د toorman toorman لخوا خپرې شوې لیکنې
پيغام
په افغانستان کې ميشته درنو خويندو او ورونو ،ګلونو ماشومانو ! دجنګ غميزې له مونږ او تاسو نه هرڅه واخيست او تاسې يې دې ته اړ کړي ياست چې دتعليم تر څنګ دکورنيود نفقې لپاره هم هلې ځلې و کړئ . مونږ ستاسو د اعتراض اوازونه دازادۍ راډيو له لارې واوريدل مونږ تاسې سره د زړه له کومې مينه او خواخوږي لرو او تاسو ته دا وعده درکوو چې دهمدی سايت له لارې د يو کومکي صندوق په پرانستلو به مو ونازوو په درنښت وږمه بشريار ارشادبشري
د سرو زرو تاج ، لومړۍ برخه
د سرو زرو تاج و نه و يو پاچا و ، د زوى نوم يې شيرشاه و ، شيرشاه داسې ښكاري و چې مرغۍ به يې په هوا ويشتله . يو ورځ شيرشاه د زركو دښكار لپاره ځنګل ته ولاړ ، ځنګل ډير لوى و ،دومره لوى چې نه يې سر معلوم و نه يې بر. خلكو به ويل چې په دې ځنګل كې د وحشي ځناورو غږونه اوريدل كيږي او ورغلي كسان بيرته نه دي راستانه شوي . د پاچا زوى شيرشاه هم يوه اوونۍ لادركه شو ، آوازه وه چې وحشي ځناورو داړلى . پاچا او ميرمنه يې ډير خپه وو ، د پاچا ميرمنې خيراتونه په ځان ومنل ، چې كه شيرشاه په خير راشي د دربار
ماشوم ته دمور مينه
ماشوم ته دمور مينه زما ګل غوندې کمکى زما زړه زما زړګى څه سودا چه زه ګالم تورې شپې صبا کوم په نغمودې يادوم
د يو شي پيدا كول څه ډول لوبه ده ؟
د يو شي پيدا كول څه ډول لوبه ده ؟ كوچنيان ، ميندې او پلرونه سره راټوليږي ، يو تن له خونې څخه د باندې استوي او دوى په خپلو كې يو شى خوښوي . بيا د باندې وتلى كس بيرته خونې ته رابولي او ورڅخه غواړي چې د دوى خوښ كړى شى وروښيي ز د خونې څخه وتلى كس دخونې له كسانو څخه د خوښ كړي شي په اړه پوښتنې كوي ، مثلآ : _ ساكښ دى ؟ _ هو _حيوان دى ؟ _ نه _خوړل كيږي ؟ _ هو _په حبوباتوكې راځي ؟ _ نه _ رنګ يې شين دى ؟ _ هو _ بينډۍ دي _ نه _ پالك دي _ هو د دې لوبې د كولو لباره د پوښتنو شمير او وخت دو
ټوكه
ټوكه يوه ورځ يو ليوني بل ليوني ته وويل : _ ته دې سترګې پټې كړه ، زه مې په لاس كې يو شى پټوم ته ووايه چې څه شى دى . بل ليوني هم ومنله او چې كله يې سترګې خلاصې كړې نو ويې ويل : _ ستا په لاس كې اوښ دى . لومړي ليوني وويل : _ زه يې نه منم تا سترګې نه وې پټې كړې .
هوسۍ پيژنئ ؟
هوسۍ پيژنئ ؟ هوسۍ د هغو حيواناتو له ډلې څخه ده چې د غوښې خوړل يې حلال دي ، د هوسۍ غوښه په خوند او مزه كې مشهوره ده خو دا چې هوسۍ ډيره چابكه منډه وهي ښكاريې كم دى . هوسۍ معمولآ په دښتو او د غرو په لمنو كې اوسيږي ، ځكه خو يې غرڅنۍ هم بولي . هوسۍ زياتره د پسه يا اوزې په اندازه وي خو لوى ډولونه يې هم پيدا كيږي . هوسۍ بې آزاره ده ، ډيرې ښكلې سترګې لري او پچي ته يې كبلۍ وايي . .هوسۍ په ډليز ډول ژوند كوي او يوه ډله يې داسې دي چې پوستكى يې خال خالي دى . د هوسۍ خوراك واښه دي او پوستكى يې په لوړه
ګرانه اجمل کاکا سلام علیکم !
