ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ريچارد بېنيټ: د افغان مېرمنو او نجونو شاتګ د افغانستان په تاريخ کې بې‌ساری دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنيټ وايي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې‌سارې وي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له راپور ورکولو وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل، افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او نجونې احساس کوي چې له نړۍ هېر شوي دي. ښاغلي بېنيټ وویل چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخ شوې دي. نوموړي وويل: "لومړی خو دا چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ډېر شاتګ شوی، ممکن دا شاتګ په تاریخ کې بې‌ساری وي. په بله معنا چې دا شاتګ له ۱۹۹۶ کلونو هم لوی شاته تګ دی، ځکه کومې لاسته راوړنی چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوریت د رامنځته کېدو وروسته په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې له شاتګ سره مخ شوي دي، او دا یو ستر شاه تګ دی." دا په داسې حال کې ده چې په پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له تېرې څه د پاسه یو کلنې واکمنۍ راهیسې، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلي، مېرمنې کار او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر ته نه پرېښودل کېږي، دغه شان حجاب هم پرې اجباري شوی دي. دغه شان په رسنیز ډګر کې هم په ښځنیه خبریالانو سخت محدودیتونه لګېدلي، چې له امله يې زیات شمېر ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بېنيټ په دغه خبرې کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان د بشري حقونو د نقض په اړه ژورې اندېښنې شته او لږکي او رسني په پراخه توګه تر فشار لاندې دي. ښاغلي بېنيټ وویل، دا خبره سمه ده چې د نورې نړۍ په ځانګړي ډول د اوکراین خبرونو پر افغانستان سیوري غوړولی خو نړۍ مسؤلیت لري، چې افغانستان هېر نه‌کړي ځکه د ده په خبره افغانان یو وار بیا د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي. ښاغلي بېنيټ وويل: "رسنۍ په پراخه کچه ځپل شوي دي، هلته بشري بحران او له مجازاتو معافیت دی، حساب او کتاب نه‌شته دا باید هېر نه‌کړو دا هېواد څلور لسیزې جګړه شاته پرېښې ده کله چې زه له افغانانو سره خبرې کوم دوی فکر کوي چې د نړۍ پام بل ځای په ځانکړي ډول اوکراین ته اوښتی دی او دوی یوازې پرېښودل شوي او هېر شوي دي." که څه هم طالبانو حکومت ویاندویانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو چهارشنبه د دوی د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې يې ویلي وو، چې نړیوال د طالبانو له مثبتې روحیې ناوړه ګټه اخلي. په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو شمېر څېړونکو بنسټونو په تګلارو نیوکه شوې وه. په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته يې د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي خو د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمي تګلارو خلاف د اوازو او مجازي سرچینو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد یې کاروي. خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او په ډېری ډولتي ادارو کې ښځې له کار راګرځول د ښځو د حقونو ښکاره نقض دی چې په دغه هېواد کې دننه او بهر یې په اړه پراخ غبرګونونو موجود دي.

27.10.2022 ازادي راډیو

د نجونو د ښوونځیو بندېدو دوام؛ ځینو زده کوونکو نورو بوختیاوو ته مخه کړې

له زدکړو یو شمېر محرومې کړای شوې افغان زده کوونکې وايي، د ښوونځيو د تړل کېدو له امله يې هغه کارونو ته مخه کړې چې په اړه یې فکر نه و کړی. دنیا چې دا مهال ۱۶ کلنه ده، یو کال مخکې د کابل ښار په یوه ښونځي کې د لسم ټولګي زدکونکې وه. د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځيو په تړل کېدو سره، اوس دنیا د غالیو اوبدلو په یوه کار خونه کې کار کوي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دا یې نه غوښتل، خو اوس غواړي په یو ډول بوخته او له یوازیتوب ووځي. هغه زیاتوي: "له کومه وخته چې ښوونځي بند شوي دي، زموږ په ذهن يې ډېر بد اغېز کړی. له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اوس دلته کار کوم او د غالیو د اوبدلو په برخه کې مې ډېر څه زده کړي دي." دنیا وايي، په دې کار سره اوس ډېر د یوازیتوب احساس نه کوي. د لسم ټولګي زده کوونکې سحر چې اوسمهال ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، هیله يې درلوده چې په راتلونکې کې ډاکتره شي، خو اوس دا هم دلته د غالیو د اوبدلو په کارخونه کې شاګرده ده. هغه وايي: "نږدې و چې په ذهني تکلیفونو اخته شم، دا حالت موږ ته ډېر سخت وو. ما غوښتل چې په راتلونکې کې ډاکتره شم، انجینره شم، خو اوس د غالیو د اوبدلو په دې کارخونه کې کار کوم، لږ ترلږه د ذهني ناروغۍ نه پرې راګرځېدلی یم، ځکه د زده کړو په اړه نور ناهیلې شوې یم خو په دې شکل غواړم چې مصروفه ووسم." په ورته وخت کې د پوهنتون استاد خوشحال اصفي، وايي د دغه نجونو ظرفیت چې په نورو مهمو برخو په ځانګړي ډول په ډاکترۍ، انجینرۍ او د تخصص په برخو کې کارېدلای وايي، اوس په غالیو اوبډلو مصرفېږي. اصفي وویل: "حاکم نظام له تېرو ۴۰۲ ورځو راهیسې د یو نسل پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلي دي. دا کار هېڅ ډول دیني او ملي توجیه نه لري، دغه نجونې هره یوه يې په زړه کې بلا ډېر ارمانونه لري." پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راهیسې چې له یو کال زیات وخت کېږي د نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې تړلي دي. د طالبانو دا کار په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په وار وار له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي پرانېزي، خو تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په دې اړه کار روان دی او ژر به له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي. د یونېسف د راپور پر بنسټ، په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۸۵۰ زره نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي.

