ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي

دا مهال سلګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. په دوی کې ځینو یې میاشتې په زندان کې تېرې کړي او محاکمې ته په تمه دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې دوه سوه زره افغانان په ناقانونه توګه له پولې ور اوښتي او پاکستان ته داخل شوي دي.

06.01.2023 ازادي راډیو

طالبانو بلخ کې د ښځينه مارکېټ د تړلو امر کړی

د بلخ ولایت یو شمېر ښځینه پلورونکي وايي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست دوی ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل پلورنځي وتړي. پښتنه افغان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې پلورنکې ده وايي، د بلخ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کارکوونکي د چهارشنبې په ورځ د دوی پلورنځيو ته ورغلل او امر يې وکړ، چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې باید خپل فعاليتونه ودروي. پښتنې افغان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی دا پلورنځي وتړل شي نو د دې او له دې سره د ۳۵ نورو هغه مېرمنو په دسترخوان خواړه پیدا نه‌شي چې له دې سره کار کوي. نوموړې وايي: "که دا دوکانونه زموږ پر مخ بند شي، باور وکړئ چې یوه ورځ به هم زموږ په دستر خوان ډوډی نه وي. کاش یو نفر زما کور ته راغلی وای او زما کور یې سروې کړی وای او لیدلی وای، زه یو کس نفقه راوړونکی نه‌لرم. تر اوسه دولت زما د خاوند یوه افغانۍ تقاعد نه‌دی راکړی مېړه مې خپله هم ناروغه دی، د وینې سرطان لري، زه هر پنځلس ورځې وروسته ورته وینه اخلم، هیڅ نه پوهېږم څه وکړم، لاره مې ورکه کړې." مېرمن پښتنه وایي، له پنځو کلونو راهيسې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت لري، په پلورنځيو کې یې هم ټول یوازې ښځینه کالي پلورل کېږي او اخیستونکې یې هم ټولې ښځې دي. په همدې حال کې د یو تولیدې شرکت مسوولې سلیمې ازادي راډیو ته وویل، که دغو کسب‌ګرو ښځو فعالیتونه وتړل شي دوی به د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. نوموړې وايي: "که دا ښځې کار ونه‌کړي او یو څه عاید چې دې خیاطۍ او نورو تولیدي کارونه لاسته ورځي ترې واخيستل شي، نو دوی به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي." خو په بلخ ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوی حیدري ازادي راډیو ته وویل، په مزار شریف کې د پلورونکو ښځو د کار د ممانعت په اړه به وروسته معلومات ورکړي. په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله شګوفه کاکړ وایي، اوس‌مهال زرګونه ښځې په افغانستان کې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري خو پر دوی د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب کړي. نوموړې وايي: "د افغانستان په څېر یو هېواد چې څلوېښت کاله یې شهیدان ورکړي او ښځې خپل د کورنۍ سرپرستې دي او زرګونه یتمان او کونډې ښځې لري، ښځو ته د عاید یوازینۍ لاره همدا شخصي فعالیتونه ول خو دا محدودیتونه چې وضع کېږي ورځ په ورځ د ښځو د ژوند ستونزې ډېرېږي." پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ را وروسته دغه ډلې پر افغان مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د مېرمنو او نجونو پر مخ د ښونیزو مرکزونو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، د عالي تحصیلاتو بندول او په غیر حکومتي سازمانونو کې د مېرمنو د کار مخنیوی هغه عمده موارد دي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر افغان مېرمنو وضع کړي دي.

