ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځينه کارکوونکې له دندو ځواب کړي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن د دې وزارت ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې له دې وروسته، دې ادارې ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي. يو شمېر ښځينه کار کوونکې چې د دې ادارې چارواکو نن په یاد وزارت کې د کار کولو منع کړي دي وايي، د طالبانو په رژیم کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي نن ورته ویلي، له دې وروسته، دغه وزارت ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي. د دغو ښځو له قوله، دوی د خپلو کورنیو سرپرستې دي او بې له دې چې کار وکړي، بله هیڅ لار نه‌‌لري. د دې وزارت یوې کارکوونکې چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دوی ته یې ویلي باید ولاړې شي او په کور کېني. دا کارکوونکې وايي: "وايي، هیڅ کار مه کوئ، دروازه درته پرانيستې ده، ولاړې شئ او په کور کېنئ. زموږ غږ باید نړیوالو ته ورسېږي. موږ څه وخورو. موږ به یا نن دوی وژني او یا هم به هم خپل کار ته ځو." معترضو مېرمنو ازادي راډیو ته څو ویډیوګانې هم را استولي چې په‌کې لیدل کېږي، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت نه د لسګونو ښځو د ویستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي. هاخوا ازادي راډیو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو د رئیس مدیر احمدي هغه وینا هم تر لاسه کړې ده چې د دې وزارت د ښځینه کارکوونکو د شړلو پر مهال یې کړې. هغه په خپلو خبرو کې وايي، د دوی د قانون له مخې، نارینه او ښځینه په یوه اداره کې ګډ کار نه‌شي کولای. نوموړی وايي: "که تاسې په دې فکر کوئ چې موږ راځو، کار مو کوو، ستاسې دا کار کول په هغه تېر نظام چې د جمهوریت نظام و، په هغې کې یې تاسې ته جواز در کاوه چې ښځې کولای شي کار وکړي. دا یو اسلامي نظام دی، اساس بدل شوی، قانون هم بدل شوی او نظام هم بدل شوی. د دې نظام د قانون په مادو کې داسې لیکل شوي چې ښځې نه‌شي کولای له سړو سره یوه اداره کې یو ځای کار وکړي." مدیر احمدي د دې وزارت له ښځینه کارکوونکو غواړي چې د ځان پر ځای یو بل څوک ور معرفي کړي، څو د دوی پر ځای دې اداره کې کار وکړي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي په خپلو خبرو کې ښځو ته د ناقص‌العقل او ناقص دین خطاب هم کوي او وايي، که دوی یې د پرېکړې په خلاف اعتراض وکړي، دا به د دې وزارت لپاره بدنامي وي. اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې نوموړي له یوې غرفې خبرې کولې او دوی ته مخامخ نه و. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مو د دې پرېکړې په اړه وپوښت، خو هیڅ مسؤل چارواکی یې خبرو ته حاضر نه‌شو. له دې وړاندې د طالبانو رژیم د مالیې وزارت هم ښځینه کارکوونکې په کور کړې وې او ترې یې غوښتي وو چې د ځان پر ځای کوم نارینه ور معرفي کړي. طالبان داسې مهال ورځ تر بلې په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه زیاتوي چې تېره اوونۍ متحده‌ایالاتو د دوی په یو شمېر چارواکو د ښځو د حقونو د نقض له امله د ویزې بندیز ولګاوه. تر څنګ یې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوو نورو طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله د سفرونو بندیز لګولی و.

18.10.2022 ازادي راډیو

فايق: امنيت شورا د افغان مېرمنو پر وضعيت او د بشري حقونو په اړه بحث کوي

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، افغانستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې برخه وي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه جوړېږي. دا غونډه چې د اکټوبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا جوړېږي، بنسټیز موضوعات يې ښځې، سوله او امنیت دی. افغانستان چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، نږدې هره ورځ د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په برخه کې د خبرونو سرټکی وي، د دې غونډې د ګډون‌والو د بحث یوه خورا مهمه موضوع ده. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق نن ازادي راډیو ته وویل، د غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د نجونو او ښځو اوسنی وضعیت وڅېړي او د دوی پر وړاندې به د اوسنیو ستونزو د حل په لارو چارو بحثونه وکړي. نوموړی وايي: "دې غونډې ته به د ښځو، امنیت او سولې په اړه د عمومي منشي کلنی راپور وړاندې شي. په دې راپور کې به چې په لومړي ځل وړاندې کېږي، عمومي منشي به په خپلو سپارښتنو چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په ځانګړي ډول د هغو چې د نورو ښځو د حقونو ملاتړي دي، تمرکز وشي." د امنیت شورا دې مهمه غونډه کې، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د دې سازمان د ښځو چارو اجرايوي مشره سیما باهوس او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د بحثونو اصلي ویناوالې دي. واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، دې درې واړو مېرمنو په ځلونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت جدي اندېښنې ښودلې او ان له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نقض له امله په طالبانو فشار راولي او بندیزونه پرې ولګوي. د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا داسې مهال د ښځو، سولې او امنیت په اړه ګډه غونډه را غواړي چې په سیمه کې د افغانستان په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو او غوښتنې هم ورځ تر بلې جدي کېږي. تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره "د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په مالکیت او د افغانانو تر کنټرول لاندې" د پخلاینې د بهیر پر دریځ ټینګار کړی. ښاغلي شنکر د دوشنبې په ورځ سورات کې یوې غونډې ته وویل: "افغانستان کې غمجنې پېښې کېږي، خو هند دا نه‌شي ټاکلی چې په افغانستان کې څه کېږي، افغانان باید وټاکي چې په افغانستان کې څه کېږي." د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د افغانستان په اړه هغه څه چې د هند حکومت کولای شي دا دي چې په سخت وخت کې له افغانانو سره مرسته وکړي. جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د نجونو، ښځو او لږکیو حقونو ته په اشارې د سیاسي ډګر پر ټولو برخو غږ کړی چې د یوه سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د لږکیو په ګډون، د افغانستان د ټولو خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

