روانې چارې او بېلابېل


روس، چین، پاکستان او ایتالله ګان ولې وارخطا دی ؟

په رسمیت پېژندل ، تعامل او انعطاف طالبان غواړی خو منډې اوترړې همدې انډیوالانو پیل کړی دی. په پښتو کې متل دی وایې ګوربت چا په مړز نه دی نیولی.! روس په افغانستان یو ځل ماتې خوړلې او ازمایل شوی بیا تکرار به دماسکو ستر اشتباه وی نو ضمیر خان دې په دې برخه دوبرابره سوچ ووهی. چین لا وږی دی او دخپلوږې علاج او درملنه ورته په کارده چین ته ډیر وخت په کار دی چې کورنی ستونزو لاس اوپنجې نرمې کړی او دسیاست ډګر ته راووځی. ای اس آی تور وپنجابیانو دافغانستان لانجو کې په اجتماعی، سیاسی،اقتصادی،سیمه ایزه

15.06.2024 ع.شریف زاد

د دریمې نړۍ هیوادونو ځانګړنې او ستونزې!

مخکې له دې چې د نوموړو هیوادونو ستونزې او ځانکړنې در وپیژنم، ښه به وي چې د دریمې نړۍ په هکله هم معلومات ورکړم. نن وخت په عمومي ټوګه هیوادونه د پرمختګ له مخې په دوو ډلو ویشل کیږي، پرمختللي هیوادونه او پرمختیايې یا د ودی په حال کې هیوادونه. همدغه اوسني پرمختیایې هیوادونه چې پخوا وروسته پاتې هیوادونه هم ګڼل کیدل، د دریمې نړۍ هیوادونو په نوم هم یادیدل. البته اوس ورته د دریمې نړۍ اصطلاح نه کارول کیږي. له دی ټولو شاوخوا ۱۳۴ هیوادونو یې، ۷۷ هیوادونه پخوا د ناپیېلو هیوادونو یا د ۷۷ هیوادونو د ډلې

09.06.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

ملګری ملتونه او احساساتی غوڼډې

په کارده چې ملګری ملتونه دافغانستان کړکېچ ته دسمې لارې له اړخه جدی وګوری نه اټکل. ایا دغه هوسی غوڼډه ملګری ملتونه واقعا دسمو استدلالونو، دقضایاوو مبرمیت، ارزښتونو او اصولو پر بنسټ جوړوی که د امریکا، انګریز ، فرانسې او آلمان په خوښه؟ ملګری ملتونه پوهیږی چې غوڼډه په تکړه غړو، اسباب او لوازمو اود طرحو ساختار او ترکیب په مټ جوړیږی ایا ملګری داتوان اوظرفیت رامنځ ته کولی شی؟ دغه غوڼډه ملګری ملتونه په ملی اونړیواله کچه څه ډول ارزوی ایا دغه دوه مهم ټکی ملی اونړیوال یودبل سره پېژنی څومره؟څ

04.06.2024 ع.شریف زاد

د لويديځ دوه ګوني معيارونه

لويديځ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ايالات، برتانيا، فرانسه او جرمني چې د نړۍ په اقتصاد او سياست ژوره اغېزه لري د شرقي هېوادونو او په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر وړاندې double standard يا دوه ګوني معيارونه لري چې اوس مهال پکې جګړې روانې دي او يا جګړې پکې په نږدې تېرمهال کې پای ته رسېدلې دي، اسراییلو چې د واشنګټن او لندن په اشاره او مرسته یې په تېر مهال کې پر خپلو ټولو شاوخوا هېوادونو حملې کړې دي او په اوسمهال کې له فلسطينانو سره په درنه جګړه کې ښکېل دي ددې دوه ګوني معيار له نمونو څخه يو ښکار

