د پښتنو او پښتونولۍ قومي جرګه 
د یوې پيړۍ را هیسې د پښتنو ډیري قومي جرګې د لرو او بر پښتنو او د ډیورنډ د کرښې د دواړه خواوو د قبایلو له خوا په ګده جوړي شوي دي. پښتانه قبایلو او د پښتنو قومي جرګو هیڅ وخت د ډیورنډ استعماري کرښې خیال نه دی ساتلي. پښتانه، د پښتنو قومي جرګې او پښتونولي د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پیژنيدلي.
د پښتنو قومي جرګه د قوم او د سیمې په کچه قومي لانجو، شخړو او د کړکیچونو د حل و فصل لپاره رابلل کیږي. د قومې جرګې بهیر او موخې د مرکې له بهیر سره یو شانته دي. قومې جرګه د یوې ځانګړې سیمې د خلکو د ټولنیزو کړکیچونو او ستونزو لپاره جوړیږي او پریکړي کوي.
د افغانانو قومي جرګه هغه مهال رابلل کیږي، کله چې د دوو یا څو قومونو ترمنځ شخړه یا لانجه رامنځته شي او یا دا لانجه په وسله واله شخړه بدلیږي او یا بدله شوي وي. اکثراً د شخړي د حل لپاره د نورو قومونو څخه یوه بې پري قومي جرګه سیمې ته استول کیږي. د پښتنو دغه قومي جرګه هڅه کوي، تر څو د دواړو اړخونو د جنګ جګړو او د نورو شخړو او بدیو مخه ونیسي.
په ۱۴۱۴ کال کې د پښتنو په تاریخ کې لومړنۍ مهمه ثبت شوي قومي جرګه په کندهار کې لویه قومي جرګه د یوسفزیو قبیلې په تړوو جوړه شوي ده. دې قومې جرګې پریکړه وکړه، چې د یوسفزیو قبیله باید له کندهاره پیښور ته خپله کده بار کړي، د یوسفزیو قبیله د لویې قومي جرګې د پریکړې پربنسټ له کندهاره د پیښور په لور د تل لپاره وکوچیده. د قومي جرګې واک او د قومې جرګې د پریکړو ځواک په دې کچه هم تر سره شوي دی.
په ۱۹۴۲ کال کې په لوی پکتیا کې د منګلو د قبیلي د ارامولو لپاره یوه قومي جرګه جوړه شوه.همداسي د پښتنو د قومي جرګو شمیر او لیسټ ډیر اوږد دی، ځکه پښتانه په خپلو کې د ځمکو،ا وبو، دښتو، غرنو او ځنګلونو په سر له یو بل سره ډیرې وسله والې نښتي کړي دي. د جګړو د مخنیوي او د شخړو ختمولو لپاره د نورو پښتنو قومونو څخه قومي مشران، د دیني علماء او د ولس له استازيو څخه قومي جرګې جوړیږي شوي دي. د پښتنو د لانجو په حل کې د قومې جرګو منځګړتوب ډیرې مؤثر تمام شوي دی. 
 
د پښتونولۍ د مرکو او جرګو له لیارې د کلیوالي ستونزو او شخړو هوارۍ 
پښتنه ټولنه کې د هرې حقوقي شخړي یا د خپلمنځی لانجمنو ستونزې په پای کې یوه جرګه یا مرکه رابلل کیږي. دغه حقوقي مرجعه په سیمه کې د یو شمیر نارسمې اما پېژندل شویوو، مصلحینو منلي شویو تجربه لرونکو قومي مشرانو او مخورو شخصیتونو څخه رامنځته کیږي. دغه حقوقي مرجعه یا جرګه د سیمې عامو خلکو ته هم ورپېژندل کیږي. د مرکې دنده ده، چې د دواړو دښمنو سیالو ډلو او یا د مدعیانو ترمنځ منځګړ توب او جوړجاړي وکړي. مرکچیان په لومړي قدم کې د ګناه پوښتنه یا ګناه د چا ده دا خبره نه کوي. پښتنه ټولنه کې د جرګې پریکړې د پښتني ټولنې د نرخو نو یا د پښتونولۍ د دودیزه قانون پر بنسټ تر سره کیږي. د پښتنو منل شوي نرخ د تر سره شویو جرګو د پریکړې پربنسټ ټاکل او رامنځ ته کیږي.


د پښتنو د پښتونولي دودیزه جرګې دوه ډولونه لري:
د مرکو او جرګو دغه دودیزه سیمیزه فورم د پښتنو د ټیپیکل دعوو او شخړو په حلو فصلو کې یوه تجربه شوې او ازمویلي شوي بریالي وسیله ده. د مرکو او جرګو له لارې د قومونو او قبیلو ترمنځ ډیرې لویې او وړې مسئلې او معاملې حلو فصل شوي دي.
کله چې په پښتنه ټولنه کې ځینۍکړه وړه د تربګنې او یا د پښتنو د تربګنیزه ژوند سر ه په تضاد کې واقع شي او دغې لانجې ته په ستر کورنۍ چاپیر یال کې یا په کلیوالي چاپریال کې ورته د حل یوه مناسبه منل شوي لار او یا هم مجازات ونه موندل شي، د پښتنو سیمه ییزه قومي مرکه راغوښتل کیږي. د مرکې مرکچیان د سیمې په منلو شویو نرخونو، رواجونو باندي خپله پریکړه او فیصله کوي. مرکچیان یو قبایلي نرخ په رامنځته شوي پېښه او یا په را منځته حقوقي قضیه کې پلې کوي. په پښتنه ټولنه کې یو قومي نرخ یا حقوقي نورم د څو لسیزو په ترڅ کې یو چلیدونکې جزایي او مدني دودیزه قانون ته وده کوي او دا نوی نرخ باید په څو نورو دعوو کې د سیمې د ولسي خلکو له لورې منلي شوي وي. د څیړونو او تجربو پر بنسټ قومي نرخ د پښتنو په ځینو قبیلو او قومونو کې له یوبل څخه یو څه توپیر لري. حقوقي نورم یا قومي نرخ کله چې یوه مرکه یوه پریکړه وکړي او روانه شخړه پرې هواره شي او دا پریکړه د خلکو د منلو وړ وګرځې او دا پریکړه څو وارې په نورو مرکو او شخړو کې هم د تطبیق وړ وګرځي او د خلکو ستونزې پرې حل شي. د سیمې خلک دا پریکړه د سیمې په کچه د یو قومي نرخ په څیر پیژنې. که څوک له منل شوي نرخ څخه سرغړونه کوي، دا په خپله یو بل جرم پېژندل کیږي، د سیمې خلک هغې سړی ته په ښه سترګه نه ګور ي، چې د جرګو له پریکړو څخه سر غړونه وکړي او دی په خلکو کې له نرخ وتلي سړی پیژندل کیږي. د مرکه خلات یا د مرکچیانو پیسې، دا هغه پیسې دي، چې د دعوې د دواړو خواووي له خوا مرکچیانو ته ورکول کیږي، ځیني کسان په دې اند دي، چې خلات اخیستل حرام دی. په هر صورت، د خلات په ورکولو سره د مرکې د پريکړې ضمانت د مرکچيانو په غاړه کیږي. کله چې د دعوې یو لوري د پريکړې څخه ورسته بيا دعوه له سره پيل کړي او د خپلي ستونزې هواري د خپل ځان په ګټه غواړې او يا هغه وایې، چې پريکړ ه په دې ډول نه وه فیصله شوې او دی یې نه مني. په داسې یو حالت کې کومو مرکچيان چې خلات اخیستى وه را غوښتل کيږي او خپله کړې پريکړې یو ځلي بیا په ډاګه کوي، چې دوى څه ډول پريکړه کړې وه او کوم لورى په حقه و. که یو مدعي بيا هم پریکړه نه مني د مرکچيانو له خوا پرې د کبرجن سړی غږ کيږي او یا په ټولنه کې یو سر غړوونکي او نرخ ماتوونکي سړی پېژندل کیږي. 
پښتو متل دی، چې له ښاره ووځه، خو له نرخه مه وځه .
مرکچیان اکثره د قوم مخور پوه مشران، سپین ګیري، تجربه لرونکې مخلص خلک وي .په مرکو کې سپین پټکیان اکثره د دینې علماوو رول لوبوي. په مرکه کې مشران او سپین ګیري د خپلې کوچني ټولنې غړیتوب کوي. په مرکه کې ناست سپین پټکیان یا دینې علماء، دوی د مرکې بهیر د اسلامي پوهې یا شریعت په رڼا کې ارزوي، د کړکیچ په حل کې باید اسلامي احکامو او حدود مراعت شي. په مرکه کې ټول کلي یا د ټولنې هر غړی کیناستي او برخه اخیستلي شي. په مرکه کې ناست کلیوال مرکچیانو دې ته اړکوي او دا په ور یاد وي، چې د مرکې نرخ او پریکړه باید د کلي یا د کلیوالي ټولنې په ګټي او خیر ښیګڼې باندي تمامه شي او یا دوی د مرکچبانو پام د ټولنې د ساتنې دې مهم ټکی ته ور اړوي. 
یوه سیمه ییزه قومي مرکه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کیږي او ټولو ته د خیر په دوعا باندې پای ته رسیږي. هره مرکه په یوه پریکړه باندې پای رسیږي او متهم ته په کې سزا اورول کیږي، په حقوقي نورمونو او عدالت ولاړه پریکړه بیا ورور ورور په خپله یو قومي نرخ یا یو حقوقي نورم ته بدلیدې شي. 
په جرګه کې د قضیې په اړه تر هغه خبرې اترې او مشورې کیږي، تر څو دواړو خواوو ته یو منلي حل په کې را ووځې، اکثرا ً د جرګې پریکړې نقدې جریمې او یا په بدل کې پیسې پریکول وي .په ځینو مواردو کې کیدای شي، چې د جرګې له خوا د متهم د کور سوځولو پریکره هم وشي، پښتانه د پریکړې د پلې کولو په بهیر کې د الله تعالی څخه ډیره سخته ویره لري، د افغاني ننګ، غیرت، انساني کرامت او د قومې یووالۍ ارزښتونه مهم ټکي دي، چې د مرکې په بهیر او پریکړه کې باید مراعت شي. کله چې متهم د مرکې پریکړه ونه منې، دی د ټول قوم یا ټبر څخه ایستل کیږي او څوک ورته په درنه سترګه نه ګوري.
متهم او یا مدعیانو ته د یوې بلې مرکې راغوښتلو چانس هم شته، کله چې شک رامنځته شي، چې نرخ غلط کارول شوي دی یا نرخ کوږ تړل شوي دی او په پریکړي کې عدالت نه دی سم پلي شوي، بله مرکه د نویو مرکچیانو څخه راغوښتل کیږي، د نوي مرکې پریکړه باید د کلي یو خیل خلک وکړي. کله چې ثابته شي، چې نرخ کوږ او پریکړه د حقوقي پلوه نا سمه تر سره شوي ده، کومو مرکچیان چې په دغه مرکه کې ګدون درلود. دوی نور د ژوند تر پایه نشي کولاي نرخ وتړي او د مرکو او جرګو په پریکړو کې برخه واخلي. کله چې دویمې مرکې ناستي دا وپتیله چې پریکړه د نرخ سره سمه شوي ده، بیا نو پریکره پلې کیږي، بله مرکې نا شونې ده، چې راوغوښتل شي. د دویمې مرکې ښوالي په دې کې دی، چې نوی سزا یا نقدي جرمونه په کې نه ټاکل کیږي. 
