایت کړي. مېرمن یعقوبي او همکارانې یې په کابل کې نیول شوي او تر اوسه یې د ځایځایګي په باب معلومات نه دي خپاره شوي. د بشري حقونو څار سازمان ویلي: "د ظریفې یعقوبي او یوشمېر نورو معترضو مېرمنو نیول کېدل دا ښيي چې طالبانو د خلکو هغه حق چې وکړای شي د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړي نقض کړی دی." په همدې حال کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانې په پام کې لري، په لندن او د نړۍ په نورو ښارونو کې د افغان مېرمنو په ملاتړ لاریونونه وکړي. د ښځو د حقونو فعالې، نظیفې حقپال ازادۍ راډیو ته وویل: "یوه اوونۍ وروسته د نومبر پر ۲۷مه، په لندن او د نړۍ په نورو ښارونو کې مارشونه یا لاریونونه پیلېږي. دغه مارش د افغانانو له خوا او په لندن کې د مېشتو هغو مدني او بشري حقونو د فعالانو له خوا تنظیم شوی دی. نور مدني ارګانونه هم په کې ونډه لري. له نړیوالې ټولنې د ښځو د حقونو په اړه ځانګړې غوښتنې لري، چې بیا به یوه اعلامیه هم خپره شي." وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه او فشارونه زیات شوي دي. ښځې په اکثرو دولتي ادارو کې له کاره منع شوي او نجونو ته لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې، چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي. طالبانو ویلي، چې ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکوي او د نجونو پرمخ د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هڅې روانې دي. میاشتې واوښتې خو د طالبانو ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.  

20.11.2022 ازادي راډیو

ازادي راډیويي مجله؛ د بست کلا په څه حال کې ده؟

د ازادي راډیو مجلې په خپرونه کې به واورئ چې د بست کلا په څه حال کې ده. په خپرونه کې اورئ چې ختیځ ادبي بهیر غوړېدلی او مینه مجله درېدلې. دغه راز په غزني کې یوه کس د موسیقي په سوونو زړې کسټې ساتلي. دارنګه د نورستان له یوه طبیعي ډنډه مو هم خبرو او خپرونه کې شعر او کیسه هم اورېدلی شئ. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

19.11.2022 ازادي راډیو

طالبان ولې د ښځو د غږونو په خاموشه کولو بوخت دي؟

د ښځو ځینې فعالان وايي، چې د طالبانو له خوا د دوی پر فعالیتونو، کارونو او هڅو فشارونه په زیاتېدو دي. فوزیه کوفي چې په تېر جمهوري نظام کې یې د ولسي جرګې د استازې په توګه کار کړی پرون په ټویټر کې لیکلي، د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي د نیول کېدو دوې اوونۍ پوره شوې، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته. زموږ همکار د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې طالبان ولې د ښځو د غږونو په خاموشه کولو بوخت دي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

19.11.2022 ازادي راډیو

د افغان مېرمنو اساسي غوښتنې څه دي؟

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وايي، ډېری افغان مېرمنې د خپلو اساسي حقونو غوښتنه کوي. یوناما په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی له تېرې یوې اونۍ راهیسې له زیات شمېر مېرمنو سره لیدنې کړي او په ترڅ کې یې د دوی یوه کډه غوښتنه دا موندلې چې کار او تحصیل ته دې پرېښودل شي. احمد تکل د افغان مېرمنو د دې هڅو په اړه له مدني فعالې ماریاتوتاخېل سره مرکه کې کړې او په سر کې یې پوښتلې چې ایا کار او تحصیل د افغان مېرمنو یوازینۍ غوښتنې دي؟ د اغلې توتاخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:  

