شاته

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام ته د رسېدو هیلې ژوندۍ وساتلې

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورۍ چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د اسیا ملتونو جام ته د رسېدو هیلې ژوندۍ وساتلې.

د هندوستان غوره لیګ یا "ای‌پي‌ایل" په سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې پیل کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي، الف، نولس کلنو او کورني کرکټ غوره لوبغاړو د ظرفیت لوړونې کمپ پیل کړی دی.

دا اوونۍ په خپرونه کې دوه ځانګړې مرکې هم شته او په لومړۍ مرکه کې د فوټبال د چارو کارپوه ذبیح الله شهزاد د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د وروستۍ بریا په ارزښت او راتلونکو مهمو سیالیو غږېدلی دی.

دوهمه مرکه بیا د هندوستان په غوره لیګ کې د افغان کرکټ لوبغاړو د رول او لوبو په تړاو ده چې د دې برخې مېلمه د کرکټ لوبو نړیوال مبصر احمدفرهاد فدايي دی.

دا خپرونه د ازادي راډیو سپورټي خبریال بختیار ساحل چمتو کړې چې د لینک په کېګاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:24 0:00

اړوند مطالب