له اداکارۍ تر مسلمانیدو! د بریتانیایۍ مېرمن د مسلمانېدو کیسه
ژباړه او سمونه: شاکرالله وفادار
خبریال: عایشه رسولي څوک ده؟ ایا کولی شئ چې په لنډ ډول خپل ځان معرفي کړئ او ترڅنګ یې د تیر ژوند په هکله هم راته یو څه وواياست؟
عایشه: ډیره مننه کوم زه عایشه رسولي یم، په بریتانیا کې په یوه ډیره غریبه کورنۍ کې را لویه شوی یم، زما پلار د یوه سیاحتي شرکت سره کار کاوي. زموږ کورنۍ هم د برتانیا په یوه غریبه او وروسته پاتې سیمه کې را لویه شوی ده. ما په ډیر سخت حالت او په غریبۍ کې ژوند کړې دی. ما به د اداکارۍ فلمونه کتل، بیا راسره یو احساس پیدا شو چې زه هم باید په راتلوونکې کې یوه اکټره/اداکاره شم. نو ما له هغه ځایه دا هڅه پیل کړه چې څنګه مناسبې او ښې خبرې وکړم او څنګه خپل ځان نورو ته وښایم. دا کیسه یو څه اوږده ده، خو شکر الحمدالله اوس مسلمانه شوی یم او تاسې سره خبرې کوم. دا زما د ژوند یوه کوچنۍ پیژندګلوي وه.
خبریال: ډیر ښه!! په اسلام مبارک دین باندې له مشرف کیدلو وروسته مو ژوند څنګه دی؟ په خاص ډول له ایمان راوړلو وروسته، ایا مخکې مو په کوم دین ایمان درلود؟
عایشه: نه! ځکه چې ما مخکې کوم دین نه درلود چې په هغه مې ایمان درلودلې وای، خو البته ما ایمان درلود هغه هم په مختلفو حالتو کې چې زه به ورسره مخامخه شوم، مثلا که به په ستونزه کې وم، نو فکر مې کاوه چې یو څوک شته چې زما اوسنې او راتلوونکې حالت په واک کې لري، خو وروسته به یو څه پوهه شوم چې یو څوک د خدای په نوم شته، ځکه خو مې داسې احساس کاوه، خو زه نه پوهیدم چې خدای څوک دی؟ مثلا کله به چې زه سختو حالتو کې راګیره شوم، نو ما به ویل یا الله ماسره کومک وکړه. خو ما به بیا هم هغه وخت د خدای په کلیمه باور نه کاوه، خو په یو قوي قدرت باوري وم چې شته او دا نظام مخته وړي، ما په یقیني ډول په دې کې هیڅ فکر نه و کړی او په عینې وخت کې ما په دې هکله هیچا ته هم څه نه وو ویلی، ان تر دې هغه خلکو ته هم چې ماته نږدې و او زه پرې باوري وم. زه یو وخت له داسې خلکو له جملی څخه یوه وم چې ما په هیڅ هم باور نه درلود.
خبریال: نو تاسو ته څه ډول پوښتنه پیدا شوه چې تاسو وهڅوي او بلاخره مو اسلام قبول کړ او دومره لوی تغیر په تاسې کې راشي چې تاسې هیڅ فکر نه کاوه ؟ ایا دا هر څه ناڅاپي پیښ شول او که ستاسو خپل فکر و؟
کله چې زه ترکیي ته په یو سیاحتي سفر تللې وم او هلته یو اسماني رنګه خو مشهور مسجد چې البته د سلطان احمد په نامه یې خلک پیژني، لاړم، په هماغه ځای کې زه د اسلام مبارک دین په هکله پوهه شوم. لکه څنګه چې ما د نورو دینونو خلک او پیروان لیدلې و، داسې نه و لکه د مسلمانانو په څیر، هغوی یوازې خپل دینونه د خپل شخصي ګټو په خاطر کاروي، نو روحاني اړخونو پسې یې نه ګرځي. همدارنګه ما د نورو دینونو په هکله مطالعه وکړه، خو هغسې سکون او ارام په کې نه و لکه څنګه چې ما اسلام مطالعه کړ، په ما یې اغیز وکړ او دومره اغیز چې زه پرې ایمان راوړم، دینونه ما د زده کړې لپاره مطالعه کول، اصلا زما هدف پرې د ایمان راوړل نه و، خو کله چې ما هلته د اسلام مبارک دین په هکله ولوستل او له خلکو مې واوریدل، نو اسلام په مکمله توګه د نورو دیننونو سره توپیر درلود، نو ځکه اسلام راته یو مقدس دین ښکاره شو او په اسلام مبارک باندې مشرفه شوم.
