ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اروپا د لویې وچې لسګونه هېوادونه د کرونا وبا د چټک سرایت له خطر سره مخ دي

په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو بیا زیاتوالي د روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن کړی. له څو اوونیو د کرونا یوه بله چټک خپرېدونکې بڼه په ځينو هېوادونو کې کشف شوې چې ورسره د کرونا د مثبتو پېښو ورځنی شمېر زیات شوی. دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو (Hans Kluge) پرون یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه. ده وویل: "د اروپا د ساحې په ۵۳ هېوادونو کې د کرونا د خپرېدو اوسنی سرعت د زیاتې اندېښنې وړ دی. د «کووېډ-۱۹» پېښې یو وار بیا د ریکارډ تر کچې رسېږي. چټک خپرېدونکې دېلتا بڼه په ټوله اروپا او منځنۍ اسیا سیوری غوړولی. موږ د وبا د بیا رامنځته کېدو په یوه خطرناکه موقعیت کې یو. اروپا یو وار بیا د کرونا وبا د خپرېدو له پلوه هغه ځای ته رسېدلې چې یو کال مخکې وو." د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر دا خبرداری داسې وخت ورکړ چې په اوکرائین او روسیه کې دا څو ورځې د ریکارډ په کچه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي. ورسره د مړینو کچه هم په بې‌سارې کچه لوړه شوې ده. روسیې پرون د نږدې ۱،۲۰۰ کسانو مړینه راپور کړه. درې پرله‌پسې ورځ همدې حدودو کې خلک هلته مړه شوي. همداراز روسي چارواکو په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا د څه باندې ۴۰ زرو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړ. د اوکرائین د روغتیا سکټور هم تأیید کړې چې هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۷ زره کسان په کرونا اخته شوي دي. په ټوله کې د اروپا ختیځه برخه د لږ معافیت د ترلاسه کولو یا په‌کې د کمو خلکو د واکسينېدو له امله د کرونا د بیا اوج ته رسېدو له خطر سره مخ بلل شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو په خپل پروني کنفرانس کې دا هم وویل چې که د کرونا وبا مثبتې پېښې همداسې په چټکۍ زیاتې شي، لیرې به نه‌وي چې د ده په خبره تر فبروري پورې نیم ملیون نور کسان د کرونا په خاطر له لاسه ورکړو. اروپا تر څو دورو قرنطینونو او ښاربندیو وروسته دا وروستۍ درې میاشتې بندیزونه تر ډېره کم کړل، خو معلومه نه‌ده چې د کرونا د چټک خپراوي د مخنیوي لپاره بېرته پخوانیو بندیزونو ته ورګرځي که څنګه.

05.11.2021 ازادي راډیو

کابل کې حمله؛ د برید د جریان تصویرونه او د یوه عیني شاهد د سترګو حال

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون په حمله کې د وژل شویو شمېر ۷ تنه ښيي، خو نورو رسنیو دا شمېر لږ تر لږه ۱۹ او د ټپیانو شمېر لسګونه یاد کړی. د دې راپور تر جوړېدو د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو طالبانو داعش ډله مسووله بللې ده. لس کاله مخکې هم پر دغه روغتون حمله شوې وه، چې طالبانو یې مسوولیت منلی و.

02.11.2021 ازادي راډیو

هیدر بار: د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د طالبانو پر ژمنو باور نه شي کېدای