06.01.2023 ازادي راډیو

طالبان ولې پر ښځو محدوديتونه لګوي؟

طالبانو په غیر دولتي ادارو کې پر افغان مېرمنو داسې مهال د کار بندیز لګولي چې اوس مهال افغانان له سخت اقتصادي حالته تېریږي. ددغه حالت د بدلون لپاره څه کول پکار دي او طالبان ولې دغه ډول پرېکړې کوي؟ محمد خاطر پردېس د ښځو له فعالې شایسته صافۍ سره دغه مسله په دې مرکه کې شاربلې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

06.01.2023 ازادي راډیو

د ژغورنې نړيواله کمېټه: ملګري ملتونه دې طالبان چمتو کړي چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي

د ژغورنې نړیواله کمېټه"IRC" وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو ونډه یوه عملیاتي اړتیا ده. دې ادارې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، طالبانو په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار داسې مهال بندیز لګولی چې دا هېواد د لسیزو جګړو او د ژمي سختو شرایطو د بې‌‌ساري اقتصادي سقوط او ویجاړۍ سره مخ کړی دی. د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي"همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، بشپړ خواړه نه‌لري." د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې نا دولتي موسسو کې د ښځو ونډې ته په اشارې لیکي، په ټولو برخو کې د ښځینه کارکوونکو پرته، دوی نه‌شي کولای د هغو کسانو لپاره چې روان بحران سخت ځپلي، اصولي او د اړتیا پر بنسټ مرستې او پروګرامونه وړاندې کړي. دې ادارې چې د طالبانو له‌خوا یې په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپلې چارې ځنډولي خبرداری ورکړی چې د دوی د کارونو پر وړاندې را پورته شوې ننګونې به د ښځو خوندیتوب را کم، له دوی سره جنستي تاوتریخوالي زیات او د ښځو د پیاوړتیا لپاره پلان شوي پروګرامونه له زیان سره مخ کړي. د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، دوی له همدې امله له ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې طالبان په عملي او همغږي توګه وهڅوي، څو نجونو او ښځو ته په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي. له طالبانو مو وپوښتل چې ایا د دې پرېکړې د بدلون امکان شته، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ، مګر وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد له پرېکړې دفاع کړې وه. خو له افغانستان وړاندې د قطر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جنوري په ۴مه نېټه په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار او نورو بندیزونو تفصیلي خبرې کړي. هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه له قحطۍ سره مخ بللي. اوچا په خپله ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی، که د مرستې لپاره سمدستي او دوامداره اقدام و نه‌شي، په ۲۰۲۳ کال کې به ناورین جوړ شي. ملګرو ملتونو سازمان وړاندې ویلي، ۲۸ میلیونه افغانانو هر څه ژر بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو ادارې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څلور نیم میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې، هغه چې پیدا کول یې په یوې خورا ستونزمنې چارې بدل شوي دي.

06.01.2023 ازادي راډیو

په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي

د ازادي راډيويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي دي. د کتابونو د چاپ دغه ټکنۍ شوې چارې څرنګه بېرته غوړېدای شي؟ په دې ادبي مجله کې هم نقد شته او هم شعر. په خپرونه کې له داسې چا سره خبرې شوي چې د ملي هندارې کیسې یې له یاده زده کړې دي. په مجله کې د سندرغاړي فرهاد غفور له نویو هنري هڅو هم خبرېږئ: د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