18.10.2022 ازادي راډیو

ځینې افغان مېرمنې: ملګري ملتونه دې د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي

یو شمېر افغان نجونې او ښځې له ملګرو ملتونو غواړي، چې په افغانستان د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي او ښوونځیو ته د نجونو د تلو لپاره زمینه برابره کړي. زرګونه افغان نجونې له دې ډول برخلیک سره مخ دي او تمه لري، که د تعلیمي کال وروستۍ میاشتو کې هم وشي، اجازه ورکړل شي، چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د کابل اوسېدونکې او د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې چې اوس پرې طالبانو ښوونځی بند کړی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې یاد شي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هرې لارې کېږي، طالبان دې اړ کړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي. هغې وویل: "سږ کال مې وروستی کال و او هیله‌منده وم چې شهادت‌نامه واخلم او پوهنتون ته ولاړه شم. له بده مرغه اوس په کور یم او د زده‌کړو او ښوونځي ته د تلو اجازه نه راکول کېږي. زما غوښتنه دا ده چې په طالبانو فشار راوړل شي چې موږ زده‌کړو ته پرېږدي او هغه هیله او هدف چې لرو ورته ورسېږو." په ورته وخت کېې یوه مېرمن چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې مخکې یې د افغانستان په عدلي او قضايي اداره کې کار کاوه خو میاشتې وړاندې طالبانو له دندې لېرې کړه او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. نوموړې وايي: "په ډېرو سختیو کې مې پوهنتون ولوست. حقوقو کې مې لیسانس وکړ، خو له بده مرغه اوس په کور کې بې‌برخلیکه ناسته یم او اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی." دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ناوخته د یووالي او پیوستون ګروپ یو شمېر غړو هم د کابل په یوه سرپټي ځای کې سره را ټولې شوې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي او دې ته لاره برابره کړي چې ښځې بېرته خپلو دندو ته ولاړې شي. دا نجونې او ښځې چې وړاندې یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کاوه، وړاندې هم څو ځله سړکونو او واټونو ته په راوتو خپلې غوښتنې مطرح کړي دي. خو د یادونې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي سره کتنه کې له دوی غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي او ښځو ته اجازه ورکړي په کار کولو سره د خپل هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي. هاخوا تمه ده چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو زده‌کړو، کار او ازادۍ په اړه ځانګړی بحث وکړي. د امنیت شورا په دې غونډه کې به د ۹۲ هېوادونو څخه د ۴۸۱ نړیوالو بنسټونو استازي ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د دې سازمان د ښځو څانګې اجراییه رییسه سیما باهوس او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسووله هیدر بار به د دې غونډې له مهمو ویناوالو وي. هیدر بار ازادي راډیو ته یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، د سږني کال د بحث ډېر موضوعات به د افغان ښځو په وضعیت وي، چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته د افغان ښځو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شي او د ستونزو په اړه یې یوه حل لاره پیدا کړل شي.

