د بې وسۍ پنځوس افغانۍ

نن ورځ د اوړي د سختې ګرمۍ ګرم سهار وو. د کلینیک د دروازې تر شا د ناروغانو ګڼه ګوڼه وه. هر چا د خپل درد کیسه لرله؛ خو زۀ نۀ پوهېدم چې نن به د داسې یوه درد شاهد شم چې درمل به یې زما پۀ لاس کې نۀ وي.

دروازه ورو خلاصه شوه.

یو هسک، ځوان او پیاوړی سړی دننه راغی؛ خو د وجود قوت یې د سترګو لۀ ستړیا او د مخ لۀ ژیړوالي مات شوی و. دواړه لاسونه یې پر ملا ایښي وو او پۀ سختۍ یې قدمونه اخیستل.

ما فکر وکړ درد به یې شدید وي.

پۀ مات غږ یې وویل:

((ډاکټر صاحب یؤه د درد ستن راته ووهه.))

ما موسکا وکړه او ومې ویل:

اول به وګورو چې ناروغي دې څۀ ده.

هغه سمدستي وویل:

نه... یؤازې یؤه د درد ستن.

هغه وخت زۀ نۀ پوهېدم چې د هغه تر ټولو لوی درد پښتورګي نۀ وو.

د هغه تر ټولو لوی درد تش جیب و.

لۀ خبرو وروسته مې ورته وویل چې معاینات ورته ضروري دي.

هغه غلی شو.

سترګې یې د خونې یوې کونج ته ونیوې.

لکه څوک چې د خپل غرور او اړتیا ترمنځ بند پاتې وي.

بیا یې ورو وویل:

ډاکټر صاحب صرف یؤه د درد ستن راته وکه بیا به څو ورځې وروسته راشم، اوس کار لرم....

دنګ قامته ځوان ولاړ.

خو درد یې نۀ و تللی.

څو ورځې وروسته بیا راغی.

دا ځل یې مخ نور هم ژیړ و.

سترګې یې کښته پکې ننوتې وې او د وجود زور یې درد خوړلی و.

ورته مې وویل:

وروره! تۀ ولې معاینات نۀ کوې؟

هغه چوپ شو.

د څو شېبو چوپتیا وروسته یې داسې خبرې وکړې چې تر نن ورځې مې لۀ ذهنه نۀ دي وتلې.

ویې ویل:

ډاکټر صاحب! کور کې لس کسیزه کورانۍ را تر غاړې ده چې ډوډۍ غواړي.

بیا یې پۀ زوره وخندل.

هغه خندا چې تر ژړا هم دردناکه وه.

کله چې سهار لۀ کوره راوځم، واړه وروڼه مې راپسې ګوري. هغوی نۀ پوهېږي چې زۀ ناروغ یم. هغوی یوازې دومره پوهېږي چې مشر ورور به ماښام ته اوړه راوړي.

سترګې یې لۀ اوښکو ډکې شوې.

مور مې پرون راته وویل چې پۀ کور کې یؤه زره اوړۀ هم نۀ دي پاتې.

هغۀ خپل جیب ته لاس کړ.

پنځوس افغانۍ یې راوایستې.

زړې، تاو شوې او خړې پړې وې.

هغه یې زما مخې ته کېښودې.

دا مې ټولې پیسې دي.

بیا یې سر ټیټ کړ.

اوس تۀ ووایه، زۀ معاینات وکړم که خپلو خویندو ورونو ته ډوډۍ یوسم؟

زۀ غلی شوم.

هغه ورځ ما د طب لۀ ټولو کتابونو لوی درس واخیست.

ځینې ناروغان د ناروغۍ درمل غواړي؛ خو ځینې ناروغان د ژوند درمل غواړي.

معاینات مې ورته وکړل.

نتیجه ډېره خطرناکه وه.

دواړه پښتورګي یې لۀ تڼاکو او سیسټونو ډک وو.

