ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پخوانۍ سناتوره فریده کوچۍ: طالبان مې ګواښي چې ولې مې یې پرضد جګړه کړې وه

پخوانۍ سناتوره فریده کوچۍ وايي، طالبان یې په دې نوم ګواښي چې ولې یې یو مهال د دوی په ضد جګړه کړې. نوموړې همداراز وايي، طالبان یې په دې نوم هم ګواښي چې یو مهال یې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سره یو ځای، د دوی پر ضد جګړه کې برخه اخستې. مېرمن کوچۍ وايي، دی هغه مهال د پنجاب ضد ټوپک پورته کړی و، ځکه پاکستاني ملېشو غوښتل پر ډېورنډ کرښه اغزن تار وغځوي. دغې پخوانۍ سناتورې یوې خپره کړې ویډیو کې ادعا کړې چې طالبانو یې شخصي موټر ځینې وړی او داسې مهال چې ان یو ټوپک نه‌لري، له دې د ډېرو وسلو د تسلمېدو غوښتنه کوي. نوموړې زیاتوي: "موږ ویل طالب به راشي، سوله به وکړي او ثبات به راشي، خو چې طالب راغی ټول ورځ خلک ګواښي. وسله‌‌وال یې په دروازه کې راته ودرېږي، ما او زوی ته مې ماشه کش کړي او وايي، نوره وسله را کړه. زه ورته وایم نوره وسله ‌نشته، بیا وايي ټوپک را کړه، زه ټوپک له کومه کړم. ما چې په دانګام کې د تور پنجاب ضد جګړه کړې چې زموږ په خاوره یې اغزن تار غځاوه." فریده کوچۍ له طالبانو غواړي چې د خلکو د ځورولو پرځای، هغو کارونو ته لومړیتوب ورکړي چې د ټولنې د روان بد وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي. هاخوا د طالبانو سرپرست حکومت که څه هم د مېرمن کوچۍ سره د شوي چلند په اړه څه نه وايي، خو دا مني چې یو شمېر کسانو د اسلامي امارت له نوم ناوړه ګټه اخیستې او خلک یې ځورولي دي. د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، له دې کسانو ډېر یې پېژندل شوي او قضیې یې تر پلټنې لاندې دي: "شل کاله نظام تېر شوی و، بیا هم خوشبختانه موږ د هېواد په کچه ډېر لږ موارد لرو چې دا ډول پېښې شوې وي، دا د فیصدي په لحاظ ډېر کم شمېر دی. " طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم، یو فرمان خپور کړ چې پر بنسټ یې د مخکنیي نظام د چارواکو په ګډون ټولو وګړو ته د دوی په اصطلاح عمومي بښنه شوې او عادي ژوند ته یې رابللي دي. په فرمان کې ټولو افغانانو ته د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی و، خو له یادې نېټې بیا تر نننه ډېر کله داسې پېښې رسنیزې کېږي چې د دې فرمان د محتوا سره په ټکر کې وي. دغه شان د طالبانو د حکومت مشر، رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند یو فرمان ورکړی چې په کې راغلی، هېڅوک د چا کور یا شرکت ته د نقلیه وسایطو او وسایلو د پلټنې په پلمه نه شي ننوتلی. طالبانو تل ویلي، دا کارونو د دوی کسان نه کوي او په دې اړه قضیې څېړي. د دوی په حکومت په دې وروستیو کې د یادې ستونزې د بشپړ پای ته رسېدو په موخه، په خپلو لیکو د سمون بهیر پیل او د تصفیې کمېسیون جوړ کړ. دا کمېسیون دنده لري، څو هغه کسان چې د نورو په ځورونې، فساد، غصب، باج اخیستنې، شخصي تربګنۍ او نورو تورن وي، د طالبانو له لیکو وباسي.

16.10.2021 ازادي راډیو

په کندهار کې د شیعه و په جومات کي تر چاودنې وروسته تصاویر

په کندهار کې نن یوې انتحاري حملې شاوخوا شپږ دېرش کسان ووژل او اویا نور یې ټپیان کړل. په برید کې د وژل شویو او ټپيانو شمېر د کندهار د اطلاعاتو امر شمس صمیم ازادي راډیو سره شریک کړ. برید په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه لوی جومات امام بارګاه فاطمیه کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو. تر دې مخکې د کندهار د میرویس روغتون سرطبیب هم ویلي وو چې د شاوخوا اویاو ټپیانو له جملې د ځینو حال ښه نه دی. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې د عاملینو د نیولو هڅه کوي. د دې حملې مسوولیت چا نه دي منلی. تېره اوونۍ د کندز ښار په سیداباد ګذر کې هم د شیعه ګانو یو جومات تر برید لاندې راغلی و. د هغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی وو او پکې شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي وو او له ۱۴۰ زیات نور ټپیان وو.