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، خو موده وروسته دا بندیز په محدودیت بدل شو.  اوس نجونې  تر شپږ ټولګې په ټول افغانستان او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.  اوس نجونې  تر شپږم ټولګې په ډېری ولایتونو او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري، خو د طالبانو له‌ خوا د دې محدویت د پای ته رسولو د تکراري ژمنو سره-سره، نن ۴۵مه ورځ ده چې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي لا هم بند دي. فهیمه د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هره ورځ ښوونځي ته تله. راتلونکې ته هیله‌منده او د یوه روښانه سبا په فکر یې د ښوونځي په دروازه پل کېښوده، خو اوس هغه دروازه د دې پر مخ تړلې ده. وايي، ستړې شوې او ورځ تر بلې نهیلې کېږي: "اوس خپل راتلونکې ته ډېره اندېښمنه یم. ما هیله درلوده چې پوهنتون ته به بریالۍ شم، خو اوس نه پوهېږم چې ښوونځي به بېرته پیل شي او که نه." د افغان نجونو دا اندېښنې په نړیواله کچه هم مطرح دي. د بشري حقونو د څار سازمان د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو دوام ته سخت غبرګون ښيي. د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدربار ازادي راډیو ته وویل، د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه د طالبانو په ژمنو باور نه شي کېدای: "طالبان وايي، د نجونو د ښوونځيو تړل يوه لنډمهاله مساله ده او ژر به پرانیستل شي، خو د دوى پردې څرګندونو باور نه‌شي کېداى او يوازې هغه څوک پرې باور کولاى شي چې پر طالبانو باور ولري. طالبان وايي چې د هلکانو او نجونو منځني ښوونځي دې سره جلا شي، خو څوک چې افغانستان پېژني،  په دې پوهېږى چې د نجونو او هلکانو متوسطه ښوونځي له پخوا سره جلا و او دا يوه غلطه ادعا ده." مېرمن بار وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدو ته خوښه ده، خو دا د طالبان ابتکار نه دى، بلکې دا ښوونځي د خلکو د فشار له امله پرانستل شوي دي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا د طالبانو له‌خوا د ښوونځیو د تړل کېدو دوام، د دوی د حقونو نقض بولي. د ښځو د حقونو فعاله حلیمه پوپلزۍ یې په اړه وايي:​ "نجونې باید د زده‌کړو، کار کولو او د سیاسي مشارکت حق ولري. دا د هرې ټولنې د ښځو او نجونو حق دی چې هېڅوک یې هم ترې نه شي اخیستلای." د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو غواړي چې په ټول افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، هغه غوښتنه چې په کور دننه هم په ځلونو تکرار شوې. د قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا چې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو کمپاین یې پیل کړی وايي، هر چېرې چې ځي، د ټولو همدا غوښتنه ده، طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي. دی وايي: ​ "ټول په کورونو کې خپه ناست او د یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د ټولو غوښتنه له طالبانو، نړیوالې ټولنې او موسساتو دا ده چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي پرانیزي. " طالبان بیا وايي، د نجونو له زده‌کړو سره ستونزه نه لري، خو د یوه پلان له مخې به دوی ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د طالبانو حکومت له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې د دې پلان خبره کوي، خو لا یې جزیات نه دي ورکړي چې دا پلان څه دی او څه ډول یې د عملي کېدو چارې روانې دي.

02.11.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د مېرمنو وضعیت؛ ګاونډیان څه فکر کوي؟

د ازادي راډیو خبریاله فرشته نګاه د ایران، تاجکستان او پاکستان له ځینو خبریالانو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت خبرې کړي دي. دا ویډیويي بحث د ازادي راډیو پر وېب پاڼې، یوټیوب وګورئ:

01.11.2021 ازادي راډیو

له افغانستانه وتلې ورزشکارانې: لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي

یو شمېر افغان ورزشکارې نجونې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له دغه هېواده تللي، ادعا کوي چې لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي، هغه ادعا چې طالبان‌یې ردوي.   دغو ورزشکارو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې  دوی هم د طالبانو له لوري ګواښل کېدلې، نو ځکه له افغانستانه ووتې. د موی‌تای لوبغاړې حفیظه بهمني وایي: "ټولې ورزشکارې نجونې تر ګواښ لاندې دي. زه په خپله د طالبانو له لوري وګواښل شوم او ان پر موږ بریدونه وشول. ما ته‌یې ګواښ کړی و که دې ورزشي کلپ پرانیزې، نو ته او کورنۍ به دې په امان که نه‌وئ." پروانه عارفي چې معلوله ورزشکاره ده، د پارا المپیک په برخه کې خپل تمرینونه مخ ته بیایي او په ملي او نړیوالو لوبو کې یې هم ګډون کړی، له افغانستانه د وتلو یوازنی لامل د طالبانو ګواښونه یادوي. پروانه وایي: "ورزشکارو نجونو نه‌غوښتل چې له هېواده ووځي، خو د طالبانو ګواښونه د دې لامل شول چې افغانستان پرېږدي. زه په خپله د ځان د ژغورلو لپاره مسافره شوم. ان تر دې هم خبره شوم چې د یوې ورزشکارې نجلې سر یې ورپرې کړی. ټول همدا هڅه کوي چې له افغانستانه ووځي." اغلې عارفي وایي، دا اوس د هغو ورزشکارو ښځو په نوملړ کار کوي چې غواړي له افغانستانه ووځي. دغه ښځینه ورزشکارانې ټینګار کوي چې ښځو، په ځانګړي ډول ورزشکارو نجونو ته دې د دې اجازه ورکړل شي چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي. خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې بې‌بنسټه بولي او وایي چې د طالبانو له لوري هېڅ‌څوک نه‌دي ګواښل شوي. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ورزشکاران د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري ګواښل کېږي، دا حقیقت نه‌لري او ټول د خپلې خوښې په رشتو کې فعالیت کوي. مجاهدین هېڅ‌چا ته زیان نه‌رسوي، موږ دا افواهات او تبلیغات ردوو، موږ تر اوسه په دې برخه کې هېڅ کومه بېلګه نه‌لرو." خو ښاغلي کریمي دا روښانه نه‌کړه چې له دې وروسته به ورزشکارو نجونو ته د تمرینونو او ورزشي سیالیو لپاره څه ډول اجازه ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې د المپیک نړیوالې کمېټې هم وړاندې تر دې ویلي و چې ۷۰۰ تنه چې ډېری هغه‌یې ورزشکاران او د هغوی ملاتړي دي، په افغانستان کې له خطر سره مخ دي. د یادې کمېټې ویاند توماس باخ ویلي و چې تر ګواښ لاندې ډېری کسان ورزشکارې نجونې او د هغوی له ورزشي فعالیتونو څخه ملاتړ کوونکي کسان دي. ښاغلی باخ دې موضوع ته هم اشاره کړې وه چې ټولو هغو افغان ورزشکارانو چې د توکیو المپیک سیالیو ته غوره شوي وو، افغانستان پرېښی دی. په افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځو په وړاندې د طالبانو په ناوړه چلند او دغه‌شان د دوی په وړاندې د طالبانو حکومت له لوري پر لګول شویو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د کار او زده‌کړو د حقونو په نقض په کور دننه او نړیواله کچه نیوکې شوي، خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او وایي چې شرایطو ته په کتو به دوی ته د کار او زده‌کړو زمینه هم برابره شي. پروانه عارفي چې معلوله ورزشکاره ده، د پارا المپیک په برخه کې خپل تمرینونه مخ ته بیایي او په ملي او نړیوالو لوبو کې یې هم ګډون کړی، له افغانستانه د وتلو یوازنی لامل د طالبانو ګواښونه یادوي.

31.10.2021 ازادي راډیو

کابل کې یو ځل بیا د ښځو اعتراض، خو په نوې بڼه؛ دوی کار، تعلیم او د تحصیل حق غواړي

په کابل کې یوې ډلې نجونو او مېرمنو یو ځل بیا اعتراض کړی او له طالبانو د کار، تعلیم او تحصیل حقونه غواړي. دوی دا ځل خپل اعتراض ته نوې بڼه ورکړې، دوی سړکونو ته د راوتلو پر ځای په کابل کې یوه کور کې ټولې شوي او محدود شمېر خبریالان‌یې هم همغلته ورغوښتي چې په خبره‌یې د زړه غوټې ورته خلاصې کړي. معترضې ښځې له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې چوپتیا دې ماته او له طالبانو دې د دوی حقونه وغواړي.  دوی وایي، سړکونو ته ځکه راونه‌وتلې چې د طالبانو له‌خوا د وهلو ډبلو وېره ورسره وه. یوې معترضې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د دې اعتراض له لارې غواړي خپل چوپ شوی غږ نړیوالو ته ورسوي. دا وایي: "څه باندې دوه میاشتې وشوې چې ټولې محصلانې کورونو کې ناستې دي، نجونې له زده‌کړو او تحصیله بې‌برخې شوي. نن موږ له خپل کوره غږ پورته کوو، ځکه هغه ښځې چې سړکونو ته وتلې وې، هغوی وربړول شوې، طالبانو یې غږ پورته کولو ته اجازه نه‌ورکوله، موږ لازمه وګڼله چې یوه کور کې اعتراض وکړو چې د زړه ټولې غوټې خلاصې کړو، زندۍ شوې مرۍ مو باید پرانیزو." د طالبانو له واکمنېدو راوروسته دا څویم ځل دی چې یو شمېر فعالې ښځې اعتراض کوي او له طالبانو خپل لومړني حقونه غواړي. د پروني اعتراض یوې بلې ګډونوالې ازادي راډیو ته وویل، نړیوال بنسټونه باید خپله چوپتیا ماته او له طالبانو د دوی حقونه وغواړي. د دې په خبره: "افغان ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې، وګورئ د ښوونځیو دروازې تړلې دي، موږ ۲۱مې پېړۍ کې یو، ولې ژوند کې دومره وحشت راباندې راشي. کومې ښځې چې دلته راټولې شوي، ټولو دندې درلودې، یا یې تدریس کاوه او یا یې هم زده‌کړې. دوی غواړي نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته خپل غږ اوچت کړي، لطفاً دا څه بې‌رحمي ده؟" طالبانو له څو محدودو شمالي ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې لا هم د منځنۍ او لېسې دورې نجونو ته د ښوونځیو دروازې نه‌دي پرانیستي او پر دې سربېره نجونې دولتي پوهنتونونو ته هم نه‌شي تللی. د ګوتو په شمېر هغه خصوصي پوهنتونونه نجونو ته پرانیستي چې ښځې تدریس ورته کوي. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نوی نظر راواخلو، خو پوښتنې مو ځواب نه‌شوې. له دې وړاندې بیا د طالبانو چارواکو ویلي، دوی پر یوې تګلارې کار کوي چې له مخې به‌یې نجونې په خوندي فضا خپل تعلیم او تحصیل ته دوام ورکړي. طالبانو ویلي، په شرعي چوکاټ کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي او دوی د پاسپورټ ادارې او هوایي ډګر ښځینه کارکوونکې بېرته دندو ته غوښتې دي. طالبانو داسې مهال د ښوونځیو دراوزې بندې ساتلي چې نړیوالو همدا بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی د رسمیت پېژندنې د شرایطو په توګه ورته وړاندې کړي. د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد بیا پرون وویل، که نړۍ غواړي له افغانستانه ورته ګواښ پېښ نه‌شي، باید د یوه مسؤل حکومت په توګه طالبان په رسمیت وپېژني.

31.10.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د مېرمنو وضعیت؛ ګاونډیان څه فکر کوي؟

د ازادي راډیو خبریاله فرشته نګاه د ایران، تاجکستان او پاکستان له ځینو خبریالانو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت خبرې کړي دي. دا ویډیويي بحث د ازادي راډیو پر وېب پاڼې، یوټیوب وګورئ:  

31.10.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د مېرمنو وضعیت؛ ګاونډیان څه فکر کوي؟

د ازادي راډیو خبریاله فرشته نګاه د ایران، تاجکستان او پاکستان له ځینو خبریالانو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت خبرې کړي دي. دا ویډیويي بحث د ازادي راډیو پر وېب پاڼې، یوټیوب وګورئ:

30.10.2021 ازادي راډیو

کابل کې ځینې مېرمنې وايي طالبانو یې د لاریون مخه نیولې

په افغانستان کې د ښځو له‌خوا د عدالت غوښتنې او لاریونونو په دوام، نن د شنبې په ورځ یو شمېر نورې ښځې هم د کابل لارو کوڅو ته راوتلې وې، خو دوی وايي، طالبانو د لاریون اجازه نه ده ورکړې.  دغه ښځې وايي، د لاریون موخه یې د افغان ماشومانو د بد وضعیت، د کنګل شوېو پیسو د ازادۍ او د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار لپاره عدالت غوښتنه وه.  له لاریون کوونکو دوو تنو یې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ تللي وو چې د زرګونه افغانانو غږونه نړیوالې ټولنې ته ورسوو، خو بدبختانه و نه شول او موږ ته یې اجازه را نه کړه. -موږ و نه توانېدو لاریون وکړو، دوی موږ ته د وسلې په ښودو ګواښ وکړ او ویې وویل، که ویډیو وکړئ، تاسې له‌منځه وړو او یا مو ټیلیفون ماتوو. بیا هم موږ هلته پاتې شوو او ځینو مو تلاوت وکړ. دا د مبارزو ښځو لپاره ډېره سخته ورځ وه."    لاریون کوونکې ټینګار کوي چې طالبان باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او نړیواله ټولنه هم باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو اخیستو او اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره همغږې شي.  دا لومړی ځل نه دی چې په کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې او نجونې لاریون کوي، بلکې وړاندې یې هم د خپلو حقونو لپاره د عدالت غږ پورته کړی دی.  خو لکه د نن په څېر له تېرو لاریونونو هم له ښځو سره د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي راپورونه مستند شوي دي.  ازادي راډیو هڅه وکړه چې په کابل کې د ښځو د ننني لاریون او له دوی سره د طالبانو د شوي چلند په اړه د دوی دریځ واخلي، خو د دې راپور د خپرېدو تر وخته یې ځواب ورنه کړ.  د تېرې سې شنبې په ورځ هم په کابل کې د ښځو د یوې اعتراضیه غونډې د پراختیا مخه نیول شوې وه.  هغه مهال د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و، دا کار ځکه شوی چې ښځې په لاریونونو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې شخصي عقدې مطرح کوي.  د طالبانو حکومت له دې وړاندې لاریون د افغانانو حق بللی، خو دا یې هم ویلي چې د اعتراض او لاریون موخه او وخت باید دوی سره شریک شي.  موده وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي و، اعتراض او لاریون په اړه معلومات باید یوه ورځ وړاندې د امنیتي ځواکونو سره شریک او اجازه یې د عدلیې وزارت له‌خوا واخیستل شي.  په کابل کې د ننني لاریون د شعار یوه برخه کې د بې‌ وزلۍ سره مبارزه او د کار غوښتنه وه.  دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نن ازادي راډیو ته په یوې مرکه کې وویل چې دوی له روان ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو د اېستلو لپاره ګڼ پروګرامونه په پام کې لري.  د ښاغلي کریمي په خبره، په دې پروګرامونو کې د یو شمېر پروژو پلي کېدل، د بهرنیو مرستو جلب، په منظم ډول د عوایدو راټولو او خلکو ته د کاري زمینو برابرول شامل دي.  دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې دا مهال د افغانستان ډېری اوسېدونکي له ناسم اقتصادي وضعیت، بې روزګارۍ او لومړنیو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. 