04.01.2023 ازادي راډیو

افغانستان کې معلولې نجونې هم له زده‌کړو بې برخې شوي

د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د نورو نجونو په څېر معلولې نجونې هم له زده‌کړې بې برخې شوي دي. په کابل کې د نابینایانو د انستیټوټ يوه زده کوونکې، چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: "موږ هلته د قرانکریم او نورو اسلامي مضامینو په حفظ بوخت وو او د دولسم ټولکي له فراغت وروسته به زموږ ټول قران کریم حفظ کېده." دا زده کوونکې وايي، دوی به د مسلکي او تخنیکي ادارې په چوکاټ کې جوړو شویو ښوونځیو او انسټیټیوټونو کې اسلامي، عمومي او حرفه‌وي زده کړې کولې خو اوس له ټولو دې زده‌کړو بې برخې دي. نوموړې وايي: "زموږ نصاب بېل دی موږ ته نور مضامین لکه تاریخ، جغرافیه، ادبیات سانیس ډېر کم درس راکول کېده او ډېر به مو اسلامي تعلیمات، عمومي تعلیمات، حرفه او کمپیوټر زده کاوه." دا وايي، که څه هم له پخوا راهیسې دوی ته پاملرنه کمه وه، خو په خبره یې اوس هر څه په ټپه درېدلي دي. د ننګرهار ولایت د نابینایانو د انسټیټوټ یو زده کوونکی، چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "زه او خور مې دواړه ړانده یو، موږ به پخوا یو ځای درس ته تلو، اوس زه ځم خو خور مې نه‌شي تلی، ډېر خپه یم، موږ خو ړانده یو. یو بل ته کتلای هم نه‌شو، خو بیا هم ښځې د تک اجازه نه‌لري." د یادونې ده، چې د معلولینو زده کړې بېلې او ځانګړې دي. نابینایانو ته د ځانګړي خط او هغوی چې نه یې اوري ورته د اشارې په ژبه تدریس کېږي. په کابل کې د نابینایانو د انسټيتوټ یو استاد چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخلو، د دغو ځانګړو زده کړو په اړه معلومات راکوي. نوموړی وايي: "معلولین ته په نورو کورسونو کې د تدریس زمینه نه‌ده مساعده، دوی ته په خاص طرز باندې زده کړې کېږي، څوک چې دوی ته تدریس کوي هغه باید خاصو تعلیماتو سره بلد وي، باید ګریل خط وپېژني، همداسې د کڼو د استاد باید د اشارې ژبه زده وي تر څو وکولای شي، دوی ته سم درس ورکړي او یوازنی نهاد چې کولی شي دوی سره مرسته وکړي، همدا د تعلیمات خاص انسټیټيوټونه او لېسې دي." د تخنیکي او مسلکي تعلیمات اداره یو خپلواکه اداره ده، چې په پلازمېنه کابل او  ولایتونو کې ۱۴۵ انسټیټونه,۲۲۰ لېسې او ټول ۶۴۰۰۰ نجونې او هلکان زده کوونکې لري، شاوخوا ۷۳ بېلا بیلې رشتې لري، خو د شاوخوا ۱۷ میاشتو راهیسې د نجونو پر مخ بندې دي. په کابل کې د دغې ادارې په چوکاټ کې د هغوی چې نه‌یې اوري یا ناشنوایانو د لېسې یوه زده کوونکې لیدا، چې په اشاره خبرې کوي، ازادی راډیو ته یې په یوې ويډيو کې ویلي، زه ښه احساس نه‌لرم ځکه ښوونځي ته د تګ اجازه مې نه‌شته. د لیدا یو ښوونکی د نوموړې د احساس په اړه چې په اشاروي ژبه يې کوي وايي: "زما نوم لیدا دی، زه یوه ناشنوا نجلۍ یم، زه ښه احساس نه‌لرم ځکه د ښوونځي ته تګ اجازه نه‌لرم، خو په راتلونکي که د ښوونځي ته تګ هیله لرم چې د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ بېرته خلاصې شي." خو د طالبانو تر کنترول لاندې د تخنیکي او مسلکي تعلمیاتو ادارې مالي معین مفتي فضل الرحمن فاضل وايي، چې د معلولو نجونو زده کړو هم تر بل امر پورې اجازه نه‌شته. نوموړی ازادي راډی راډیو ته وویل: "ټول شاګردان له اول تر دولسم شته او په بېلابېلو رشتو کې کار کوي خو د اناثو برخه متوقفه ده او موږ تر امر ثاني د مشرانو هدایاتو ته منتظر یو او نجونې مختلفو رشتو کې کار کوي خو صقیلې رشتي نجونو ته د فعلاً لپاره متوقفې دي." دا چې کومې رشتې نجونو ته په صقیلو رشتو کې راځي، په دې اړه ښاغلي فاضل زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه. په افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه دوی د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. که څه هم د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

