هوسۍ پيژنئ ؟ هوسۍ د هغو حيواناتو له ډلې څخه ده چې د غوښې خوړل يې حلال دي ، د هوسۍ غوښه په خوند او مزه كې مشهوره ده خو دا چې هوسۍ ډيره چابكه منډه وهي ښكاريې كم دى . هوسۍ معمولآ په دښتو او د غرو په لمنو كې اوسيږي ، ځكه خو يې غرڅنۍ هم بولي . هوسۍ زياتره د پسه يا اوزې په اندازه وي خو لوى ډولونه يې هم پيدا كيږي . هوسۍ بې آزاره ده ، ډيرې ښكلې سترګې لري او پچي ته يې كبلۍ وايي . .هوسۍ په ډليز ډول ژوند كوي او يوه ډله يې داسې دي چې پوستكى يې خال خالي دى . د هوسۍ خوراك واښه دي او پوستكى يې په لوړه بيه خرڅيږي . د افغانستان يو ډول هوسۍ ماركوپولو نوميږي چې نړيوال شهرت لري ، خو دغه ډول هوسۍ اوس ډيرې كمې پيدا كيږي .