د افغانستان د ملي دولتونو دولتي فلسفي کانسپټ کې د افغان ملي هویت، د جرګو، مرکو او اساسي قوانینو ارزښت
د افغانستان په دولتي فلسفه کې او د افغانانو په حقوقي، سیاسي، دولتي سیسټم کې اسلامیت او افغانیت د هر افغان وګړي ملي هویت پېژندل شوي دی. له همدې امله افغانستان او افغان ملت په نړۍ کې د افغانیت او اسلامیت په نامه پېژندل کیږي. د افغان نوم د افغان دولتونو په دولتي فلسفه او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د افغان ملت پر هر وګړي یا تبعه که هغه افغان پښتون، افغان تاجک، افغان هزاره، افغان اوزبک، افغان ترکمن، افغان بلوچ، افغان عرب، افغان ګوجر، افغان سیک، افغان هندو، افغان قزلباس، افغان قرغز، افغان ایماق، افغان پشه یان او نور افغانانو باندې اطلاق کیږي. افغانانو کې په خاصه ټوګه په پښتنو کې د یو واحد افغان ولس یا واحد افغان ملت جوړونې فکر، ویښ شعور، احساس او هود ډیر ژور او جدي دی. ځکه د نړۍ تاریخ او نړیوال سیاست پښتانه د افغانستان د دولتي ولس په څیر پېژندلې دي. په تاریخي بنسټ افغانستان کې پښتانه دولت جوړونکې او دولت سمبالونکي ولس پیژندل شوي دي. دا د دوی تاریخي ایماني، وجداني، مسوولیت دی، چې د ملي دولتونو د تاریخ او فلسفي، د دولت فورم، دولتي ایډیالوجۍ، د ملي يووالي، د ملي هویت او د افغان ملي دولت جوړولو مشروعیت څخه په افغاني بڼه کې ساتنه او دفاع وکړي او دغه دورند بار دوی ته ور په غاړه ایښودل شوي دی.
هیڅوک نشي کولې او دا حق نلري افغانان پښتانه د خپلو ملي لرغونو ارزښتونو او ملي هویت څخه محروم کړي، یا بې عزته وکړي او یا بې هویته او پردي کړي. د ملي هویت لرلو حق په نړۍ کې د هر انسان له بنسټیزه حقوقو څخه شمیرل کیږي. لر او بر افغانان پر خپل عزیز اسلام مین خلک دي او پر خپل ملي هویت افغانیت باندې ویاړي. افغانان د خپل ملي هویت پېژندنې او د خپلو ارزښتمندو ارزښتونو او ملي نوامیسو څخه دفاع د سر په بیه کړي او کوي. اسلام او اسلامیت، افغان او افغانیت د افغان ستر ملت د ملي ارزښتونو او ملي هویت ایډیالوجیکۍ بنسټ ایښودلي دی. یوه خپلواکه افغانه او یا یو خپلواک افغان د افغان ملي دولتونو د دولتي فلسفه پر بنسټ د افغانستان د تابعیت لرلو او یو ملي افغاني اسلامي هویت در لودلو سره ځان یو ریښتني مسلمان افغان شخصیت احساسولي شي. د افغانانو د تابعیت په پېژند پاڼو کې د افغانانو ملي مشخصات دوه کلیمې اسلام او افغان باید اړین ولیکل شي.                  د افغانستان په اوسني حکومت کې د افغانانو نه د سر او مال او نه د خلکو بنسټیر حقوقو ساتنه کیږي. په همداسي یو بد حالت کې او د پښتنو د بې اتفافي له امله د افغانانو څخه قصداً د ملي هویت مشخصات اسلاميت او افغانیت اخیستل کیږي. افغان حکومت که یوه خاصیه ناپوهه، کوچني متعصبي مذوره، پردیپالې ډله او مافیایي کړۍ شته، چې دوی په خپله د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کړي.
د افغانستان ملي تاریخ، د افغانستان د ملي دولتونو تاریخ او د افغانستان د اساسي قوانینو تاریخ د لویې جرګې په تاریخ کانسپټ او یا د افغانیت په ستره لمن کې لیکلي شوي دي. د افغانستان اساسي قوانینو د افغانانو یو ملي سند په توګه د افغانستان د اسلامي دولتونو فلسفه او د افغان اسلامي نظامونو مشروعیت او چوکاټ تثبیت کړي دی. د دولت په دولتي فلسفه کې د دولت جوړښت، د دولت فورم، دولت وظایف او د دولت موخې تعریفیږي او همداسي د دولت موسسې، د دولت اخلاقي، ټولنیزه، حقوقي شرایط او د دولت پولې هم پکې تثبتیږي.

