یوه پاچا خپل وزیر ته وویل چې دښار داحمقانو لېست تیار کړه هغه دامر تعمیل وکړ او دپاچا نوم یې دلېست په سرکې ولیکه پاچا ددې کا ر دعلت پوښتنه وکړه وزیر وویل پرون یو اجنبی ( بیګانه) دربارته راغی او ویې ویل چې ماسره داعلی نسل یوآس شته تآس ونه لید اوپیسې دې ورکړې هغه سړی په شکل اوصورت نوی سرباز ( عسکر) ښکارېده زه پوهیږم چې هغه به بلکل بیا رانشی پاچا وویل که هغه راشی !
وزېر وویل ستا نوم به قطع کړم دهغه نوم به سر کې ولیکم. اوس
دلته لیست کې دځانګړی استازی نوم شته چې راغلی
څوک؟ [ دایمی زلمی اوکه اوسنی زوړ ] یوشمېر اماتور کارپو هان معجزه ورنه جوړکړی پخوانی سفیر ، پرونی دبن ککړې معاهدی کوربه او نننی ددوحې د استخباراتی معاملو عوام فرېب ، دسیمې سره بلد خلیل زاد له کوم ادرس څخه په دې پروژه کې [ دلتا د نفتو اوګاز داستخراج ګروپ] دسعودی لخوا له طالبانو سره بې له کوم قبد و شرط او نصاب قرار داد لاس لیک کولو کې برخه اخلی؟
طالبان د کومې حکومتولۍ ، مشروعیت ،مدنی او حقوقی شرایط عملی کړی دی ؟ چې پروتوکول لاس لیک کوی مګر دولس غږ نه اوری کاڼه دی!چې په دې ځوړند حالت کې او غټو معاملو کې دافغانستان زعامت ته په ډاګه سپکاوی کوی . ولس خو هسې ګونګ ستړی ستومانه او درانه خوب باندې ویده دی .
خلیل دیوه دېپلومات په توګه په خپله اصطلاح نه پوهیږی او لکه کرزی «عالم اسباب » وایی خو ځای یې نه پېژنې چې چېرې باید وویل شی ؟نوموړی په مرموزه توګه داهم وایی چې واشنګتن نه غواړی چې افغانستان یو ځل بیا دګډ وډۍ خواته لاړ شی . دلته پو ښتنه را ولاړیږی چې واشنګتن دا دوه لسیزې دکوم انارشیزم ځل دعملی کیدو لپار ناتو تور لښکر هم له ځانه سره ملګری کړی وه او دلته یې عام وژنه ، فرهنګ وژنه اودالری فرهنګ راوړنه چا کوله؟دا کوم منطق منلای شی خلیل زاد په غیر مستقیمه تو ګه دامریکا شل کلن جنایت ته قانونی بڼه ورکوی.
بله یادونه کې خلیل چې حافظه یې کمزورې ده هسې خبرو کې تیل بندوی او بډ بډ کوی وایی چې دلته روس او چین ته سیمه خالې پاتې کیږی موږ باید هغوی ته دا فرصت اوسیمه پرې نه ږدو دا دا مانالری چې افغانستان باید دسیمې دسیالی ارزانه مزدور شی !
طالب دقدرت وږی او امریکا دسیمې حریص وایی له نشتو مېړو ملک شو میرو!
ملک خلیل د ناپوهو خلکً په کتار کې دملک ستیز حقوق پوهه استاد په خبره دا استدلال کوی چې ډیر مکار او عوام فریب دی داهغه کمزوری دېپلو مات دی چې دغنی په وخت کې به کور په کور ګرځیده کله به استاد سیاف سره دچارکی مڼو کوټې ناست وه کله معلم عطامحمد اوًکله ګلم جم سره ً، ټېپرو تاو نور و سره چې کرزی هم ورسره ګوشه کانی درلوده .
دخلیل زاد دغه حضور ښیې چې واشنګتن په ارزانه مزدور پسې ګرځی دلته درې ډلې ددروازې تر شا ولاړ ې دی :
الف-واشنګتن
ب-خلیل زاد
ج -طالب دتعلیم دښمن
دې دریو کې حتما یًو دروغ وایی په دې مانا چې خلیل په خپل سر کابل ته نشی تلی
،طالب ظاهرا ګواښ کوی اوًها ها لری چې لیًوه راغی خو باطن کې یې دالرې خوښیږی او اخلی
یې .یاخلیل افغانستان بل کړکېچ ته ټیل وهی . چین په سیمه کې یو متحد لری هغه شمالی کو ریاده اوبس . هندوان ، استرالیا، فلیپین. او اندوًنیزیا دچین مخه په سیمه کې نه غواړی چې نفوذ وکړی . دسیاسی علومو کې لکه په کارغه باندې دمړز یا کرک نیول ښکاری.
پای