18.11.2022 ازادي راډیو

يوناما: ډېری افغان مېرمنې د خپلو اساسي حقونو غوښتنه کوي

په افغانستان کې د افغان مېرمنو د غوښتونو ډېره برخه تعلیم، کار او د اساسي حقونو په برخه کې لاس‌رسي ته ور ټوله ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) د نومبر په ۱۸مې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډېری افغان مېرمنې د خپلو حقونو غوښتنه کوي او له دې نه په شاه کېږي. د دغې خبر پاڼې په حواله، یوناما چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې له زیات شمېر مېرمنو سره د طالبانو له‌خوا د وروستیو محدیتونو په اړه خبرې کړي، دوی ویلي چې په افغانۍ ټولنه کې ژوند او له ټولو حقونو نه برخمن کېدل د دوی حق دی. په دې خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان مېرمنې خپل ټول هغه حقونه لکه تعلیم، کار او نور هغه اساسي حقونه چې باید دوی ته ورکړل شي غوښتنه یې کوي. د یوناما په خبر پاڼه کې همدا راز ویل شوي چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یوناما له چارواکو غوښتې تر څو په دې برخه کې د ډېرو خبرو فرصتونه برابر کړي. له بلې خوا بیا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د روسیې په غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان "د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي" په نوم غیر رسمي غونډه کې امریکا او برېټانیا هم په افغانستان کې د بیان ازادۍ او همدا راز د معترضه مېرمنو د نیول کېدو پر دوام خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا سیاسي همغږی کوونکی (فرګس ایکرسلي) هم ویلي چې طالبانو له ترهګریزو ډلو سره او همدا راز د دوی په وړاندې د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي او دا به د دې لامل شي چې طالبان ژر په رسمیت ونه پېژندل شي. خو د طالبانو حکومت بیا د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دوی کړې ژمنې پوره کړي او نړیوال هېوادونه دې په واقیعت ولاړ قضاوت وکړي. د دې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "موږ تل د دې غوښتونکي یو چې هېوادونو دې زموږ په اړه په واقیعت ولاړ قضاوتونه وکړي او د افغانستان په اړه مثبت لید لوری ولري، دغه اعتماد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په رغولو کې مثبت رول لوبولی شي، که کله هم د اعتماد فضا وي بیا هغه سوء تفاهمونو او ذهنيتونه چې دي هغه تغیر کوي." دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چي طالبانو دوه اوونۍ وړاندې د یو شمېر متعرضه مېرمنو د نیول کېدو ترڅنګ تفریحي پارکونو، حمامونو او سپورټي ځایونو کې د مېرمنو ورتک منع کړ چې د طالبانو دغه پرېکړه له ګڼو نړېوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

18.11.2022 ازادي راډیو

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له‌خوا د معترضو مېرمنو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د معترضه مېرمنو د نیول کېدو پر دوام اندېښنې ښودل شوي. د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې: "په تېرو دوه اونیو کې د ظریفې یعقوبي او یو شمېر نورو معترضه مېرمنو نیول کېدل دا ښيي چې طالبان د خلکو هغه حق ته چې کولای شي د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي نقض کړی." دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره د غږ پورته کول د ټولنې د هر وګړي حق دی خو طالبانو په وروستیو کې د معترضه مېرمنو په نیولو سره دغه ساحه تر ډېره محدوده کړې ده. د دې سازمان په باور، د طالبانو دغه کړنه نه یوازې دا چې د مېرمنو غږ نه‌شي چوپ کولای بلکې ددغې چارې اغېز پر ټولنې زیات دی. له بلې خوا بیا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د روسیې په غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان "د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي" په نوم غیر رسمي غونډه کې امریکا او برېټانیا هم په افغانستان کې د بیان ازادۍ او همدا راز د معترضه مېرمنو د نیول کېدو پر دوام خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا سیاسي همغږی کوونکی فرګس ایکرسلي هم ویلي چې، طالبانو له ترهګریزو ډلو سره او همدا راز د دوی په وړاندې د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي او دا به د دې لامل شي چې طالبان ژر په رسمیت ونه پېژندل شي. خو د طالبانو حکومت بیا د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دوی کړې ژمنې پوره کړي او نړیوال هېوادونه دې په واقیعت ولاړ قضاوت وکړي. ددې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "موږ تل د دې غوښتونکي یو چې هېوادونو دې زموږ په اړه په واقیعت ولاړ قضاوتونه وکړي او د افغانستان په اړه مثبت لید لوری ولري، دغه اعتماد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په رغولو کې مثبت رول لوبولی شي، که کله هم د اعمتاد فضا وي بیا هغه سوی تفاهمونو او ذهنتونه چې دي هغه تغیر کوي." دا اندېښنې په داسې حال دي چي طالبانو دوه اونۍ وړاندې د یو شمېر متعرضه مېرمنو د نیول کیدو ترڅنګ تفریحي پارکونو، حمامونو او سپورټي ځایونو کې د مېرمنو ورتګ منع کړ چې د طالبانو دغه پرېکړه له ګڼو نړېوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

