که د افغانستان ماضي او حال په غور سره وګورو ، نو دا حقيقت په کې واضح ښکاريږي چې په دې ملک کې د سوله ايز ژوند ، عمراني - تخليقي کارونو او تفاهمي روابطو په ځای دجنګونو ، ورانولو، وژلو او دوښمنانه کشمکشونو عمر ډېر دئ .
په افغانستان کې هېڅ وخت سوله ، ثبات او د تشنج نه خالي ژوند نه وو . هميشه مسلحانه برخوردونه او زور ازموينې ددې ملک په سياسي - ټولنيز ژوند خپل سيوری غوړولئ او ددې خاورې اوسيدونکي يې ارامی سا اخستلو ته نه دي پريښي .

ځنې وخت مؤقتاا په نظامي ټکرونو کې زماني وقفه او ارامتيا راغلي ده ، خو دا محضې ارامتيا دا مانا نه ورکوي چې سوله برقراره وه ، بلکې رقيبو اشخاصو ، کورنيو او ډلو د خپلو قواوو د نويوالي ، تنظيم کولو او تقويه کولو په منظور د بل جنګ د پاره د امادګۍ د پاره ددې وقفو نه استفاده کړې ده او تر پخوا زيات په شدت او بې رحمۍ يو د بل مقابلې ته اړم شوي دي او هغه مؤقته ارامي بيا د جنګ او دوښمنۍ په راتلو له منځه تللې ده ‌ .

اوس سوال دا پيدا کيږي چې ولې دائمی ، کلکه او باثباته سوله نه قائميږي او د جنګ منفور مخ د ابد د پاره زموږ د خاورې نه نه ورکيږي ؟
دائمی او نه ماتیدونکی سوله به څنګه راشي ، تر څو ددې وطن اوسیدونکي د جنګ د تاريخي - تکراري ناورين نه دهمېش د پاره نجات پيدا کړي او د سولې په فضا کې د نورو په شان دنيايي ژوند وکړي ؟

په انساني ټولنه ټول جنګونه د سياسي واک د لاسته راوستلو د پاره چې ثروتي ، شهرتي او شهوتي مزاياوې او ګټې په کې نغښتي دي صورت نيسي . دې واک ته د رسېدلو د پاره شخص ، کورنۍ او ډله کوښښ کوي ځان ورسوي او د هغې نه په استفادې خپل اهداف پياده کړي .

واک ته رسېدل دوې لارې لري :

يوه يې د زور ، فشار او اسلحې د استعمال دیکتاتورانه ، مستبدانه ، ظالمانه او د لکهاوو انسانانو په ککريو جوړه لاره ده ، چې عقل ، منطق ، د نورو حقوقو ته احترام په کې نفی او مردود دئ .

بله يې د ټولنې د مختلفو خلکو د اقشارو او ډلو د خبرو ، شريک تفاهم ، شريک تصميم او شريکې پرېکړې لاره ده چې زور په کې منتفي دئ .

بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې واک ته رسېدل ، واک چلول او يا د واک بدلول يوازې په زور او مستبدانه شکل هميشه صورت نيولئ دئ او د جنګونو لړۍ يې تر ننه پورې را رسولی ده ، چې که دا رسم ته خاتمه ور نه کړل شي جنګونه به دوام لري او سوله - سوله ايز ژوند به يوازې د خبرو، شعار او ارمان په کچه وي نه په عملي جامه کې .

نو د سولې د قائمولو د پاره اولينی ګام ، تصميم ، فيصله او اقدام واک ته د رسېدلو دپاره دا دئ چې د دېکتاتورۍ ،زور او فشار طريقه بايد ترک شي او واک د فرد ، کورنۍ ،ډلې او تنظيم د يرغمل او انحصار په ځای ملت ته انتقال شي او د پخواني طرز تفکر په ځای چې د ثروت ، شهرت ، شهوت، مطلقيت او نورو مزاياوو مرکز وو ، بايد سياسي واک د خدمت ، مسؤليت ، صداقت او د ټولنې ارزښتونو - ګټو ته د تعهد په دستګاه بدل شي .

دا چې جنګ ، استبداد او په قهري توګه د قدرت د حاصلولو دود زموږ په وطن کې ډېره اوږده سابقه لري او زموږ ټولنې بې له دې طريقي بل څه نه ليدلي او نه يې لمس کړي او عامه ذهنيت هم په همدې استبدادي میتودونو عادت شوئ دئ ، نو دا ذهنيت په جنګ ضد ذهنيت اړول او د سولې د راوستلو د پاره اماده کول هم ډير وخت ،زحمت ، مبارزې او صادقانه تلاش ته ضرورت لري او په يو وار د اوږد مهاله - دائمی سولې راوستل ئې ناممکن کړي دي .
نو په‌ کارده چې د اوږدمهالی سولې د پاره اول دلڼډمهالې سولې د پاره عاجل اقدامات وشي، څو د وينې تويولو لړۍ فوري بنده اود لڼډ مهاله سولې په موده کې يې بل جنګ او خشونت ته د تیارۍ نيولو او تجديد قوا په ځای ، د دايمي سولې د پاره بحثونه ، شننې ، تحقيقات او صادقانه مبارزه وشي .تر څو يوه مثبته، معقوله ، په واقعيت ولاړه , مؤثره او ټولو ته د قناعت وړ لاره د حل پيدا او په هغې باندې تګ ، ټولنه اصلي هدف ته چې دايمي سوله ده ورسيږي .