03.06.2024 محمد سليم سليمان

د دوحې راتلونکې غوڼډه

په دوحه کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د غونډې د جوړیدو د پاره هيئتونه کابل ته تګ راتګ کوي او کوښښ کوي چې دااا ګډون په‌کې حتمي کړي . غونډې ،مجلسونه او کنفرانسونه په ملي او بين المللی کچه يو معمول او ضرورتي عمل دئ ، څو د ګډونوالو د پاره په مهمو مسايلو خبرې ،بحثونه ،تبادل د نظر ،پوهاوی او که ځنې شکونه ،سوالونه او ستونزو وي د حل لارې ولټول شي . د غربي -امريکايي اشغال په ختمېدو او د ااا په استقرار سره زموږ د اولس لويه ستونزه او تراژيدي ( اشغال) د بهرني اشغالګرو سره ختمه شوه . خپلواکي حاص

30.05.2024 د،ب،هيښ

تور غار یا Black hole

ویل کېږي چې په هر ستورغونډ یا کهکشان(Galaxy ) کې یو یا څو تور غاره (Black hole) شتون لري. زموږ د ستورغونډ یا شېدولار ستورغونډ(Milky way galaxy ) په مرکزکې هم یو تور غار شته. دا هم ویل کېږي چې په تور غار کې رڼا یا نور او یا بله هر ډول ماده لکه ستوري او سیاري بلع کېږي او له منځه ځي. زما په اند ځمکه هم یو تور غار یا Black hole لري او هغه افغانستان دی. د افغانستان پر ځمکه هم هر ډول تمدن، زبر ځواکونه او امپراطورۍ په خپلمنځي سیالۍ کې بلع کېږي او له منځه ځي. افغانستان پرته له دې چې ځانته

30.05.2024 سرلوڅ مرادزی

د سیمه ییزو اړیکو اهمیت

حکومتونه سقوط کوي خو د سقوط شکلونه سره فرق کوي ،کامیاب ملتونه هغه دي چې له حالاتو زده کړه وکړي او د شرایطو سره سم خپل ځان ترمیم او عیار کړي ، افغان حکومت ته پکار ده چې له تاریخ زده کړه وکړي او دخلکو مشروع غوښتونو ته پر وخت ځواب ووایي ،ترڅو یې حکمراني دوام پیدا کړي ، دغه راز طالبانو ته پکار ده چې د سیمې له هیوادونو سره ښیې اړیکې وپالې او تالاش وکړي چې د امنیتي ثبات ترڅنګ اقتصادي ثبات هم ټینګ شي او ددې کار دپاره اړینه ده چې د (بریکس) هیوادونو سره مکرر تماس ولري او دغه راز د شانګهاي سازمان له تج

29.05.2024 صافی

په فردوس کې دوزخي ټوپک

له نن څخه ټیک ۴۴ کاله وړاندې، موږ د فلپس یوه میرات مړې راډیو درلودله. کله به چې کوم غوړ خبر یا د استاد اول میر داسې فولکوریکه شانتې سندره وه،‌ نو غږ به یې هیسته جَړ پَړ شو. د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمې شپې بل رقم یخني وه؛ شین آسمان له ځلېدونکو ستورو ډک وو او په خوند خوند یې سترګکونه وهل. دغه مهال، زه تنکی ځوان او د دولسم ټولګي شاګرد ووم. ناڅاپه یو ګاونډي مو د بام سر ته وخوت او د خپل شلخي پنځه ډزي ټوپک یو شاجور یې په هوا کې تش کړ. زموږ یو معلم صیب چې غوږونه یې په چترالي پکول کې پټ کړي وو، د نورو

28.05.2024 ولي الله ملکزی

د سږکال اولمپيک لوبو پر وړاندې پرتې ننګونې

له هر څه مخکې به د اولمپيک لوبو په تاريخ لږه رڼا واچوو: د لرغونپوهانو او تاريخپوهانو په باور اولمپيک لوبې په لرغوني یونان کې ترسره کېدې، په پخوانيو وختونو کې دې جشنونو او نمانځلو مذهبي رېښه لرله او د لرغوني يونان د ارباب النواعو او الهه وو د مشر (زيوس) د خوشحالي لپاره به د يونان په اتن کې د المپيا پرغونډۍ ترسره کېدلې ، ددې لوبو لوبغاړي او ترسره کوونکي هغه شتمن خلک وو چې وزرشي کارونه ته یې کافي وخت او پوره شتنمي درلودله. هرڅلورکاله وروسته به ترسره کېدلې او پیل یې له ۷۷۶ قبل الميلاد څخه شوی دی.