18.11.2022 ازادي راډیو

د ناروې بهرنيو چارو وزيره: طالبانو سره دې د نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وشي

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره وايي، سره له دې چې هر څوک په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او په دغه هېواد کې د تروریستانو د بیا را یو ځای کېدو په اړه اندېښنه لري، پکار ده چې له طالبانو سره خبرې وشي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکن هوپتفلت وايي، طالبانو د دې پر ځای چې د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کېدو ته پام وکړي، نورو مسلو ته لومړتیوب ورکړی دی. اغلې هویتفلت په اوسلو کې د بشري بنسټونو په کوربه‌توب د افغانستان اوونۍ په نوم په غونډه کې نړیواله ټولنه وهڅوله چې طالبان اړ باسي څو پر خپلو ژمنو ودرېږي او د افغانستان د خلکو سوکالۍ ته لومړیتوب ورکړي. دا غونډه، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، پرون پای ته ورسېده. دې همدا راز وویل، داسې ښکاري چې طالبان د عادي خلکو د ژوند د ښېګڼې پر ځای نور لومړیتوبونه لري. نو نړیواله ټولنه باید څه چې یې په وس پوره وي د طالبانو د هڅولو لپاره ترې کار واخلي چې هغوی پوی شي چې د افغانانو سوکالۍ ته باید لومړیتوب ورکړل شي. دې ټینګار وکړ چې د دې کار لپاره باید له طالبانو سره خبرې وشي، افغانان دې په خپله ورسره وغږيږي. په اوسلو کې مېشت افغان خبریال محمد عیسی ستانکزی وايي، د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې له طالبانو سره پر خبرو له ټینګار کړی. نوموړی وايي: "هر څوک په دې واقعیت اندېښنه لري چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له تعلیمه بې برخې دي. هر څوک دا مني چې مهمه ده باید نړیوال تروریستان پرېنښودل شي چې بیا په افغانستان کې ځالې جوړې نه کړي." د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې د هغو انتقادونو په اړه چې ولې یې د سږ کال په جنورۍ کې د اوسلو غونډې ته د طالبانو استازي وبلل، وویل چې دا پرېکړه یې سمه وه. د دې په وینا طالبانو د اوسلو په غونډه کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او د بشري حقونو د رعایتولو ژمنې وکړې خو عمل یې پرې ونه کړ. د افغانستان اوونۍ په ناسته کې د افغانستان د چارو یو شمېر متخصصان او د مدني ټولنې غړیو ګډون کړی و او د افغانانو پر وضعیت یې خبرې وکړې. په افغانستان کې د قانون حاکمیت، اقتصادي پرمختګ، د ښځو او اقلیتونو حقونه او له تروریزم سره مبارزه د دې کنفرانس د بحثونو اصلي ټکي وو.   د اوسلو د سولې انستیتیوت غړي کرشتن برګ هیپ غونډې ته وویل، سره له دې چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او په نسبي ډول امنیت ټینګ شوی، لا هم ډېرې ستونزې شته په تېره بیا د ښځو د ژوند او حقونو په برخه کې. د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شاه ګل رضايي د طالبانو له لوري پر ښځو د لګولو شویو محدودیتونو په اړه وویل چې، د دغو محدودیتونو په وړاندې د ښځو اعتراضونو اوس په افغانستان کې د عدالت او مساوات لپاره د عدالت غوښتنې بڼه خپله کړې ده. غونډې ته د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې وویل، افغانستان یې هېر کړی نه‌دی او د ناروې هڅې دوام لري خو باید له فرصتونو څخه په استفادې په نویو لارو پسې وګرځي څو له افغانانو سره مرسته وشي او وضعیت ښه شي. سره له دې چې د طالبانو د واک ته رسېدو څه باندې ۱۵ میاشتې وځي، د ناروې په شمول هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