30.10.2021 ازادي راډیو

د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او پاکستان سیالي

د کرکټ د شلو اورونو نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلې په خپلو کې مسابقه کوي. پاکستان د هند او نیوزیلنډ په ماتولو سره اوس د دویم ګروپ د جدول په سر کې دی، افغانستان تر پاکستان وروسته د سکاټلنډ په وړاندې په یوې بریا سره په دویم کتار کې راځي. تمه کېږي چې په افغانستان او پاکستان کې په ملیونونو کسان د دواړو هېوادونو د کرکټ مسابقه وګوري. له ازادۍ رادیو صفي الله ستانکزي او امید مرزبان، دغه راز له مشال راډیو اسرار عالم مومند په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې په اړه بحث کړی دی.

28.10.2021 ازادي راډیو

اروپايي ټولنه: له طالبانو سره تعامل د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپل ماموریت د بیا پیل په اړه غور کوي. دغې ټولنې ژمنه کړې چې څه باندې یو میلیارډ ډالر به په مختلفو برخو کې له هغې جملې د روغتیا او زده کړې په برخه کې په افغانستان کې لګوي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویانده نبیلې مسرالي ویلي چې افغانستان کې خلکو ته د مرستې رسونې په خاطر له طالبانو سره تعامل کوي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني. مصطفی صدیقي له مسرالي سره خبرې کړي او په سر کې یې له هغې پوښتنه کړې چې ولې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

27.10.2021 ازادي راډیو

د افغان نجونو د تعلیم په ملاتړ انلاین کمپاین؛ تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې

په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ په پیل شوي انلاین کمپاین کې تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې ده. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر ۷۰ زیاتې ورځې کېږي او تر ۴۰ زیاتې ورځې کېږي چې دغې ډلې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې. دې مسئلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې افغانې ښځې او نجونې اندېښمنې کړې دي، ځکه ۲۰ کاله مخکې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم نجونو تعلیم او ښځو کار نه‌شوی کولای. د افغان نجونو او ښځو دغه ګونګ برخلیک د دې سبب شوی چې د نړۍ له ګڼو برخو د دوی په ملاتړ غږ پورته شي. د ښځو د حقونو فعالې زرقا یفتلي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په یوه انلاین کمپاین کې د څه باندې یو ملیون کسانو لاسلیک اخیستی دی. دوی «د افغان نجونو ترڅنګ ودرېږئ» په نوم انلاین کمپاین او په ټویټر کې «افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ» په نوم د هشتګ ټویټري کمپاین پر مخ وړي. دوی په خپل انلاین کمپاین کې یو لیک هم خپور کړی چې ځینې ځانګړې غوښتنې یې په‌کې کړې دي. یوه غوښتنه دا ده چې طالبان دې ژر تر ژره نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي او د نړۍ د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو (G20) ډلې له رهبرانو غوښتنه شوې چې دوی هم له طالبانو وغواړي نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي او د دې کار د ملاتړ لپاره فوري بودجه برابره کړي. په لیک کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو هم غوښتنه شوې چې طالبانو ته څرګنده کړي، دین ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نه‌نیسي. په دې انلاین کمپاین کې تر یو ملیون ډېرو کسانو لاسلیکونه کړي او په ټولنیزو شبکو له دې ډلې ټویټر کې په دې اړه د هشتګ کمپاین لاس په لاس کېږي. د دغه هشتګ یوه کاروونکې سمیرا حمیدي چې د ښځو د حقونو یوه مدافع ده وايي: "طالبان د هغو کسانو په توګه چې د افغانستان کنټرول‌یې په لاس کې دی، باید بشري حقونو په ځانګړي ډول د ځوانو نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. دوی باید تر شپږم ټولګي پورته ښوونکو او نجونو ته اجازه ورکړي چې خپل درسونه پیل کړي. دوی دې شرایط تر دې محدود او د افغان نجونو راتلونکی دې نور هم نه‌تیاره کوي." د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ چې د دغه انلاین کمپاین یوه برخه‌واله ده، په خپل ټویټر کې لیکلي: "افغانې ښځې د خپل ځان په باب خبرې کوي او د تعلیم لپاره خپل حق غواړي. باید د دوی ترڅنګ ودرېږو." د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر چې د دې انلاین کمپاین بله چلوونکې ده، په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا چې طالبانو د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده، موږ نه‌شو کولای چې شا ته لاړې شو." دا کمپاین داسې مهال پیل شوی چې د اګسټ پر ۱۵مه پر کابل هم د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې. په کندهار کې د لرن افغانستان (Learn Afghanistan) د بنسټ مشره پښتنه درانۍ وايي په دغه انلاین کمپاین کې دوی هم برخه اخیستې ده: "موږ ټولو پر یوه کمپاین کار کړی دی او له ټولو غوښتنه شوې چې لومړی ښوونځي پرانیزئ. دوهم د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړئ. درېیم باید پر طالبانو فشار راوستل شي چې د نجونو ښوونځی ستاسو له سیاست سره کار نه‌لري. له طالبانو دا سؤال کوو که د افغانستان لپاره دومره جنګېدلي یاست او اوس دومره په ټینګه وایاست چې اوس افغانستان جوړوو، نو چې جوړوئ یې د افغانستان لور ښوونځي ته پرېږدئ." نجونې یوازې په کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې کولای شي چې تر شپږم ټولګي پورته هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. د طالبانو د مطبوعاتي ډلې یوه غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې دوی پر یوه طرحه کار کوي او له مخې به‌یې نجونې وکړای شي تعلیم وکړي. ده لیکلي چې هڅه کېږي په فزیکي او رواني لحاظ د نجونو لپاره چاپېریال خوندي او له اسلامي اصولو سره برابر شي. څه کم دوه اوونۍ مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مرستیال مشر عمر عبدي کابل ته تر سفر وروسته ویلي و، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي چې دوی پر یوه پلان کار کوي چې په یوه یا دوو میاشتو کې به بشپړ شي او د پلان له مخې به نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړل شي. خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې د طالبانو دغه طرحه به کله بشپړه او عملي بڼه خپله کړي.