26.05.2024 محمد سليم سليمان

دارد ندارد

په لندن کې د افغانستان انترنشنال نغاره چیان نه شرم لری او نه انسانی عفت. زه به هم دمحترم نوروز په ژبه وغږیږم . هغه وویل چې زه نه طالب یم او نه دهغو په خلاف او دازما حق دی اوزه منحیث دیوه مسلمان په توګه کوم شیان چې په دغه بحث کې دیادونې وړ دی خبرې کوم په مرکچیانو کې پیګیر، میرمن نوابی، او دمرستندویه موسسیې غړی نوروز خبرې کولې.. کله چې نوړوز دمیرمن نوابی شخصی ګیلې اوشکوې نقدې کړې نو وحیدې پیکان د پروګرام متصدی دنوابی پرځای کلک دریځ ونیوه. لفظی شخړه دناوړین او طبیعې پیښې په نوم چالانه شوه. د

13.05.2024 ع.شریف زاد

نور محمد تره کي خپله ټولنه سمه نه پيژندله

عبد الباري جهاني: نور محمد تره کي خپله ټولنه سمه نه پيژندله مرکه: ولي الله ملکزی د خان،‌ ملک او ملا مثلث چا او ولې ړنګ کړ؟ آیا پښتانه رښتیا توندلاري او د تشدد لارویان دي؟ موږ ولی ځینو پخوانیو شاعرانو ته بابا ګان وایو؟ د همدې او نورو پوښتنو د ځوابونو په خاطر مې د ملی سرود د شاعر او د اطلاعاتو او کلتور له پخواني وزیر،‌ ښاغلي عبد الباري جهاني سره ځانګړې مرکه کړې چې ستاسې په خدمت کې ده. جهاني صیب: تاسې ۱۶ د نظم او شاعرۍ اړوند او ۱۸ کتابونه د نثر په برخې کې لیکلي او درې نور

08.05.2024 ولي الله ملکزی

تعامل

از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار گویندگان و نویسندگان افغانی کلمهٔ (تعامل) بیشتر از پیش مورد استعمال قرار گرفته و در محیط سیاسی و اجتماعی افغانستان طرح تعامل بین اطراف مختلف سیاسی بعضاً سوالها و سؤتفاهمات را در اذهان ایجاد می نماید که در این مقالهٔ مختصر تا حدی به روشنی موضوع پرداخته می شود. تعامل enteraction در لغت به ارتباط متقابل، سروکار داشتن، کنش و واکنش متقابل و با یکدیگر داد و ستد کردن را می گوید و در اصطلاح عبارت از پروسه و حالتی است که در آن دو یا چند نفر، گروه، دستگاه، یا

07.05.2024 نور محمد غفوری

د سمندر په خیټه کې ، د علم مباح تونل

پرون په لندن کې د ټیلګراف ورځپاڼې او نن د الجزیرې نړیوالې شبکې ولیکل چې د مراکش او هسپانیې هیوادونه په ګډه سره غواړي د جبل الطارق په سیمې کې د سمندر لاندې د اورګاډي تونل جوړ کړي. له اروپا سره د آفریقا د لویې وچې د نښلولو نقشه له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې مطرح شوې وه، خو د هغه وخت تخنیکي وسائلو او ټکنالوژۍ د دې وړتیا نه درلودله چې دومره لویې او خطرناکې پروژې ته اوږه ورکړي. دا تونل چې ۱۷ میله (۲۸ کیلومتره) اوږدوالی به ولري؛ د سمندر په تل کې د ۴۷۵ مترو (۱۵۵۰ فټه) په ژوروالي، د را روانو شپږو کال