26.10.2022 ازادي راډیو

د نجونو پټ ښوونځي، له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو ته د هېلې څرک

ځینو ښوونکو او د نجونو د زده کړو فعالانو کابل کې د زده کړو پټ مرکزونه جوړ کړي او له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو ته درس ورکوي. د نجونو منځني او ثانوي ښوونځیو له تړلو څلور سوه ورځې تېرېږي خو د طالبانو حکومت لا هم نه دي ویلي چې کله به دغه ښوونځي پرانیزي.

25.10.2022 ازادي راډیو

د نجونو د ښوونځیو بندېدو ۴۰۰ ورځې پوره کېدل؛ دا پرېکړه ناعادلانه وبلل شوه

نن سه شنبه د لړم میاشتې درېیمه په افغانستان کې د طالبانو لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ۴۰۰ ورځې پوره شوې. یوه زده کوونکې د پوښتنې په توګه وايي: "ولې مو زمونږ ښوونځي بند ساتلي؟" هغه وویل چې د طالبان په بیا ځلي واکمنېدو سره دا دی ۴۰۰ ورځې کېږي چې په کور ناسته ده. دیانا وايي، د اووم ټولکي زده کونکې وه چې طالبانو د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې. نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نه غواړي له زده کړو محرومه شي. دیانا زیاته کړه: "موږ له دې اندېښنه لرو چې ښځې بې سواده پاتې شي، دا د مېرمنو له برخلیک سره لوبه ده. ښوونځي باید پرانیستل شي. موږ نه غواړو چې بې سواده پاتې شو." د طالبانو حکومت بیا په دې موده کې د دیانا د پوښتنې په څېر ورته پوښتنو ته بېلابېل ځوابونه ویلي. تازه د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ په ترکیه کې د 'مدارسو او دیني عالمانو د یوالي نهضت' په نوم د دیني عالمانو ناستې ته ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د تګ په اړه د یوې مشخصې طرحې د جوړلو خبره وکړه او د د دغو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو هیله یې ورکړه. د دغې طرحې د جوړېدو خبره مخکې هم بېلابېلو طالب چارواکو کړې وه. خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مخیکني سرپرست نورالله منیر بیا دا مسئله د افغانستان کلتوري بحث ګڼلی و چې خلکو رسنیو سره په خبرو او په ټولنیزو رسنیو کې په لیکنو سره ورته غبرګونونه وښودل او دا خبره یې رد کړه. هغه څه چې په تېرو۴۰۰ ورځو کې یې په افغانستان دننه او بهر په اړه انتقادونه او غبرګونه مطرح دي هغه دا دي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د برخلیک په اړه د طالب چارواکو وینا او عمل یو شان نه دي. د سنبلې په میاشت کې د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې له شپږم ټولکي پورته نجونې دوه اوونۍ ښوونځیو ته ولاړې خو طالبانو بېرته دغه ښوونځي وتړل چې دغه چاره په پکتیا کې د زده کونکو له غبرګون سره مخ شوه. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په یوې خبري ناسته کې وویل، دا به وڅېړل شي چې دغه ښوونځي د چا په امر پرانیستل شوي وو. ښوونکې کریمه په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د دروازو د تړلو پاتې کېدو او د پایلو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "د نجونو حق چې په ټول تاریخ کې دوی نه دی ورکړي او نه یې ورکوي، دوی غواړي په همدغه سیسټم سره نجونې ړندې او کڼې وساتي. یوه نجلۍ ړنده او کڼه ساتل په دې مانا نه ده چې یوازې دا به شاته پاتې شي، ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، ټولنه مو شاته پاتې کیږي، خلک مو شاته پاتې کېږي، هېواد مو پرمختک نشي کولای او له ټولو هغه سیسټمونو نه شاته پاتې کېږو چې باید په کې پرمختګ وکړو." که څه هم طالبانو له شپږم ټولکي پورته د ښوونځيو د تړل کېدو ښکاره لاملونه نه دي په ګوته کړي، خو د نجونو او ښځو حجاب هغه موضوع ده چې طالب چارواکو یې په اړه په ځلونو بحثونه کړي دي. دغه شان دا هم ویل شوي و چې په کابل کې د طالبانو د حکومت لخوا د عالمانو په ناسته کې به د نجونو د زده کړو په اړه بحث وشي خو داسې ونه شول. په دې ورستیو کې د دوه لوړو پوړو طالب چارواکو له ویناوو اخیستل دا کېږي چې د نجونو د زده کړو موضوع دې د طالب چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو قرباني شوې وي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د میزان میاشتې په پنځمه د سیلانیانو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو د زده کړو موضوع ته په اشارې سره وویل، چې باید ښوونځی د ټولو پرمخ پرانیستل شي. هغه وویل چې علم په ښځې او نارینه دواړو فرض دی. نوموړي زیاته کړه: "باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي، ژر تر ژره باید په افغانستان کې د ښوونځیو او مدرسو دروازې د ټولو پرمخ پرانیستل شي." خو په همدې ناسته کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي وویل چې علم د ښځو لپاره مباح او نارینو لپاره مستحب دی. حنفي ویلي و: "هر چېرته چې لاړ شو د تعلیم خبرې کېږي، تعلیم خو مباح عمل دی او دا یوه عملي خبره ده، لویانو! دنیوي تعلیم، د ا مباح دي، او که د امیر او مباح ترمنځ تعارض راځي بیا د امیر حکم واجب دی." خو د طالبانو حکومت بیا تراوسه په دې اړه چې د ښځو ټول حقوق به د اسلامي شریعت په رڼا کې وي ښکاره تعریف نه دی وړاندې کړی. د بشري حقونو فعالان د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل ظلم او د بشري حقونو نقض بولي. د بشري حقونو څارونکی ماهر مومند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "طالبان په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه نجونې له تعلیم نه پاتې کړي دا نه یوازې دا چې د بشر حقونو یو اساس یې نقض کړی بلکې جنسیتي تبعیض هم دی، له دې کار سره غواړي افغان نجونې څنډې ته کړي او له ټولنې یې حذف کړي. د طالبانو دغه ظالمانه پرېکړه د افغان نجونو راتلونکي ته سخت زیان رسوي." د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت نظر د مجاهد د هغه څرکندونو په اړه واخلي چې تېره اونۍ یې په ترکیه کې د دیني عالمانو په ناسته کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو په اړه کړې وې، خو خپله مجاهد او د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیر احمدریان د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

