دوه با ادبه ماشومان

يوه ورځ دوه واړه ماشومان په جومات کې ناست وو ، ناڅاپه يو لاروى راغی ژر ژر يې اودس تازه کړ او دوه رکعته لمونځ يې شروع کړ . واړه ماشومان دده کړو وړو ته ښه ځير وو ، کله چې سړي لمونځ وکړ يو ه ماشوم بل ماشوم ته په لوړ اواز وويل :

ته اودس کولی شې ؟ هغه ځواب وركړ، هو، زما اودس کول زده دي.. دسړي فکر يې ځان ته كړ او ويې ويل زما نيکه به داشان اودس كاوه :

اول به يې بسم الله الرحمن الرحيم وويلې ، بيا به يې دواړه لاسونه تر بندونو پورې داسې پريولل ، په خوله به يې درې وارې اوبه تيرې كړې ، بيا به يې پزه پاکه کړه او دری واره به يې پريمينځله،  بيا به يې مخ درې ځلې داسی پريمينځه چې د دغوږو تر نرميو اوتر زنې لاندې وچ پاتې نشې او بيا به يې اول ښى ورپسې كيڼ لاس تر څنګلو پورې پريمينځل، ګوره : لاسونه به يې داسې په اوبو لانده کړه او ددواړو لاسونو دګوتوسرونه به يې سره ونيول ،او مسح به يې وكړه . بيا به يې ښۍپښه تر بجلکو پورې پريمينځله او بيا به يې كيڼه پښه هم تر بجلکو پورې . يو ماشو م خپل ورور ته اودس زده  کول وروښودل . خو په اصل کې يې  لاروي ته اودس ور زده کړ ، بې له دې چې لاروي ته ووايي چې ستا اودس کول نه دي زده . لاروي اودس زده کړ، خپل پټويې پر اوږه واچاو او لاړ  کوچنی عبدالله