04.05.2024 ولي الله ملکزی

افغانستان یوسل اولس کاله مخکې

افغانستان داوخت په مالی ، تجارتی، کانو اولاسی کارونو، مخابراتو ، مواصلاتو،فوائید عامې، کر کېلې او مالدارۍ، روغتیا ، معارف ، مطبوعاتو، عدلی محکمو، کورنیو چارو، دفاعی چارو ، مقنن،اجرایئه، اوقضایی برخو کې په چټکتیا ګامونه پورته شو سره له دې چې مخابراتی ، سوشال میدیا او مواصللتی برخې په نړۍ کې دومره پرمختګ نه وه کړی.همدغه وخت کې دغلامۍ او مریی توب هم لغوه شوې وه.راځی دغه برخې لږ نور هم راوسپړو : دمطبعې په برخه کې: دلیتو ګرافی، تېپوګرافی،زینګو ګرافی بنسټ رامنځ ته شوی وه .مطبعه دافغانستان په حج

27.04.2024 ع. شریف زاد

ګفتمان او ګفتګو یودبل سره توپیر لری

داډیر اسانه ده چې ځان دافغانستان دنړیوالو اړیکو او ستراتیژیو رئس په توګه خلکو ته ځان وښودل شی. خو دکلیماتو ،فقرې، یوې معضلې څېړنه بیا دبحث بله برخه جوړوی . داسې شوقی کسانو چې یو شمیر یې له لېوانو هم بدتر دی په اماتورو چینلو کې دسیاسی کار پو هانو په نوم دایمی بسترې اچولې دی . دغه عوام فریبه ، فتنه ګر او بلواګر ډیر دی. یوشمیر یې په ځانګړیو کلیماتو خپل ځان تیر باسی او فکر کوی چې په ډیره لوړه کچه پوهه لری او ډیر په قلقلو لګیاوی . شخصی کرکه یې له واخان څخه ښکاری . مثلا وایی بار بار دغه کلیمه ا

21.04.2024 ع شریف زاد

د کلماتو غلط استعمال

اکٿرا شاعران په اشعارو کى ځينى کلمات غلط استعمالوى مٿلا : رقيب = ساتونکى او نګهبان, عربی کلمه ده او د الله ج د ۹۹ نومونو څخه يو نوم دى مترادف د رقیب: حریف، مدعی، معارض، موکل، مراقب، اود رقيب جمع رقيبان دى او په دى لاندى اية کى د ساتونکى په معنى راغلى دى يعنى هره خبره چى زمونڔ له خولى وزى هغه د څارونکى پواسطه ٿبتيڔى په لاندى مبارک اية کى وګورى ; [سُوۡرَةُ قٓ : 18] مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (ژباړه :هيڅ داسي لفظ د هغه له خولې څخه نه راوزي چي

18.04.2024 الحاج ديپلوم انجنير سيدرقيب شاه (هاشمي)

مسؤليتونه او وظايف د وخت او شرايطو سره تغير کوي

  د مستقيم اشغال د وخت حالت ،مبارزه او وظايف او د اشغال د ختمېدو نه وروسته وضعيت او مسؤليتونه يو د بل سره ډېر توپير لري . هغه وخت دوښمن معلوم وو (اشغالګران او اجنټان ئې ) ، ادرس يې ښکاره و( نظامي قشلې ، بېسونه او مرکزونه)، هدف واضح و ( د اشغال ختمول ، وطن خپلواک کول ، شر-فساد له منځه وړل او دټولنيز عدالت په بنياد د ژوند کولو د پاره د يوه ديني-ملي نظام استوارول ) او د امتياز، قدر ،عزت او نوم درجه او معيار(په مبارزه کې صداقت او قربانۍ ته چمتووالی او تلوسه ) معين وو . هر مسلمان ا