15.10.2021 ازادي راډیو

امریکا او اروپا کې هغو کسانو ته چې د کروناضد واکسین یې کړی،تقویتي واکسین کېږي

د امریکا د متحدو ایالاتونو او اروپا د د درملو د مقررو د تنظیم ادارې د واکسیناسیون پروګرام پراخوي او یو شمېر کسانو ته کومکي یا تقویتي واکسین ورکوي.  د امریکا د روغتیا سلاکارانو پرون وویل، ځینو کسانو چې لږ تر لږه ۶ میاشتې پخوا موډرنا واکسین کړی، د کرونا ویروس پر ضد د خوندیتوب د زیاتولو لپاره باید نیم ډوز تقویتي واکسین وکړي.  د امریکا د خوړو او درملو د ادارې سلاکارانو د زړو خلکو او همدا راز هغو ځوانانو لپاره چې روغتیايي ستونزې لري، د موډرنا د تقویتي واکسین ورکړه په یوه خوله تایید کړه.  د واکسین د اندازې په اړه موډرنا کمپنۍ وايي چې د مخکینۍ اندازې نیمايي پنځوس مایکرو ګرامه واکسین کافي دی چې د کرونا ویروس پر وړاندې د بدن مقاومت پیاوړی کړي.  دا سپارښتنه لازم الاجرا نه ده، خو په امریکا کې په کرونا وبا د میلیونونو نورو کسانو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره کلیدي اهمیت لري.  همدا راز ګڼو نورو کسانو ته چې شپږ میاشتې پخوا یې فایزر واکسین کړی دی، کومکي واکسین ورکول کېږي. د امریکا د خوړو او درملو ادارې د فایزر د تقویتي واکسین د ورکولو پرېکړه تېره میاشت کړې وه.  په اروپا کې د درملو د مقررو د تنظیم چارواکو د اسټرازنیکا له لوري د یوه ترکیبي انتي باډي د پروسیس کېدو اجازه ورکړې ده.  اسټرازنیکا تېره میاشت د درملو د مقررو د تنظیم له ادارې وغوښتل د اضطراري استعمال اجازه ورکړي.  له بلې خوا هنګري پرون په تېرو پنځو میاشتو کې په کرونا ویروس د اخته او ورڅخه مړینو ریکارډ شمېر ثبت کړ.  د هنګري چارواکي وايي چې یو زرو ۱۴۱ نوې پېښې یې په یوه ورځ کې ثبت کړي چې د تېرې اوونۍ د ورته مودې پرتله په سلو کې ۳۷ زیاتوالی ښيي.  په هنګري کې چې ۱۰ میلیونه نفوس لري، ۷۴۲ تنه په روغتون کې د کووېډ- نولس په ناروغۍ بستر شوي دي. 

15.10.2021 ازادي راډیو

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د ځینې مېرمنو کیسې: منزوي شوي یو