17.10.2022 ازادي راډیو

د افغان ښځو په تړاو د ملګرو ملتونو بحثونه څومره مهم دي؟

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا اوونۍ د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو ازاد بحثونه ترسره کړي. دا بحثونه څومره مهم دي او ایا د افغان ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره به مرسته وکړي؟ همدا پوښتنه د یوې مرکې په پيل کې  اسداله لودین د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او د ښځو له فعالې شینکۍ کړوخېل څخه کړې ده. د اغلې شينکۍ کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

17.10.2022 ازادي راډیو

ټاکل شوې امنيت شورا روانه اوونۍ د افغان مېرمنو په اړه ازاد بحثونه وکړي

د افغانستان د ښځو د حقونو په تړاو پرله‌پسې اندېښنې د دې لامل شوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سږ کال په خپلو ازادو بحثونو کې دا موضوع و ارزوي. ټاکل شوې چې د ازادو بحثونو په دې غونډه کې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۸مه) ترسره کېږي، د ۹۲ هېوادونو د نړیوالو بنسټونو ۴۸۱ استازي ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجرایي مشره سیما باهوس او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د دغو بحثونو اصلي ویناوالې دي. هیدر بار په هغه پيغام کې چې تېر ماښام یې ازادي راډیو ته رالیږلی ویلي، سږني بحثونه به د افغانستان د ښځو پر وضعیت متمرکز وي. هیدر بار ویلي، دا غونډه به یو فرصت وي چې نړیوالو ته وویل شي، د افغانستان لپاره کومو کارونو ته اړتیا ده. نوموړې ويلي: "موږ به له ماموریتونو او ملګرو ملتونو سازمان سره بحث وکړو چې څو ګامونه اوچت کړي، دغو ګامونو کې به د ملګرو ملتونو له صلاحیتونو نه په استفادې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونې په پار سفري او نور بندیزونه هم شامل وي." هیدربار وایي، د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي د ماموریت له لارې به په افغانستان کې د بشري سرغړونو حساب کتاب هم کېږي. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ۹۲ هېوادونو او بشري سازمانونو استازو په یوه ګډ لیک کې له امنیت شورا وغوښتل چې په نړۍ او ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو د حقونو ټینګښت ته جدي پام وکړي. په ظاهره همدا بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته نه پاملرنه او د نجونو پر مخ د ښونځیو بندېدا د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پیژندنې اساسي لاملونه دي. د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر یو شمېر هغو طالب چارواکو د ویزې بندیزونه ولګول چې د ده په ټکو د افراطي تګلارو له مخې یې د ښځو حقونه نقض کړي دي. د طالبانو حکومت د امریکا دې اقدام ته غبرګون کې وویل، دا ډول کړنې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي.

17.10.2022 ازادي راډیو

طالبانو د پنجشېر زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره کمېسیون ټاکلی

د طالبانو حکومت د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیزه کمېسیون ټاکلی دی. یو کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، ورور یې طالبانو یوه میاشت مخکې د جرم له کولو پرته زنداني کړی دی. هغه وویل: "ورور مې د څرخي پله په زندان کې دی، بې له کومې ګناه یې نیولی دی. یوه میاشت کېږي چې همدې د امارت کسانو ونیوه. زما ورور بزګر و او بل هېڅ کار یې نه کاوه. اوس یې هېڅ احوال نه لرو چې چېرته دی او وهي یې که نه؟ له دې ځای څخه یې چې بیولو، زما مخ ته یې وواهه. موږ غواړو چې هغه ازاد شي. یو د تره زوی او خپل مې هم زندان کې دي." تازه د کابل لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند په امر یو ۶ کسیزه کمېسیون ټاکل شوی دی چې د پنجشېر ولایت د اړوندو ټولو زندانیانو دوسیې وڅېړي. د اعلامیې پر بنسټ دا کمېسیون په کابل کې د پنجشېر ولایت د مېشتو عالمانو او مشرانو په غوښتنه رامنځته شوی دي. د کابل لپاره د طالبانو د والي ویاند ضیاالله هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا په امر او د کابل ولایت د مقام په رهبري د ۶ ارګانونو یو کمېسیون جوړ شوی چې دا کمېسیون به د کابل ټول زندانونه ګوري او د پنجشېر ولایت د اوسېدونکو هغه دوسيې چې واړه جرمونه او حقوقي ستونزې لري، په اړه یې څېړنې کوي چې وروسته به یې معلومات د کابل ولایت له مقام سره شریک شي، بیا به یې راپور رییس الوزا ته ورکول کېږي." هاشمي وايي، د بې ګناهۍ له ثابتېدو وروسته به د پنجشېر ولایت اړوند زندانیان ژر تر ژره ازاد شي. د طالبانو حکومت داسې مهال د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو د څېړلو لپاره کمېسیون جوړوي چې تر دې مخکې طالبان په پنجشېر کې د اسیرانو په وژنې او د مقاومت له جبهې سره د تړاو په تور د خلکو د نیولو امله د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا ډول ادعاوې رد کړي او په ځینو مواردو کې یې ویلي چې په اړه یې څېړنې کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و چې په پنجشېر کې د بشري حقونو سرغړونې څېړي. خو یوناما تر اوسه د دې څېړنو پایلې نه دي شریکې شوي.