د وینې معایناتو وښودله چې د پښتورګو فعالیت یې مخ په ختمېدو دی.
دواه مې ورته ولیکل خو مطمین نۀ وم چې ښۀ به شي.

ما ورته وویل:

وروره! باید ژر تر ژره دې درملنه وشي.

هغه موسک شو،عجیبه موسکا یې وکړه.

لکه یو څوک چې پۀ خپله پایله لۀ وړاندې پوهېږي.

ویې ویل:

ډاکټر صاحب! که زما د درملنې پیسې وای، نو زما کوچنۍ خور به وږې نۀ ویده کېده او زۀ به دې حالت ته نه رسیدم توکل پۀ خدای، ګوندې دې دواه سره ښۀ شم.

ورځې تېرېدې؛ خو هغه بیا رانۀ غی.

زۀ کله ناکله د هغۀ پۀ فکر کې ډوب شم.

شاید روغ شوی وي، شاید بل ځای ته تللی وي.

شاید کومه مرسته ورسره شوې وي؛ خو حقیقت تر ټولو دردناک و.

درې میاشتې وروسته د روغتون مخې ته یو زوړ الټو موټر ودرید.
لږه شېبه وروسته یو ریکشه هم ودریده خویندې ترې راښکته شوې او پۀ الټو موټر یې ور منډې کړې او د ورو چیغې یې واهلې.
شېبه وروسته یې لۀ الټو موټر یو ناروغ راښکته کړ، پۀ بیړه یې عاجل واټ ته یوړ؛ خو ناروغ لۀ دې بې وفا نړۍ سره خدای پاماني کړې وه، ما چې لۀ نېږدې ورته وکتل، ساه مې بنده شوه، هماغه ځوان و.

هماغه د پنځوس افغانیو سړی.

هماغه چې د خپل درد پر ځای یې د خپلو وروڼو د لوږې غم خوړ.

هماغه چې د مرګ پر ځای یې د کور د نفقې فکر کاوه؛ خو دا ځل یې سترګې نۀ رپېدې، شونډې یې نۀ خوځېدې او د درد شکایت یې نۀ کاوۀ هغه خاموش و، د تل لۀ پاره خاموش.

وروسته مې واورېدل چې د مرګ پۀ وروستۍ ورځ هم کار ته تللی و.

حتی هغه ورځ هم چې د درد لۀ شدته یې ملا نۀ شوه سمولای.

ځکه که یوه ورځ کار ته نۀ وای تللی؛ نو پۀ کور کې به ډوډۍ نۀ وه.

هغه د مرګ تر ورځې د ژوند لۀ پاره جنګېده؛ خو ژوند ورسره بې وفایي وکړه.

نن هم کله کله د شپې ناوخته د هغه څېره رایاده شي، د هغه ژورې سترګې، د هغۀ مات غرور، د هغۀ پنځوس افغانۍ او د هغۀ دا جمله:

ډاکټر صاحب... اوس ته ووایه، زۀ معاینات وکړم که خپلو خویندو ته ډوډۍ یوسم؟

هر ځل چې دا جمله رایاده شي، سترګې مې لمدې شي.

ځکه ما یو ناروغ نۀ و بایللی.

ما یو زلمی لیدلی و چې فقر تر ناروغۍ مخکې وژلی و.

ځینې جنازې روغتون ته نۀ راځي؛ ځینې جنازې کلونه مخکې د بې وسۍ، لوږې او مجبورۍ پۀ اوږو پورته شوې وي.

تر ټولو دردناک مرګ هغه نۀ دی چې سړی پکې ساه ورکړي؛ تر ټولو دردناک مرګ هغه دی چې انسان هره ورځ د خپلو عزیزانو لۀ پاره لۀ خپلو دردونو سره مقابله کوي، ان تر دې چې هغه نور لۀ درونو سره د مقابلې توان ونۀ لري.