04.01.2023 ازادي راډیو

امريکا: د طالبانو له لوري پر ښځو د کاري بنديز حکم څېړو

له زده‌کړو او کاره د نجونو او ښځو د راګرځولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو په کار د بندیز حکم څېړي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د دې حکم اغېزې څېړو. له افغانستان سره د ستر بشري مرسته کوونکي هېواد په توګه موږ پر داسې لارو چارو غور کوو چې پر مټ یې وکولی شو یو پیاوړی او اصولي دریځ خپل کړو. په ورته وخت کې هڅه کوو چې د طالبانو له لوري په دې ناوړه رامنځته شوي چاپیریال کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسو." په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بریتانیې شازدافیر ویلي، طالبانو په خپلې دې پرېکړې سره د هېواد د نیمايي وګړو، میلیونونو خلکو او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي. هوګو شارتر په خپل ټویټر دا د افغانستان لپاره لویه تراژیدي بللې ده او لیکلي دي چې افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په‌کې له منځنیو او لوړو زده کړو منع شوي او په دولتي او نادولتي ادارو کې پرې د کار بندیز دی. خو نوموړي لیکلي دي، چې یو شمېر طالب مشرانو ورته په خصوصي توګه ویلي چې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو له پراخولو سره موافق نه‌دي. دی ټینګار کوي چې طالبانو له ښځو او نجونو د تعلیم او کار د لومړنیو حقونو په اخیستو سره،‌ د هېواد د نیمايي وګړو، د میلیونونو خلکو او د هېواد راتلونکی له خطر سره مخامخوي. نوموړي غوښتنه کړې ده، چې نړۍ باید د ښځو د حقونو لپاره لا نور ګامونه هم واخلي. ښاغلي شارتر لیکلی دي: "ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ساتلو لپاره کار کوي او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو په اړه مهم راپورونه خپروي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره هم د ورته معیارونو او د دغه هېواد د نړیوالو مسولیتونو له‌مخې چلند کېږي." په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا بنسټ ویلي دي، چې له مرسته رسونکو مؤسسو سره د کارکونکو ښځو له کاره په راګرځولو سره طالبانو د افغانستان نیمايي وګړو ته د مرستو رسول ځنډولي دي، هغه مرستې چې له ترلاسه کولو پرته يې ژوند ناممکن دی. دغه بنسټ په خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو دا پرېکړه پر ښځو د دوی په مشارکت ازادۍ او غږ یو شدید برید دی. په همدې حال کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي دي، چې پر افغان مېرمنو د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه سیاسي اقدام دی او دیني اړخ نه‌لري. مېرمن امیري د امریکا غږ ډیوه راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې، یو وار بیا له افغان مېرمنو او نجونو سره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار کړی دی. نوموړې ویلي، د طالبانو د ادعاو خلاف د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو ویلي دي "هغه څه چې په افغانستان کې د اسلام په نامه کېږي د اسلام پر ضد دي او د طالبانو دا کړنې په ټولو ځایونو کې د اسلام تصویر ته زیان رسوي." طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل راهیسې پر افغان مېرمنو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو په لومړنیو زده‌کړو بندیز، د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازو تړل، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز، ورزشي او تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو د ورتګ مخنیوی او دغه شان له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفر او اجباري حجاب هغه محدودیتونه دي چې طالبانو پر افغان مېرمنو وضع کړي دي. د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او د متحده‌ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ویلي دي چې، د طالبانو دا اقدامات به ناوړه پایلې ولري.

04.01.2023 ازادي راډیو

سپينې ماڼۍ مخته اعتراض کوونکي له امريکا کومې غوښتنې لري؟

د امریکا متحده‌ایالاتو پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخته لسګونه افغانان راټول شوي او په افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار او نورو فعالیتونو د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه غندي. د دغو اعتراضونو په اړه  مرسلین ارسلا، د ښځو د حقونو له فعالې او د دغه اعتراض له یوې ګډونوالې، حبیبې مر هون سره مرکه کړې. د اغلې مرهون مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