پر افغانستان د طالبانو واکمني او د اکتوبر پنځلسمه، د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ راورسیده. یو شمېر کلیوالو ښځو ازادي راډیو سره خبرو کې د خپل ژوند پر وړاندې د شته ستونزو کیسې کړي. دوی وایي، که څه هم د طالبانو په راتګ سره پر ښځو نوي بندیزونه لګېدلي دي خو په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالو مرستې هم دوی ته نه دي رسېدلي. حمیده نورګل د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده. دا چې پر بزګرۍ بوخته ده وایي، افغانستان سره چې په دې تېرو شلو کې نړیوالو مرستې کړي، دا ټولې د هغو کسانو جېبونو ته تللي چې حقدار یې نه وو. نوموړې زیاتوي: "له بده مرغه له موږ کلیوالو مېرمنو سره مرستې نه دي شوي تل پر بزګرۍ او سختو کارونو بوختې یو، تل زموږ په نوم شوې مرستې زورواکو اخیستې دي." نرګس هم د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده وایي، افغان مېرمنو ته د نړیوالې ټولنې له مرستو سره بیا هم کلیوالې ښځې د یوې مړۍ ډوډۍ اړې دي:"موږ بې وزله بزګرې یو، کله چې د غرمې ډوډۍ وخورو دې ته حیرانه پاتېږو چې شپې ته به ډوډۍ له کومه کړو؟ موږ د نورو خلکو پټیو ته ورځو هلته کار کوو چې ځان ته ډوډۍ ومومو." خو هغه مېرمنې هم چې په تېرو شلو کلونو کې یې د نړیوالې ټولنې له مرستو په یو ډول برخمنې شوې هم دي د طالبانو له راتګ وروسته د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمنې دي. ګل غنچه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده، نوموړې ۳۵ کاله عمر لري او په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو فارم لري. ګل غنچه وایي، دا کار او بار یې د متحدو ایالاتو د پراختیا نړیوالې ادارې یا 'USAID' په مالي ملاتړ پیل کړی دی، خو په خبره یې د طالبانو په راتګ سره د محصولاتو د خرڅلاو لپاره یې بازار نشته: "د تېر حکومت له لوري له ماسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او ډېرو دفترونو هم له موږ سره د همکاریو ژمنې کړې وې، خو مرستې یې ونه کړې، د 'USAID' دفتر له مو سره پروژې درلودې او ژمنې یې کړې وې چې په راتلونکي کې به هم له موږ سره مرستې کوي، د طالبانو په راتګ سره له بده مرغه د بېلابېلو توکو نرخونه لوړ شوي او د شاتو بازار هم کم رنګه دی، موږ هیله مند یو چې اسلامي امارت د ښځو کار او بار ته پاملرنه وکړي." له دې سره د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج چې څو موده مخکې د ټایمز مجلې له لوري د نړۍ له ۱۰۰ غوره څېرو معرفي شوه او اوس په کابل کې اوسېږي ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل چې هیله منده ده هغه لاسته راوړنې چې ښځو په تېرو شلو کلونو کې درلودلې، له لاسه لاړې نه شي. نوموړې وايي: "په رښتیا هم له افغان کلیوالو مېرمنو سره مرستې نه دي شوي، زه هیله منده یم چې که له دې وروسته ښځو سره مرستې کېږي په سمه توګه دې ورته ورسېږي او باید ووایم چې دامهال ټولې افغان مېرمنې په داسې یو حالت کې دي چې نه یوازې ښځې بلکې نارینه هم له بد اقتصادي حالته سر ټکوي." له دې سره د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي چې اوس د اروپایي ټولنې د سخاروف جایزې ته هم نومانده ده وایي، د کلیوالي ښځو په ځان بسیاینه به پر اقتصادي پراختیا او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې مستقیمه اغېز ولري. اغلې سرابي زیاتوي: "یو څه چې ډېر مهم دي کلیوالې ښځې باید دا پیاوړتیا ولري چې له خپل حقه دفاع وکړي ځکه چې حق غوښتل کېږي، نه دا چې ورکړل شي، هغه سرچینې چې له دوی سره مرستې کوي دا کلیوالې ښځې باید ځان ورته ورسوي." ازادي راډیو وغوښتل څو په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولري، خو له هڅو سره-سره بیا هم ونه توانېده. د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۷ کال کې په دسمبر میاشت کې د کلیوالو ښځو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د اکتوبر میاشتې ۱۵مه نېټه هرکال د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ د کښت او بزګرۍ د پراختیا، د خوړو د امنیت او له ټولنو د بې وزلۍ د کمېدو په برخه کې د کلیوالو ښځو د مهم رول لوبولو لپاره نمانځل کېږي.

15.10.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کلیوالو ښځو ستونزې؛ دوی د مالکیت له حقه څومره برخمنې دي؟

په افغانستان کې ډېری کلیوالې ښځې سره له دې چې د ماشومانو په روزنه بوختې دي، د کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو په خاطرهم له کوره بهر شاقه کارونه کوي.  کلیوالې ښځې په ټولنه کې د اقتصادي پراختیا د ودې یوه مهمه برخه بلل کېږي.  دغو ورځو کې د ۳۵ کلنې فاطمې ورځنۍ چارې د غرونو په لمنو کې د غنمو رېبل دي.  فاطمه د ۷ ماشومانو مورده او د بامیان د ورس ولسوالۍ په لېرې پرته سیمه جوقوول کې ژوند کوي.  هغه هر سهار د کور د کارونو له ترسره کولو وروسته له خپل خاوند سره للمي ځمکو ته ورځي.  فاطمه په دې خاطر چې ماشومان یې وږي پاتې نه شي، د خپل خاوند ترڅنګ له سهاره ترماښام ځمکه کې غنم ریبي.  دا وايي: "سهار وختي له خوبه را پاڅېږم، ډوډۍ پخوم بیا مې ماشوم غېږ کې را اخلم او په للمي ځمکو کې د غنمو د رېبلو په خاطر د غره لمنې ته ورځم. څاروي هم له ځان سره بیایم. هم څاروي څروم او هم غنم رېبم. بېګا بیا خپل ماشوم راخلم او بېرته کورته راستنېږم. دا کار راته ډېر ستونزمن دی خو که ترسره یې نه کړم، ماشومان مې وږي پاتیږي."  فاطمه وايي چې د ټول کال په اوږدو کې له همداسې سختیو او ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.په پسرلي کې کروندو ته اوبه ورکوي او کرکېله هم ور په غاړه دی.  فاطمه بیا په اوړي کې د وښو راټولولو لپاره کروندې ته ځي. دا د خپلې کورنیو چارو ترڅنګ هغه څه کوي چې معمولاً یو نارینه بزګر یې ترسره کوي. د دغې کلیوالې بزګرې ښځې ستونزې د مني په فصل کې هم پر خپل ځای وي، خو توپیر یې دا دی چې فاطمه په دغه فصل کې د غنمو د راټولولو ترڅنګ د ژمني کارونو ترسره کولو ته هم وار له مخ تیاری نیسي: "دا کارونه مې یوه میاشت پاتې وي چې بیا د ژمي کارونه رارسیږي. په ژمي کې زموږ سیمه له واورو ډکه وي. واورې جارو کوم او هغه واښه مې چې په پسرلي کې ټول کړي دي غواوو او پسونو ته ورکوم."  د دغو ټولو ستونزو په ګاللو سره-سره د فاطمې یوازینۍ هیله دا ده چې د خاوند په کور کې سهم ولري او کوم کار چې کوي د هغې په زحمت پسې حساب شي: "یوازېنۍ هیله مې همدا چې د کور کارونه مې ترسره کړم او دا چې زحمت کاږم خاوند مې یې راپسې حساب کړي."  د فاطمې په شان ډېری افغان کلیوالې ښځې چې د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمه برخه لري، تل نوم ورکې او بې نشانه پاتې شوي دي. دا څرګنده ده چې په هېواد کې وروستي بدلونونه د ښځو پر ژوند بې اثره نه دي.  فاطمه وايي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سربېره به هم د خپل خاوند تر څنګ کار وکړي، خو ورته معلومه ده چې د قیمتونو په لوړېدو سره به ونه توانیږي چې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ اړتیاوې ور پوره کړي.  د هغې په خبره چې اوس اړ ده، څو د پخوا پرتله ډېرې ستونزې وګالي. په عین وخت کې د بشر حقونو فعاله مارینا حبیبي وايي چې په کلیو او بانډو کې بې سوادي او کم سوادي، په یادو سیمو کې د امکاناتو نه شتون او فقر سبب کېږي چې کلیواله ښځې تر ډېره شاقه کارونو ته مخه کړي: "دا مسایل سبب کیږي چې کلیواله ښځې ډېر تر فشار لاندې وي، او په منظم ډول ونه شي کولی چې خپل شخصي اړتیاو ته رسیدګي وکړي. دوی له محرومیتونو سره مخ کیږي او شاقه کارونه دوی له زیاتو روحي او رواني ستونزو سره مخ کوي."  اغلې حبیبي وايي چې فقر تر ټولو لوی عامل دی چې کلیوالې ښځې له خپلو بشري حقونو محرومه وي.  دا وايي چې د کلیواله ښځو د ژوند د ښه کولو په موخه باید دغه ښځو ته په کلیو او بانډو کې د حرفه يي کارونو د زده کړې زمینه برابره شي. اغلې حبیبي وايي، په دې کار سره به د کلیواله ښځو د سیمه ییز تولید کچه لوړه شي او د هغوی ژوند کې به مثب بدلون هم راشي.