25.10.2022 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: له ټولنیز ژونده د افغان ښځو د حذفولو منظمه هڅه روانه ده

ملګري ملتونه وايي، تېر یو کال د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شوي چلند ته په کتو له ټولنیز ژونده د ښځو د لرې کولو یوه منظمه هڅه څرګندوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر وايي، په دې اړه یې څېړنه کړې چې تېر یو کال په دغه هېواد کې له ښځینه خبریالانو سره څه شوي او دا د افغانستان لپاره څه معنی لري. دغه اداره زیاتوي چې طالبانو رسنۍ سختې محدودې کړي او له تلوېزیونونو د ښځو د څېرو او نظریاتو په بندولو سره یې په ټوله کې له ټولنیز ژونده د ښځو د رول د کمولو سیسټماټیکه او منظمه هڅه روانه کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د طالبانو یو لوی خنډ هغه امر وباله چې له مخې یې ښځینه نطاقانې مکلف وګرځول شوې چې مخ پټې باید په تلوېزیونو کې راښکاره شي. په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ښځینې مېلمنې هم باید خپل مخونه د خبرو په وخت پټ کړي او ان تر دې چې ښځینه نطاقانې په تلوېزیوني پروګرامونو کې له نارینه مېلمنو سره بحثونه نه شي کولای. په دې وروستیو کې د یک تلوېزیون خبریالې لیمه سپېڅلې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې رسنۍ سره کار پیل کړی، په خپل فېسبوک کې لیکلي چې د طالبانو د بندیزونو له امله نور نه شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي. ښځینه خبریالانې وايي چې رنګارنګ جامې نه شي کارولی او هم په هغو پروګرامونو کې برخه نه شي اخیستلی چې نارینه مېلمانه ورته بلل شوي وي. یوې بلې خبریالې خاطره نوري چې په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره کار کوي، په دې وروستیو کې له طالبانو وغوښتل چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او رسنۍ دې سانسور نه کړي. هغه زیاتوي: "له طالبانو څخه د خبریالانو غوښتنه دا ده چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، رسنۍ دې سانسور نه کړي، د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته دې پام وکړي او خبریالانو ته دې اجازه ورکړي چې خپل رسنیز فعالیتونه د قانون او ژورنالیستي مکلفیتونو له مخې له مخې ترسره کړي." خو د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د حجاب له حکم پرته پر ښځینه خبریالانو کوم بندیز نه دی لګول شوی. خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، د دوی د سروې له مخې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه د دې لامل شوي چې شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانې بېکاره او یا له دندو ګوښه شي.

