د سراج الحق ببرک زی ځدراڼ لخوا خپرې شوې لیکنې
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ اوولسمه او ورستۍ برخه
۸. د پښتونولۍ په قانونغونډه کې د تربور او تربورګلوي کاڼسپټد پښتونولۍ د تربګڼې کوډکس هر پښتون دې ته هڅوي، چې د پښتنو په کليوالي چاپریال کې د خپل تربور سره په ګډه همغږې او سالمې سیالۍ کې سولیز ګډ ژوند وکړي او د تر بورګلوي دوواړه غاړې یوې مدني ټولني جوړولو ته رابولي. د تربورګلوي په کانسپټ کې یو پښتون باید د خپل تربور سره د سیمې په هره چار کې او د کلي په هره ستونزه او راکړه ورکړکې ګډ ودریږي. د پښتونولي د تربګڼې کوډکس په خپله خپل ځانته یو ن
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ شپاړلسمه برخه
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ ۸ . د پښتونولۍ د حجرې او جومات کانسپټ:هر کله داستان چې د افغان لیکم، پوه شه پت او ننګ د مسلمان لیکم: حمزه بابا لیکي !پښتنه ټولنه کې حجره د خبرو اترو، اند جوړولو، د ولسي یووالي ځای، د میلمه استوګنځیی، د میلمه پالني، د عزت او درنښت یوه خونه ده. کلیوال پښتانه په جومات کې د الله تعالی د عبادت او دیني عقیدت لپاره را
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ پېنځه لسمه برخه
لیکوال: اېټالیوي مورخ، تاریخپوه، سیاستپوه او توکمپوه ښاغلي اندرې چیونداژباړه : د انګلیسي ژبې څخه الماني ته میرمن انا لتڅ او له المان ژبې څخه پښتو ته سراج الحق ببرک زی ځدراڼ ښاغلي لیکوال د اېټالیا په وسله وال پوځ کې د 1999 تر 2004 کلونو پوري په بوسنیا، کوسوا، افغانستان او عراق کې د دنده تر سره کړي ده. هغه د یوه تکړه خبریال په توګه د نوموړو هیوادونو څخه خبرونه او رپوټونه چمتو کول او را لیږل. دی وسمهال د خپلي دوکتورا په لیکلو باندې کار کوي.د هغه د دوکتورا موضوع ٬٬
د پاکستان دولتي ترهګرې په وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې کلنې سوله ییزې مبارزې شننه او څیړنه
دویمه او ورستۍ برخه د پې ټې ایم مشران ګواښل، غیر قانوني نیول، شکنجه کول او بېګناه وژلپاکستان د خپلو دولتي تروریزم په چوکاټ کې د څو لسیزو راهېسې په لویه پښتونخوا او ازاده قبایلي سیمه کې د پښتنو د لږکیو په وړاندې توکم وژنه پیل کړي ده. د پښتنو په وړاندې د پاکستاني ریاست د ترهګرۍ تاریخ د بابړې پېښې رانیولي تر شهید نقیب الله محسود، شهید ارمان لوڼې، عارف پښتېن او په زرګونو نورو پښتنو بې ګناه وژنو او ځورونو اوږد خونړۍ تاریخ دی.
د پاکستان دولتي ترهګرۍ په وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې کلنې سوله ییزې مبارزې شننه او څېړنه
لومړې برخه سریزه:چیرته چې د وګړو بنسټېز حقونه تر پوښو لاندې کیږي، هلته پاڅون یا مقاومت په وګړو باندې فرض کیږي. ولسي پاڅونې غورځنګونه تل د مظلومو ولسونو لخوا د متشدد، ډیکتاتوري، ظالم دولتي سیستم په پاېله کې سر راپورته کوي. د مظلوم ولس یو څو ویښ شعوري او د کلکې ارادې ککرې راپاڅي، د ظلم استبدادي دولتي سیسټم په وړاندې دریږي. نړۍ په دې ورستۍ لسیزه کې د سترو ولسي پاڅوني څپو شایده وه، په منځني ختېځ کې د عربو پسرلې پاڅونې څپې، د عراق،
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ څورلسمه برخه
د پښتنو او پښتونولۍ قومي جرګه د یوې پيړۍ را هیسې د پښتنو ډیري قومي جرګې د لرو او بر پښتنو او د ډیورنډ د کرښې د دواړه خواوو د قبایلو له خوا په ګده جوړي شوي دي. پښتانه قبایلو او د پښتنو قومي جرګو هیڅ وخت د ډیورنډ استعماري کرښې خیال نه دی ساتلي. پښتانه، د پښتنو قومي جرګې او پښتونولي د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پیژنيدلي.د پښتنو قومي جرګه د قوم او د سیمې په کچه قومي لانجو، شخړو او د کړکیچونو د حل و فصل لپاره رابلل کیږي. د قومې جرګ
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ دیارلسمه برخه