15.10.2021 ازادي راډیو

انارکلي هنریار د افغانستان پر یو موټي خاوره د وطن مینه ماتوي

طالبانو په افغانستان کې د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال هندوانو او سکانو ته امر کړی و، چې ژېړ دستبندونه په لاس کړي څو له نورو سره یې توپیر وشي. طالبان ادعا لري چې بدل شوي دي. په تېرو دوو میاشتو کې پر کابل د دې ډلې له واکمنېدو وروسته د دوی اقداماتو ته په پام سره له مذهبي اقلیتونو سره د نوییمې میلادي لسیزې د چلند نښې نه دي لیدل شوي خو په تېرو شلو کلونو کې د دې ډلې د حملو طبیعت ته پام مذهبي اقلیتونه، په خاص دول هندوان او سکان د راتلونکې په اړه اندېښنې لري. د مشرانو جرګې غړې او ټولنیزې فعالې انارکلي هنریار چې له هېواده د کډه کېدو پرمهال یې د افغانستان یو موټی خاوره هم ځان سره وړې ده له احمدتکل سره په مرکه کې پر همدې اندېښنو خبرې کړې دي.

14.10.2021 ازادي راډیو

مالوچ څه وخت رامنځته شول او څه ارزښت لري؟

  د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د مالوچو یا پختې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی چې په پیل کې به واورئ چې: مالوچ څه وخت رامنځته شول ؟ او څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