25.10.2022 ازادي راډیو

صافۍ: طالبان ښايي د استخباراتي کړیو په اشاره پر ښځو فشارونه راولي

د ملگرو ملتونو یوې ادارې یو وار بیا د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په باب اندېښنه وښوده. دا اندېښنه داسې مهال ښوول کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو محدودیتونه او فشارونه په زیاتېدو دي. زموږ همکار، صالح محمد صالح له گلالۍ صافۍ څخه چې په تېر جمهوري نظام کې یې د ولسي جرگې د استازې په توگه هم دنده ترسره کړې، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې د نړیوالو ادارو دا اندېښنې څومره جدي دي؟ د اغلې ګلالۍ صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

24.10.2022 ازادي راډیو

د اندېښنو دوام؛ د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغان مېرمنو ته د حقونو د ورکړې غوښتنه کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د افغان نجونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دې سازمان د اسیا پاسیفیک څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوسني وضعیت د افغان نجونو او ښځو په ژوند خورا بد اغېز کړی. دې ادارې لیکلي: "افغان نجونې او ښځې د سفر، زده‌کړو او کار د محدودیت په ګډون، له سختو ګواښونو سره مخ دي چې د دوی په خوندیتوب او هوساینه یې بده اغېزه کړې ده." د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري زیاتوي، د افغانستان د راتلونکې او سوکالۍ لپاره باید د دوی حقونه خوندي وساتل شي. دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې نن د ملګرو ملتونو سازمان د جوړېدو ۷۷یمه کلیزه ده. دا ورځ سږ کال په افغانستان کې داسې مهال راځي، چې افغانان د خپل اوسني وضعیت د بدلون په برخه کې له دې سازمان د بشپړې همکارۍ او مرستې غوښتنه لري. د دې سازمان د سږني کال شعار "د سولې او سوکالۍ لپاره بېرته سره یو ځای کېږو." دی، هغه شعار چې افغانستان یې د رسېدو لپاره لا اوږد واټن مخکې لري. د زور له لارې د طالبانو له‌خوا د قدرت نیولو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر وړاندې یو ځل بیا خنډونه جوړ کړي، هغه چې د جګړې وېره یې زیاته کړې او تر څنګ یې ځینې وسله‌والو ګروپونو عملا د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړې. طالبان په دې هم تورن دي چې، د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه یې نقض کړي. د بېلګې په توګه طالبانو د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو پرته په ټولو ادارو کې ښځې له دندو ګوښه کړي، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي، له محرم پرته یې په سفرونو بندیز لګولی او پر ښځو یې مخ پټول هم اجباري کړي دي. هغه څه چې یو شمېر افغان نجونې او ښځې یې پر وړاندې را پورته شوي او خبره یې تر اعتراضونو او لاریونونو را رسېدلې. يوه مدافع وکيله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، اجازه ور نه‌کړل شوه چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. اوس د ملګرو ملتونو د جوړېدو په ۷۷یمه کلیزه او که څه هم د دې سازمان په ماموریت نیوکه کوي، خو زياتوي، ملګري ملتونه باید په پوره رسالت د افغانانو د ژوغورنې لپاره جدي ګامونه واخلي. نوموړې وايي: "موږ له ملګرو ملتونو پوښتنه کوو چې تاسې د څه لپاره جوړ شوئ، ولې خپل کار نه کوئ، ولې د فقیرو او مظلومو هېوادونو پر وړاندې خپل مسؤلیت نه ترسره کوئ. اوس افغانستان ښځې د جاهلیت د زمانې په څېر ژوند کوي. ولې اوس چپ یاست، ستاسې دنده خو یوازې راپور جوړول نه‌دي." هاخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي، ملګري ملتونه ځان د هیلو او ارمانونو سمبول بولي او دا سازمان د خلکو له هیلو را ټوکېدلی دی. ملګرو ملتونو په خپله ویب‌پاڼه د ښاغلي ګوتریش له قوله لیکلي، دا سازمان اوس له ازموینو سره مخ دی، خو ملګري ملتونه همداسې ورځو لپاره جوړ شوی سازمان دی چې د سولې ټینګښت، د بې‌وزلۍ او نا برابرۍ د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

24.10.2022 ازادي راډیو

رحیمه: د طالبانو له لوري د نندارتونونو جوړول د خلکو تېر ایستل دي

ځینې ښځینه سوداګرې د تولید شویو توکو له نه صادرېدو او په کور دننه د بازار له نشتوالي شکایت کوي. رحیمه حاجي زاده په کابل کې د 'خورشید تابان' په نوم د جامو او زېوراتو شرکت لري. مېرمن حاجی زاده وایي، چې په ۱۳۸۷ کال کې یې په ۱۵۰ زره افغانیو پانګې سوداګري پیل کړه چې وروسته یی دا پانګه لس زره ډالرو ته ورسېده. خو د دې په خبره، اوس د کورني او بهرني بازار په نشتوالي، سره یې سوداګري پیکه شوې او پانګه یې هم راکمه شوې ده. هغه زیاتوي: "اوس صادرات نه شته. کوم پروګرامونه چې طالبان یې په کور دننه جوړوي او وایي، چې تاسو ته مو نندارتونونه جوړ کړي، یواځې د خلکو تېر ایستل دي. د توکو لپاره تبلیغات نه کېږي او په نندارتونونو کې په ګډون سره یې اقتصادی زیان موږ ګالو، مېزونه په کرایه نیسو، غرفې په کرایه نیسو، خو له منفي پایلې او جګرخونۍ سره کور ته ستنېږو." دا سوداګره مېرمن وایي، هغو کارګرو مېرمنو چې پخوا یې، د دی په شرکت کې کار کاوه، ټولی اوس په کور ناستې دي. ثریا دقیق بله سوداګره مېرمن ده چې په ۱۳۹۸ کال کې یې په هرات ولایت کې د 'ګوهرناز زعفرانو' شرکت جوړ کړ. اغلې دقیق د خپل شرکت د فعالیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ډېری مېرمنو شرکتونه له سقوط سره مخ شوي او د بېرته پرانیستو توان یې نه لري. زه خپله یو کال کېږي چې د شرکت د جواز نوي کولو لپاره مستوفیت ته دننه نه شم تلای، اوس څلور اوونۍ کېږي چې هلته ورځم، خو خپل جواز نه شم اخیستلی." دا سوداګرې مېرمنې د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه او مرسته ورسره وشي، چې په کور دننه او بهر خپلو محصولاتو ته بازار پیدا کړي. خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرو مېرمنو د سوداګرۍ د ودې لپاره هڅې شوي څو دا مېرمنې وکړی شي خپلو سوداګریو ته دوام ورکړي. جواد زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د هغو مېرمنو لپاره چې غواړي سوداګري وکړي، ځینې اسانتیاوې په پام کې نیول. د دوی د تولیداتو لپاره د بازار موندلو په برخه کې هم هڅې دوام لري څو یې تولید شوي توکي بهر ته صادر شي." دی وایي چې سوداګرو مېرمنو ته د کار جواز د وېشلو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شوي او دوی کولی شي چې د ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت اړوندو مسوولو ادارو ته مراجعه وکړي. د سوداګرو مېرمنو دا ستونزې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې هم یو شمېر سوداګرو ښځو ازادي راډیو ته ویلي وه چې د طالبانو حکومت د دوی له سوداګری ملاتړ نه کوي، نو له همدې امله یی په تېر یوه کال کې خپله پانګه له لاسه ورکړې او ډېری دوی سوداګري پرېښې او له افغانستانه بهر تللي.