18.11.2022 ازادي راډیو

د محصلانو نړيواله ورځ؛ ښځينه محصلانې: له ډېرو محدوديتونو ستړي شوي يو

د محصلانو نړيوالې ورځې په رارسېدو سره یو شمېر ښځینه محصلینې او هغه ځوانان چې له تحصیل بې برخې پاتې دي وايي، له زیاتو محدویتونو ستړي شوي او په بد حال کې دي. د بدخشان پوهنتون يوه محصله چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له لوري وضع شوي محدودیتونو یې په روح او روان منفي اغېز کړی او د درس ویلو انګېزه یې ترې اخیستې. نوموړې وايي: "په دغه ورځ چې د محصل نړيواله ورځ ده ډېر د تاسف او اندېښنې ځای دی چې موږ په بد وضیعت کې یو، زموږ له نړيوالې ټولنې غوښتنه ده چې موږ ته پام وکړي په ځانګړي ډول نجونو ته." يوه بله محصله چې دا هم بدخشان پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخته ده وايي، په ډېرې ویرې سره خپلو درسونو ته دوام ورکوي او د زده‌کړو هغه شوق نه‌دى ور پاتې، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې يې درلود. دا هم چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: "زه چې نن درس ویلو ته ځم ویرېږم چې شاید څوک مې دروي او یا د حجاب لپاره راته څه ووايي، دې ټولو زموږ په روح او روان زیات اغېز کړی او د درس ویلو انګېزه اوس موږ ته نه‌ده پاتې." موده وړاندې د بدخشان پوهنتون یو شمېر نجونو محصلینو ادعا کړې وه، چې د حجاب په اړه د پوهنتون امنیتي کسانو ګواښلې وې. له کومه چې طالبان بياځلي په افغانستان واکمن شول په ښوونځیو کې یې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا کړل او له محصلینو یې وغوښتل چې په اوونۍ کې درې ورځې نجونې او درې ورځې هلکان خپلو درسونو ته ولاړ شي. له دې سره خوا کې طالبانو په ټولو ښځو په ځانګړي ډول ښځنیه محصلینو حجاب هم اجباري کړ. یو شمېر ځوان محصلین هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ اغېزمن شوي دي. په دوی کې ځینو محصلینو د اقتصادي ستونزو له مله خپلې زده‌کړې په نیمه کې پرېښودلې او کار ته يې مخه کړه. فیصل، هغه محصل چې خپلې زده کړې یې په نیمه کې پرېښودلي ازادي راډیو ته يې وویل: "زه مزدوري کوم د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته خرڅ پیدا کړم، د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شم کولای چې خپلو درسونو ته دوام ورکړم." نن د نومبر ۱۷مه د محصل نړيواله ورځ ده او له دغې ورځې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نمانځنه کېږي. خو دلته په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر محصلینو د محدویتونو ترڅنګ ان له شپږم ټولکي پورته نجونو پر مخ ښوونځي هم تړل شوي دي. شکریه محمدي چې اوسه له همدې امله ښوونځي ته نه ځي او په کور ناسته ده وايي: "زه تېر کال په دولسم ټولکي کې وم او سږ کال مې باید کانکور ازموینه ورکړي وای خو له بده مرغه چې له ښوونځي فارغه نه‌شوم او له خپلو درسونو محرومه شوم، په داسې حال کې چې نن د محصل ورځ ده زه ډېره خفه یم د دې لپاره چې زما او زما په څېر د ډېرو کسانو زحمتونونه په اوبو لاهو شو." د محصل نړيواله ورځ، له کله نه چې په چکسلواکیا کې د نازي سرتېرو له‌خوا څو محصلین ووژل شول د هغوي په یاد ترې یادونه کېږي. په کال ۱۹۳۹ د اکټوبر په ۲۸مه هغه مهال چې د (چارلز) پوهنتون محصلینو په پراګ کې د لاريون په ترڅ کې د چکسلواکیا د خپلواکۍ د ۲۱مې کليزې نمانځنه کوله، د دغه لاریون مخه د نازي سرتېرو له‌خوا ونیول شوه او په ترڅ کې یې ۱۴ محصلین سخت ټپیان دغه شان له ۱۲۰۰ زیات تر نیول کېدو وروسته د (سکسین هاوزن) جبري کار پوځي هډه کې تبعید شول. په کال ۱۹۳۹ د نومبر په ۱۷مه د دغو معترضینو ۹ کسه چې اته یې محصلین و او یو یې ښوونک له محکمې پرته اعدام شول. په کال ۱۹۴۱ کې له دغې پېښې دوه کاله وروسته په لندن کې د یو شمېر پناه غوښتونکو محصلینو په ګډون د محصلینو یوه نړېواله شورا جوړه شوه. په دغه شورا کې پرېکړه وشوه چې ددغه اعدام شویو محصلینو د درناوي په خاطر د نومبر ۱۷مه دې د محصل نړېوالې ورځې په نوم ونومول شي.