02.01.2023 ازادي راډیو

پاکستاني چارواکي: روانه اوونۍ افغانستان ته د بندي افغان مېرمنو د استولو پروسه پيلوو

په کراچۍ کې د افغانانو په تېره بیا بندي ښځو او ماشومانو په اړه د شکایتونو له زیاتېدو وروسته اوس چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته د دغو ښځو د استولو پروسه پیلوي. د کراچۍ په مرکزي زندان کې د چارواکو د معلوماتو له‌مخې ۱۲۹ افغان مېرمنې له ۱۷۸ افغان ماشومانو سره بندیانې دي. د کراچۍ د مرکزي زندان یوې افسرې شیبا شاه اسوشیتید پریس سره په خبرو کې وویل: "له دغو ۱۲۹ افغان ښځو ۵۴ یې په دوه میاشتو بند محکوم شوي دي. نور ۷۵ تنه تر محاکمې لاندې دي. دوی په منظم ډول محکمو ته حاضریږي. د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې به (افغانستان ته) د شاوخوا ۵۸ ښځو د استولو بهیر پيل شي." د اسوشیتید پریس په راپور کې ښکاري چې په یوه لویه خونه کې لسګونه ښځې او ماشومان ایسار دي. ۶۵ کلنه ګُل خدا د پکتیا ده. هغې ویلي سره له دې چې د بند دوه میاشتې یې تېرې کړي خو لا هم نه‌ده خوشې شوې. نوموړې ويلي: "موږ پرېږدئ. موږ دلته د دوو میاشتو څخه ډیر وخت تېر کړ. د خدای په خاطر نور مو پرېږدئ. مهرباني وکړئ موږ خوشې کړئ. موږ خپله دوه میاشتې بند تېر کړ. موږ باید اوس خوشې شوي وای. د خدای لپاره پر موږ رحم وکړئ." ۶۷ کلنه نیلوفر د پروان ده. وايي چې د بې‌وزلۍ په خاطر له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغله خو دلته پولیسو زندان ته واچوله. نوموړې وايي: "موږ له افغانستان څخه راغلو. بې‌وزلي یو. خاوند مې زوړ دی کار نه‌شي کولی. دوو زامنو مې د خښتو په بټۍ کې کار کاوه. که تاسو نه‌غواړئ چې موږ دلته کار وکړو بېرته مو افغانستان ته ولېږئ. هلته یو کور لرو. موږ به بېرته کور ته لاړ شو. زه او دوه نږیندې مې ناروغانې یو. د خدای لپاره، موږ خوشې کړئ ترڅو موږ بېرته کور ته لاړ شو." د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو ویلي، ماشومان ځکه په زندان کې دي چې میندې یې بندیانې شوي. دوی منلې چې څه باندې ۲۰۰ افغان ماشومان چې له یو تر اتو کلونو عمرونه لري په زندان کې دي. د پاکستان په سند ایالت کې له څو میاشتو د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات روان دي. پولیسو په دې لړ کې تایید کړې چې د محکمې په امر یې ۱۲۰۰ افغانان چې پاکستان ته د تلو لپاره اسناد نه‌لري نیولي. بشرپالان او مدافع وکیلان بیا د نیول شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ تنه یادوي. که څه هم تر دې مخکې ځینې افغان بندیان د بشري حقونو د فعالانو او مدافع وکیلانو په مټ له زندان خوشې شوي خو دا پروسه ډېره ورو مخ ته ځي. د کراچۍ د زندان چارواکو تر هغه وروسته د افغان بندیانو د استولو تازه ژمنې کړي چې په دوی باندې په پاکستان کې دننه فعالانو او ګڼو افغانانو کلکې نیوکې وکړې په تېره بیا چې د وړو افغان ماشومانو عکسونه په خواله رسنیو کې خپاره شول. د افغانستان بهرنیو ډپلوماټیکو ماموریتونو چې په سر کې یې په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد دایمي استازولي ده د پاکستاني چارواکو دا چلند له سپکاوي ډک وباله او د بشري حقونو سرغړونه یې یاده کړه. د جمهوریت له وخت پاتې دغو بهرنیو ډپلوماټیکو ماموریتونو او پخپله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستان په کلکه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو هڅې بندې او بندیان بېرته خوشې کړي.