کله چې تاسې د اسلام په هکله ولوستل او هم مو واوریدل، بیا له هغې وروسته مو د اسلام په هکله نظر څنګه و؟ ایا په هغه وخت تاسې سم دلاسه تاسې د اسلام مبارک دین قبول کړ؟
هو زه په هغه وخت کې د اسلام مبارک دین ته ډیره نږدې شوی وم او په ما یې اغیز کړی و او طرف داره یې شوم، خو نیمه طرفداره شوم او په هغه حالت کې زه وجدانا دوه زړی وم، ځکه چې زه نه پوهیدم څه وکړم. هغه حالت زما لپاره عجیبه و.
ما هیڅکله دا فکر نه و کړی چې زه به په اسلام مبارک دین ایمان راوړم او له داسی ټولنې او ډلی سره به ملګري کیږم چې یوازې په یو خدای او یو خالق باندې ایمان لري او هغه ته سجده کوي. ما پرته له دینه غوښتل چې یوه ښه او مهربانه میرمن واوسم. خو وروسته بیا زه د اسلام طرف داره شوم او ما پرې ایمان راوړ.
کله چې ما ترکیي ته سفر کاوه، نو نیا مې راته ویل چې د مسلمانانو هیواد ته مه ځه، ځکه هغه پوهیده چې یو نوي څه زما په ژوند کې واقع کیدونکي دي او هغه به زما د ژوند مسیر بدلوي.
هغې یوازې په دې خبره ډیر تاکید کاوه چې د مسلمانانو هیواد ته مه ځه، خو زه نه پوهیدم چې هدف یې څه دی، خو بیا هم ما د خپلې نیا خبره ونه منله او په ویرونکي حالت ترکيي ته راغلم. زه له یوې داسې کورنۍ څخه وم چې اصلا یې له اسلام سره جوړه نه وه، ماته به یې دا ډول خبرې کولې، تر څو له اسلام څخه لرې اوسم.
کله چې ترکيي ته راغلم، نو غوښتل مې چې مسجد ته لاړه شم، خو زه خلکو پرینښودم او ټولو راته رډ رډ کتل، زه هیڅ نه پوهیدم چې ولی؟ نه پوهیدم چې دوئ به ماته په کوم نظر کتل؟
خو بیا هم ما مسجد ته د ننوتلو اصول مراعت کړل او د دوی په اجازه مسجد ته داخله شوم.