16.10.2022 ازادي راډیو

په کابل کې د یوې ښوونکې ادعا: طالبانو د ښوونځي د بندولو ترڅنګ وګواښلم

په کابل کې د یو کورني ښوونځي ښوونکې وايي، طالبانو یې ښوونځی تړلی او ورته ویلي يې دي چې نور دې تدریس نه کوي. دا ښوونکې وايي، چې په کورني ښوونځي کې یې ۵۰ مېرمنو او نجونو ته تدریس کاوه. دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې طالبانو تدریسي ځای څېړلی او ګواښلې یې ده چې نور به درس نه ورکوې. د دغې ښوونکې په خبره، د طالبانو امنیتي حوزې یې زده کونکو او په خپله دې ته سپکاوی کړی او ټول تحصیلي اسناد یې ورته ضبط کړي. هغه زیاتوي: "زما تذکره، هغه ځای کې چې زېږېدلې یم، ټول تحصیلي اسناد مې چې هر چېرته مې درس ویلی و هغه ټول یې رانه وغوښتل چې کله مې ورته وروړل را څخه قید یې کړل. زه یې حوزې ته بوتلم ۵-۶ زده کونکي هم راسره وو، زه یوازې نه وم چې کله هلته لاړو، زه په ډېر بخښنې سره چې دا خبره کوم ماته یې وویل تاسو ډېر بد اخلاقه نجونې یاستئ او ټولنه مو خرابه کړې ده." دغه ښوونکې وايي، دا یې څوم ځل دی چې د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل کورني ښوونځي ځای بدلوي. خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډيو ته لیکي چې دا ادعا حقیقت نه لري. په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم ازادي راډیو ته په یو پيغام کې لیکلي چې په کابل کې دوى تر اوسه دا ډول راپور نه دی ترلاسه کړی. دا به داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په ترکیه کې د عالمانو یو نړیوالې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوى حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستې ته ژمن دی. مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په یو شمېر طالب مشرانو له دې امله د ویزو او سفر بندیزونه ولګول چې د دوي په وینا طالبانو د افغان مېرمنو او نجونو بشري حقونه نقض کړي دي. طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلي واکمنېدو ورسته، چې له کال زياته موده پرې اوړي، له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلي او په کور دننه او بهر د غبرګونونو سره سره دوى په دې برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.

16.10.2022 ازادي راډیو

د افغانستان دننه او بهر د ښځینه وزرشکارانو ستونزې او اندېښنې

په بهر او افغانستان کې مېشتې افغان ورزشکارانې وايي، په تېر یوه کال کې له ډېرو ستونزو سره مخ وې او له دوی هېڅ ملاتړ نه دی شوی. یوه ورزشکاره پروانه عارفي نومېږي او د معلولانو پاورلېفېټنګ یا وزن پورته کولو ورزش کوي. هغې د طالبانو له واکمنېدو او د نجونو پر ورزش له محدودېت وروسته افغانستان پرېښود او کاناډا ته لاړه. اغلې عارفي وايي، له هغې ورځې چې کاناډا ته تللې ده، تر اوسه ورته د تمرینونو زمینه نه ده برابره شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ ده. نوموړې زیاته کړه: "له هغې ورځې چې زه دلته راغلې یم، هر ورزشي جېم ته چې ځم، وايي پېسې باید تحویل کړې او که په کومه سیالۍ کې ګډون کوې، هم باید لګښتونه یې ورکړې خو زه دومره لوړ مصارف نه شم پوره کولای او دلته له موږ هېڅ ملاتړ هم نه کېږي." اغلې عارفي وايي، د نړيوال پاراالمپیک لخوا په ۲۰۲۴ کال کې په فرانسې کې د پاورلېفټېنګ لوبو لپاره معرفي شوې، خو وايي هېڅ مالي ملاتړی نه لري چې په دې سیالیو کې د ګډون فرصت ورته برابر کړي. خو د وېلچر باسکېټبال لوبغاړې خاطره ساپۍ چې اوس په اسپانیا کې ده، د اغلې عارفي برعکس وايي چې په دې هېواد کې له ښو ورزشي امکاناتو برخمنه ده. دا بيا په افغانستان کې د ورزشکارو مېرمنو په اړه اندېښمنه ده. هغه وايي: "له یو کال ډېره موده تېر شوه، خو موږ اوس هم په افغانستان کې د زده کړو، کار او ورزش په برخو کې د ښځو هېڅ پرمختګ نه وینو. د یوې لوبغاړې په توګه د افغان ښځو دې حالت ته ډېره اندېښمنه یم." ځينې نور افغان لوبغاړې چې په افغانستان کې دي، وايي اوسنی وضیعت ورته د اندېښنې وړ دی. د دوی له ډلې د بدمنتون رشتې لوبغاړې شیلا عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "له یوه کال ډېره موده وشوه چې موږ یې ډېر وځورولو، ځکه ورزش نه شو کولای، دا زموږ لپاره سخته ده او له دې درکه ځورېږو او اندېښنې لرو. باید موږ ته د ورزش اجازه راکړل شي." د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مسوولان د دې اندېښنو په ځواب کې وايي، ورزشکارو نجونو او مېرمنو ته د فرصتونو د برابرولو په هڅه کې دي. د دې کمېټې د نشراتو غړي نعیم پرهېز ازادي راډيو ته وویل: "موږ په یوه ميکانېزم کار کوو او همدا ډول مو د اسیا المپيک او نړيوال المپیک ادارو ته د ښځو د یوه کمپلېکس د جوړولو طرحه سپارلې ده. دا اوس په هغوی پورې اړه لري چې کله یې تائیدوي او بودیجه یې منظوروي." خو نوموړي د دې طرحې په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل. د ورزشکارو مېرمنو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو له واکمنۍ تر یو کال ډېره موده کېږي، خو لا یې هم ښځو ته د ورزش اجازه نه ده ورکړې او له همدې امله د بېلابېلو لوبو لوبغاړې چې کره شمېر یې نه شته، له افغانستان څخه وتلي دي.