27.10.2021 ازادي راډیو

د طالبانو واکمني؛ خلک: ډېری مېرمنې بې کارۍ په رواني ناروغیو اخته کړي

ځينې افغان مېرمنې له طالبانو د وېرې او بې کارۍ له امله په رواني ناروغیو اخته شوي دي ان ځینې دا مېرمنې له ستونزو د خلاصون په خاطر د ځان وژنې فکرونه هم کوي. ۲۲ کلنه مریم رضايي د طالبانو د حکومت له راتګ مخکې د خپل خوشاله ژوند کیسه کوي، نوموړې تېر حکومت کې هم خپلې زده کړې کولې او هم یې د هرات په یوې سیمه ییزې راډیو کې کار کاوه. خو په وینا یې اوس ورځ ورته خوشالونکې نه ده، په کور ناسته ده او د زده کړو او کار په ټولنه ډګر کې حضور نه لري. درې میاشتې په کور ناستي هغه په رواني ناروغیو په ځانګړي ډول، ژور خپګان اخته کړې او ان کله خو فکر کوي چې ځان وژنه وکړي او ځان له ستونزو خلاص کړي. مریم وایي: "کله چې فکر کوم، ازادي، امنیت او حقونه نه لرم او ټولې لاسته راوړنې مې وبایللې، زما لپاره سخته ده. دا حالت لامل کېږي چې روحي حالت مې وبایلم او ځان یو پوچ انسانه وبولم، فکر کوم په زندان کې یم او خپل مرګ ته منتظره یم." د طالبانو د واکمنۍ پیل د ښځو د ټولنیزو خپلواکیو د پای په معنی ګڼل کېږي. دوی د طالبانو تر بیرغ لاندې د ښځو اوسنی وضعیت د عمري بند په څېر بولي. د کابل اوسېدونکې او د حکومت کار کوونکې ښایسته افغان هم له ورته یو حالته ځورېږي. دا هم د زرګونو نورو ښځو په څېر بې دندې شوې او بې کارۍ په ژور خپګان اخته کړې ده، ښایسته وايي، له یوې خوا یې خپل ارزښتونه چې ورته مهم و، بایللي او له بلې خوا د ډېرو ښځو مالي سرچینې بندې شوي دي. د ښایستې په خبره: "ډېرې له دندو لېرې شوي دي او اوس یې دندې معلومې نه دي. دا چې راتلونکی یې معلوم نه دی، په فکر او اعصابو یې منفي تاثیر کړی او روحي حالت یې ور خراب کړی. اوس ټولې ښځې بې دندو او په کور ناستې دي. زما روحیه ډېره خرابه شوې ده، دنده مې له لاسه ورکړه او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه یم." په افغانستان کې د طالبان له بیا واکمنېدو دوه میاشتې تېرېږي خو دې موده کې یې ښځو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړې چې د دې کار پایلې په دوی کې د رواني ناروغیو د ډېرېدو لامل شوي دي. هاخوا  ارواپوهان وايي، د طالبانو د حکومت له بیا راتګ سره په ښځو کې رواني ناروغۍ ډېرې شوي دي او د دوی پر کارونو د محدودیتونو لګول به یې وضعیت نور هم خراب کړي. که څه هم د طالبانو د حکومت له بیا راتګ وروسته په رواني ناروغیو د اخته کسانو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د رواني درملنو د ډاکټرانو په کتن ځایونو کې بیروبار ډېر شوی دی. روان پوه ولید حسین خېل چې په کابل کې کتن ځای لري وايي، په ښځو کې د رواني ناروغیو زیاتېدلو لاملونه په کور د دوی کېناستل او بې وزلي ده. د حسین خېل په خبره: "بې وزلي، بې کاري او اقتصادي ستونزې د ژور خپګان لامل کېږي چې تر ډېره ښځې ترې متاثره کېږي. په ژور خپګان کې د انسان خوب کمېږي، اشتها ختمېږي، له ټولنې لېرې کېږي، بدچلنده کېږي، وزن یې کمېږي، ټولنیزې اړیکې یې خرابېږي او د ځان وژنې فکر ورته پیدا کېږي چې ډېره خطرناکه خبره ده." په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له خوا د طالبانو د واکمنۍ په ختمېدو سره د ښځو په ژوند کې یو نوی باب پیل شو. په تېرو شلو کلونو کې یې د زده کړو ترڅنګ د کار حق هم درلود، خو د طالبان په بیا راتګ سره ځينې ښځې په دې باور دي چې له خپلو اساسي حقونه لکه له زده کړو او کار محرومې شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون د رواني روغتیا مسوول وحید نورزاد وايي، په ښځو کې د رواني ناروغیو د ډېرېدو ترڅنګ، د طالبانو په حاکمېت کې په کورونو کې له ښځو سره تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی. نورزاد زیاتوي: "زموږ ډېر ناروغان په دې وروستیو کې ښځې دي، د ښځو د حقونو فعالانې، دولتي کار کوونکې، خبریالانې او نور هغه کسان چې په تېر حکومت کې یې ټولنیز فعالیتونه درلودل او اوس یې دندې او مصروفیتونه نشته. په اوس وخت کې زموږ ناروغان واقعاً ډېر شوي دي. زموږ ځېنې ناروغان د لوږې او بې کارۍ له امله دي چې په دې وروستیو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی." روانپوهان په رواني ناروغیو اخته کسانو ته د ژوند چاپیریال، لوبو او د سفر کولو وړاندیز کوي، خو د افغانستان اوسنیو شرایطو او ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو، ډېرې مېرمنې د دې ډول وړاندیزونو د عملي کولو توان نه لري. په ورته وخت کې روانپوهان دا هم وايي چې د ښځو په زده کړو او فعالیتونو د محدودیتونو دوام، د رواني ناروغیو کچه په بې ساري توګه لوړولای شي او ان د دوی باور دا دی چې ځینې مېرمنې ښايي ځان وژنه هم وکړي.

