ښوونکي صيب پرون ويلي وه چې سبا به ( د افغانستان بيرغ ) درس وايو ، خو نن يې د رنګونو په اړه پوښتنې شروع کړې٠ جمال څومره بختور وو له هغه نه يې د شين رنګ په اړه پو ښتنه وکړه، په شنه رنګ کې څومره شيان دي ، پاڼې ونې ، کبلې ، سابه خو بيخي ډير دي ٠ د لونګ پوښتنه هم دومره سخته نه وه ، لونګ ته يې وويل چې په سره رنګ کې درې شيان راوښيه، په سره رنګ کې هم ډير شيان دي ، سره ګلان ، سرې مڼې ، دانارو دانې ، د لونګ لا يو بل شي هم په ياد وو د خپل برګ چرګ سور چارخلک٠ خو مانه يې ديره سخته پوښتنه وکړه ، د تورو شيانو په اړه٠ ديخوا ، هاخوا مې وکتل چې يو شی را په ياد شي يو دم مې پام د ټولګي په ديوال تورې تختې ته شو چې ښوونکې صيب پرون په ژېړ تباشير غټ پرې ليکلي وه چې ( دسبا ورځې درس ، دافغانستان بيرغ ) . ژر مې وويل : تخته٠ ښوونکي صيب د خپل موټي لاس يوه ګوته خلاصه ونيوه او ويې ويل : افرين ، دوه نور ٠ له لږ ځڼد ورسته چې بيا مې هم د تور شي په پيدا کولو پسې يو خوا بل خوا ورک ، ورک کتل له خولې چيغه ووته، جامې ، زمونږ د ښوو نځي جامې ٠ ښوونکي صيب د شهادت د ګوتې تر څنګ خپله مينځوۍ ګوته هم خلاصه کړه او ويې ويل : دايې دوه ،افرين يو بل هم ووايه چې اوس د رخصتۍ٠٠٠٠ ښوونکي صيب لا خپله خبره نه وه پوره کړې چې د ښوونځي چپړاسي د ادارې په ديوال ځړيدلې تبۍ وترنګوله ، ژر مې نارې کړې ، تبۍ ، تبۍ ، خو ټولګي کې د رخصتۍ په خوشحالۍ د نجونو او هلکانو داسې ها ، هو ، جوړه شوه چې ښوونکي صيب زما خبره وانه وريدله٠