د toorman toorman لخوا خپرې شوې لیکنې


دسرو ستور کلى

و نه و په لرو پرتو سيمو کښې يو کلی و چې کال دولس مياشتې به په کښې کاغذبادونه الوځول کيدل او دغه کاغذ بادونه به ټول د سره رنګ کاغذونو نه جوړيدل ٠ تاسې ته به حتما' پوښتنه پيدا شوې وي چې دا کاغذ بادونه نو ولې ټول د سرو کاغذونو نه جوړيدل؟ دا ځکه چې دغه کاغذ بادونه ټول يو سړي جوړول چې د سور اکا په نوم مشهور واو د سور ګل اکا سور رنګ ډير خوښ و٠ يو ورځ دکلي ماشومانو د سورګل اکا نه پوښتنه وکړه چې سور ګل اکا ستا ولې سور رنګ ډير خوښيږي؟ سور ګل اکا ورته وويل : بچو! کله چې ستاسې په عمر وم نو هغه و

19.03.2007 toorman

رنګونه

ښوونکي صيب پرون ويلي وه چې سبا به ( د افغانستان بيرغ ) درس وايو ، خو نن يې د رنګونو په اړه پوښتنې شروع کړې٠ جمال څومره بختور وو له هغه نه يې د شين رنګ په اړه پو ښتنه وکړه، په شنه رنګ کې څومره شيان دي ، پاڼې ونې ، کبلې ، سابه خو بيخي ډير دي ٠ د لونګ پوښتنه هم دومره سخته نه وه ، لونګ ته يې وويل چې په سره رنګ کې درې شيان راوښيه، په سره رنګ کې هم ډير شيان دي ، سره ګلان ، سرې مڼې ، دانارو دانې ، د لونګ لا يو بل شي هم په ياد وو د خپل برګ چرګ سور چارخلک٠ خو مانه يې ديره سخته پوښتنه وکړه ، د تورو شيانو

17.03.2007 toorman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more