13.10.2021 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: طالبانو د افغان نجونو او ښځو په اړه شوې ژمنې ماتې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي طالبان پړه ګڼي چې له افغان نجونو او ښځو سره یې خپلې شوې ژمنې نه دي پوره کړي.   انتونیو ګوتیریش پرون ناوخته په نیویارک کې یوې خبري غوندې ته ویلي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د له‌منځه وړلو په معنی دي.  ګوتیرېش زیاتوي: "زه اندېښنه لرم چې د طالبانو له‌ خوا د افغان نجونو او ښځو سره شوې ژمنې تر پښو لاندې شي. ماتې شوې ژمنې د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره د دوی د هیلو د له‌منځه تللو لامل کېږي. له ۲۰۰۱ راهیسې ۳ میلیونه نجونو ښوونځیو کې نوم‌لېکنه کړې او د زده‌کړې اوسط له شپږو، لس کلونو ته لوړ شو. نجونې او ښځې باید د پاملرنې مرکز وي. د دوی زده‌کړې، کار، شتمنۍ او په وقار او حقوقو سره ژوند به یې پرمختګ مشخص کړي." د ملګرو ملتونو دا لوړ پوړی چارواکي زیاتوي، دا سازمان به د ښځو د حقونو مساله له پامه و نه غورځوي او اداره یې هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي. ښاغلی ګوتیرېش پر طالبانو غږ کوي چې د نجونو او ښځو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو له مخې، خپل مسوولیت ترسره کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تراوسه د یو شمېر محدودو ادارو پرته، ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې. تر څنګ یې له بلخ، کندز او سرپل پرته په ټولو ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګې پورته او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري. د طالبانو دې عمل په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي او د دوی حکومت یې د بشر او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې په بې‌ عدالتۍ تورن کړی. خو طالبان وايي، د یوې بنسټیزې تګ‌لارې له جوړېډو وروسته به، نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوېو څرګندونو په اړه هم د طالبانو په مشرۍ سرپرست حکومت وايي، دوی په ټولو برخو کې په خپلو ژمنو ولاړ دي. د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې نړیواله ټولنه له دوی سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو ښاغلی کریمي دا هم وايي، افغانان حق لري چې د خپل نظام د جوړښت په اړه خپله پرېکړه وکړي. کریمي وایي: "په دې اړه د نورو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې ‌باید د دې لامل نه شي چې زموږ او د دوی اړیکې پیکه کړي چې دا بیا نه افغانانو او نه هم نړۍ ته ښې پایلې لرلای شي. " د طالبانو په سرپرسته کابینه کې هېڅ یوې ښځې ته چوکۍ نه ده ورکړل شوې، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د افغانستان د اقتصاد ۸۰ سلنه برخه په غېر رسمي ډول چلېږي چې ښځې په‌کې مرکزي رول لري. د ښاغلي ګوتیرېش له قوله، داسې هېڅ لاره نشته چې افغان اقتصاد او ټولنه د ښځو له ونډې پرته په ښه ډول فعاله شي. د جمهوري نظام پر مهال یو ډېر شمېر ښځینه سوداګرې په وړو او لویو پانګونو سره توانېدلې وې، له ځان پرته ډېر شمېر نورو ښځو ته کارپیدا کړي، تر دې چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه یې درلوده. خو اوس د دې ښځو له اقتصادي فعالیته کوم خبر نشته. د افغانستان د اقتصادي خوځښت په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي هم اندېښنه ښودلې او وايي، په‌کار ده داسې لارې ولټول شی چې د افغانستان اقتصاد بیا ساه واخلي، خو تر خوا یې نړیوال قوانین او اصول هم بایداغېزمن نه‌ شي. دا چې د اقتصادي غوړېدا په نوي پړاو کې به د ښځو ونډه څومره او په کوم ځای کې وي، هغه پوښتنه ده چې نړیواله ټولنه یې له طالبانو دمثبت ځواب په هیله ده او تر ډېره دا ډول پرېکړې د دوی د مشروعیت لپاره د لار پرانیستنې په معنا بولي.

12.10.2021 ازادي راډیو

په کندز، بلخ او جوزجان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي

په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د پیل په اړه دوه ګونی چلند. افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړل شوې، خو د افغانستان په درېیو ولایتونو کې بیا د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستي دي. په کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې دا مهال نجونې په لېسو او منځنیو ښوونځیو کې په لیک لوست بوختې دي. د خدیجې جوزجاني لېسې زده‌کوونکې شکیلا ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټولګیوالې هره ورځ ښوونځی ته راځي. موږ له دې وضعیته راضي یو او خوشحاله کېږو که د کانکور ازموینه هم ورکړو او وکولای شو د خپلې خوښې په رشتو کې زده‌کړو ته دوام ورکړو." شکیلا وایي ټولې ښوونکې یې چې اکثریت‌یې ښځې دي، د پخوا په شان ښوونځي ته راځي. لیزا په مزار شریف کې د فاطمې بلخي په ښوونځي کې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده. لیزا د خپلو درسونو د پیل په اړه وايي: "اوس زموږ درسونه روان دي، زه په دولسم ټولګي کې یم او هره ورځ مکتب ته ځم. زموږ ښوونکي هم ښوونځي ته راځي او یوه میاشت وروسته مو ازموینې دي." خو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې کیسه بل ډول ده، ځکه هلته د لېسو او منځنیو ښوونځیو دروازې د نجونو په مخ تړلی دی. په کابل کې د لېسو او منځنیو ښوونځیو نجونې زده‌کوونکې له شته وضعیت او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي. د الفتحې لېسې د یولسم ټولګي زده‌کوونکې مروه وایي: "کوم سیاسي تحولات چې رامنځته شول، د دې لامل شول چې د نجونو برخلیک نا معلوم پاتې شي او موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې یو. په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د نجونو لپاره هم درسونه پیل شوي او ښوونځیو ته ځي، زموږ غوښتنه هم همدا ده چې د تېر په څېر په ۳۴ ولایتونو کې درسونه پیل شي، ترڅو نجونې وکړای شي خپلو درسونو ته حاضرې شي." د هلکانو لېسې او منځني ښوونځي د روان کال د وږې میاشتې په ۲۷مه پیل شول، خو د کابل په ګډون، په اکثرو ولایتونو کې د نجونو لېسې او منځني ښوونځي لا نه‌دي پرانیستل شوي. د دې ترڅنګ، ښځینه ښوونکې هم د طالبانو له لوري خپلو دندو ته نه‌دي ورغوښتل شوي. اوس دغو اندېښنو ته د طالبانو ځواب څه دی؟ د طالبانو په مشرۍ حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه پر یوه طرحه کار روان دی: "د هېواد په کچه پر یوه برنامه کار روان دی. په نږدې راتلونکي کې به ان‌شاءالله موږ د دې شاهدان واوسو چې د ټولنې د اصولو سره سم یو جامع طرزالعمل جوړ او نجونې به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي." خو ښاغلي کریمي په دې اړه جزئیات ورنه‌کړل چې په دې درېیو ولایتونو کې نجونې د کومې طرحې له مخې خپلو درسونو ته دوام ورکوي. دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف او نورو نړیوالو سازمانونو هم له زده‌کړو د افغان نجونو د بې‌برخې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې. یونېسف وایي، افغان نجونو په تېرو ۲۰ کلونو کې د زده‌کړو اوږد مزل وهلی او با کیفیته زده‌کړو ته د دوی د لاسرسي له حقه باید ساتنه وشي.