که دا راته ووایاست چې تاسو کوم کار اسلام مبارک دین ته رهنمايي کړئ؟ څه داسې و چې لاره درته وښایی او که چا دعوت درکړ چې اسلام دین ومنئ؟
ته پوهیږې چې زه له کوچنیوالي نه د الکولو څخه نفرت لرم،کله چې زه د اته کالو وم، نو زما ورور د الکولو د څښلو له لاسه مړ شو، زه هغه وخت ډیره کوچنۍ وم، خو پوهه شوم چې د ورور د مړینې لامل مې الکولو څښل و، زه ډیره خفه وم، ځکه چې ما مې له خپل ورور سره ډیره مینه درلوده او هغه هم راسره مینه کوله، کله چې هغه مړ شو ډاکترانو ویل که چیری هغه الکول نه و څښلي، نو هغه به نه و مړ شوی. نو ځکه یې په ما ډیره اغیزه وکړه. هغه به الکول څښل او د نشې په حالت کې به یې جنګ هم کولو. په ورور مې یو وخت الکول دومره اثر وکړ چې هغه په ګونډو شو او سر یې له ځمکې وواهه، په دې ډول یې مغزي توازون له لاسه ورکړ او بلاخره مړ شو. په دغه وخت ډاکټرانو ویل که هغې الکول نه و څښلې هغه به خپل دماغي توازون له لاسه نه و ورکړی او ممکن له مرګه یې هم نجات ترلاسه کړی و. دا ټول مشکل ورته یوازې او یوازې الکولو جوړ کړی و. د هغې له مرګ وروسته زه پیغله شوم، خو زما کورنۍ بیا هم د الکولو په زیانونو پوه نه شوه، په یقیني ډول دوی بیا هم ډیر الکول کارول. زما پلار به کوچنیو شراب خانو ته ډیر تللو، ډیر وخت به یې هلته تیرولو، بیا زما پلار له یوې ۱۵ کلنی انجلۍ سره وکتل او څه موده وروسته یې ورسره په پټه واده وکړ، پلار مې زه او زما مور د هغې انجلۍ لپاره پریښودو. هغه شاته زموږ ټوله کورنۍ پریښوده. له هغې وروسته کله چې زه لویه شوم ما خپله کورنۍ د همیش لپاره حمایه کوله، ځکه چې زموږ کورنۍ په منځ نیمایي شوه چې ما یې حمایت په غاړه واخیست او دا هر څه په یو کال کې دننه پيښ شول. زما په کورنۍ که زه، پلار،، ورور او زما مور وه، نیمه کورنۍ مو لاړه، ما بیا هیڅکله هم خپل پلار ونه لید، نیمه کورنۍ مو ورکه شوه. زه فکر کوم څه چې پيښ شول، هغه د الکولو له لاسه او بیا زه په داسې یو حالت کې رالویه شوم چې له الکولو سره مې ډیر نفرت درلود، ما بیا په هیڅ کومه میله کې ګډون ونه کړ او نه مې الکول وڅښل، ما ډیر بد احساس کولو، د وخت په تیریدو سره زما عمر ډیریده، تقریبا ۲۰ کلنۍ کې به وم چې بیا به مې فکر کولو الکول څښل خو دومره بد نه دي، خو بیا مې هم هیڅکله ونه څښل.
زه په دغه وختونو کې په ډیر بد حالت کې وم، ملګرو به راته ویل چې راځه نایټ کلب ته راشه او یا به یې هم د کوم بل ښه کلب پته راکوله، د هغوی په وینا چې په کلب کې به له ښو خلکو سره وګورم او له هغوی سره به په وخت تیرولو ذهني او رواني ارامتیا ترلاسه کړم. ما هم د هغوی خبره ومنله او په همدغه هدف پسی شوم، کله چې زه په لاواا (د سیمې نوم دی) کې وم، زه یو نایټ کلب ته لاړم. په کلب کې له ماسره هغه کار وشو چې ما یې هیڅ فکر نه کاوه، یو چا ماته په ډک ګیلاس کې څه راکړل، خو زه پوه نشوم او ګیلاس مې په سر واړوه او ومې څښه، یو وخت ګورم چې په روغتون کې یم، خو پوهه شوم چې یو چا زما د اختطاف پلان نیولی و.
زما هغه صحنه اوس هم ښه په یاد شي کله چې زه په روغتون کې له بې هوښۍ راپاڅیدم، نو زما په مخ د میک اف کوم اثر نه و پاتې، زه په یو خراب روغتیايي حالت کې وم، زما په یاد شي چې هغه وخت به مې ویل چې ولی له ماسره داسې وشول؟ زه خو د الکولو سره مخالفه وم، نو بیا دا هر څه ولی؟
ولی مې الکول په خپل ژوند کې شروع کړل؟
مګر خراب حالت خو بیا له هغې وروسته شروع شو. ما الکول څښلو ته دوام ورکړ. ما به په میلو کې الکول راوړل او له ډیرو ملګرو سره به مې یو ځای څښل. ترکيي ته راتګ هم زما په ښه نیت سره نه و، زه دلته په ډیر بد نیت سره راغلې وم.