17.11.2022 ازادي راډیو

له نړيوالو د افغان ښځو غوښتنه: داسې حکومت دې جوړ شي چې د مېرمنو حقونه په‌کې خوندي وي

په داسې حال کې چې یونما د طالبانو له‌خوا د توقیف شویو افغان ښځینه فعالانو په اړه د وضاحت په لټه کې ده، د افغان ښځینه مشرانو ټولنه له نړیوالې ټولنې اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د یوه داسې ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار ته ادامه ورکړي، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څارنه وشي کړی. د ظریفې یعقوبي همکاره ترنم سعیدي د مدني فعالې ظریفې یعقوبي او نورو هغو مېرمنو د خوشې کولو غوښتنه کوي، چې ادعا کېږي په دې وروستیوکې د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوې او نادرکه دي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، په لومړیو درې ورځو کې د ظریفې خور د دې له‌پاره چې نوموړې د طالبانو په بند کې یوازې نه وي ورسره وه، خو په خبره یې له درې ورځو وروسته طالبانو اغلې یعقوبي بل ځای ولېږدوله او خور یې بېرته کورته ولېږله چې له هغه وروسته بیا د نوموړې له حاله خبر نه‌دي. نوموړې وايي: "موږ په تمه و چې په دې دوو اوونیو کې به زموږ سیاسیون یو کار وکړي، یا به نړیواله ټولنه مرسته وکړي، خو تر اوسه هيچا هم د دوی د خلاصون له‌پاره جدي اقدام نه‌دی کړی، د امنیت شورا دې د ظریفې، پروین او نورو بندي نجونې د خلاصون له‌پاره فوري اقدام وکړي، ځکه ښایي چې ډېر سخت شرایط به تېروي." دا په داسې حال کې ده، چې د افغان ښځینه مشرانو ټولنې بېګاه ناوخته په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي دي، چې د نومبر له اتمې څخه بیا تر لسمې پورې په بروکسل کې نږدې شپېتو افغان ښځینه مشرانې د افغان ښځینه مشرانو ټولنې د درېیمې ګډې ناستې په ترڅ کې د افغان مېرمنو پر ستونزو خبرې کړي او د هوارۍ لپاره یې په نړیوالو غږ کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي نړیواله ټولنه، اروپايي اتحادیه او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د یوه داسې ټول‌شموله حکومت پر جوړولو ټینګار ته ادامه ورکړي، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څارنه وشي کړای. دا ناسته چې د اروپایي ټولنې له‌خوا جوړه شوې وه، یوې ګډون کونکې یې محبوبې سراج ازادي راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې افغان ښځینه مشرانو په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه په تېره د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو او بندي کولو په اړه بحث وکړ. نوموړې وويل: "موږ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، په دې وروستۍ مسلې چې مېرمنې بندي شوې دي، چې په‌کې ظریفه یعقوبي او څلور نورې خویندې هم شاملې دي وغږېدلو، له یونما څخه مو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي، ځکه موږ خپله د دې قدرت نه‌لرو چې یوې موضوع ته اجرایوي بڼه ورکړو، خو له نړیوالو منځګړیو څخه غواړو، چې له طالبانو سره خبرې وکړي او موضوع حل کړي." په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ یونما په دې اړه په خپل تازه ټوېټ کې د توقیف شویو ښځو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او ویلي، چې ټول توقیف شوي باید خپلو کورنیو او قانوني سلاکار سره د اړیکې اجازه ولري. د افغان ښځینه فعالانو د نیولو بیا نادرکه کېدلو په اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت له ویاندویانو سره خبرې وکړو، خو ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. د کورنیو چارو وزارت ویاند یې عبدالنافع ټکور بیا ولیکل، چې دا مېرمنې د دوی له‌خوا نه‌دي نیول شوي او د استخباراتو کار دی، خو د استخباراتو ویاند یې خلیل همراز هم زمونږ پوښتنه ځواب نه‌کړه. د طالبانو حکومت په تېرو نږدې شپاړلسو میاشتو بیاځلي واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې، د اکثره دولتي اداروکې ښځینه کارکوونکې یې په کور کېنولي، لرې واټن سفر یې پرې له شرعي محرم پرته بند کړی او حجاب یې هم پرې اجباري کړی دی. په دې وروستیو کې یې تفریحي پارکونو ، ورزشي کلبونو او حمامونو ته له تګ هم منع کړي دي. د افغان مېرمنو په وینا کله چې د دې محدودیتونو په اړه دوی غږ پورته کوي، بیا نیول کېږي او بندي کېږي. د یادونې ده، چې دا محدودیتونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.