16.10.2022 ازادي راډیو

کندهار کې د وچې مېوې د پروسس یوه فابريکه جوړه شوې

کندهار کې د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس فابريکه جوړه شوې ده. د دې فابریکې مسوولان وايي، د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه د نړيوالو بازارونو د غوښتنې مطابق پروسس کوي. په عین وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، په نړیوال بازار کې د پروسس شوې مېوې غوښتنه کېږي چې اوس کندهار کې دغه چاره ډېره شوې ده. نور تفصیل په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

16.10.2022 ازادي راډیو

افغان سندرغاړی او د پښتو ادبیاتو ښوونکی 'عبدالقیوم ناصح' ومړ

د کندهار یو پخوانی هنرمند او د پښتو ادبیاتو ښوونکی استاد عبدالقیوم ناصح د ۷۳ کالو په عمر وفات شو. استاد ناصح په موسیقۍ کې کلونه کلونه تدریس وکړ او خپله یې هم په پښتو، دري او اردو ژبو سندرې ويلي دي. صادق رښتیني د استاد عبدالقیوم ناصح ژوند ته په یوه راپور کې کتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

16.10.2022 ازادي راډیو

بیا ځلي ژمنه؛ طالبان: له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په برخه کې طالبانو تازه ویلي دي چې یو لړ اقدامات ترلاس لاندې دي. د طالبانو د حکومت ویاند دا خبره په ترکیې کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وروسته تر دې وکړه چې واشنګټن تازه د نجونو د ښونځیو د بندېدو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په تور متحدایالتونو ته د طالبانو د یو شمېر چارواکو پر سفر بندیز لګولی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې په دیاربکر ښار کې د «اتحاد علما و المدارس د نهضت» په نوم د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د دوی حکومت د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته پرانېزي. ذبیح اله مجاهد دا ژمنه وروسته تر دې وکړه چې د نجونو د حقونو پر سر واشنګټن د طالبانو پر یو شمېر چارواکو د امریکا متحدایالتونو ته د سفر بندیز ولګاوه. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی چارواکو ته د ویزو ورکولو د محدودولو په اړه د متحدایالتونو پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې امریکا دغه اقدام له افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره نه، بلکې د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کوي. د طالبانو په اعلامیه کې چې د ترکیې تر غونډې یوه ورځ مخکې د دوی د ویاند له دفتره خپرې شوې وه د امریکا د متحد ایالتونو د بندیزونو غندنه شوې وه او په دې اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان یو خپلواک او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن هېواد دی او د "خپل نظام د مدیریت لپاره خپل سیاسي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي اصول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي." د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ د طالبانو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو ته چې په افغانستان کې یې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ښځې او نجونې ځپلي دي، د امریکا د ویزو په ورکولو بندیز ولګاوه. ذبیح اله مجاهد په ترکیه کې پرونۍ غونډې ته وویل چې د نصاب سمون، د ټرانسپورټي وسایلو په چمتوالي او د ښوونځیو د بیلېدو پر سیستم کار روان دی، خو ده دا ونه ویل چې دا کار به کله بشپړېږي. په افغانستان کې د لېسې د دورې زده کړې په ښوونځیو کې پخوا هم بېلې وې د هلکانو او نجونو مکتبونه جلا وو او په اکثرو پوهنتونو کې زده کړې یوځای وې. د طالبانو ویاند د علماوو غونډې ته پرون دا خبره هم وکړه چې دا مهال د افغانستان په یوسل او څلوېښت پوهنتونونو کې په لسګونو زره نجونې په زده کړو بوختي دي. طالبانو چې کله د ا ګست په پنځلسمه پروسږکال کابل ونیوه، ژمنه یې وکړه چې د نجونو ښوونځي به پرانېزي، بیا یې د نوروز تر پیل مخکې رسماً اعلان وکړ چې ټولې نجونې به ښوونځیو ته ځي، خو د وري په دویمه چې ښوونځي پرانیستل شول، د طالبانو وسله والو تر شپږم ټولګي ورپورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونیوله.

16.10.2022 ازادي راډیو

مثلث؛ اټومي ګواښ په سیمه او نړۍ کې څومره جدي دی؟

پر اوکراین د روسیې له لورې د اټومي وسلو احتمالي استعمال ته اندیښنې په داسې وخت کې په زیاتیدو دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اکتوبر په ۱۳ د پاکستان د اټومي وسلو خوندیتوب ته اندیښنه ښکاره کړه. په نړیواله کچه د اټومي وسلو تهدید تر څه بریده دی؟ دلته په دې اړه بحث کتلی شئ

15.10.2022 ازادي راډیو

د کليوالو ښځو نړيواله ورځ؛ د افغان مېرمنو ژوند له کړاوونو سره مل بلل شوی

نن د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده او داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د پخوا په څېر د ښځو ژوند له کړاوونو ډک ګڼل کېږي. د نورستان د مرکز پارون په یوه کلیوالي سیمه کې حمیرا چې ملا یې کلکه تړلې په کرونده یا پټي کې د نارینه وو په څېر درانه کارونه کوي. هغې ازادۍ راډیو ته وویل، ځینې فزیکي کارونه ورته ډېر ګران تمامېږي. نوموړې وايي: "دلته ښځې ډېر کارونه کوي، لکه د پټي کارونه، د پټي کارونه ډېر مشکل دي. لکه یوې کول، واښه رېبل او داسې ډېر نور کارونه." دا په افغانستان کې د ملیونونو ښځو د ژوند یو روڼ انځور دی، چې ډېری یې د ګڼو ستونزو له کبله نالوستې پاتې دي، د لسیزو جګړو یې د ژوند تصویر تت کړی او په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ له سخاوت ډکو مالي مرستو هم د دوی وضعیت زیات بدل نه‌کړ. د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي، په افغانستان کې څه باندې ۷۰ فیصده خلک خپل عواید د کرنې له لارې برابروي. په ګڼو کلیوالي سیمو کې ښځې چې له زده‌کړو بې برخې پاتې دي، د ماشومانو د روزنې تر څنګ له مجبورۍ د نارینه‌و تر څنګ په پټیو یا هم نورو برخو کې درانه کارونه کوي. یا هم د ژوند نورې سختۍ په خاموشۍ سره ګالي. د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، په کلیوالي سیمو کې د ښځو ژوند پخوا هم ستونزمن و، اوس هم. نوموړې وايي: "په لیرو پرتو سیمو کې د افغان ښځو وضعیت که د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې مخکې سره پرتله کړو، په ډېر بد وضعیت کې و. که له هغه وروسته وضعیت سره یې پرتله کړو، له بد څخه بدتر خوا ته تللی دی. له بده مرغه نه یوازې په تېرو شلو کلونو کې یا هم په تېرو ۱۵ میاشتو کې، بلکې تل تر تله د افغانستان د حکومتو او ولسونو تر ټولو جدي ستونزه دا وه چې ښارونه مو له کلیو او کلي مو له ښارونو سره نه دي وصل شوي." له لسیزو راهیسې ټولنپوهانو یوه ستونزه دا ګڼلې چې د افغانستان کلیوالي سیمې له ښاري هغو سره په ډېر لحاظ توپیرونه لري، د متوازن انکشاف د پلانونو د نه عملي کېدو له کبله، هغه خدمات چې په ښاري سیمو کې وړاندې کېږي، په کلیوالي سیمو کې په هغه اندازه نه وي، ځکه نو د خلکو د ژوند څرنګوالی هم په ډېرو مواردو کې توپیر لري. که څه هم په تېرو شلو کلونو کې په کلیوالي سیمو کې د ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره ځینې پروژې عملي شوې، خو اغېزې یې اوږدمهاله نه ښکاري. د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ګلالۍ صافۍ همدا خبره کوي. نوموړې وايي: "د تېرو شلو کلونو هغه لګښتونه چې په افغانستان کې وشول، له بده مرغه چې له کبله یې د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو په ژوند کې لازم بدلونونه رانه‌غلل. خصوصاً هغه مېرمنې او نجونې چې په لیرو پرتو سیمو کې اوسېږي، دغو مرستو ته یې ډېر لږ لاسرسی درلود. هغسې چې ښایې لازم اقدام ونه شو، ځینو انجوګانو په خروار پیسې ترلاسه کړې، دغه پیسې حیف و میل هم شوې. زه عمومي نه غږېږم، ځینې انجوګانې وې چې ښايي ښځو ته یې یو څه کارونه کړي وي." ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ۲۲ ملیونه او ۸ لکه کسان په افغانستان کې کافي خواړه نه‌لري او د دوی ۸۰ فیصده یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي. پر کلیوالو ښځو یې د دې ستونزې اغېزې هم څېړلې دي. په افغانستان کې د تېرو څو کلونو وچکالیو، ناامنیو، په کور دننه کرنیزو حاصلاتو ته د مناسبت بازار نشتوالي ګڼ کسان د بې‌وزلۍ له ستونزې سره مخامخ کړي دي. د بې‌وزلۍ تر ټولو زیاتې اغېزې هم ښځې ګالي چې په عاطفي لحاظ زیانګالې ګڼل کېږي او د چا خبره تل د خپلې خولې مړۍ د کورنۍ له نورو غړو سره شریکوي چې، مثالونه یې خورا زیات