ګرانه اجمل کاکا سلام علیکم خدای دې وکړي چې ماشومان دې ټول جوړ او روغ وي ، ته ماته غوږ شه چې یوه کیسه بله هم درته وکړم . څلورو ماشومانو ملاصیب سره سبق وایه په دوی کې احمد نامی ډیر هوښیار او زیرک ماشوم و . ملا صیب غوښتل دوی وازمویي ، نو یې یوه ورځ څلور دانې مڼې دځان سره راوړې ، ا وهر یو ماشوم ته یې یوه يوه مڼه ورکړه او ورته ویې ویل : هلکانو ! دغه مڼې واخلئ په داسې ځای کې یې وخورئ چې هلته تاسو هیڅوک ونه ویني . هلکانو مڼې واخيستلې ، یو ولاړ پر بام پټ کیناست مڼه یې وخوړه ، بل ولاړ بڼ ته هلته یې منه وخوړه ، دریم ولاړ دښتې ته هلته یې مڼه وخوړه ، خو احمد مڼه په خپل جیب کې دځان سره وساتله . ټول بیرته ملاصیب ته راغلل ، ډیر خوشحاله وو ځكه مڼې يې په داسې ځایونو کې خوړلې وې چې هیڅ انسان نه وو لیدلي . ملا صیب دماشومانو څخه پوښتنه وکړه : مڼې مو چيرې وخوړلې ؟ هر یوه خپله کیسه ورته تیره کړه ، یو وویل ما به بڼ کې وخوړه ، بل ورته وویل ما پر بام وخوړه ، اودریم ورته وویل ما په دښت کې وخوړه . ملاصیب داحمد څخه پوښتنه وکړه ، احمده تا چیرې مڼه وخوړه ؟ احمد په ډیرې عاجزۍ سره ورته وویل : مڼه زما په جیب کې ده ، زه ډیر وګرځیدم خو داسې ځای مې ونه موند چې هلته څوک نه وي ، هر ځای ته چې ځم هلته الله سبحان وتعالی شته ، تاسو ویل په داسې ځای کې یې وخوره چې هیڅوک تا ونه ویني ،نو ما داسې ځاى و نه موند چې هلته الله سبحان وتعالی ما نه ویني .