خو الله ج هغه کار وکړ چې ما یې فکر نه و کړی، ځکه چې الله ج زما د بدلولو اراده کړی وه، په دغه وخت کې له ما څخه خپل ځان ورک و، ځکه ما غوښتل چې د خپل بدن پلاستیکي جراحي ترسره کړم او ما په یقیني ډول همدا کوشش کاوه. الله ج زه د ایمان په تحفه ونازولم او مسلمانه شوم.
خبریال: د اسلام په هکله له څه نه ډیره متاثیره شوی واست؟
عایشه: دلته یو څه نه بلکې ډیر څه دي چې زه تری متاثیره شوم، خو یو تر ټولو لوی شی چې تری په یقینی ډول متاثیره شوم، هغه تسبیحات دي، کله چې د الله ج ذکر کوم ډیر د خوښۍ احساس کوم. ما په ترکیه کې ډیر خلک ولیدل چې دوئ تسبیحات کول او د الله ج ذکر او اذکار یې کول، کله چې ما له خپلی مور سره اړیکه ونیوله او ورته ومې وویل چې په ترکیه کې خلک تسبیحات کوي، ډیره حیرانه شوه او هغه ته هم دا فکر پیدا شو چې تسبیحات ولی کوي، زما لپاره هم د حیرانتیا وړ وه.
کله چې ما نوره څیړنه هم وکړ چې په تسبیحاتو کې خلک نور څه وایي، نو ما دا زده کړل (سبحان الله، الحمدالله، الله اکبر) ما بیا د دې کلیماتو معناوی هم زده کړی له دغې وروسته به ما دغه تسبحات کول، یو بل څه چې تری ډیره متاثیره وم، کله چې زه له اسماني رنګه مسجد یا سلطان احمد مسجد څخه راووتم او د مسجد او حدیقه صوفیه کې ودریدم، نو ما ډیر ښه احساس وکړ چې د لمانځه اذان مې په دواړو مسجدونو کې واوریده، ځکه د اذان اواز ډیر تیز و او په ما ډیر ښه لګیده، نو ما فکر کاوه چې دا اذان څومره سکون بخښونکی دی، څومره اراموونکې دی، زما همغه شیبې په یاد شي چې زه خپل لیلیي ته په لاره وم او لیلي ته په یو ساعت کې له مسجده رسیدم، خو تر لیلي پورې د ازان اواز یو ډول سکون راکړ چې له مانه په کې لاره هم ورکه شوه، هغه ډیری اراموونکي لحظی وی، د زیاتې خوشحالۍ نه راڅخه لاره ورکه شوه، مبایل مې راواخیست او نقشه مې په کې وکتله، تر څو خپلې لیلي ته ځان ورسوم، خو زما په مبایل کې چارج هم ډیر کم و. زما په یاد شي چې زه ډیره په اندیښنه کې شوم، زه په یو بهرني هیواد کې وم، هیڅ نه پوهیدم چې څه وکړم، خو په دې حالت کې مې هم هغه د اذان ازانګې په غوږو کې ښکته پورته کیدلې. په دې وخت کې یو ناڅاپه زما ټول تشویشونه او ورخطایانې زیاتې شوی، هر څه رانه ورک شول په دغه وخت کې ما فکر کولو او ویل مې یا خدایه که چیری ریښتیا هم موجود یې، ما خپلې لیلي ته ورسوه. له هغې ډیره موده وروسته ما بیا هیڅ ورخطایي او هیڅ ویره نه ونه لیده، د مسلمانیدو څخه وړاندې زما ډیر وخت په ویره کې تیر شوی و او زه به ډیره ویریدم. ما به ویل که بهر وځم داسې او هغه سې به پيښ شي.