د افغانستان د ملي دولتونو دولتي فلسفي کانسپټ کې د افغان ملي هویت، د جرګو، مرکو او اساسي قوانینو ارزښتد افغانستان په دولتي فلسفه کې او د افغانانو په حقوقي، سیاسي، دولتي سیسټم کې اسلامیت او افغانیت د هر افغان وګړي ملي هویت پېژندل شوي دی. له همدې امله افغانستان او افغان ملت په نړۍ کې د افغانیت او اسلامیت په نامه پېژندل کیږي. د افغان نوم د افغان دولتونو په دولتي فلسفه او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د افغان ملت پر هر وګړي یا تبعه
د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال وټاکل شو
کله چې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د جنګي جرایمو په اړه پر نړیوال کچ یوه منصفلنه ازاده پریکړه وکړې، دا به د نړیوال قضایی عدالت، د انساني حقونو او د بشریت یوه ستره تاریخي بریا وي.د جرمونو نړیوالي محکمې غړو انګریز حقوقپوه کریم خان د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال ټاکلي دی. هغه چې هر څومره زر خپل کاري دفتر ته لاړ شي، د بشري حقونو وکیل به سختي پرېکړې وکړي. کیدای شي هغه د خپل کاري دندې په موده کې د اسراييل او متحده ایالاتو د پوځیانو په وړاندې د جرمونو نړیواله محکمه دایره کړي.بریت
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ ( دوولسمه برخه)
۶. د پښتونولۍ د مرکو، ملي جرګو، لویو جرګو سیاسي او حقوقي کاڼسپټ په افغانستان کې اسلامیت او افغانیت نه یواځې د هر افغان وګړې ملي هویت دی، بلکې افغانستان او افغانان په نړۍ کې د افغانیت او اسلامیت په نامه پیژندل کیږي. هیڅ څوک نشي کولې افغانان د خپلو ملي لرغونو ارزښتنو څخه پردي کړي. لر او بر افغانان پر خپل عزیز اسلام مین او پر خپل ملي هویت افغانیت باندې ویاړي. اسلام او اسلامیت، افغان او افغانیت د افغان ستر ملت د ملي ارزښتونو ایدیالوجی
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ یوولسمه برخه
سرچینه : لوموند ډیپلوماتیک د سویس اونیزه اخبارLe Monde diplomatique WOZ Die Wochenzeitung لیکوال: ښاغلی ویرنر شایرر او میرمن ویرنه توبلر د طالبانو رژیم وچ کلک سختدریځه قانون او اخلاقي اصول له اسلام پرته نورې رېښې هم لري
د تور باز فلم په اړه یو نقد لیک
د هند د بالیووډ سینما وتلي ډایرکټر او کیسه لیکونکی د ٬٬ تور باز٬٬ فلم کې د افغانانو د روانۍ څلوېښت کلنې جنګ جګړو ژورو روانې ټپونو، ناتار او ناخولې ته په ځینو صحنو کې د هندي سینما په منطق، تخیل او له فنټزیو ډکو سترګیو کې له حقیقته ډیر لیرې کتلي شوي دي. د هند د بالیووډ فلمونو ډایرکټران د داسي خورا حساسو پیچلو، ټولنیزو او جګړیزو شخړو انځورولو ډیرې لږې منلي شوي نړیوالي تجربې او لاسته راوړنې لري.دوی په خپل دې سوداګریزه هنري فلم کې په خپل توان سره یوه هڅه کړي ده، څو د افغاني ټولنې ژورو رواني تپ
یوویشتمه پیړۍ کې د اسیا د نوبل جایزې ګټونکی افسانوي بشرپال جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د لومړۍ تلین یاد
ستر بشرپال جاپانې ډاکټر تېڅو ناکامورا د جاپان او افغان ولسونو ترمنځ د بشرپالنې او د ولسونو ترمنځ د سم تفاهم، د خیر ښیګېڼې چارې، د ورورګلوۍ او د ملګرتیا یوه ستره بیساري تاریخي عالي اړیکه ټیڼګه کړي ده. د جاپاني ډاکټر ناکامورا د مرګ ورسته د هغه په یاد ډیرې غونډې ترسره شوې، په نوم یې مډالونه ونومول شول، د هغه په اړه ډوکومنټري فلمونه جوړ شول او پر ژوند یې څیړنیزې لیکنې ولیکلي شوې. جاپانی ډاکټر په ریښتېنې مانا سره د افغانستان او د افغانانو یو صادق او ریښتېنی خدمتګار و. هغه خپل ګل وطن جاپان زموږ
تور باز د سنجي ډټ نوی فلم
د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په یوویشتمه نېټه د هند د بالیووډ سینما نوموتی ستوری سنجې ډټ پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د افغانستان په اړه د خپل نوی فلم ٬٬ تورباز٬٬ ټرېلر یا اعلان خپور کړو. د بالیووډ وتلی ستوری سنجې ډټ د پاڼې پټ تاریخي جګړې په فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبولو ورسته هغه یو ځلې بیا د افغانستان اوسنې غمېزې په هکله په یوه بل په زړه پوري هنری فلم کې د ٬٬ توربار ٬٬ په نامه لوبیدلي دی. د تورباز هنري سینمایې فلم به د سنجې ډټ مینوالو ډیر خوښ شي.په ۲۰۱۷ کال کې د دسمبر په میاشت کې سنجې ډ