17.04.2024 د،ب،هيښ

فقر،عوامل او له منځه وړل يې

په ټولنه کې د ټولو بدبختيو ، نا امنیو ، مداخلو او جنګونو ستر عامل فقر او بېکاري ده. فقر يوه مصنوعي او غير طبيعي پديده ده ، چې د قدرت-شهرت-ثروت اوشهوت د معتادو لېونيانو له لوري خپلو شومو غرضونوته د رسېدو د پاره په ټولنه تحميل کيږي . فقر مانا په ټولنه‌کې بېعدالتي او طبقاتي توپير. هغه ټولنه چې فقر بېداد کوي ،د چانسونو او منابعو نه استفاده يوازې د يوه محدود قشر ( اشخاص ، کورنۍ ، ډله او يا ګوند ) پورې منحصر وي ، د ټولنې لوی اکثريت ور نه محروم او غير عادلانه او غيرمتوازن سياسي-ا

14.04.2024 د،ب،هيښ

ملی حاکمیت ،دخاورې تمامیت، او فردی خپلواکی

سورة النسآء مدنیة څلورمه سپاره، څلورم سورة لومړۍ آیة دخبرې مبرمیت: په تېرو سورتونو کې دایمان اصول اوکلی قاعدې بیان شوی په دې سورة کې ددنیا دژوند لپاره دامن اصول ، او تړلی مراتب بیان شوی. په ټولنه کې پر ظلمونو دفع او منع کول او دجاهلیت په طریقو باندې رد ذکر شوی. دسورة دعوی: دامن قوانینو بیان اود ظلم دفع او دا په لاندې لومړی ایة کې راغلی دا دظلم دوه ډوله موږ ته راښیی : حقوق العباد حقوق الله چې شرک دی نو له دې وجې څخه یې دتقوی امر دوه کرته یاد کړی . یایهاالناس اتقو رب

06.04.2024 ع.شریف زاد

ولې يوګوسلاويا هېواد تجزيه شو؟

یوگوسلاویا چې په سویل‏ ختيزې او مرکزي اروپا کې پروت هیواد وو ، په دريو سياسي جفرافياوو ( د یوګسلاویا فدراله پادشاهي، د یوګسلاویا جمهوریت او د یوګسلاویا سوسیالیستي جمهوریت) باندې اطلاق کېده .داهېواد د بهرنيو دسیسو اوجګړو په پايله کې تر ۲۰۰۸ کال پورې په اوو هیوادونو (بوسنیا- هرزه‏ګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صربيا او وسلووینیا) وویشل شو. يوګوسلاويا چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۱۸ کې د سلووانيا، کرواسي او صربيا دولتونو له ادغام څخه رامنځ ته شوی هېواد و. لومړی پيټر یې لومړی

27.03.2024 محمد سليم سليمان

د امریکانو کوږ ووږ دریځ په افغانستان کې

دامریکا یانو سیاسی اشتباه ګانې او غلطیانې دکرزی له اماتوری هوس راپیل شوې . دغه بار له همغه وخت کوږ وه او طبیعی خبره ده چې کوږ بار تر مزله ته نه رسیږی چې ونه رسېد. امریکا یانو شل کلن پیچلی ، راکد تور دتباهیو تاریخ ، بمونو اوعام وژنو ککړ کړکېچ راواخیست په اتلسو میاشتو ګوډو او ماتو خبرو اترو کې یې رالنډ کړ اوله هغه اوچته په لاندې کمزو برخو کې نړۍ ته راڅرګند کړ . الف: القاعده او بی قاعده، داعش ماعش، او نور نامعلوم مجهولې تروریستی ډلې له منځه وړل . خو څنګه؟ ب. دافغانستان خاورې څخه بل هېڅ ه