23.10.2022 ازادي راډیو

هیدر بار: طالبانو له معترضو مېرمنو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند کړی

د بشري حقونو څار سازمان وایي، هغه درې ښځې چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وې، ورسره تاوتریخوالی او بد چلند شوی دی. د بشري حقونو څار سازمان وایي، تېره اوونۍ یې د طالبانو له خوا له یو شمېر ښځو سره د بد چلند په اړه شکایتونه ثبت کړي دي. د دې سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښځې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د اعتراضونو په ترڅ کې د طالبانو له خوا نیول شوې وې. بار وویل: "ښځو د ډېر ناوړه بد چلند جزییات ورکړل. د ځان پر وړاندې یې د طالبانو د فزیکي تاوتریخوالي خبرې وکړې. دوی د خپلې کورنۍ له غړیو سره توقیف شوي وې چې کوچني ماشومان هم په کې وو. طالبانو د دغو ښځو یو شمېر نارینه هم توقیف کړي وو. هغوی په ډېر ناوړه وضعیت کې ساتل کېدل." د بشري حقونو څار سازمان په خبره دغه ښځې او د کورنۍ غړي یې څو اوونۍ د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې بندیان وو. په راپور کې دغه راز ویل شوي چې دغه ښځې توانېدلي چې له افغانستانه ووځي. د هیدر بار په خبره طالبان په افغانستان کې له ښځو وېره لري او د همدې لپاره یې غږ غلی کوي. نوموړې زیاته کړه: "ټولې دغه څرګندونې په ټولیزه توګه دا پیغام ورکوي چې ښځو په مېړانه په سخت وضعیت کې د نورو افغان ښځو ترڅنګ د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړی. د دغو ښځو کیسې ښیي چې طالبان تر څه حده د دوی له فعالیته وېره لري." د تېر کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې له ډېرو جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي. نړیوالو بنسټونو او د نړۍ ډېرو هېوادونو د دغه وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي. دغه هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د تعامل په برخه کې د ښځو د حقونو موضوع د یوه مهم مورد په توګه یادوي. تراوسه د طالبانو چارواکو له دغو ښځو او د کورنیو له غړیو سره یې د بد چلند په اړه د بشري حقونو د څار سازمان د دغه راپور پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی. په دې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره باید له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي. د هغې په خبره که نجونې او ښځې په افغانستان کې له پامه وغورځول شي، د دې هېواد ټولنه به افراطیت او ناکامۍ ته برابره شي.