11.10.2021 ازادي راډیو

کابل کې د مېرمنو لاریون: افغانستان کې پر ښځو له پخوا زیات محدویتونه وضع شوي

یو شمېر ښځو نن په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه، دا ښځې چې شمېر یې له شلو کم وو، د کابل په شهرنو پارک کې راټولې شوې وې. سره له دې چې دغه هېواد کې پر ښځو له پخوا زیات محدویتونه وضع شوي، خو دوی بیا هم د خپلو حقونوغوښتنه کوي. د دې اعتراضیه غوندې یوه ګډنواله شکریه سادات یې په اړه وايي:" د نن ورځې مظاهره یو سوله ییز حرکت و، څو مېرمنې سره منسجمه شي، دغه لاریون کې موږ بېلابېل شعارونه درلودل، له پخوا زیاتو ستونزو سره مخ شوي یو، نو ځکه موږ وپتیله چې د کابل په شهر نو پارک کې سره راټول شو." د اغلې سادات په خبره په دې اعتراضیه غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی وو. له دې وړاندې یو شمېر مېرمنو په کابل، هرات او مزار شریف کې لاریونونه کړي وو چې د طالبانو سخت غبرګون سره مخ شوي وې. د ښځو په کور کینول، له تعلیم او تحصیله یې راستنول او د دوی وزارت د امر بل معروف او نهي عنی المنکر په وزارت بدلول هغه محدویتونه دي چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر دوی لګولي دي. د نننۍ اعتراضیه غونډې یوه بله ګډنواله مریم وايي: "زه ستاسو خور او مور یم، له موږ پرته ژوند نه شي کولی، هېڅ یو حکومت نه شي کولی د ښځو حقوقونه تر پښو لاندې یې کړي، موږ خپل حقوق غواړو." طالبانو د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې ویلي وو، دوی په یوې طرحې کار کوي چې بر بنسټ یې ښځې د اسلامي شرعیت له مخې کار او زده کړې وکړي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پرانیستو دولتي ادارو کې یوازې نارینه وو ته د کار اجازه ورکړل شوې، خو شته یو شمېر محدودې ادارې چې ښځې کار کوونکې یې هم کارونو ته غوښتل شوي دي. په دې وروستیو کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د پاسپورټ ریاست وویل چې ښځینه کار کوونکو ته یې هم د کار اجازه ورکړې ده.