02.01.2023 ازادي راډیو

رينا اميري: د افغان مېرمنو د کار او زده‌کړو د حق د بېرته اعادې لپاره هڅې کوو

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي. هغې په خپل ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق د بېرته اعادې لپاره په خپل ټول توان هڅه کوي. هغې همدارنګه د یوه سوله‌ییز او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو ونډه مهمه بللې ده. اغلې امیري په خپل ټوېټر هغه شعارونه هم بیا شریک کړي چې د افغان ښځو د تعلیم او کار لپاره جوړ شوي. افغان فعالانو او نجونو د «ټول یا هيڅ» په شعارونو سره په دې وروستیو کې هغو کمپاینونو ته زور ورکړی چې هدف یې د هلکانو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پرانیستل دي. شاوخوا ۴۷۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطې او لېسې ښوونځي تړلي او په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل. په دې سربېره یې په تر ټولو وروستي محدودونکي اقدام کې د هغو لسګونه زرو ښځو د کار مخه هم ونیوله چې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې یې کار کاوه. د نجونو د پوهنتونو د تړلو او د ښځو د کار د مخنیوي په خاطر د طالبانو په چارواکو کلکې نیوکې وشوې. د کار د مخنیوي په غبرګون لسګونه بشرپاله او مرستندویه موسسو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول. د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو په غبرګون هم د پوهنتونونو لسګونو استادانو استعفاوې ورکړې او سلګونه نارینه محصلینو هم د طالبانو د پرېکړې په غبرګون درسونه پرېښودل او له پوهنتونونو ووتل. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي او هم اجازه ورکړي چې ښځې بېرته کارونو ته ستنې شي. همدا خبرې یکشنبه د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل د طالبانو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره یو وار بیا مطرح کړي او له هغه یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو پيغام خپلو مشرانو ته ورسوي. د ارګ په ټوېټر په یوه بیان کې د پوتزل او حنفي د لیدنې په اړه جزییات خپاره شوي. د حنفي په حواله ویل شوي چې دوی هڅه کوي نړیوالو موسسو ته د لا غوره کار او فعالیت شرایط رامنځته کړي. ملګرو ملتونو اندېښنې ښوولې چې د طالبانو د وروستیو بندیزونو په خاطر په افغانستان کې د بې‌وزلو کسانو شمېر په بې سارې کچه په زیاتېدو دی ځکه اکثر مرسته رسوونکو چې ژوند ژغورونکي مرستې یې رسولې خپل فعالیتونه ځنډولي.

