01.05.2007
- toorman
هوسۍ پيژنئ ؟
هوسۍ د هغو حيواناتو له ډلې څخه ده چې د غوښې خوړل يې حلال دي ، د هوسۍ غوښه په خوند او مزه كې مشهوره ده خو دا چې هوسۍ ډيره چابكه منډه وهي ښكاريې كم دى .
هوسۍ معمولآ په دښتو او د غرو په لمنو كې اوسيږي ، ځكه خو يې غرڅنۍ هم بولي .
هوسۍ زياتره د پسه يا اوزې په اندازه وي خو لوى ډولونه يې هم پيدا كيږي .
هوسۍ بې آزاره ده ، ډيرې ښكلې سترګې لري او پچي ته يې كبلۍ وايي .
.هوسۍ په ډليز ډول ژوند كوي او يوه ډله يې داسې دي چې پوستكى يې خال خالي دى .
د هوسۍ خوراك واښه دي او پوستكى يې په لوړه...
02.05.2007
- toorman
د يو شي پيدا كول څه ډول لوبه ده ؟
كوچنيان ، ميندې او پلرونه سره راټوليږي ، يو تن له خونې څخه د باندې استوي او دوى په خپلو كې يو شى خوښوي .
بيا د باندې وتلى كس بيرته خونې ته رابولي او ورڅخه غواړي چې د دوى خوښ كړى شى وروښيي ز
د خونې څخه وتلى كس دخونې له كسانو څخه د خوښ كړي شي په اړه پوښتنې كوي ، مثلآ :
_ ساكښ دى ؟
_ هو
_حيوان دى ؟
_ نه
_خوړل كيږي ؟
_ هو
_په حبوباتوكې راځي ؟
_ نه
_ رنګ يې شين دى ؟
_ هو
_ بينډۍ دي
_ نه
_ پالك دي
_ هو
د دې لوبې د كولو لباره د پوښتنو شمير او وخت دو...