دي. د ارزګان اوسېدونکې زینبو له دهراوت ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته په کډې کولو مجبوره شوې، خو لوږې یې لمن نه ده پرېښې. زينبو وايي: "له دهراوت راغلې یم، نن مې اتمه ده، ډوډۍ مې پر تبخي (تبۍ) نه‌ده غوړولې. که قسم په خدای که یوه کاشوغه غوړي هم په کور کې لرم. دغومره مؤسسې خلاصې شوې قسم په خدای که یوه دانه غنم هم چا راکړی وي." د عاقلې په نوم د بلې افغان ښځې ځوان زوی وژل شوی او مېړه یې د ګټې وټې نه‌دی، هغه وايي اوس سوالګرۍ ته مجبوره شوې. اغلې عاقله وايي: "پخوا له ښه و یو څه به پیدا کېدل، خو اوس ډېره خواره شوې یم. مېړه مې ضعیف دی. خلک په کلي کې دېګونه باندې کړي، ما ته هېڅ شی نه راکوي." د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلک شکایت لري، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په سیمو کې یو لړ کارونه شوي، خو د دوی ژوند یې په اساسي ډول نه‌دی بدل کړی. دوی شکایت لري، چې کله طالبانو ۱۵ میاشتې مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ اندازه هم پراخه شوه. د دې تر څنګ د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ځینو دودیزو مسایلو او ښځو ته په کمه سترګه د کتلو موضوع هم د کلیوالو ښځو د ژوند د کړاو پېټی زیات کړی دی. بشیر احمد نادم، چې کلونه- کلونه یې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې، د کلیوالو ښځو د ژوند د نه بدلېدو علتونه بیانوي. ښاغلی نادم وايي: "یو عمده لامل په ټولنه کې د ښځو په اړه حاکم ذهنیت دی. لا هم ښځې ته د سیال انسان په سترګه نه کتل کېږي. هغه حقونه نه‌دي ورکړل شوي، چې د اسلام دین ورکړي دي. علت دا دی چې په دې اړه له پخوا د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده. نور علتونه هم لري چې کلتوري او دودیز مسایل دي." د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري وايي، د هغې معلومات ښيي چې په کلیوالي سیمو کې د ښځو وضعیت په وروستیو کې لا خراب شوی دی. نوموړې وايي: "د کلیو وضعیت نه یوازې په تېرو لسیزو کې ښه نه و، اوس هغه وضعیت بېخي صفر ته تقرب کړی او بېخي بد حالت کې دی. له اقتصادي ودې نیولې تر صحي او ټولنیز وضعیت پورې. په ټولو برخو کې په کلیوالي سیمو کې د ښځو ژوند تر صفر هم منفي خوا ته تللی وي، ځکه موږ په ښارونو کې هم له ستونزو سره مخامخ یو." ملالۍ نورستانۍ چې له پوهنتون فارغه شوې وايي په‌کار ده په کلیوالو سیمو کې هغو ښځو ته چې د کورنیو مسؤلیتونه ورترغاړې دي، ځینې حرفوي کورسونه برابر شي. ملالۍ نورستانۍ وايي: "باید دغو ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي، چې وروسته یو مصروفیت ورته پیدا شي تر څو دوی جسماً او روحاً ارام وي." طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو سره د ښځو چارو وزارت منحل او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تشکیل کړ. طالبانو چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې نجونو ته د تعلیم او ښځو ته د کار اجازه نه وه ورکړې، اوس بیا پر افغانستان واکمنان دي، چې یو وار بیا یې پر ښځو ځینې محدودیتونه لګولي دي. اوس هم د دوی نهی عن المنکر وزارت وخت ناوخت د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو خپل محدودیتونه زیاتوي، هغه څه چې په ملي او نړیواله سطحه یې عکس العملونه پارولي دي. په کلیوالو سیمو کې د ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ګلالۍ صافۍ وړاندیز کوي، چې ښځې باید په خپلو حقونو خبرې شي. نوموړې وايي: "تر هغو چې خپله ښځه په خپلو حقوقو او هغه مدني حق چې په قانون او اسلام کې ورکړل شوی، خپله پوهه نه شي، فکر نه‌کوم هغه فشارونه چې خلک یې پر ښځو راولي، چې ګواکې حجاب څنګه رعایت کړي، کوم دوستور دیني دی، کوم یو کلتوري دی، نه‌شي تفریق کولی. هیله من یم ښځې سواد ولري، په خپل حق پوهه شي، په رواج پوهه شي، په خپل حق پوهه شي." د طالبانو ویاندویانو په دې اړه چې په افغانستان کې د کلیوالو ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره څه پلانونه لري، زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، څرنګه چې ښځې ځینې مهال په کلیوالي سیمو کې له عام لید څخه لیرې پاتې دي، په افغانستان کې د بشري مرستو پر مهال باید دغه ښځې هېرې نه کړای شي او د دوی اړتیاوې کم اهمیته ونه ګڼل شي.