د دولت یو عمومي تعریف په دې ډول دی: دولت یو سیاسي او حقوقي اورګانیزیشنن دی، چې په یوه ټاکل شوي سیمه کې په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو سیاست کې یو خپلواک ځواک رامنځته کړي او په خپل ځمکنۍ بشپړتیا کې د خپلو وګړو د ګډ ژوندانه لپاره یو ځانګړي حقوقي نظام پلي کړي. د همدې دولتي تیورۍ پر بنسټ د افغانستا ن محاصرو ملي مډرنو ولسي دولتونو د پښتونولي ځیني عنصرونه یا مصطالحات قانوناً د لویې جرګې له پریکړو څخه ورسته په خپل ادارې دولتي جوړښت او چوکاټ کې منلي دي. افغان ملي دولتونو په اساسي قانون کې خپل دریګونې ځواکونو نومونه د مشرانو جرګه، ولسي جرګه او ستره محکمه په نامه نومولي دي. 
د ۱۳۰۱ کال څخه را پدې خوا د افغانستان لومړنۍ اساسي قانون او نور ټول اساسي قوانین لویو جرګو ته وړاندې شوي او د لویې جرګې له لوري تصویب او یا تعدیل شوي هم دي. د افغانستان په اساسي قوانینو کې لویه جرګه تسجیل، تشریح شوي او صلاحیتونه یې مالوم دي. له یوې خوا په افغانستان کې د لویو جرګو قانوني او تاریخي بهیر او څرنګوالی په اساسي قوانینو کې تنظیم شوي، له بلې خوا په افغانستان کې د دیموکراسۍ لسیزې پیل د لویې جرګې د شنی اشارې څخه ورسته پیل شوي دی. د دیموکراسې لسیزې د قانون ماتې او ناکامۍ لاملونه یوېبلې مفصلې او هر اړخیزې څېړنېز بحث ته اړتیا لري دلته ورته ځای نشته 
کله چې د اساسي قانون مطابق لویه جرګه د پاچا یا ولسمشر له خوا راوغوښتل شي، افغان حقوقپوهان پوهیږي، چې په همدې وخت کې لویه جرګه د افغانستان دریګونې ځواکونو واک د یوې محدوې مودې لپاره محدود وي. په بله وینا مشرانو جرګه او ولسي جرګه د خپل قانونې کار په دوره کې په ګډه د لویې جرګې ځای ناستي ارګانونو په څیر عملاً کار کوي. له همدې امله لویه جرګه د افغان په دولتي فلسفه کې د دولت د دریګونې ځواکونو او د نورو موسساتو څخه د پاسه یوه عالي موسسه پیژندل شوي ده. د مشرانو جرګه او ولسي جرګه د لویې جرګې نه بیلدونکې رسمې دایمي څانګې دي. له بل پلوه لویې جرګې په ولس کې د ولسې ولسمشرانو مشروعیت قانوناً ټینګوي. ولسمشر له همدې امله کولي شي د مشرانو او ولسي جرګو یا د مقننه او اجراییه ځواکونو په شتون کې بیا هم دودیزه لویه جرګه را وغواړي.

په ۱۳۴۳ کال اساسي قانون کې لویه جرګه د یو پریکړه کوونکي او قانون جوړونکې بنسټ په توګه وپېژندل شوه او رسماً دغه رول په اساسي قانون کې لویې جرګې ته ورسپارلي شوي دی او د ۱۳۵۹ کال اساسي قانون لویه جرګه د پارلمان پر ځای د یو ثابت بنسټ په توګه پېژندلي شوي ده. 
د افغانستان حکومتونو تل خپل اساسي قوانین لویو جرګو ته وړاندې کړي دي. د افغانستان اساسي قوانینو لویه جرګه یې یو داسې عالي بنسټ او ارګان منلي دی، چې نه یوازې د اساسي قانون د بدلون په مهمو مواردو کې پریکړه کولاي شي، بلکې د هیواد په ګڼو ملي مسائیلو کې هم تصمیم نیولاي شي.
 