22.10.2022 ازادي راډیو

د کابل په بادام باغ کې د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

دې نندارتون کې د نارینه‌و ترڅنګ ډېر شمېر ښځې لیدل کېږي، دغه ښځې سوداګرې دي او په لاس تولید شوي توکي او نور یې د نندارې لپاره دلته راوړې دي. د دې نندارتون یوه ګډون‌واله سوداګره شکریه شمس وايي، اوسني وضعیت کې د ښځو لپاره د دې ډول فرصتونو برابرول مرسته وکړي چې د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شي، هغه هم داسې مهال چې ډېر شمېر ښځې د طالبانو له‌خوا له دندو شړل شوي دي. نوموړې وايي: "له بېلابېلو ولایتونو ښځې راغلې دي. ما چې له کومو ښځو سره خبرې وکړې، له مزار شریف، غزني، ننګرهار، هرات او یو شمېر نورو لېرو پرتو ولایتونو راغلې وې. یو توپیر دا و چې ځینو بهرنیو مؤسسو ورته وړیا غرفې نیولې وې او د ښځو له تولیداتو یې ملاتړ کاوه." د سوداګریزو توکو او د ښځو په لاس د جوړو شویو تولیداتو لپاره دا نندارتون د درې ورځو لپاره پرانيستل شوی او د شنبې په ورځ پای ته رسېږي. غنچه ګل کریمي د هرات ده او د شاتو مچۍ لري. هغې هغه شات چې تېر یوه کال کې یې په لاس راوړي، دې نندارتون کې نندارې ته اېښي چې نوموړې اوس لیدونکو او اخيستونکو ته سترګې په لار ده. غنچه ګل کريمي وايي: "د ښځو ونډه زیاته ده. د نندارتون دننه یې هم خپل تولیدات راوړي او هم یې ګډون کړ. دا زما لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی." سوداګره رویدا رحماني بیا د دې نندارتون له ګډون‌والو غواړي چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي، څو په کور دننه تولیدات لا زیات شي او تر خوا یې له پانګه‌والو ملاتړ هم وشي. نوموړې وايي: "له خلکو مې غوښتنه ده چې نندارتون ته راشي. له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او همدا ډول خپل سوداګر وهڅوي، څو له دې لا ښه محصولات تولید کړي." د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان اقتصادي وضعیت ناورین سره مخ دی او په دې برخه کې ښځو له نورو ډېر زیان لیدلی. نړیوال بانک په خپل راپور چې د تلې په ۲۵مه یې خپور وکړ ولیکل، د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د طالبانو له‌خوا د وضع شویو محدودیتونو دوام به، د دې وطن اوږد‌مهاله اقتصادي ته لا زیان ورسوي.

21.10.2022 ازادي راډیو

راډیويي مجله؛ د موسیقۍ دوو افغان هنرمندانو ته جایزې ورکړل شوي

د ازادي راډیويي مجلې په پروګرام کې اورئ چې د موسیقۍ دوو افغان هنرمندانو ته د اغا خان بنسټ د ۲۰۲۲ کال جایزې ورکړې دي. دغه راز په دې خپرونه کې له اکبر کرګر سره د داستان پر هنر بحث شوی. دغه راز اورئ په افغانستان کې د کتابونو د راغونډولو کمپاین پیل شوی. دا یو شمېر نور مطالب د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:  

21.10.2022 ازادي راډیو

په پاکستان کې د ننګرهار پوهنتون استاد 'لیث عبدالرحیمزی' لادرکه شوی

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهورپه پنجاب پوهنتون کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه شوی دی. د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې کورنۍ يې د نوموړي د ترې تم کېدو ادعا کوي. د هغه مشر ورور قیس عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل چې استاد لیث د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ له دوی سره وروستۍ اړیکه نیولې او له هغه وروسته بیا تر ننه تری تم دی. نوموړي زیاته کړه: "د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ يې زما پلار سره اړیکې نیولي دي، د ښه او بد له پوښتنې وروسته يې ورته ویلي دي چې ښايي زما انټرنېټ بند شي. بیا څو ورځې موږ په تمه شو چې ښايي مصروف به وي، خو ونه شوه، درې ورځې وروسته يې له ملګرو سره په اړیکه کې شوم، هلته يې ملګرو د پولیسو له ادارو سره په تماس کې شول، اطاق يې ولیدل شو، امنیتي کمرې چېک شوې، او ټولې هغه اډې چې تورخم ته يې سپرلې انتقالوي دا هم چېک شوې دې خوا نه دی راغلی او نه يې تر دې دمه معلومات وشو." دی وايي، له دې پېښې وروسته په لاهور کې د استاد لیث ملګري استادان د پولیسو سیمه ییزو ادارو ته عارض شوي دي خو ورته ویل شوي چې دا ستونزه دې له ډیپلوماټيکي لارو حل کړي. دی د طالبانو له حکومته غواړي چې د ورور په پیدا کېدو وروسته مرسته وکړي. نوموړی وايي، نه پوهېږي چې استاد لیث په پاکستان کې کومې استخباراتي ادارې تری تم کړی او که د مافیا کومې ډلې تښتولی دی. دی وايي، د استاد له قانوني اړخه هلته هېڅ ډول ستونزه نه ده درلوده او نه يې هم د کوم سیاسي ګوند غړیتوب درلود. هغه وویل، نوموړي یوازې له خپلو زده کړو سره کار درلود. په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي یو شمېر استادان چې نه غواړي په دې راپور کې نومونه خپاره شي تاییدوي چې استاد لیث له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه شوی دی. دوی وايي، موضوع يې اړوند ارګانونو او دغه شان په پېښور کې له افغان سفارت سره هم شریکه کړې ده. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلي، خو مسوولانو يې اړیکې ځواب نه کړې. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په دې اړه له ژمنې سره سره د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې. د یادولو ده چې د ننګرهار پوهنتون زیات شمېر استادان په ګاونډي پاکستان کې د ماسترۍ او دوکتورا په زده کړو بوخت دي. د ننګرهار پوهنتون استادان وايي ،که د طالبانو حکومت د دغه ډول مسایلو د بیا تکرار مخه ونه نیسي نو دوی اړ دي چې له دې وروسته په پاکستان کې زده کړې ونه کړي.