15.10.2022 ازادي راډیو

بېلابېلو برخو کې پر ښځو له محدوديت وروسته؛ افغان مېرمنې د څه په لټه کې دي؟

له هغې وروسته چې د افغان مېرمنو پر فعالیتونو محدویتونه وضع شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې اوس یو شمېر مېرمنې او نجونې هڅه کوي د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره یوه لار ولټوي. یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې چې دطالبانو د واکمنېدو راهیسې له خپلو فعالیتونو او زده‌کړو لرې پاتې دي، راټولیږي او د خپلې خوښې کتابونه لولي. د ښځې کتابتون د یو شمېر هغه مېرمنو او نجونو لپاره چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو محروم شوي د راټولیدنې په یو ځای بدل شوی. مریم چې هر ورځ دغه کتابتون ته ځي د شپږم ټولکي زده کونکې ده. نوموړې ددې کال تر پایه ښوونځي ته تلای شي خو د راتلونکي کال برخلیک یې د طالبانو په هغې پرېکړې پورې اړه لري چې د نجونو د ښوونځیو په اړه به یې کوي. نوموړې وايي: "نه پرېږدي چې یوه مېرمن درس ووايي، که یوه مېرمن ډاکټر نه یي او یوه ښځه په اولاد مریضه شي هغه چېرته لاړه شي؟ څه وکړي؟ نارینه ورته ولادت ورکړي؟ دوی (طالبان ) باید مېرمنو ته د درس ویلواجازه ورکړي." رابعه چې هم د ښوونځي زده‌کونکې ده وايي، اوس چې نجونې ښوونځي ته نه‌شي تلی کله کله دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورځي. اغلې رابعه وايي: "نجونو او مېرمنې ګورو چې راځي دلته کتاب اخلي، هغه څوک چې کتاب ته اړتیا ولري کولای شي له دې ځایه یې واخلي، د ښوونځي زده کونکي هم له دې ځایه کتابونه اخلي او دغه زده کونکي ددې لپاره دلته راځي چې ټول ښوونځي او کتابتونونه یې پر مخ تړل شوي دي." د ښځې په نوم دغه کتابتون د روان لمریز کال د سنبلې په دویمه پرانيستل شوی و. دغه کتابتون په داسې حال کې جوړ شوی چې طالبانو له یو کال زیات د نجونو پرمخ له شپږم ټولکي پورته د ښوونځیو دروازې تړلي دي. طالبان وايي، د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره د خپل مشر فرمان ته په تمه دي هغه فرمان چې په تېر یو کال کې نه‌دی صادر شوی. د ښځې کتابتون بنسټ ایښودنکې ژولیا پاریسي وايي، د افغانستان ښځې له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو نه د حذف کېدو په حال کې دي او نړېواله ټولنه باید دې ته پام وکړي. نوموړې وايي: "زموږ پیغام نړېوالو په ځانګړي ډول ملګري ملتونه، د بشر حقونو سازمان او داسې نور ته دا دی چې د افغانستان مېرمنې د حذف کېدو په حال کې دي، ۸۰ سلنه حذف شوي او ډېرې کمې پاتې چې هغوي هم خپله مبارزې کوي، مه پرېږدئ چې افغان مېرمنې څنډې ته شي، مه پرېږدئ چې د افغان مېرمنو تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي." سره له دې چې طالبانو ویلي د افغان مېرمنو ټولو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي خو له هغې ورځې چې طالبان واکمن شوي تېر مخلوغ نظام ډېری ښځینه کارکونکې په کور کېنول شوي، پر دوی حجاب اجباري شوی، له محرم پرته د سفر اجازه نه‌لري او په اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه کې یې هم د پام وړ کمښت راغلی.

14.10.2022 ازادي راډیو

زابل کې د 'توري' په نوم د بند د رغېدو چارې پيل شوې

په زابل مرکز قلات کې د «توري» په نوم د لوی بند د رغېدو چاري پيل شوې. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ددغه بند پر رغېدو ۹۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۶۰۰ سوه هکټاره ځمکه به خړوبه کړي او هر کال به د شپږو میاشتو لپاره د سل مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولري. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

14.10.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more