ګرانه اجمل کاکا سلام علیکم خدای دې وکړي چې ماشومان دې ټول جوړ او روغ وي ، ته ماته غوږ شه چې یوه کیسه بله هم درته وکړم . څلورو ماشومانو ملاصیب سره سبق وایه په دوی کې احمد نامی ډیر هوښیار او زیرک ماشوم و . ملا صیب غوښتل دوی وازمویي ، نو یې یوه ورځ څلور دانې مڼې دځان سره راوړې ، ا وهر یو ماشوم ته یې یوه يوه مڼه ورکړه او ورته ویې ویل : هلکانو ! دغه مڼې واخلئ په داسې ځای کې یې وخورئ چې هلته تاسو هیڅوک ونه ویني . هلکانو مڼې واخيستلې ، یو ولاړ پر بام پټ کیناست مڼه یې وخوړه ، بل
سلامونه ګرانو دوستانو !
سلامونه ګرانو دوستانو ! ستړي مه شئ ، خداى دې وكړي چې روغ ، جوړ او خوشحاله اووسئ . زه عبيدالله تسل يم ستاسې دوست او ملګرى د دې نوې پاڼې مباركي در ته وايم خوشحاله اوسئ .
دوه با ادبه ماشومان
دوه با ادبه ماشومان يوه ورځ دوه واړه ماشومان په جومات کې ناست وو ، ناڅاپه يو لاروى راغی ژر ژر يې اودس تازه کړ او دوه رکعته لمونځ يې شروع کړ . واړه ماشومان دده کړو وړو ته ښه ځير وو ، کله چې سړي لمونځ وکړ يو ه ماشوم بل ماشوم ته په لوړ اواز وويل : ته اودس کولی شې ؟ هغه ځواب وركړ، هو، زما اودس کول زده دي.. دسړي
زما داسې کيسې خوښېږي چې ..........
ګران اجمل کاکا د ويب پاڼې د جوړېد و ، د مبارکۍ تر څنګ تا مونږ ما شومان پوښتلي وو چې ، څه ډول کيسې خوښوي ، زما خپله داسې کيسې خوښېږي چې، له ځان سره د روغتيا، پاکي، يووالي، او سولې پيغامونه ولري کوچنی ورور مو سپين
مينه دې شيرينه ده
الله الله تا بولم تل دې په ثنا بولم ولې به دې نه بولم څه خوږه دې مينه ده مينه
اوښکې يې لارې لارې څي
دکابل شفخانې په هندارو ښايسته* ابراهيم جان په کې پروت دی * تورپيکۍ يې باد وهي* خواره مور يې ورته ناسته*
ژيړه غوا
ژيړه غوا سترګې مې توريږي بيا ژيړه غوا لنګيږي بيا ماته خوسكۍ راوړي ښكلې ګلالۍ راوړي رابولم به همزولې دايره به وهي ټولې دوى ته په اورږه وركړم
مورر مې لاړه ده كامې ته
مورر مې لاړه ده كامې ته رابه شي غرمې ته ماته به پلي راوړي پلي به وركړم غوا ته غوا به ماته پۍ راكړي پۍ به وركړم خداى ته خداى به ماته ورور راكړي يه وروره بيدار شه !
ځمکه خپه کيږي نه
ځمکه خپه کيږي نه ستوري به بيا شمارمه پرې چې شپه پخه شي لا اوس اسمان ته نه ګورم ځمکه به خپه شي بيا *** ځمکه په ما ګرانه ده ځمکې په سر کور لرم
ګرانو ماشومانو !
ګرانو ماشومانو ! تاسې څه ډول كيسې خوښوئ ؟ لنډې كه اوږدې ، خپل نظر وليكئ .
ملا چرګك
بيا ملا چرګك راغى ډير تيزاوچټك راغى لاړو د چنار خواته كيناست د سپيدار خواته بيا د چا سيالي كوي غاړې د طوطي كوي
سپينې سپينې واورې
تير شو منى تير شو وركې دوړې ، خاورې شوې راغى ژمى راغى سپينې سپينې واورې شوې
دوه په تناره خورمه
دوه په تناره خورمه دوه په ديواله خورمه چې كينمه اته خورمه زه خواره لا څه خورمه
کوتره او د ګلاب ګل
وه نه وه يوه کوتره وه ، مهربانه او ډيره ښايسته ، يوه ورځ ښايسته کوتره خپلو بچو ته د دانې د پيدا کولو پر نيت له کوره ووته ، کوترې خپل ښايسته وزرونه رپول او په هوا کې روانه وه ، روانه وه ....... چې يو ناڅاپه يې د ګلو په يو بڼ کې د ګلاب يو ګل ته پام شو چې ډير مړاوی دی ٠ کوتره ټيټه شوه د يوې ونې پر څانګه کښيناستله او د ګلاب له ګل څخه يې پوښتنه وکړه : ولې ګرانه ګله ولې داسې مړاوی يې ؟ د ګلاب ګل په خپګان سره کوترې ته وويل : ګرانې کوترې ! وګوره زما نور همزولي څنګه تر او تازه دي خو زه وچ پاتې يم زما