افغان وطن او انګریزان
اتمه برخه:
بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
د دې لړۍ په تېرو برخو کې مو یادوونه وکړه، که شاه شجاع د انګریزانو په ملاتړ بېرته پر تخت پاتې شوی وای، نو د پېښور د بېرته اخیستلو امکان نه وو؛ ځکه د ۱۸۳۸کال د درې اړخیز تړون له مخې شاه شجاع په څرګند ډول د پېښور، اټک، وزیرستان، بنو او ډېره اسماعیل خان له دعوې تېر شوی وو.
یعنې شاه شجاع واک ته د رسېدو په بدل کې عملاً انګریزانو سره منلې وه چې پېښور به د رنجیت سنګ په لاس کې پاتې کېږي. حتی شاشجاع د انګریز او رنجیت سنګ سره د درې اړخیز تړون په ۱۶مه، ماده کې منلې وه چې رنجیت سنګ ته به کال کې دوه لکه روپۍ ورکوي او د دې په بدل کې به سیکان په پېښور کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسیز ځواک ساتي او د شاه د ملاتړ لپاره به یې کاروي.
نو که شاه شجاع واکمن پاتې شوی وای، د انګریزانو له رضایت پرته یې د پېښورد نیولو هڅه له هغه تړون سره په ټکر کې راتله چې خپله یې منلی وو.
بلخوا افغانستان به د برتانوي هند لپاره یو دوستانه حایل/ حفاظتي دولت وي او د روسیې یا بل اروپایي ځواک د نفوذ مخه به نیسي. د شملې اعلامیې کې دا هدف په ښکاره بیان شوی وو. د افغانستان بهرنۍ اړیکې به د برتانیا تر څارنې لاندې وي. د درې اړخیز تړون ۱۸مه ماده شاه شجاع منع کاوه چې له کوم بهرني دولت سره د برتانوي او سیک حکومتونو له پوهاوي او رضایت پرته خبرې وکړي. د هند شمال لوېدیځ سرحد به خوندي ساتي او د هر هغه ځواک پر وړاندې به درېږي چې د برتانوي هند پر لور د برید نیت ولري.
دلته مهمه نکته دا ده چې انګریزانو یوازې شاه شجاع ته بیا د تخت سپارلو لپاره جګړه نه کوله؛ د دوی اصلي ستراتیژیکه موخه دا وه چې کابل کې داسې حکومت ولري چې د برتانوي هند لپاره وفادار او د بهرني نفوذ پر وړاندې همکار وي. د برتانوي اسنادو په اصطلاح کې موخه د «friendly» ځواک رامنځته کول وو.
له دې امله، پېښور د شاه شجاع لپاره یوه له لویو قربانیو څخه وه چې د تخت د بېرته ترلاسه کولو په معامله کې یې منلې وه. دا ټکی د دې لپاره مهم دی چې د شاه شجاع او برتانوي هند اړیکه یوازې «پوځي مرسته» نه وه، بلکې له هغې سره سیاسي او جغرافیایي ژمنې هم تړلې وې.
په ۱۸۴۲ کال د انګریز تر ماتې او د امیر دوست محمدخان د بیا واکمنېدو وروسته، د برتانوي هند سیاست د افغانستان د مستقیم اشغال پر ځای د یو «حایل دولت، سرحدي کمربند او داخلي نفوذ» سیاست ته ورو ورو، واوښت. انګریزانو زده کړې وه چې د افغانستان مستقیم اشغال ډېر ګران او ستونزمن دی. نو د دوست محمد خان له بېرته راتګ وروسته یې هڅه وکړه چې کابل د یوه حایل دولت په توګه وساتي. په دې وخت کې انګریزانو د هند شمال لوېدیځ ته خپل حضور ډېر پراخ کړ. په ۱۸۴۳ کال یې سند اشغال کړ، په ۱۸۴۹ یې پنجاب ونېو او د افغانستان ختیځ او جنوب ختیځ ته یې ځان راورساوه. د پېښور، خیبر، کوهاټ، بنو، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو له لارې د برتانوي د پوځي او اداري فشار ساحه، د افغانستان په برید رانږدې شوه. یعنې د ۱۸۴۲کال وروسته، انګریزانو افغانستان پرېنښود چې له ستراتیژیک نظره بې اهمیته شي؛ برعکس د هند د دفاع لپاره یې افغانستان د حایل په توګه لا مهم وباله.