کله چی زه په اسلام مشرفه شوم، زما ټول تشویشونه او ورخطایانې ورکې شوی، ما چې اسلام قبول کړ، زما په ژوند کې ډیر زیات تغیرات راغلل. ما په الله تعالی باندې توکل زده کړ، ما په الله تعالی باندې ایمان او باور لرل زده کړل.
خبریال: تاسو بیا خپله لیلیه څنګه پیدا کړه؟
عایشه: سبحان الله ما یوازې مستقیم مزل پیل کړ، ما د لیلی په پیدا کولو کې هیڅ تیروتنه ونه کړه، زه هیڅ پوه نه شوم چی څنګه ما دا هر څه وکړل، دا هر څه د الله ج په رحم او فضل سره وشول، ما د سلطان احمد له مسجد څخه مستقیم د خپلی لیلی پر لور حرکت وکړ، پرته له کومی ستونزې او دمی، د لیلي په پيدا کولو کې له ماسره هیچا مرسته ونه کړه، بلکې په خپله مې پیدا کړه. زه په ټوله لاره خاموشه وم، یوه لحظه هم داسې نه وه چې ما دې غلط طرف اخیستی وي، سبحان الله! دا زه نه وم چې دا هر څه مې وکړل، بلکې الله ج له ماسره مرسته وکړه او ماته یې لاره روښانه کړه.
په دې دوو حالتونو کې تاسې څه احساس کاوه، کله چې تاسو اذان اوریده او کله مو چې د شهادت کلیمه ویله؟
لکه څنګه چې ما وړاندې وویل؛ زما لومړنۍ تجربه د اسماني رنګه مسجد داخل کې وه، بیا له هغې وروسته لیلی ته لاړم او هلته مې د قرانکریم هغه ایاتونه تلاوت کول چې ما په مسجد کې یاد کړی و، زموږ په لیلیه کې د انګلیسی ژبی ژباړل شوی قرانکریم و، نو ما هغه راواخیست او په تلاوت مې یې پیل وکړ، ما تقریبا ۵ صفحی د صورت بقری تلاوت وکړ. ما د قرانکریم د هر ایات تصویر اخیستو او په مبایل کې مې له ځان سره ذخیره کولو، له هغې وروسته ما قرانکریم همداسې زده کول جاري وساتل، خو یو څه چې زه په قرانکریم کې ډیره دلچسپه کړم، ما غوښتل چې پوه شم څه روان دي. زه بیرته بریتانیا ته لاړم، خو ما د قرانکریم زده کړه جاري ساتله،کله چې زه راغلم، په دوه هفتو کې دننه دننه د کرونا له امله سخت بندیزونه ولګیدل او بیا قرنتین شو.
زه د الله ج ډیر شکر ادا کوم چې د مسلمانیدو توفیق یې راکړ، یو څه ته باید اشاره وکړم،که چیری قرنتین نه و اعلان شوی، نو زه به بیا هم فیلم جوړولو سټډیو ته تلم.که ووایم قرنتین زما سره په مسلمانیدو کې ډیره مرسته وکړه، بده به نه وي، ځکه زما ټول تمرکز زما په مبایل، لفټاپ او کتابونو په لوستلو باندې شو. ما یوازې ولوستل او ځان مې په هر څه پوه کړ، ما هیڅ کوم مسلمان نه پیژنده چې ماسره یې مرسته کړی وي، ما هر څه پخپله د خپلې مطالعې په اساس وکړل. زه تر اوسه کامله مسلمانه نه یم، خو زه دعا کوم چې کامله مسلمانه شم. زه ډیر کوشش کوم چې په دیني مسایلو ځان په خپله قانع کړم، ځکه چې زه دا هر څه پخپله کوم او زه پخپله له ځانه سره په بشپړ مسلمانیدو کې هڅه کوم. مثلا که یو څوک سهار لمانځه ته راپاڅیږي، دا د ده لپاره ډیره په زړه پوری خبره ده، نو ځکه زه هم لمونځ کوم چې په خپل ځان او ورځی په چارو باندې کنترول ولرم، کله چې لمونځ وکړم، زما ورځ نوره هم ګټوره شي، ځکه چې د سهار لمونځ وکړم، د غرمی د لمانځه لپاره په وخت پلان نیسم، داسې تقسیم اوقات زما لپاره ډیر ګټور تمامیږي ، په دې ډول زما ورځ ډیره ښه تیریږي.