17.11.2022 ازادي راډیو

پر افغان مېرمنو د محدوديتونو په اړه د يوناما اندېښنه څومره د اهميت وړ ده؟

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي سالونونو ته د ښځو پر تګ د بندیز په اړه اندېښنه ښوولې ده. دا پر ښځو او نجونو د طالبانو د زیاتېدونکو محدودیتونو د لړۍ وروستی مورد دی، چې ورباندې انتقادونه شوي دي. زموږ همکار له ګلالۍ صافۍ څخه چې په تېر جمهوري نظام کې یې د ولسي جرګې د استازې په توګه هم کار کړی، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د یوناما دا اندېښنه څومره د اهمیت وړ ده؟ د اغلې ګلالۍ صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

16.11.2022 ازادي راډیو

هغه ښار چې مخکې د سلګونو سیکانو کور و، اوس په کې یوازې یو سیک اوسېږي

چرن سینګ د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار یوازینی سیک دی. د هغه ټولې کورنۍ دغه ښار پرېښی او ډېر یې په هند کې اوسېږي. پر سیک او هندو لږکيو د مرګونو بریدونو وروسته، د دغو مذهبي لږکيو ډېرو غړو له افغانستان څخه کډه وکړه. لسګونه کلونه وړاندې، افغانستان کې د سیکانو او هندوانو شمېر له سلو زرو زیات وو. ننګرهار یو له هغه ولایتونو څخه و چې ډېر شمېر سیکان او هندوان په کې اوسېدل.

15.11.2022 ازادي راډیو

اروپايي ټولنه: د ښځو د حقونو نقض د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی

اروپايي ټولنې په افغان مېرمنو د محدودیتونو دوام غندلی دی. د کابل اوسېدونکې ۶۵ کلنه شاه بي بي چې د لس کسیزې کورنۍ غړې ده په خبره يې د سهار له لوري به د خپل لمسي سره د قدم وهلو لپاره د کور ته څېرمه پارک ته تلله. خو هغه اوس وايي، له هغې ورځې راورسته چې طالبانو پارکونو ته د مېرمنو په ورتګ بندیز لګولی نو بیا يې لمسی پارک ته نه دی وړی. هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه وضعیت اندېښمنونکی وباله. نوموړې زیاته کړه: " زما د ژوند یواځينې خوښي له لمسي سره مې پارک ته تګ وو، خو طالبانو له موږ دا خوښي هم واخیسته. اوس چې سهار شي لمسی مې راته وايي چې پارک ته ځو، ژاړي چې ما پارک ته یوسه خو زه ځکه نه شم تللی چې طالبان مې ونه وهي." شاه بي بي غواړي چې په افغان مېرمنو محدودیتونه پای ومومي څو دوی په خپل وطن کې په ازاده فضا کې ژوند وکړي. صابره بله هغه مېرمن ده چې په خبره يې د ساه بندۍ ناروغي لري. هغه وايي، ډاکترانو ورته په ازاده فضا کې د ورزش کولو وړاندیز کړی چې ناروغي يې پای ته ورسېږي. نوموړې وویل: "زه هر سهار په کارته نو کې د ښځو ورزشي ځای ته تلم او هلته مې قدم واهه، په همدې خاطر مې ورځ تر بلې په روغتیا کې بهتروالی راته، وزن مې هم کنترول شوی و. کله کله به د قدم وهلو په هدف پارک ته تللم، خو اوس که ورزش ونه کړم نو دوباره ناروغه کېږم." دا په داسې حال کې ده چې تازه اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په مېرمنو د محدودیتونو دوام غندلی دی. د دې ټولنې ارشد ویاند پیټرسټانو په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو نقض د طالبانو له لوري د ژمنو خلاف عمل دی. اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو او د مېرمنو وضعیت ته په کتو ویلي چې افغان نجونې له ښوونځيو راګرځول شوي، د مېرمنو په سفر بندیز لګېدلی او افغان مېرمنې له اقتصادي ګټې وټې محرومې شوي دي. دغه ټولنې د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د بشر حقونو او مېرمنو په برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د افغانانو د بنسټیزو ازادیو حقونه تضمین کړي. د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ پارکونو او حمامونو ته د مېرمنو په تګ بندیز لګېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې تازه شاوخوا سلو تنو افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حال په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو له خوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، په خپلسر نیول او ځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په توګه یاد شوي.

15.11.2022 ازادي راډیو

د هلمند ځینې اوسېدونکي: تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

په هلمند کې یو شمېر تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي. د هلمند اوسېدونکي تاریخي ابدو ته ګواښ طبیعي پېښې، د حکومتونو نه پاملرنه او د عامو خلکو لخوا غصب یادوي. خلک د دغه تاریخې سیمو د ساتنې او بیارغونې غوښتنه کوي. نور تفصیل په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

15.11.2022 ازادي راډیو

لسګونه افغان ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي

شاوخوا سلو تنو افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حال په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو له خوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، په خپلسر نیول او ځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په توګه یاد شوي. د څو پېژندل شویو ښځينه فعالانو په ګډون شاوخوا سلو ښځو دا لیکونه ترتیب کړي او هرې یوې جلاجلا امنیت شورا ته لېږلي. د دې نوښت مشرانې وايي هڅه یې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له هغه حاله خبر کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغان ښځو او نجونو تېرېږي. مونسه مبارز چې د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خوځښت بنسټګره او د دې لیکونو یوه لیکواله ده ازادي راډیو ته وویل: "سلو لیکونو کې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د ظلم، بې عدالتۍ، وژنو او بېوزلیو روایتونه وړاندې شوي. په لیکونو کې د هغو دردونو او کړاوونو یادونه شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې په ښځو تېرېږي." دغو افغان ښځو داسې وخت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو په اړه د پاملرنې غوښتنه کړې چې د رپوټونو په اساس په تېرو لسو ورځو کې څو ښځې له هغې ډلې ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ د طالبانو له خوا نیول شوي او د ځای او حال په اړه یې لا معلومات نه شته. د ازادي راډیو خبریال د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو سلو لیکونو او په کې د مطرح شویو مساییلو په اړه د دریځ غوښتنه وکړه، خو د دغه راپور تر لیکلو پورې یې ځواب ورنه کړ. د نومبر ۱۵ د طالبانو له واکمنېدو پوره پنځلس میاشتې تېرېږي. د دوی حکومت تورن دی چې په دې موده کې یې د ښځو د حقونو د تامین لپاره هېڅ کار نه دی کړی او لا ورځ تر بلې بندیزونه پرې زیاتوي. د ښځو د حقونو فعاله او د سلو لیکونو د نوښت یوه غړې فوزیه وحدت چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان پرېښودو ته اړ شوې د لیکونو د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هدف مو له دې کاره دا دی چې په یوه کال کې د افغانستان خلکو چې د طالبانو کوم جنایتونه په سترګو لیدلي او دا جنایتونه په افغانانو باندې تېر شوي، د داستانو په شکل امنیت شورا ته منعکس شي." که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او طالبانو ډېری ښځینه کارکونکي مجبورې کړي چې کورونو کې کېني. جبري حجاب، لرو سیمو ته له محرم پرته د سفر ممانعت، تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته د ښځو په ورتګ ممانعت هغه بندیزونه دي چې د ښځو ستونزې یې څو برابره زیاتې کړي. دغو ټولو پرېکړو د بشري حقونو د مدافعینو او اروپايي او امریکايي چارواکو تُند غبرګونونه هم پارولي، خو طالبان له خپل دریځه لا نه دي په شا شوي. په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر، چې په دوحه کې کار کوي، پارکونو ته د ښځو د ورتګ د منع حکم غندلی دی. هغه په دې وروستیو کې په ټویټر کې زیاته کړه چې پارکونو ته د ښځو بندیز به د ښځو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