21.10.2022 ازادي راډیو

د کابل پوهنتون له لیلیې ایستل شوې محصلانې له ګڼو ستونزه سره مخ دي

یو شمېر هغه ښځینه محصلانې چې څو ورځې مخکې د طالبانو له خوا د کابل پوهنتون له لیلیې ویستل شوې وې، وايي چې دا مهال د خپلو دوستانو په کورونو کې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د کابل پوهنتون له لیلیې څخه یوه شړل شوې محصله وايي، له لیلیې څخه تر ایستلو وروسته په کابل کې د خپلو دوستانو په کور کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي. دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې، په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، نو ځکه باید دې د دوی ستونزو ته پاملرنه وشي. هغې زیاته کړه: "زه په کابل ښار کې د بل چا په کور کې اوسېږم، دا ډېره ستونزمنه ده، که د څو ورځو لپاره بېرته ولایت ته ولاړې شو، ډېر لګښټ کېږي، موږ یې توان نه لرو، لیلیه زموږ لپاره یوه لویه مرسته وه موږ ته اقتصادي تمامېدله." دا محصله له نړيوالې ټولنې غواړي چې د ښځينه محصلانو ستونزې هوارې کړي څو وکولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دا نجونې چې څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه ویستل شوې وايي چې له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د زده کړو لپاره راغلې او دا مهال د اوسېدو مناسب ځای نه لري. په ورته وخت کې د دغو محصلانو یوه ملګرې چې له لیلیې نه ویستل شویو دوه تنو نجونو محصلانو ته یې په خپل کور کې ځای ورکړی، وايي چې یادې محصلانې له نامعلومه برخلیک سره مخ دي. دې هم ونه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل: "زما ملګريې یې د کابل پوهنتونه له لیلیې وویستلې. دا نجونې له ولايتونو څخه راغلې دي. د دوی برخليک به څه وي. دوه نجونې چې زما نږدې ملګرې وې ما خپل کور ته راوستلې، دا څه رقم انصاف دی؟ ځوانې نجونې یې سړک ته راوشړلې، بلاخره زموږ راتلونکی څنګه کېږي؟" دا په داسې حال کې ده چې تازه د بخښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د ایستل شویو ښځینه محصلانو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په داسې یوه چاپېریال کې چې ښځې او نجونې زده کړو، ټرانسپورټ، د کار او نورو بنسټیزو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي، د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو د ایستلو په اړه د رسنیو خپاره شوي راپورونه ډېر د اندېښنې وړ دي. تر دې مخکې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار ویلي وو، چې د کابل پوهنتون د ښځینه محصلانو اعتراض دا ښيي چې طالبان د ښځو او نجونو پر حقونو باندې ښکاره تېری کوي. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د ایستل شویو ښځینه محصلانو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو نظر هم واخلي، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې. تر دې وړاندې دوی ویلي و چې د دغو محصلانو د شړلو لامل د کابل پوهنتون د لیلیې له اصولو او مقرراتو سرغړونه ده. د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د لسګونو نجونو محصلانو د ایستلو په غبرګون لسګونو نجونو محصلانو د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ودانۍ مخې ته لاریون وکړ. یو شمېر اعتراض کوونکو ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه څه باندې ۵۰ ښځینه محصلانې ایستل شوې دي. دا موضوع په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

20.10.2022 ازادي راډیو

د ښځو دوستانو ډلې د افغان مېرمنو او بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډله په دې هېواد کې بشري او اساسي حقونو ته د ښځو د نه لاسرسي او د دوی پر وړاندې د ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. مریم چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې يې په یو شخصي کمپنۍ کې دنده درلوده، خو په خبره يې د طالبانو تر راتګ وروسته په کور ناسته او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده. هغې وویل: "اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي. زه یوازې نه بلکې ټولې افغان مېرمنې چې کار يې کاوه او اوس ترې دندې اخیستل شوی دي، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کور کې هېڅ نه شته، نه پوهېږو څه وکړو." مریم د طالبانو له حکومت غواړي چې په افغان مېرمنو لګېدلي محدویتونه لرې کړي چې دوی وکولای شي کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ډودۍ وګټي. نرګس هم د همدې ښار اوسېدونکې ده او د کابل د یو ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکې ده. هغه وايي، د زده کړو هیلې یې ورځ تر بلې مړاوې کېږي. دا وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت له یو کال زیاته موده تېرېږي، خو په ټوله دغه موده کې دوی ونه توانېدل، چې د نجونو د زده کړو لپاره یو مېکانېزم رامنځته کړي. نوموړې زیاته کړه: "د طالبانو له راتګ وروسته چې د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړل شوي دي، زه ډېره خفه یمه، مخکې به ښوونځي ته تلم، کورسونو ته به تلم، خو اوس په کور ناسته یم، په ټولګیوالو او ښوونکو پسې مې خفه یم. هیله لرم چې طالبان ژر د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانېزي." پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړل شوي او دغه شان مېرمنې کار او له محرم پرته د لرې واټڼ سفر کولو ته نه پرېښودل کېږي. پر افغان مېرمنو حجاب هم اجباري شوی، ان دا چې په تلوېزیونونو کې هم ښځینه کارکوونکې باید مخ پټې راڅرګندې شي. که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر پراخې اندېښنې مطرح شوې دي، خو تر دې دمه يې مثبت بدلون نه دی رامنځته کړی. تازه په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډلې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېزې. د ښځو د دوستانو ډلې په اعلامیه کې په افغانستان کې بشري او اساسي حقونو ته د مېرمنو د نه لاسرسي او د دوی په وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډلې دغه اعلامیه چې چهارشنبه خپره شوې د ګروپ د غړو هېوادونو، د امریکا د متحده ایالاتو، قطر، بریتانیا، جاپان، استرلیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، هنګري، اندونیزیا، ایرلنډ، ایټالیا، لېتوانیا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، سرېلانکا، سویډن، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو د استازو له لوري تاييد شوې ده. په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش او په افغانستان کې د د دغه سازمان له سیاسي استازولۍ غوښتنه شوې چې د خپلو اصولو په رڼا کې په افغانستان کې د میرمنو ستونزو او د نجونو د زده کړو په برخه کې له طالبانو سره خبرې وکړي. په ورته وخت کې په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي چې د یوناما مشرې اوتونبایوا له یو شمېر افغان مېرمنو سره کتلي دي. یوناما پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې لیدنه کې د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو د مخنیوي او د زده کړو حق ته د لاسرسي په موضوعاتو بحثونه وشول. د یادونې ده، چې نن به د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ازاد بحث کې هم په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وشي. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو يې پوښتنې ځواب نه کړې. له دې وړاندې د طالبانو حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د کار او نجونو د زده کړو د زمینې د برابرولو ژمنه کړې ده.