لويې جرګې د افغانانو د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره راغوښتل کیږي او افغان ملي دولتونه د لویې جرګې د فیصلو پر بنسټ عمل کوي. کله چې بهرنيو یرغلګرو پوځونو پر افغانستان یرغل کړي دی، دا دودیزه جرګې یا د افغانیت او اسلامیت اصول دي، چې افغان غازیانو او مجاهیدینو ته افغاني ننګ، غیرت، د طن ازادۍ او د ملي نوامیسو څخه ساتنه او دفاع ور په یادوي او د جرګو له لارې افغان غازیان د خپل پلارني هیواد دفاع لپاره راټولیږي. د افغان او انګریز په لومړي، دوهمه او دریمه جګړه کې د جرګو د پریکړو له لارې د غازیانو خپلواکې ډلې او لښکرې راووتلې. جرګې د افغانانو له اسلامي عقایدو او ملي ارزښتونو څخه د بهرنیانو په وړاندې دفاع کوي. له همدې امله دودیزه جرګې د افغانانو د خپلواکۍ سېمبول دی. د جرګې ګډونوال باید په ملي او هیوادني ګټو، اسلامي ارزښتونو او افغاني پښتني اصولو باندې موتقد، پوهه او مخلص خلک وي.
د افغانستان په اساسي قوانینو کې د لویې جرګې واکونه تعریف شوي دي. لویې جرګې ته د فوق العاده یا استراري حالاتو اعلانولو واک ورکړل شوي دی. لویه جرګه د اساسي قانون پر بنسټ کولي شي، د جګړې یا سولې اعلان وکړي. د افغانستان په اساسي قوانینو کې لویې جرګې ته دا واک هم ورکړي شوي وه، چې د پاچا یا ټولواک ځای ناستي وټاکي. د افغانستان د جمهوري دولتونو په دوران کې د ولسمشر ټاکنه او استعفا منل د لویې جرګې له واکونو او صلاحیتونو څخه دي. د افغانستان د جمهوریت تاریخ له پيله تر اوسه لویو جرګو د اساسي قانون پر بنسټ درې ځلې افغان ولسمشران ټاکلي دي. 
کله چې پر ولسمشر باندې د ملي خیانت.او یا د بشري جرایمو ضد جرمونو تور پورې شي او دا جرم د ولسي جرګې د دوه پر دریو غړو له خوا تائید شي. د افغانستان اساسي قانون لویې جرګې ته د ولسمشر د محاکمه کولو واک او اختیار ورکړي دی.
لویه جرګه قانونآً د یوې مشخصې ملي موضوع لپاره د افغانانو دودیز قبایلې پارلمنټ رول لوبوي. په یوویشتمه پیړۍ کې لویې جرګې د افغان ملي دولتونو اساسي قوانین د خپل دولتي فلسفي په چوکاټ کې په افغاني خپلواکه بڼه تصویبوي. لویو جرګو تراوسه هیڅ یو داسي اساسي قانون نه دی تصویب کړي، چې د افغانانو د افغانیت او اسلامیت او ملي ارزښتونو خلاف لیکل شوي وي. 
 
لویه جرګه د سوله ییزو ملي خبرو اترو لپاره یو سیاسي پلټفورم دی 
د پښتونولي جرګې او مرکې افغانان یا پښتانه قومونه نه یواځې د هیواد ساتنې، خپلواکي او ملي یووالي ته رابولي، بلکې پښتانه جرګې د خپلمنځي ستونزو، شخړو او ناخوالو د له منځه وړلو لپاره او په ټولنه کې ټولنیز عدالت او سوله ییز ژوند راوستلو لپاره رابولي.
افغانستان کې د لویو او ملي دودیزو جرګو اصلي موخه په هیواد کې د رامنځته شوۍ سیاسي او یا ټولنیز کړکیچ ته حل یا د هیواد مهمې ملي مسئلې څیړلو څخه ورسته د هغي په اړه د حل یوه معقوله لارو موندلو لپاره یوه ښه ټولمنلي حقوقي مرجع ګرځیدلي ده. په جرګه کې خلک له یو بل سره د رامنځته شوي مسئلي په اړه خپل ولسي سیاسي اندونه او پریکړې شریکوي.
په افغانستان کې لویه جرګه د یو عالي ملي اورګان په څیر خپل تاریخي مشروعیت لري. د افغانانو لپاره لویه جرګه په ملي او نړیواله کړکیچونو کې د کړکیچ د هواري له پاره یو مناسب افغاني میکانیزم دی. 
افغاني ټولنه په خپله وسیعي مانا کې یوه قبایلي ټولنه ده. لویه جرګه یوه ولسي ډوله قبایلي سیاسي موسسه ده، چې دوه اړخیزه مشروعیت لري. د لویو جرګو اوږد تاریخ ته په کتو سره او د لویو جرګو د جوړیدو پر نسیب پر بنسټ لویې جرګې پر ملي کچ یو ملي عالي حقوقي ارګان ته وده کړي، ځکه لویه جرګه د لرغونو زمانو څخه د استازي یا نماینده ولسواکې عنصرونه په خپل جوړښت کې لري.
لويه جرګه د افغانستان په دولتي سیسټم کې د ټولو دولتي اورګانو د پاسه یو عالي دولتي اورګان  پیژندل شوي دی.
لویې جرګې د افغانستان د خلکو د ارادې د څرګندولو تر ټولو اوچته ملي مرجع ده. د افغانستان ډيرې مهمې ملي ستونزې د لویو جرګو له خوا حل شوي دي. د افغانستان اساس قوانین د لویې جرګې زیږنده دي. د افغانستان اساسي قوانین د لویو جرګو له خوا پاس شوي دي. د افغانانو ولسي مشران او ولسي مشرتوب لویو جرګو ټاکلی دي. په لویه جرګه کې د ټول هیواد ریښتنې، منلي ملي استازې برخه اخلي. لویه جرګه د افغانانو یو ملي منلي شوي میراثي لرغوني دود دی.
لویې جرګې په لویو سیاسي او ټولنیزو ملي مهمو مسایلو کې د پریکړو یوه با اعتباره عالي ملي مرجع ده. 
افغانستان په خپل محاصر تاریخ کې د ډیرو لویو جرګو کوربه و. لویې جرګې د هیواد ولسمشران او مشرانو ټاکلو کې، د اساسي قانون په تصویب کې، د بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو او د نورو ملي سیاسي مسایلو په تړو رابلل کیږي.

د دیارلسمې برخې پای