10.10.2021 ازادي راډیو

د ماشومو نجونو نړيواله ورځ او افغانستان کې یې زده کړو ته اندېښنې

د ماشومو نجونو نړيواله ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې را رسېږي چې طالبان دغه هېواد کې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه منع کړي دي. د بشر حقونو نړېوال سازمان د ښځو برخې مسوله هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې له روان وضعیت څخه سخته اندېښمنه ده. نوموړې په دې باور ده چې د طالبانو سیاست د نجونو د تعلیم او کار سره مخکنی دی او توپیر په کې نه دی راغلی: " د ماشومو نجونو د ورځې نمانځنه د معمول په شان به سږ کال په افغانستان کې نه وي، طالبانو لا د منځنۍ دورې نجونو زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي، د طالبانو له دې کاره شل ورځې تېرېږي. هلکان ښوونځي ته ځي. داسې اوازې شته چې طالبان یو درسي پروګرام معرفي کړی، خو هغه څه به ورنه لېرې کړي چې د دوی له عقایدو سره په ټکر کې دي او دا اوازې هم شته چې دوی به د نجونو لپاره یوه نوی ښوونیز پروګرام جوړ کړي." طالبان چې کله کابل ته ننوتل په ټول هېواد کې یې پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو په تک بندیز ولګاوه. په پوهنتونونو کې د ټولګیو بیلول بله هغه جدي مساله ده چې طالبان یې د نجونو درسونو د پیل لپاره شرط یادوي. اوس د بشر حقونو نړېوال سازمان د ښخو برخې مسوله هیدر بار له روان حالته اندېښمنه ده او وايي، که د نجونو د تعلیم مخه ونیول شوي، لېرې نه ده چې نږدې راتلونکې کې کم عمره نجونې اجباري ودونو ته اړ شي چې بیا به یې پایله خطرناکه وي. د طالبانو له راتګه وړاندې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د کم عمره نجونو د اجباري ودونو د پېښو شمېر په ټول هېواد کې شااوخوا ۱۵۸ ښودلی وو . د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د اجباري ودونو لامل له تعلیمه د نجونو محروم پاتې کېدل په ګوته کړي وو. د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې او د ښځو فعاله فوزیه کوفي وايي، له زده کړو د نجونو منع کول افغانستان کې د نجونو پر وړاندې ستونزې نورې هم ډېرولی شي. اغلې کوفي وايي، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی: "ځوانې نجونې په تېرو شلو کلونو کې د زده کړو، اطلاعاتو د لاسرسي او دې ته له ورته ښېګڼو برخمنې شوي، نن چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پرمخ تړل شوي او د کار کولو زمینه ورته نه ده برابره، تر ټولو بد وضعیت سره مخ دي، دا په خپله له قانوني سن څخه مخکې واده کولو ته زمینه برابروي، طالبانو د خپلو ژمنو خلاف کوم چې موږ سره یې په مذاکراتو کې درلودې نجونې د زده کړو له حق محرومې کړي، دا د اسلامي اصولو او قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دي." د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دغه هېواد کې ۱۷۱ زره محصلین په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې یې یوازې ۲۱ سلنه یې نجونې دي. دغه شان د پوهنې وزارت پخوانې شمېرې ښيي چې ټول هېواد کې ۹ میلیونه زده کوونکي شته چې یوازې ۳۷ سلنه یې نجونې دي. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، خو افغان نجونې سږکال د نجونو نړیوالې ورځې ته په داسې حال کې چې طالبان واکمن دي او دوی ته د ښوونځي د تک لپاره اجازه نشته په کومه سترګه ګوري؟ روحینا رجبي د خپلې راتلونکي لپاره اندېښمنه ده: "څنګه ووایم چې د نجونو نړیواله ورځ را رسېدلې، زه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه یم، هیلې مې مړاوې شوي، که دوی له دې ورځې نمانځنه وکړي، څنګه نمانځنه به وي؟ زموږ زده کړې ځنډېدلي، کله چې زه زده کړې ونه کړم څنګه د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړم." مهریه هم چې د اتم ټولکي زده کوونکي ده، له ورته یو حالت سره مخ ده: "فعلاً زموږ راتلونکی روښانه نه دی، غوښتل مې راتلونکي کې ډاکټره شم، زه د تخار یم، که یوې نجلې زده کړې نه وي کړي، هغه په ماشومتوب کې ودوي، تاسې فکر وکړئ، که یوه نجلې زده کړې ونه کړي او راتلونکي کې یوه ښځه ډاکټره نه وي، دوی به چاته ځيي." ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو دوی یې اړیکې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې دوی به ښځینه برخه له کار او تعلیم څخه بې برخې نه کړي او د یو نوې تګلارې له مخې به د اسلامي شریعت په نظر کې نیولو سره خپل درس او کار ته دوام ورکوي.

09.10.2021 ازادي راډیو

په افغانستان کې ماشومې نجونې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

د اکتوبر لسمه نېټه د ماشومو نجونو له نړیوالې سره برابر ده.  د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون له مخې، یو انسان د زېږون له ورځې بیا تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.  په افغاني ټولنه کې د نر او ښځې، هلک او نجلۍ تر منځ توپیري چلند ډېر دی.  نن سبا چې په افغانستان کې طالبان واکمن دي، هلکانو ته تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو اجازه شته، خو نجونو ته بیا تر اوسه یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکړل شوې.  د افغانستان په شمال کې بیا ویل کېږي، په ځینو ولایتونو کې نجونو ته هم ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شوې.  د ازادي راډیو خبریال په افغاني ټولنه کې نجونو سره د توپیري چلند په اړه د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو د ملي ټولنې له مشرې نعیمه غني سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتلي چې نن سبا په افغانستان کې ماشومې نجونې له کومو ستونزو سره مخ دي؟  دا مرکه د لاندې لینک په کېکاږلو سره واورئ:  