20.10.2022 ازادي راډیو

اوچا: تېر يو کال کې د بشرپاله افغان مېرمنو په شمېر کې پام‌ وړ کموالی راغلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا ) وايي په تېر یو کال کې په دې هېواد کې د بشرپاله ښځینه کار کوونکو په شمېر کې په پراخه کچه کموالی راغلی دی. دغه ادارې په خپل یو تازه راپور کې چې نن خپور شوی ویلي دي، چې په افغانستان کې د مېرمنو په وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سربېره چې ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه محروموي، بشرپاله ښځينه کار کوونکې هره ورځ له کوره د وتلو او بېرته کورته تر راګرځېدلو پورې له زورولو، وېرولو او بد چلندۍ سره مخ دي. په راپور کې راغلي دي، چې دا موارد دفتر ته د تګ راتګ، د اوسني حکومت له مسؤلینو سره د لیدلو او دغه شان د کار په ځای کې رامنځته کېږي. اوچا په خپل راپور کې له یو شمېر بشرپاله ښځینه کار کونکو سره د مرکو پر بنسټ ویلي دي، چې د طالبانو د ځانګړو فرمانونو پر بنسټ باید ښځې د سفر پر مهال خامخا یو خپلوان له ځان سره ولري کنه نو د طالبانو د پلټنې په پوستو کې له یو مبهم او ناخوندي حالت سره مخ کېږي. په راپور کې راغلي دي چې ان کله کله دغه حالت بد، رد ویلو، ګواښونو او فزیکې تاوتریخوالي ته رسیږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر موندلي چې په ټول افغانستان کې له ۱۷۱ ولسوالیو څخه، په ۸۸ ولسوالیو کې بشرپالو اقداماتو کې د مېرمنو ګډون  کم شوی دی. په راپور کې نورستان، بادغیس او کندز هغه ولایتونه یاد شوي چې د ښځینه بشرپالو کار کوونکو د لاس‌رسي له اړخه په تر ټولو بد حالت کې دي خو بامیان، هرات، جوزجان او سمنګان بیا نسبتا ښه ولایتونه په نښه شوي دي. په دې راپور کې له محرم پرته د مېرمنو پر سفر بندیز د ښځینه بشپرپاله کار کونکو د کمښت مهم او لوی لامل بلل شوی دی. د اوچا په راپور کې غوښتنه شوې چې اوسنی حکومت باید په بشرپالو فعالیتونو کې د ښځینه کار کوونکو رول په رسمیت وپېژني او په وړاندې يې ټول محدودیتونه او ګواښونه پای ته ورسوي. دغه ادارې دغه شان له نړیوال ملاتړ کوونکو بنسټونو او حکومتونو هم غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي او له مسؤلینو نه په دې اړه د شویو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړي. که څه هم طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې يې ویلي و چې، مېرمنو ته د کار له خوندي چاپیریال رامنځته کولو وروسته به دوی ته د کار اجازه ورکړي. طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسي په دې هېواد کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونوپه وړاندې ښوونځي تړلي، ډېری ښځې چې مخکې یې په دولتي ادارو کې کار کوو له کار راګرځول شوي او دغه شان مېرمنو ته له محرم پرته د لري واټن سفر اجازه هم نه ورکول کېږي. تازه تېره ورځ، د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې هم مسؤلینو ښځینه کار کوونکو ته ویلي، چې نورې دې دفترونو ته د کار لپاره نه ورځي. معترضو مېرمنو ازادي راډیو ته څو ویډیوګانې هم را استولي وې، چې په‌کې لیدل کېدل، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت نه د لسګونو ښځو د ویستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي.

19.10.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more