زه يم دلته زما ورور وهغې خواته
يوکوردلته اوبل کور وهغې خواته

کمزوري مې کمزوري مه ګڼه دلته
دی په اصل کې زما زور وهغې خواته

وي به څومره سره تږي وديدن ته
بچی دلته دی اومور وهغې خواته

باچاخانه ولي باغ ته دې سلام کړم
ليکن ستاخونودی ګور وهغې خواته

يوسړی په ډير تشويش کې ده لويدلی
ده يې باندې پرچا پور وهغې خواته

عمري دازادۍ پرنيلي خوند به
کله ووينمه سپور وهغې خواته