اسلام ډیر په زړه پوری دین دی، مسلمانان هم ډیر ښایسته او ښه خلک دي، ځکه چې کله یو څوک پنځه وخته لمونځ ادا کوي نو ورځ یې ډیره ښه وي ما خپل همدغه عبادت ته دوام ورکړی و چې رمضان میاشت راغله ما ډیره هڅه کوله چې په ځان کنترول ولرم او د رمضان اداب مراعت کړم، نو ما د روژی نیونی ترتیبات ونیول، مور مې راته ویل روژه مه نیسه مړه کیږی، هغې به راته ویل ته یې نه شې نیولې، مړه کیږی، نو هغه ډیره هڅه وکړه چې ما منعه کړي، خو ما نه یوازې دا چې روژه نیوله بلکې پنځه وخته لمونځ کولو ته مې هم دوام ورکړ، اوس شکر دی مسلمانه یم او د الله ج شکرګزاره یم چې توان یې راکړ.
که چیرې تاته داسې موقعه په لاس درشي چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته خبری وکړی، نو هغه خبرې به څه وي؟
زه به ورته ووایم چې صبر وکړئ او شاوخوا وګورئ او د الله ج په خلقت کې فکر وکړئ. ځینې خلک خو په دنیايي چارو دومره مصروفه وي چې د خپل ځان او د الله ج په پيژندلو کې یې هم فکر نه وي کړې. هغه څوک چې الله ج پيژني او اړیکه یې ورسره ټینګه وي، نو دوی ته هر څه معجزه ښکاري او الله ج په حقیقي توګه د دوی ملګری وي. نو هدف مې دا دی چې ځان وپيژني او شاوخوا وګوري، تر څو وپوهیږي چې موږ په دې دنیا کې د څه هدف لپاره پیدا شوی یو.
په وروستیو کې څه ویل غواړی؟
تاسو ته ما مخکې د خپل ژوند تورې او ترخې شیبی وویلې، په هر چا چې سخته راشي، نو په هغه وخت کې ورته الله ج په یاد شي، زه یوازې غواړم دا ووایم چې که الله ج په سختو ورځو او وختونو کې یادوو، باید په ښو او ښکلو شیبو کې یې هم یاد کړو او د هغه شکریه ادا کړو. الله ج چې څومره نعمتونه موږ ته راکوي، هومره یې باید شکر وباسو او هیڅکله غافله نه شو. هر نعمت چې راکوي، باید ووایو الحمدالله، شکریه!
هیڅکله د الله ج لاره مه پریږدئ، زه په ژوند کې دا ډیر زیات ګورم، هغه څوک چې د الله ج له لورې ورته نعمتونه ورکول کیږي، هغومره له دین څخه لرې کیږي، خو کله چې پری سخته راشي، نو بیا الله ج ته رجوع کوي او له سختې نه د وتلو سوالونه کوي. زما توصیه دا ده چې په سختو وختونو کې هم په دین کلک ودریږئ. هغه څوک چې په غریبو سیمو او هیوادونو کې اوسیږي او اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي او مسلمانان وي، نو هغوی خوشحاله وي او د الله ج شکریه ادا کوي. نو په دین کې څیړنه او پرمختګ وکړه او په هغه څه بساینه مه کوه چې در ښودل شوي یا دی زده کړی وي.