15.11.2022 ازادي راډیو

يو شمېر ښځينه فعالانې: طالبان خپله بقا د مېرمنو ازادۍ محدودولو کې ويني

په تېره یوه اوونۍ کې په کابل درې معترضه مېرمنې نیول شوې دي، هغه مېرمنې چې د خپلو حقونو د ټینګښت او ازادیو لپاره یې په واټونو او کله کله هم د طالبانو له ویرې په سر پټو ځایونو کې اعتراضونه کول. د دغو معترضه نیول شویو مېرمنو د کورنۍ غړې او همکارانې ادعا کوي، چې دوی د طالبانو له‌خوا نیول شوي هغه ادعا چې طالبانو یې په اړه څه نه‌دي ویلي. اوس یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبان د ښځو له فعالیت ویره لري او او د دوی په خبره، د خپل حکومت بقا د مېرمنو د ازادیو او حقونو په محدود کولو کې ویني. په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو په برخه کې کمېشنره شبنم صالحي د طالبانو حکومت تورنوي چې د ښځو په ضد دی. نوموړې وايي: "له هغې راهيسې چې دوی قدرت ته رسېدلي دي د ښځو د ازادۍ او حقونو د محدودولو په تړاو یې ۳۰ مکتوبونه صادر کړي، د دوی له دغې رویې نه دا ښکاري چې د طالبانو تفکر له بنسټ څخه د مېرمنو په ضد دی، له بلې خوا دوی د ښخو د فعالیت او ویښتیا نه ویره لري، د دې لپاره که مېرمنې ټولنیز او سیاسي فعالیتونه ولري د دوی بقا لنډيږي همدا لامل دی چې دوی د خپل بقا لپاره کار کوي، هر هغه غږ چې د دوی په وړاندې پورته کېږي هغه محدودوي." په افغانستان کې د ولسي جرګې پخوانې غړې شینکۍ کړوخېل بیا د طالبانو دغه کړنه له اسلام نه د دوی ناسم اخیست په ګوته کوي. د  مېرمن کړوخېل په خبره، د افغانستان نیم نفوس مېرمنې جوړوي او طالبان نه‌شي کولای په داشان پالیسو سره د دوی ونډه په سیاست، اقتصاد او ټولنیزو برخو کې کمرنګه کړي. اغلې کړوخېل وايي: "هغه محدویتونه چې دوی د افغان ښځو په وړاندې رامنځته کړي دا د دوی تنګ نظري او د مېرمنو سره تاوتریخوالی په ګوته کوي، د دې تر څنګ له اسلام نه د دوی بې خبري ښېي، له بلې خوا دوی فکر کوي چې د ټولنې نیم نفوس د اسلام او شریعت په نوم له ټولنیز ژوند، سیاسي او اقتصادي اړخونو نه حذف کړي، دوی فکر کوي چې په دغه ډول باندې به یې حکومت دوام پیدا کړي، زما په نظر دا یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه ده، چې باید به دغو پالیسو باندې له سره جدي غور وکړي." پر افغان ښځو د دغو محدیتونو پر دوام په یو تازه اقدام کې د طالبانو حکومت ښځې له تفریحي پارکونو منع کړي چې دغه کړنه یې د نړېوالو له‌خوا له تندو غبرګونونو سره مخ شوې. خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، چې دوی د ټولو افغانانو ازادي د شریعت او اسلام په چاوکاټ کې ټینګه کړې. نوموړی وايي: "د شریعت او اسلام له نظره ټول بشري حقونه منل شوي او د ټولو خلکو حقونه ټینګ شوي دي او په‌کې ستونزه نه‌شته، موږ له خپل اړخه د خلکو حقونو ته ژمن یو، خلک په ثبات کې ژوند کوي، له جګړې لرې دي، هر ورځ یې ستونزو ته رسېدنه کېږي." له یو کال زیات وخت شو چې طالبانو له شپږم ټولکي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي، له شرعي محرم پرته یې په لرې واټن د ښځو په سفر بندیز لګولی اوکله نا کله یې د حجاب د نه مراعتولو په بهانه پوهنتون ته نجونو د تګ مخه هم نیولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تازه جانز هاپکینز پوهنتون په یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو له لوري په مېرمنو د سفر محدویتونو دوی خپلو دندو ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ کړي او په دغه وضیعت کې د مېرمنو لاس‌رسی روغتیايي اسانتیاو ته هم له ستونزو سره مخ شوی.

14.11.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more