23.03.2024 ع.شریف زاد

د مذهبي ډلو ترمنځ د اختلاف لاملونه

د اردن د الدستور ورځپاڼې یوه مقاله لیکي: «حضرت پیغمبر (ص) ته لومړنۍ وحې د اقرأ (ولوله) په حکم سره راغلې ده، الله تعالی په قلم لوړه کړې او یو سورت یې د قلم په نوم نومولی دی، مګر د قرآني امت ۴۰ سلنه سړي او ۶۵ سلنه ښځې لیک او لوست نه شي کولاې». د کډوالو اداره وايي: په نړۍ کې د ۱۰۸ ملیونه بې کوره شوو وګړو ۶۱٪ یې مسلمانان دي او په الجزیره کې لولو چې د ټولې نړۍ ۳۹٪ فقیران او بیوزلي خلک په اسلامي هیوادونو کې اوسیږي. له همدې وجې د ټولنپوهنې متخصصین او د مذهبي چارو څارونکي باور لري چې د خلاف، اختلاف ا

23.03.2024 ولي الله ملکزی

عامو ملي موخو ته د رسیدو له پاره ستره ملی اجماع ضروري ده!

انسان یوازې بیولوژیکی موجود نه دی، بلکې یو ټولنیز موجود هم دی چې مختلف رواني حالات یې د پیښو په وړاندې د عکس العمل او په طبیعت او ټولنه کې د فعالیتونو په ډول اغیزه لري. د همدې بیولوژیکی، اجتماعی او روانی خصوصیاتو له په نظر کې نیولو سره د چاپیریال (د طبیعت او ټولنې) په بدلونونو کې برخه اخلی او د حوادثو په وړاندې مثبت یا منفی غبرګون ښئي. انسانان په ټولنه کې د ډول ډول معیارونو پر بنسټ په مختلفو ډلو ویشل کیږي. د هرې ډلې د غړو ترمنځ شریک ارزښتونه، ګټې او موخې شته چې د ساتلو او ترلاسه کولو په خ

19.03.2024 نور محمد غفوری

د روسيې انتخابات او لاس وهنې

روسیه د نړۍ تر ټولو پراخ هېواد ،چې د ۱۱ (ټايم زونونو) درلودونکی دی يانې په دې مانا چې که په يوه سر کې یې د سهار ۶ بجې وي په بل سر کې به یې د ماښام ۵ بجې وي، د اسيا او اروپا په دواړو لويو وچو کې پرته ده او له ۱۴ اسيایي او اروپايي هېوادونو سره پولې لري. شاوخوا ۱۴۶ ميليونه نفوس لري او پرون د مارچ (۱۷ مه) یې د ولسمشريزو ټولټاکنو وروستۍ ورځ وه، د ولسمشر لپاره د خلکو د مستقيمو او پټو رايو دې لړۍ دری ورځې دوام وکړ او دا د روسيې په تاريخ کې لومړی ځل وو چې د رايو ورکولو پروسې دری ورځې وخت ونيو ، د راي

18.03.2024 حميدالله بسیا

د ننګرهار د نارنجو باغونه

د نارنجو د بڼونو او د نارنج ګل د مشاعرې تړون ( دنارنج ګل مشاعری د شپیتم کال په مناسبت) دا دی سږ کال د نارنج ګل د لومړنۍ مشاعرې له نیټې څخه تر نن پورې، پوره شپېته کاله پوره شول. دا هغه وخت و چې په ګرمي وهلي او د تودې هوا له زوره تاوجن او زموللي ننګرهار کې د شنو باغونو او تازه- معتدلې هوا او فضا د جووړېدو ملی- انکشافی پروژه ( د درونټې بند اوکانال) چارې پیل شوې وې او په هغې کې لومړی یو کانال، د برېښنا د تولید یوه فابریکه، لویه لار، دوه لوی فارونه( هډه او غازی آباد) شامل وو. د ننګرهار

16.03.2024 پوهاند محمد بشیر دودیال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more