02.01.2023 ازادي راډیو

تخار کې د لیمو د حاصلاتو زیاتوالی؛ بزګران د بازار له نشتوالي شکایت کوي

د تخار ولایت د کوکچې سیند پورې غاړې ولسوالیو یو شمېر بڼوالان وايي چې سږکال په دې ولایت کې د لیمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د بازار له نشتوالی شکایت کوي. د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ یو بڼوال عبدالمقتدر چې له ۸ کالو راهیسې د لیمو بڼوالۍ ته یې مخه کړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د لیمو د روزنې په برخه کې ډېر زحمتونه ګاللي دي، ځکه د لیمو بڼوالي ساده کار نه دی. سږکال حاصلات ښه دي، خو بازار نه لري. موږ یو من لیمو په ۳۵۰ افغانۍ پلورو چې دا د خپل کړې لګښت نه پوره کوي." د دې ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ یو اوسېدونکي علی احمد چې له لس کالو راهیسې د خپل د روزګار څرخ د لیمو حاصلاتو له لارې چلوي وايي: "د لیمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د لیمو د ونو بڼوالي ډېر زحمت غواړي، خو د بازار نشتوالی بزګران یې له ستونزو سره مخ کړي دي. له موږ نه په بازار کې یو من لیمو ۳۰۰ افغانۍ غواړي چې دا قیمت زموږ لګښت نه پوره کوي." دوی له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب مارکېټ پېدا کړي څو د بڼوالو اقتصادي ستونزې هوارې شي او ترڅنګ د لیمو بڼوالۍ وده وکړي. د تخار د درقد ولسوالۍ یو بڼوال ګل الرحمان ازادي راډيو ته وویل: "زه د لیمو ۸۰ ونۍ لرم، دلته هم تروه لیمو او هم خواږه لیمو موجود دي. تېرکال د لیمو بازار ډېر ښه وو یو من لیمو ۵۰۰ افغانۍ قیمت درلود، خو سږکال یې په ۳۰۰ افغانۍ نه اخلي. دولت باید زموږ محصولاتو لپاره بازار پیدا کړي څو د لیمو بڼوالۍ په هېواد کې وده وکړي." د تخار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست رییس رحیم الله احدي هم د ګروندګرو ستونزې مني او ټینګار کوي چې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندې په برخه کې دوی خپلې هلې ځلې پیل کړی دي. هغه وویل: "د کروندګرو شکایت پر ځای دی. یقیناً سږکال د مېوو مارکېټ پيکه دی او خوند نه لري. موږ خپلې هڅې پیل کړي او په راتلونکي کال کې به د مارکېټ او سړو خونو په برخه کې د کروندګرو ستونزې هوارې شي." د بڼوالو د خبرو له مخې، د لیمو یوه ونه له ۷ منو نیولي ان تر ۱۰ منو پورې لیمو نیسي او دوی سږکال ۷ کیلو لیمو په ۳۵۰ افغانۍ پلوري. د معلوماتو له مخې، د لیمو باغونه د تخار مرکز د تالقان ښار په شمول د دې ولایت په خواجه غار، دشت قلعه، ینګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدین، بهارک او بنګي ولسوالیو کې موجود دي او ددې ولایت لیمو د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

02.01.2023 ازادي راډیو

د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز؛ هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي

د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو او تحصیل تر بندیز او پر دې پرېکړې د معترضو ښځو له ځپلو وروسته په هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي. په دغو اعتراضونو کې معترضې ښځې د "زده‌کوونکو، زده کوونکو، خپل د تعلیم حق وغواړئ" شعارونه په دېوالونو لیکي او خلک د خپل حق غوښتنې ته رابولي. د هرات ولایت اوسېدونکې مهرناز هغه څوک چې د زده‌کړو د حق غوښتنې په بېلابېلو ډله‌ییزو او انفرادي اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وایي، د لومړي ځل لپاره‌یې تېره شپه په هرات کې د هاتفي ښوونځي پر یوه دېوال 'زده‌کوونکو، زده‌کوونکو، خپل د تعلیم حق وغواړئ' شعار ولیکه او دې لړۍ ته دوام ورکوي. مهرناز وایي، تېره اوونۍ یې د طالبانو د دغه پرېکړې په وړاندې لاریونونه پیل کړل، خو د طالبانو له لوري اجازه ورنه‌کړل شوه، خو اوس دا ډول خپل غږ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پورته کوي. مهرناز زیاتوي: "بالاخره موږ وپتیېله چې خپل فعالیتونه د شپې ترسره کړو. موږ د الله اکبر، تعلیم حق ماست، یا ټول یا هېڅ څوک، د قران په احترام له ښځو حق مه‌اخلئ دا شعارونه مو په بریالي توګه خپل د کورونو له بامونو بدرګه کړل، خو له بده مرغه زموږ دا ټول فعالیتونه د شپې و، ځکه موږ ته اجازه نه‌راکول کېده، بیا مو دا کار د ښوونځیو له دېوالونو راپیل کړ، ځکه ښوونځي مو انتخاب کړل چې ښوونځی تر ټولو لومړنی ځای دی چې ماشوم هلته پل ږدي او د خلکو ډېر پام ورته اوړي." یوه بله اعترض کوونکې مرجان چې د تېرې اوونۍ په لاریون کې یې برخه اخیستې هم ورته خبره کوي او وايي، د اعتراض پر مهال ورسره د طالبانو له لوري ناوړه چلند وشو، خو په خبره‌یې د د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د بندیز د پرېکړې په وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. مرجان وايي: "زده‌کړې زموږ حق دی، موږ خپل حق غواړو، له خپل حقه نه‌تېرېږو، «اقرا 'ولوله' جنګ کوه او مبارزه کوه» دا شعارونه مو په بنرونو لیکل او د کورونو په دروازو مو لګول څو خلک‌یې وویني او موږ خپل حق واخیستلی شو. لوستل او لیکل په هرې ښځې او نارینه فرض دی. طالب چې ځان د اسلام پيرو بولي، نو ولې دوی د خدای او د رسول خبره نه‌مني؟" دا وایي، تر هغه وخته خپلې دې مبارزې ته دوام ورکوي چې طالبان له خپلو پرېکړو په شا شوي نه‌وي. که څه هم دوی په یاد اعتراض کې د ټولو شریکو معترضو نجونو او ښځو شمېر په ډاګه نه‌کړ، خو وايي چې ډېری هغه نجونې چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي له دوی سره په دغه اعتراض کې ونډه لري. طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو په وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې، د دې ترڅنګ‌يې په وروستي اقدام کې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې. طالبانو دغه‌شان مېرمنې تفرېحي پارکونو، ورزشي سټدیومونو، عمومي حمامونو ته له ورتګ منع کړي او له شرعي محرم پرته‌يې د مېرمنو په سفر هم کلک بندیز لګولی دی. پر طالبانو انتقادونه کېږي چې بېرته د وخت په تېرېدو سره د خپل لومړۍ دورې محدودیتونو ته‌یې مخه کړې ده چې هغه وخت هم نجونو د تعلیم او تحصیل، دغه‌راز ښځو د کار کولو اجازه نه‌درلوده.

01.01.2023 ازادي راډیو

مثلث؛ د ښځو په کار او تحصيل بنديزونه څه پايلې درلودای شي؟

د طالبانو له لورې په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی او پوهنتونونو ته د میرمنو د تګ ممانعت د افغانستان پر وضعیت څه اغیز کوي. د ازادي راډیو په دې مثلث خپرونه کې دا مساله له میلمنو سره څیړو. طالبانو له موسسو څخه د میرمنو د کارونو مخه پنځه ورځې وروسته تر دې ونیوله چې د پوهنتونونو دروازې یې تر ثاني امر پرې د نجونو پرمخ بندې کړې.

31.12.2022 ازادي راډیو

د لوبو له میدانه؛ د کرکټ نړیواله شورا د ۲۰۲۲ کال غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي

د 'لوبو له میدانه' په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وټاکه. له دې مخکې محمدنبي د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري کوله. د فوټبال یو وتلی پخوانی لوبغاړی پلې ومړ. د کرکټ نړیواله شورا د ۲۰۲۲ کال غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي. په خپرونه کې نور مطالب هم شته. دغه خپرونه بختیار ساحل چمتو کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

31.12.2022 ازادي راډیو

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي په ودونو کې د ناوړه دودونو مخنیوی غواړي

په ارزګان ولایت کې د یو زیات شمېر کورنیو دوستي هغه مهال په دښمني بدله شوې کله چې د نجلۍ پلار خپل زوم ته په واده کې موټر اویا هم موټرسایکل نه وي ورکړی. په دغه ولایت کې دا یو دود چې د نجلۍ کورنۍ باید په واده کې د زوم کورنۍ ته موټر او یاهم موټرسایکل ورکړي. د ارزګان اوسېدونکي دا دودونه د ټولنې او خلګو په زیان بولي او د مخنیوي غوښتنه يې کوي. شریف الله شرافت یې په اړه نور جزییات ورکوي:  

31.12.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more