شاته

له افغانستانه وتلې ورزشکارانې: لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي

یو شمېر افغان ورزشکارې نجونې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له دغه هېواده تللي، ادعا کوي چې لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي، هغه ادعا چې طالبان‌یې ردوي.

دغو ورزشکارو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی هم د طالبانو له لوري ګواښل کېدلې، نو ځکه له افغانستانه ووتې.

د موی‌تای لوبغاړې حفیظه بهمني وایي: "ټولې ورزشکارې نجونې تر ګواښ لاندې دي. زه په خپله د طالبانو له لوري وګواښل شوم او ان پر موږ بریدونه وشول. ما ته‌یې ګواښ کړی و که دې ورزشي کلپ پرانیزې، نو ته او کورنۍ به دې په امان که نه‌وئ."

د افغانستان د بایسکل چلونې لوبغاړې
د افغانستان د بایسکل چلونې لوبغاړې

پروانه عارفي چې معلوله ورزشکاره ده، د پارا المپیک په برخه کې خپل تمرینونه مخ ته بیایي او په ملي او نړیوالو لوبو کې یې هم ګډون کړی، له افغانستانه د وتلو یوازنی لامل د طالبانو ګواښونه یادوي.

پروانه وایي: "ورزشکارو نجونو نه‌غوښتل چې له هېواده ووځي، خو د طالبانو ګواښونه د دې لامل شول چې افغانستان پرېږدي. زه په خپله د ځان د ژغورلو لپاره مسافره شوم. ان تر دې هم خبره شوم چې د یوې ورزشکارې نجلې سر یې ورپرې کړی. ټول همدا هڅه کوي چې له افغانستانه ووځي."

اغلې عارفي وایي، دا اوس د هغو ورزشکارو ښځو په نوملړ کار کوي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

دغه ښځینه ورزشکارانې ټینګار کوي چې ښځو، په ځانګړي ډول ورزشکارو نجونو ته دې د دې اجازه ورکړل شي چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې بې‌بنسټه بولي او وایي چې د طالبانو له لوري هېڅ‌څوک نه‌دي ګواښل شوي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د طالبانو حکومت دغه ادعاوې بې‌بنسټه بولي.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د طالبانو حکومت دغه ادعاوې بې‌بنسټه بولي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ورزشکاران د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري ګواښل کېږي، دا حقیقت نه‌لري او ټول د خپلې خوښې په رشتو کې فعالیت کوي. مجاهدین هېڅ‌چا ته زیان نه‌رسوي، موږ دا افواهات او تبلیغات ردوو، موږ تر اوسه په دې برخه کې هېڅ کومه بېلګه نه‌لرو."

خو ښاغلي کریمي دا روښانه نه‌کړه چې له دې وروسته به ورزشکارو نجونو ته د تمرینونو او ورزشي سیالیو لپاره څه ډول اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د المپیک نړیوالې کمېټې هم وړاندې تر دې ویلي و چې ۷۰۰ تنه چې ډېری هغه‌یې ورزشکاران او د هغوی ملاتړي دي، په افغانستان کې له خطر سره مخ دي.

د یادې کمېټې ویاند توماس باخ ویلي و چې تر ګواښ لاندې ډېری کسان ورزشکارې نجونې او د هغوی له ورزشي فعالیتونو څخه ملاتړ کوونکي کسان دي.

ښاغلی باخ دې موضوع ته هم اشاره کړې وه چې ټولو هغو افغان ورزشکارانو چې د توکیو المپیک سیالیو ته غوره شوي وو، افغانستان پرېښی دی.

په افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځو په وړاندې د طالبانو په ناوړه چلند او دغه‌شان د دوی په وړاندې د طالبانو حکومت له لوري پر لګول شویو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د کار او زده‌کړو د حقونو په نقض په کور دننه او نړیواله کچه نیوکې شوي، خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او وایي چې شرایطو ته په کتو به دوی ته د کار او زده‌کړو زمینه هم برابره شي.

پروانه عارفي چې معلوله ورزشکاره ده، د پارا المپیک په برخه کې خپل تمرینونه مخ ته بیایي او په ملي او نړیوالو لوبو کې یې هم ګډون کړی، له افغانستانه د وتلو یوازنی لامل د طالبانو ګواښونه یادوي.