لڼډمهاله سوله
د افغانستان د روان مصيبت او جنګ اصلي عامل فعلاا اشغالګران او د هغوی اجنټان دي ، چې په مقابل کې يې افغان اولس د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د خپل وطن د استقلال د پاره مبارزه کوي نو د لڼډ مهالې سولې د راتلو د پاره بايد:

۱- اشغالکران دې بې له قيداو شرطه ووزي او د افغانستان خپلواکي دې په رسميت و پېژندل شي .

۲- د طالبانو د مشرانو نومونه دې له تور ليست نه پاک شي ، د ازاد سياسي فعاليت حق ئې دې په رسميت وپېژندل شي او د هغوی د ترورولو او هدفي وژنو لړۍ د بنده شي .

۳-ټول سياسي بنديان دې که په هر لوري کې دي ازاد شي .

۴ - د افغانانو تر منځ دې د دايمي سولې د راوستلو د پاره جدي ، صادقانه او مسؤلانه مذاکرات شروع شي ، تر څو د را تلونکي نظام او سياسي واک په هکله او د يوې تلپاتې سولې د ټينګېدو د پاره يوه جامع او ټولو ته د قبول وړ طرحه جوړه کړي .

اوږد‌مهاله او تلپاتې سوله
د تلپاتې سولې بنسټ ټولنيز عدالت دئ . ټولنيز عدالت دا مانا چې د ټولنې ټول افراد يو شان او بې له توپيره د ټولنې په سياسي جوړښت او تصميم نيولو کې برخه واخلي او د ژبې ، پوستکي رنګ ، قومي تړاو ، سياسي اډيولوژي او فکر په بنياد تعصبي چلند او امتياز غوښتل حرام و ګڼل شي .
سياسي واک ملت ته د خدمت او مسؤليت مرکز وګرزول شي ، نه د عيش او عشرت منبع .
سياسي واک بايد فقط د هغه د اصلي مالک نه چې افغان اولس دئ مشروعيت حاصل کړي .

يوه خبره دلته واضح کول په کار دي ، چې سياسي واک نه مقدس دئ ، نه اسماني دئ او نه د انساني ټولنې د موجوديت نه ماوراء کوم شی ، بلکې دا يوه انساني پديده ،چوکاټ او مديريت دئ ،چې د ټولنې د افرادو له لوري د مشترک ژوند د کولو د پاره د خپلو عقايدو ، عنعناتو او رسوماتو سره برابر بايد جوړ او عملي شي .
افغاني ټولنه چې غړي ئې ۹۹٫۹٪ مسلمانان او په اسلامي ارشاداتو او احکامو کلک باور لري ، نو طبعاا هر سياسي واک چې تقرر پيدا کوي سل په سلو کې به د اسلامي احکامو تطبيق او رعايت ته متعهد وي او هر قانون ،لايحه ، عمل او اجراات ئې بايد د اسلام د دين سره په تضاد او تناقض کې نه وي . مانا دا چې د سياسي واک دا اړخ واضح ، تثبيت او معين دئ او په دې هکله نه بحث ته ضرورت شته ، نه فکر کولو او نه جدال ته . ټول افغانان ( بې له يو څو سيکولرانو ، مارکسستاو او د غرب ړانده تقليد کوونکو نه چې د ګوتو په شمار يې تعداد دئ) په دې هکله متفق القوله ، متفق العقيده او متفق الايمانه دي . د موږ د ټولنې دا واقعيت فقط بايد تصديق،تائيد او ومنل شي . په دې باره کې سفسطې ، شک کول او ترديد يا د مرضيانو کار دئ او يا د غرضيانو ، چې دا دواړه کتيګوري خلک د ټولنې په درد نه خوري ، دوی بايد يا روغتون ته وليږل شي او يا قرنطين ته .
لاکن مهمه مساله د سياسي واک د لاسته راوستلو او د هغې د چلولو ده ، چې د دائمی او باثباته سولې د استوارولو د پاره حياتي ارزښت او رول لري .
نو د اوږد مهاله او باثباته سولې د پاره لاندې شرطونه پوره‌کول لازم او ضروري دي :

۱- دزور ، اسلحې ، تقلب او توطئې له لارې د سياسي واک د لاسته راوستلو ضد انساني رواج بايد ختم شي .