09.10.2021 ازادي راډیو

چارواکو: په کندز کې پر یو جومات برید کې ۴۶ کسان وژل شوي

په کندز کې سیمه ایز واکمن وايي چې دغلته پر یو جومات نني برید کې 46 کسان وژل شوي او 143 تنه نور ټپیان شوي دي. دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګن یې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځ کونکو شوې ده. په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسوول مطیع الله روحانې رسنیو ته په یو استول شوې بیان کې ویلې دي، چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پيښې کې ۴۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. روحانې وايي، چې د ا برید د یو انتحارې کس له خوا ترسره شوی دی. تراوسه پورې کومې ډلې هم ددې پيښې مسوولیت پرغاړه نه دې اخیستې، خو تر دې مخکې د یو شمیر هغو بریدونو مسولیت چې په کې د شیعه مسلمانانو مذهبي او ټولنیز مراسم په نښه شوي وو، د داعش وسلوالې ډلې منلی و. دا د اګست له 26 مې نیټې راوروسته چې د کابل په هوايي ډګر کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، تر ټولو خونړۍ برید دی چې د طالبانو تر واک لاندې یوه سیمه کې کیږي.

08.10.2021 ازادي راډیو

په کندز ولایت کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستي دي

وروسته له هغه چې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو په دې هېواد کې خپل واک اعلان کړ، د ټول هېواد په کچه د نجونو ښوونځي وتړل شول او طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.   خو په کندز ولایت کې یو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې بهیر په عادي ډول جریان لري او نجونۍ خپلو ښوونځیو ته ځي او طالبانو ښوونځیو ته د نجونو پر تګ کوم بندیز نه‌دی لګولی.  د کندز ښار د بي‌بي امنه لېسې یوې ښوونکې ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پخوا په شان خپلو ښوونځیو ته ځو، زده‌کوونکو ته درس ورکوو. هېڅ کومه ستونزه نه‌شته ده، امنیت تأمین دی. ټول ښوونکي ښوونځیو ته راځي خپلو زده‌کوونکو ته درس ورکوي. زده‌کوونکي او ښوونکي هره ورځ په ډاډه زړه ښوونځیو ته راځي."  په نوموړي ولایت کې یو شمېر نجونو هم ازادي راډيو ته وویل، دوی هره ورځ خپلو ښوونځیو ته ځي او خپل درسونه وايي. د دې ولایت د خان‌اباد ولسوالۍ د نسوان لېسې د یولسم ټولګي یوې زده‌کوونکې ماریا سهاک له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وویل: "ښوونځي ټول خلاص دي، نجونۍ ټولې خپلو ښوونځيو ته راځي. هېڅ کوم ممانعت نه‌شته. موږ د پخوا په شان خپل درسونه وایو. استادان هم هره ورځ راځي موږ ته درس راکوي." د کندز ښار د سې درک د نسوان لېسې د دولسم ټولګي یوه زده‌کوونکې ثنا کاکړ هم ورته خبره کوي. دا وايي: "ټول ښوونځي خلاص دي، موږ هم هره ورځ ښوونځیو ته ځو او خپل درسونه وایو. له پخوا اوس امنیت ډېر تأمین دی، هېڅ کومه ستونزه نه‌شته. زموږ درسونه د پخوا په شان ادامه لري." په کندز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د کمېسیون مسؤل مطیع‌الله روحاني هم وایي چې په دغه ولایت کې ټول ښوونیز او روزنیز مرکزونه فعاله او د زده‌کوونکو پر مخ خلاص دي. ښاغلی روحاني زیاتوي: "ښوونځي او تعلیمي مراکز ټول خلاص شوي دي. نجونې او هلکان خپلو ښوونځيو ته ځي او تعلیمي بهیر روان دی او هېڅ ډول ستونزه نه‌شته. موږ ورته ډاډ ورکړی دی او موږ د تعلیم او تربیې مسؤل هم دغه کار ته ټاکلی ده. هغه له خلکو سره مجالس کوي هېڅ ستونزه نه‌شته او په دې برخه کې کار روان دی."  په داسې حال کې په کندز ولایت کې د نجونو د زده‌کړو بهیر په عادي ډول جریان لري چې اوس‌مهال د هېواد په نورو ولایتونو کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او هغوی لا تر اوسه د زده‌کړو له اساسي حقه بې‌برخې پاته دي.

08.10.2021 ازادي راډیو

زاخېلوال: د جمهوریت د سقوط اصلي لامل اشرف غني دی

ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پر کړنو سخته نیوکه وکړه او هغه یې په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط لوی لامل وباله. ښاغلی زاخیلوال، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر او د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت پرمهال په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ترسره کړي، په وروستیو کلونو کې د حکومت منتقد و. په دې مرکه کې هیلۍ اسد له ښاغلي زاخیلوال څخه د جمهوریت د سقوط لاملونو، د طالبانو په وړاندې د هغه د سیاسي دریځ، د افغانستان د نازک اقتصادي حالت او دا چې ایا طالبان به وکولی شي، د هیواد اقتصادي بحران اداره کړي، پوښتلي دي. د دې مرکې لنډه برخه دلته پر فیسبوک او د بشپړې مرکې لپاره لاندې لینک وګورئ

06.10.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more