شاته

طالبان ولې ښځې نيسې او يا يې تري تم کوي؟ د ځينو مېرمنو د زندان کيسې

د هغو ښځو شمېر کم نه‌دی چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ را وروسته د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوي، ویرول شوي او ځینې یې اوس هم نادرکه دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې چې وخت ناوخت په کابل کې د کار او زده کړو په شمول د خپلو حقونو لپاره اعتراضونه کوي، تر ډېره د طالبانو د امنیتي ادارو له څار او تعقیب سره مخ شوي دي.

کابل کې د ښځو اعتراضونه چې د تېر اګست راهیسې پیل شوي یو شمېر ګډونوالې ښځې یې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، پروین سادات او حیمرا یوسف څلور هغه ښځینه معترضانې دي چې په وروستیو کې په کابل کې نادرکه شوي.

که څه هم طالبان په رسمي ډول د دې ښځو نیول نه تاییدوي خو د ظریفې یعقوبي همکارانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې څه باندې درې اونۍ کېږي ظریفه د طالبانو په توقیف کې ده.

وروسته یې خور او لېور ازاد شول خو مېرمن ظریفه په توقیف کې ده."

د ظریفې یعقوبي یوه همکاره چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له کبله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادی راډیو سره خبرو کې یې وویل؛ مېرمن یعقوبي طالبانو د یوه نوي مدني حرکت د پرانیستلو له مراسمو وړې ده.

هغې زیاته کړه طالبانو ظریفې سره د هغې د کورنۍ غړي هم نیولي وو. "د خاوند ورور او خور يې اوس ازاد شوي دي. دوی یوازې درې ورځې ظریفي سره وو، دوه شپې یې ورسره د کابل امنیت په توقیف خونه کې تېرې کړې او یوه شپه ورسره په څلوېښتم ریاست کې وو. وروسته یې خور او لېور ازاد شول خو مېرمن ظریفه په توقیف کې ده."

ظريفه يعقوبي چې تر اوسه د طالبانو بند کې ده.
ظريفه يعقوبي چې تر اوسه د طالبانو بند کې ده.

د مېرمن یعقوبي یوه بله ملګرې رقیه ساعي چې د هغې د نیولو پر مهال ورسره وه، ازادي راډیو ته وویل: " کله چې طالبان دننه راغلل لومړی يې د ټولو نجونو موبایلونه واخیستل او ويې پلټل، بیا يې موږ یوه - یوه بیرون کړو خو مېرمن ظریفه او څلور تنه زموږ نور همکاران يې ځان سره یوړل. تر اوسه پورې موږ د هغو له حاله خبر نه یو چې دوی چېرته دي او څنګه دي."

فرحت پوپلزۍ چې یوه بله نادرکه معترضه مېرمن ده؛ همکارې يې فوزیې وحدت ازادي راډیو سره په یوه بحث کې د هغې د نادرکه کېدو په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړې وويل: "فرحت نادرکه ده، کورنۍ يې له ډاره خبرې نه‌شي کولی. هره ورځ نجونې ورکېږي دا افغانستان کې څه حال روان دی ایا خلک په دې پوهېږي."

دا یوازې هغه معترضې مېرمنې دي چې په دې وروسیتو کې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

پروانه ابراهیم خېل چې اوس له هېواد بهر ده په تېرې جنورۍ کې د طالبانو له‌خوا نیول شوې وه او د یوې میاشتې لپاره نادرکه وه چې وروسته په ضمانت خوشې شوه.

هغې ازادی راډیو سره خبرو کې د زندان وضعیت داسې انځور کړ: "که چېرې به مو داسې یوه ستونزه لرله چې باید ښځې ته مو ویلي وای خو هلته زندان کې هیڅ ښځه نه وه او زه مجبوره وم چې خپله ستونزه یوه نارینه ته چې اصلا هغه ورباندې پوهېده هم نه ووایم؛ ما ستونزه درلوده خو دوی به شله وو، چې ته ولې لمونځ نه کوې او ولې قران نه وايي؛ ما به ورته ویل چې زه شرعي مشکل لرم خو بیا هم دوی نه پوهېدل او ویل به يې چې ته بهانه کوې."

پروانه ابراهيم خېل
پروانه ابراهيم خېل

دا یوازې ابراهیم خېل نه‌ده چې د طالبانو زندان یې ګاللی دی، د صنم په نوم یوې بلې معترضه مېرمنه هم خپله کيسه کوي او وايي: "په ډېر وحشت سره زما کور ته راننوتل، زما یوې وړوکې لور بیخي شاک ولید او تر یوې اونۍ پورې يې خبرې نه شوې کولای، کور کې يې راته هر څه ګډوډ کړل له ټولو يې موباییلونه واخیستل او زما خواښې دې خدای وبښې تاسې باور وکړئ چې هغې سکته وکړه او مړه شوه."

زما خواښې دې خدای وبښې تاسې باور وکړئ چې هغې سکته وکړه او مړه شوه."

د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دا یوازي معترضې مېرمنې نه‌دي چې توقیف کېږي او زندان ته اچول کېږې، عالیه عزیزي چې پخوا د هرات د ښځینه زندان رئیسه وه څه باندې پنځلس میاشتې کېږي چې ورکه ده او تر اوسه يې هیڅ درک نه‌شته.

د عالیې ورور نذیر عارفي وايي د هغې د لټون لپاره يې تر اوسه هڅو هیڅ پایله نه‌ده ورکړې.

نوموړی وايي: "کومې پلټنې چې موږ کړې دي او شکایت مو د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او نورو سازمانو سره ثبت کړی او کوم راپورونه چې رسنيو د مېرمن عالیې په اړه ورکړي دي تر اوسه بې پایلې دي. طالبان په دې برخه کې هیڅ همکار نه دي او موږ په دې تېر یو کال کې د عالیې له مړي او ژوندې څخه خبر نه یوو."

خو پوښتنه دا ده چې ولې طالب حکومت د دې مېرمنو له اعتراضونو ویره لري او دغه مېرمنې زندان ته اچوي؟

دا پوښتنه یوې معترضې فوزیه وحدت د ازادی راډیو په یوه بحث کې داسې ځواب کړې وه: "دغه معترضې مېرمنې چې دوی يې نیسې د دوی ټولو د خوشې کولو پر سر له ۴۰ نه تر ۸۰ زرو پورې ډالر ترلاسه کوي، زه فکر کوم چې طالبان یوازې باج ګیري کوي نور خو څه پلمه نه‌لري چې دا کار وکړي."

"دغه معترضې مېرمنې چې دوی يې نیسې د دوی ټولو د خوشې کولو پر سر له ۴۰ نه تر ۸۰ زرو پورې ډالر ترلاسه کوي"

د معترضو مېرمنو دغه ادعا مو په کابل کې د نړیوالو سازمانونو او طالب ویاندویانو سره هم شریکه کړه خو د دې راپور تر خپرېدو پورې دواړه خواو د دې ادعا په اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.

د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د معترضو مېرمنو نیول د تمنا پریاني زریاب څخه پیل شول، هغه لومړی مېرمن وه چې په کابل کې ونیول شوه؛ ورپسې زهرا محمدي، پروانه ابراهیم او مرسل عیار ونیول شوې.

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې معترضو مېرمنو ازادي راډیو سره شریک کړي دي، د دې نیولو وروسته معترضې مېرمنې وویرېدې او د امن یو کور ته يې پناه یوړه، خو وروسته له دغه امن کوره ۲۹ تنه معترضې مېرمنې د هغو د کورنیو له غړیو سره یو ځای ونیول شوې.

کابل کې د مېرمنو اعتراضونه، انځور - ارشيف
کابل کې د مېرمنو اعتراضونه، انځور - ارشيف

که څه هم طالبانو په ښکاره د هیڅ یوې مېرمنې نیول تایید نه‌کړل، خو د فیبرورۍ په ۲۱مه يې د کورنیو چارو وزارت داسې یوه ویډیو خپره کړه چې د معترضو مېرمنو اعترافونه په‌کې اخیستل شوي وو.

په هغه ویډیو کې معترضو مېرمنو په دې اعتراف کړی و چې، دوی د بهرنیو په لمسون او د دې لپاره چې وکولی شي له افغانستان ووځي سړکونو ته راوتلې او اعتراضونه یې کول.

خو هغه مېرمنې چې د طالبانو له زندانه خلاصې شوي او یا يې د کابل پر سړکونو اعتراضونه کول، اوس يې ډېره برخه له هیواد بهر ده.

د دوی له منځه مونسه مبازر چې د کابل په وروستيو اعتراضونو کې مخکښه غړې وه، په دې اړه يې داسې وویل: "د کیس جوړول، یا بل هېواد ته تګ، هغه که د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد هم وي او په هغه هېواد کې تاسو ته تر ټولو لوړ مقام هم درکوي خو زما په نظر د هغه چا لپاره به دومره ارزښت ونه‌لري څوک چې پوه شي چې سړک ته په وتلو سره به یا وژل کېږي او یا به د طالب زندان ته اچول کېږي. خو خبره دا ده چې که تاسو د خپلو ازادیو څخه محروم شئ او دا چې زړه مو درد کوي نو تاسې مجبوروي د مرګ له خطر سره ځان مخ کړئ.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې پاتې دي، په زیاتره دولتي ادارو کې مېرمنې له کار کولو منعه شوي دي او هغو معترضو مېرمنو چې د کابل پر سړکونو یې اعتراضونه کول اوس د ځینو له نیولو او ویرولو وروسته دا اعتراضونه کم شوي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی د نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی چې د ښځو او نجونو پر مخ دې د کار او ښوونځي دروازې پرانیزي او پر دوی زیاتېدونکي محدودیتونه دې پای ته ورسوي.

اړوند مطالب