۳- ټول سازمانونه ، جريانونه ، ګوندونه ، تنظيمونه او تشکيلات يې چې قومي - لساني - سمتي - مذهبي او اتنيکي تعصبي فتنه زېږوونکي ، نفاق اچوونکي او شيطاني رېښې لري بايد فوراا منحل او په دې بنياد فعاليت کول ئې ملي خيانت اعلان شي او تنظيموونکي ئې د ملي حاکميت له لوري تعقيب ،ډستګير او مجازات شي .

۲- يوه باصلاحيته ،بې پرې ملي او بين المللی محکمه دې تاسيس شي او ټول هغه عناصر چې په جنګي جرمونو ، قتلعامونو ، غلا ، غصب او ملي خيانت کې يې لاس درلود تعقيب ، زنداني او بې له توپيره محاکمه او مجازات شي .

۳- داچې زموږ زياتره جنګونه د بهر نه او دهغوی د مستقيمو او يا غير مستقيمو مداخلو په وسيله زموږ په ملت تحميل شوي دي ، نو د اوږد مهاله سولې د پاره ددې مداخلو مخه بايد و نيول شي او دهغه عناصرو او ډلو سره چې په ملي ارزښتونو ، ملي مقدساتو او ملي منافعو معامله کوي د ملي خايينانو په څير معامله او اشد مجازات شي .

۴- افغانستان په وچه کې ايسار او د اقتصاد ، علم ، تخنيک او تکنالوژي له نظره خوار او فقير هېواد دئ . په جهاني دوه قطبي او يا څو قطبي سياسي رقابتونو کې شرکت کول زموږ له وسه لوړه خبره ده ، نو زموږ بهرنی سياست بايد په مطلقه بې طرفۍ ، د نورو په امورو کې د نه مداخلې او همدا شان د نورو ملکونو نه مداخله زموږ په داخلي چارو کې د متقابله احترام او کاملې خپلواکۍ په اساس بايد هم د ګاونډيانو ، هم د منطقې او هم د نورو جهانيانو له لوري محترم او په رسميت و پېژندل شي . افغانستان بايد د نورو هېوادونو د نيابتي جګړو ډګر ونه ګرزي . هره علمي ، تخنيکي ، اقتصادي او تعميري مرستې ته ښه راغلاست وويل شي ، خو د نورو سره د عداوت ، توطئې او مزاحمت شيطاني تلاشونه زموږ په خاوره کې قطعاا بايد رد او مخه ئې ونيول شي .

۵- ټولنه جوړه د افرادو نه ده او په دې تشکل کې هر فرد د بيان د ازادۍ ، سالم انتقاد ، ابتکاري وړانديز ، استعدادي خلاقيت د رشد او د فکري او جسمي فعاليت د کولو حق لري . البته چې د ټولنې د اساسي او حياتي ارزښتونو لکه ديني عقايد ، ملي آزادي ، ملي خپلواکي ، ملي مقدسات ، ارضي تماميت ، ملي کلتور ، ملي ګټې او ملي افتخاراتو سره په ټکر او تناقض کې واقع نه شي . دا ازادي د انسان بايد قبوله او احترام ورته وشي او سياسي واکداری يې د حفاظت، تقويې او بنسټيز کولو مسؤليت جدي ونيسي . زموږ د ټولنې يو مشکل دهمدې ارزښتناکه نعمت نه محروم پاته کېدل دي ، چې نور بايد دا تشه د افرادو ددې حق په تضمين او مراعاتولو سره ډکه شي .

ددې شرايطو په پوره عملي کولو سره به حتمي تلپاته او باثباته سوله راځي . خو عملي کول يې پاک ، صادق ، خير غوښتونکي ، مصمم او سولې ته متعهد اشخاص او ډلې او سازمانونه کولئ شي او ډير زحمت ، قرباني او متواتر تلاش او وخت غواړي . بناا پراخه حوصله او تدبير ته اړتيا ده .
اميد دئ چې زموږ په افغاني ټولنه کې د احساساتو ، شخصي - ډله ايزو ګټو او هدفونو په ځای ديني -ملي -انساني ارزښتونو او ګټو ته متعهد خلک د عقل ، هوښيارۍ او واقعبينتوب په کارولو سره د دايمي سولې د راتلو د پاره منسجم او متحد شي او خپل مسؤليت چې د تلپاتې سولې قائمول دي د خدای پاک ، ملت او انسانيت په مقابل کې ادا کړي او ددې مظلوم اولس تاريخي عذاب چې سياسي قدرت ته د رسېدلو د پاره د ظلم او استبداد موجوديت او د هغې په بنياد جنګونه او وينې بهيدل دي د ابد د پاره ختم کړي .

والسلام

د يوه ازاد ، خپلواک او سوله ايز افغانستان په هيله