په بلوچستان کې هم د رابرټ سنډیمن سیاست د همدې سرحدي ستراتیژۍ یوه مهمه برخه شوه. کمبرېج څېړنه ښۍ چې په ۱۸۷۰کلونو کې په بلوچستان کې د برتانوي نفوذ د پراخېدو ترڅنګ، کوټې او د بولان لارې ته ځانګړی اهمیت ورکړل شو. نو برتانوي هند یوازې د افغانستان مرکزي حکومت په اړه فکر نه کاوه، د افغانستان شاوخوا سرحدي ټولنیز او اداري جوړښت یې هم د هند د دفاع د ستراتیژۍ یوه برخه ګڼله.
د ۱۸۴۲–۱۸۷۹ کلونو اسناد هم څرګندوي چې برتانوي هند، افغانستان د سمندر له لارې هم محاصره کړ. د افغانستان طبیعي سوداګریزې لارې د برتانوي قلمرو لاندې راغلې او د هند ــ افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو کنټرول د برتانوي ستراتیژۍ مهمه برخه شوه.
دا موضوع باید له ۱۸۴۲ کال وروسته د سیمې د لوی جغرافیایوي بدلون په توګه وګڼل شي.
افغانستان پخوا د هند له تجارتي نړۍ سره د سند، پنجاب، ملتان له لارې تړلی وو، خو په ۱۸۴۳ کال سند د برتانوي هند برخه شو او په ۱۸۴۹ کال پنجاب هم الحاق شو نو وروسته د برتانوي هند واک د بلوچستان له لارې د کراچۍ، بولان او کندهار پورې وغځېد.
په دې توګه افغانستان نور د هند سمندر ته خپلواکه او مستقیمه تجارتي لار نه لرله. د ۱۸۴۲ کال وروسته، د دې جغرافیایوي تماس له منځه تلل ناڅاپه رامنځته نه شول؛ بلکې د سند او پنجاب د برتانوي الحاق له لارې یې د خپلواک ترانزیټي لاسرسي سیاسي بڼه بدله شوه او د افغانستان سیاسي، پوځي او تجارتي جغرافیه درې واړه یو له بل سره وتړل شول.
دلته دا پوښتنه رامنځته کېږي چې د افغان ــ انګریز د لومړي جنګ یو غټ لامل دا وو چې پېښور باید بیرته د کابل تر واک لاندې راشي. نو په جنګ کې د انګریزانو له ماتې وروسته ولې د پېښور موضوع په جدي توګه له طرحې او غوښتنې پاتې شوه؟
امیر دوست محمد خان په ۱۸۴۸–۱۸۴۹ کلونو کې هم په فکري او تاریخي معنا، د پېښور له ادعا څخه تېر نه شو؛ بلکې د هغه د بېرته نیولو هڅه یې د عملي سیاست له مخې لږه شاته کړه. دا د «حق پرېښودل» او «د حق د ترلاسه کولو لپاره مناسب فرصت نه لرل» ترمنځ مهم توپیر دی.
کله چې په ۱۸۴۸–۱۸۴۹ کلونو کې د انګریزانو ــ سیکانو تر منځ دوهم جنګ پیل شو، دوست محمد خان هڅه وکړه چې پېښور او اټک بېرته ونیسي. خو د سیکانو له ماتې وروسته انګریزانو پنجاب په ۱۸۴۹ کې خپله خاوره وګرځوله او دوست محمدخان له پېښور څخه شاته شو. د ۱۸۴۲ او ۱۸۴۹ کلونو ترمنځ، د ده سیاست داسې نه وو چې «پېښور یې هېرکړ » برعکس، «پېښور لا هم د هغه د ستراتیژیک فکر برخه وو».
بلخوا روسیې په ۱۸۶۵ کال تاشکند، په ۱۸۶۸ کال بخارا/ سمرکند، په ۱۸۷۳ خېوه او په ۱۸۷۵ کال یې کوکند د خپل نفوذ لاندې راوستل او روسیه د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته ډېره نږدې شوه. نو د برتانوي هند، په ستراتیژیک فکر کې دا پوښتنه پیدا شوه:
که روسیه افغانستان ته ورسېږي، نو د هند دروازې ته به څومره نږدې شي؟
له همدې ځایه د هند د سرحد نظریه لا پیاوړې شوه. د برتانوي چارواکو په تصور کې باید د هند دفاع یوازې په پنجاب کې نه، بلکې د خیبر، بولان، کوټې، پشین، کرم او نورو ستراتیژیکو سیمو له لارې تقویه او یقیني شي. د کمبرېج څېړنې هم څرګندوي چې په ۱۸۷۰ کلونو کې د شمال لوېدیځ کمربند ستراتیژیک بحث ډېر جدي شو.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی