شاته

هرات کې سلګونو مېرمنو او نجونو د زعفرانو په سکتور کې کار پيل کړی

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له محدودیتونو سره سم په هرات ولایت کې سلګونو ښځو د زعفرانو په سکتور کې کار پیل کړی دی.

یو دېرش کلنې زیبا احمدي چې په یوه بانک کې يې کار کاوه، اوس پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله په هرات کې د زعفرانو په یوه فابریکه کې کار کوي.

نوموړې چې د څلورو ماشومانو مور ده، اسوشیتید پرېس خبري اژانس ته ویلي، تېر یو کال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه.

اوس یوه میاشت کېږي چې دلته راغلې یم. روحیه مو ښه شوې او خوشاله یاستو."

نوموړې ويلي: "زه په کور کې خپګان نیولې وم. زه په ډېر بد حال کې وم ځکه چې دا یو کال کېږي چې هر څه په موږ سخت شوي دي. اوس یوه میاشت کېږي چې دلته راغلې یم. روحیه مو ښه شوې او خوشاله یاستو."

د افغانستان زعفران په نړۍ کې د کیفیت له‌مخې په لومړۍ کټګوري کې راځي. هره کیلو افغاني زعفران له اته سوه تر زرو ډالرو پورې پلورل کېږي.

د زعفرانو په سکتور کې تر ډېره هغه مېرمنې او نجونې کار کوي چې طالبانو له دولتي دندو شړلي دي.
د زعفرانو په سکتور کې تر ډېره هغه مېرمنې او نجونې کار کوي چې طالبانو له دولتي دندو شړلي دي.

په تېر دوبي کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه‌لري او پر دوی نوي بندیزونه لګول شوي دي.

"پارکونه تړل شوي، ښوونځي تړل شوي، موږ له ژوند څخه په بشپړ ډول مایوسه شوي یو"

هما محمدي ۱۸ کلنه ده. نوموړې د لېسې زده کوونکې وه، خو له تېرو ١٥ مياشتو راهيسې يې خپلو زده‌کړو ته دوام نه‌دى ورکړى او اوس د زعفرانو د توليد په څانګه کې کار کوي.

نوموړې وايي: "پارکونه تړل شوي، ښوونځي تړل شوي، موږ له ژوند څخه په بشپړ ډول مایوسه شوي یو، ژوند زموږ لپاره خورا ستونزمن شوی و د کور په څلورو دېوالونو کې بندیانې یو. نو ژوند را باندې خورا سخت دی."

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې اوس د زعفرانو د ګلانو د راټولولو موسم دی او شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د دغه رياست د معلوماتو له‌مخې، زرګونه ښځو او نجونو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

هرې ښځې او نجلۍ ته چې د زعفرانو د تولید په پروژه کې کار کوي، د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

فاطمه اکبري چې پخوا د ښوونکې وه، اوس په هرات کې د زعفرانو د یوې فابریکې په جوړېدو خوښه ده.

اغلې اکبري وايي: "موږ له کار او معلمۍ و ایستل شو. د خپلو ماشومانو او کورنۍ لپاره مو کوم معاش نه ترلاسه کاوه. هر څه په موږ بند دي خو اوس دا یوه هیله راپاتې ده."

که څه هم ښځې د زعفرانو د محصولاتو په برخه کې له کار کولو څخه راضي دي، خو بیا هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي، ځکه د زعفرانو د ټولولو موسم ډېر لنډ دی او په کال کې یوازې څو اونۍ دوام کوي.