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (لسمه برخه)
۲. د افغانیت د بدل اخیستلو په کاڼسپټ کې د پښتون ولس د یو مخکښ ستر اتل عجب خان اپریدي حماسي کیسه د پښتنو په کلیوالي سیمو کې د نجونو او هلکانو پالنه او روزنه په ډیره مینه او محبت کې ترسره کیږي. پښتانه ماشومان په کوم ځانګړي سختدریځه سیسټم او یا اټوریتي چاپیریال کې نه روزل کیږي. د پښتنو په کورنۍ چاپریال کې پلار د خپلو ماشومانو لپاره د یو مخکښ ښه انسان رول لوبوي. پلار په کورني چاپیریال کې د یوې جزایي مرجعي رول هم نه لوبوي. د پښتنو ماشوم
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۹) مه برخه
پښتونولي د پښتون ولس د توکم او د شخصیت پیژندنې خپل یو انځور دی: د خبرو سرېزه : په ۱۹۶۷ کال کې ما د لومړي ځل لپاره په یوه له احساساتو ډک پوهنېزه کنفرانس کې د ښاغلي پروفیسور ډاکټر کریستیان زیګرست ( Christan Sigrist۱) څخه په افغانستان کې پښتانه او د دوی د وچ کلک حقوقي سیسټم یا د پښتونولۍ قانون په اړه زړه را ښکوونکې او هیښوونکې خبرې اترې واوریدلي. ښاغلي توکپوه کریستیان زیګرست د
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۸)
۵ . د پښتونولۍ د تورې او عقل کاڼسپټ:پښتنو ته پښتونولي په ټولو کانسپتونو کې او د پښتنو په دودیزه قانون کې څه شي چې ډیره ستره مانا او ارزښت لري، هغه د ننګ او د تورې کاڼسپتونه دي. د ننګ کاڼسپټ د یو اصیل پښتون څخه غواړي، چې دی باید د خپلي ټولنې او ولس په چوپړ کې ودریږي. یو ننګیالۍ پښتون ته تل ملي مسوولیتونه او ملي چارې ور په غاړه وي، ځکه دی په دې باور دی، چې دغه ملي چارې د ټولنې، د قبیلې او د پښتون افغان ولس د سات
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۷)
۱ د افغانانو د میلمه پالني او میلمستیا سپېڅلي لرغوني کاڼسپټ:میلمه، میلمه پانه، میلمستیا د پښتونولۍ په دودیزه قانون او د پښتونولۍ د ارزښتونو په سیسټم کې لومړنۍ منل شوي اصل دی. افغانان پښتانه میلمه پالنه د خپل میلمه یو بنسټیز حق ګڼې. میلمه پالنه د پښتونولۍ په کانسپټونو او قانون کې د ټولو اصولو او نرخونو څخه مخکې د پښتنو یو مهم منل شوي انساني کولتوري دروند ارزښت دی. له همدې امله میلمه پالنه پښتنو افغانانو ته له لرغونو زمانو څخه یو سپیڅلی د
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۶)
د پښتونولۍ د ننګ، غیرت، پت، پرده، سطر، شرم، حیا او د اخلاقو لرغوني ټولنهلوی افغانستان د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو، ټولنیزو ارزښتونو او عرفي قوانینو یوه ستره نه ماتيدونکي دودیزه لرغوني کلا یا ماڼۍ ده. افغاني ټولنه کې افغانانو ته پښتنې حقوقي نورمونه، ټولنیز ارزښتونه، اصول، دود او دستور ځکه منل شوي دي، چې دا ارزښتونه د ولس په فکرونو، زهنونو او زړونو کې خپلي ژورې ریښې لري. افغاني دودیزه ټولنه کې د افغانیت نالیکل
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۵)
د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو ټرمینالوجیکې مهم منل شوي کاڼسپټونه: افغانیت : د افغاني دودیزه ټولنې د حقوقي نورمونو، ټولنیزو ارزښتونو او اصولو یوه منل شوي لرغوني ټولګه ګڼل کیږي. پښتونولي د پښتنو قبایلو یا د پښتون ولس ترمنځ یو حقوقي، سیاسي، ټولنیز، کولتوري او د قومي هویت یو نه ماتیدونکي نسلي تړون دی. پښتنه ټولنه کې د پښتونولۍ حقوقي نورمونه او ټولنیز ارزښتونه د څو پیړیو راهیسې تر نننه د پښتون افغان ستر
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۴)
د افغانستان دولت او افغان ملت جوړوني په سیسټم کې د پښتونولۍ کاڼسپټ : لوی افغانستان د ټولو لرو او برو پښتنو افغانانو ستر ګډ کور دی او له پښتنو سره په دغه ستر هیواد کې لږه کې قومونه د ورورګلوۍ برابر ګډ ژوند کوي. د پښتنې قبیلې او افغان لږه کیو قومونو رول د افغانستان په ملي دولت جوړونه کې او د افغانستان د ملي سیاستونو په تاریخ کې ډیر اوږد او مهم دی. د افغانستان شریفو، میړنیو، ویښو قبیلو، عزتمندو، غیرتمندو او ه