27.10.2021 ازادي راډیو

د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا د ځینو افغان مېرمنو اعتراض

یو شمېر افغان مېرمنو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو د چوپتیا پر ضد خپل د اعتراض غږ پورته کړ. دا اعتراض چې د افغانستان د خود جوشه مېرمنو په نوم و، د شااوخوا ۳۰ ښځو په ګډون د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۰۴» په کابل کې د یوناما دفتر مخ ته ترسره شو. دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې دیبورا لاینز د لیدو غوښتونکې شوې او او ویې‌ویل چې د افغان مېرمنو غوښتنو ته باید پام وشي. خو طالبانو یې د دغه اعتراض د دوام مخه ونیوله. یوې لاریون کوونکې وحیدې امیري وویل، طالبانو د دې ترڅنګ چې ښځو ته د اعتراض اجازه ورنه‌کړه خبریالان‌یې هم د وېډیو او مرکو اخیستو ته پرې نه‌ښودل. وحیده امیري زیاتوي: "له خبریالانو سره‌یې ډېر جدي چلند کاوه او هغوی ته‌یې د وېډیو او غږ اخیستلو اجازه ورنه‌کړه، پر موږ یې ډېر فشار راووړ او اجازه‌یې رانه‌کړه چې دوام ورکړو، د دې ترڅنګ موږ خپل لیک او شعارونه له هغوی سره شریک کړل او غوښتل مو ووایو چې ملګرو ملتونو سازمان او نړیواله ټولنه ولې چپ پاتې ده." د دغو اعتراضونو یوه بله ګډونواله شیبا رؤفي وایي، د دوی د دغې کړنې هدف د هېواد په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د ښځو ګډون دی. دا وايي: "زموږ د اعتراض هدف دا و چې د ملګرو ملتونو سازمان افغان مېرمنو ته پام او له هغوی ملاتړ وکړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له هغو مېرمنو سره لیدلي چې هویت‌یې مشخص نه‌دی او یوازې غواړي بهر ته د پناه غوښتنه وکړي، خو موږ غواړو خپل هېواد کې پاتې شو او په ټولو سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې ونډه ولرو." د یادونې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسميت پېژندلو او د دغه سازمان له تور لېست نه د دوی د ځینو غړو د نومونو د لیرې کولو لپاره څو شرطونه ایښي چې کار او تعلیم ته د ښځو او ماشومانو اجازه ورکول او د بشري حقونو مراعت کول په‌کې شامل دي. خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، له اعتراضیه غونډو او لاریونونو مخکې باید د دوی فرهنګي مسؤلینو سره همغږي وشي چې په سوله‌ییز ډول او له تاوتریخوالي پرته ترسره شي. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې د سې شنبې د ورځې د اعتراضونو د مخنیوي په اړه وویل، ښځې په لاریونونو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې شخصي عقدې ښيي. ښاغلي کریمي وویل: "هغه ښځې چې غږ پورته کوي باید ونه‌وایي چې طالبانو باندې باید بندیزونه ولګول شي او یا هم په رسمیت ونه‌پېژندل شي، دوی باید داسې کار وکړي چې خلکو ته ګټه ورسوي، نه هغه دا چې له طالبانو سره عقدې وپالي." دا شپږم ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې پر دوی د بندیزونو او هغه څه چې دوی یې بې‌عدالتي بولي د طالبانو پر ضد په لاریونونو او اعتراضیه غونډو کې غږ پورته کوي، خو هر ځل د طالبانو له تند غبرګون سره مخ شوي او خپل اعتراضونه‌یې پای ته رسولي دي.

26.10.2021 ازادي راډیو

د چاپخونو مسولان: د کارونو د نشتوالي له امله خپلې چاپخونې تړو

د ازادي راډیويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپخونو کارونه کم شوي او د چاپخونو مسولان یې اړ کړي چې خپلې چاپخونې وتړي. په همدې اړه د دانش چاپخونې له مسوول سپین سهار سره مرکه لرو چې غواړي خپله چاپخونه وپلوري. د طالبانو حکومت وايي، د افغان فلم او د موسیقۍ د تولید ریاست ته یې مشران ټاکلي چې د دې ریاستونو کارونه به ژر بېرته پیل کړي. د نارويژي ـ پښتو قاموس چاپ شو. په همدې اړه د قاموس له لیکوال محمد طارق بزګر سره مرکرو. دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

26.10.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more