هره مرکه یا جرګه ځانته واک او صلایت غواړي، مرکچیان د قضیې په اړه له مدعیانو څخه د پریکړې واک یا اختیار اخلي. واک په دوه دوله دی، یو خلاص واک او دویم بند واک یا توی وړی واک هم ورته ویل کیږي. لومړۍ خلاص واک، په خلاص واک کې د دعوې د دواړو غاړو تمې او غوښتني په پام کې نیولو سره پریکړه کیږي. مرکچیان د جرګې پرکړې دواړو خواوو ته وراوروي. د دعواګیرو غاړو پوري اړه لري، چې د مرکې پریکړه مني او کنه.

په بله وینا د جرګې پریکړي حتمي نه دي چې ومنل شي او هم د پریکړي مطابق پلي شي. دویم توی وړی واک یا بند واک، دغه ډول واک ورکولو سره د دعوې دواړه خواوې د قضیې یا شخړي په اړه مرکچیانو ته خپل پوره واک او اختیار ورکوي. کله چې د دعوې دواړه غاړې مرکچیانو ته توی وری واک ورکړي، دوی مجبور دي چې د مرکې پریکړي ومني او مرکچیان د بند واک مرکې پریکړې او فیصلې خامخا پلي کیږي، کیدای شي په ځینو مواردو کې د جرګې پریکړي جبراً د اربکیانو په زور او مټ هم عملي شي. د بند واک اعتباري کولو یو شرط یا ځانګړ تیا دا ده، چې برمته یا ګرو یا مچلګه ایښودل کیږي، برمته د دعوې د دواړو خواوو څخه اخیستل کیږي او یو دریمګړي اعتباري سړی ته په امانت کې ایښودل کیږي. دغه دریمګړي اعتباري سړی د جرګې یا مرکې له خوا ټاکل کیږي. برمته معمولاً نقدې پیسې وي. دغه برمته د شخړي ارزښت ته په کتور سره تعین کیږي، برمته د دې لپاره اخیستل کیږي، کله چې د دعوې یوه یا دواړه غاړې د جرګې یا مرکې پریکړې ونه مني. برمته له لاسه کوي.
مرکچیان لومړي د دواړو خواوې ادعاووې اوري. هر خوا هڅه کوي چې مقابل لوري پړ کړي، له دې ورسته مرکچیان په خپلو کې په ګډه سره د هرې خوا ځوابونه څیړي او خپلو پریکړو ته لارې چارې هواروي، له سلا او مشورې ورسته دوی هڅه کوي چې حق او نا حق سره بيل کړي. مرکچیان په یوه پریکړه باندې سلا کیږي، چې د شخړي دواړو خواوو ته د منلو وړ وګرځي او رامنځته شوي ستونزه حل کړي. کله چې د جرګو له لارې د قومې نرخ له خوا یوه پریکړه وشي، د شخړي یو اړخ له شویو پریکري سرغړو کوي او دعوه بیرته له سره پیلوي.
مرکچیان د شخړې د دواړو خواو یا د دعوا ګیرو ډلو له خوا یوې مرکې ته رابلل کیږي. مرکچیان په پیل کې دواړه لوري ته په جلا جلا توګه غوږ نیسې. مرکچیان هڅه کوي چې مرکه د خپل لوري په ګټه فیصله کړي. په مرکه کې حقوقي وکیل یواځې په هغه صورت کې منل کیږي، چې کله د دعوې یو لوری په مرکه کې نه وي ناست او یا د دعوې یو لوري د خپل ځواکمن سیال په وړاندې سم منطقي ځواب نشي ویلای. د مرکچیانو د خوراک او چښاک مصارف د لانجې د دواړو خواوو له لوری په ګډه سره ورکول کیږي. د قومي جرګو مصارف یا لګښت د سیمې خلکو یا د ټولو کلیوال ولس لخوا پریکیږي.
جرګې یا مرکې دوه ډولونه لري. لومړی: محکمې ته ورته جرګه. دویم: جرګه د سوله ییزو خبرو اترو او د جوړ جاړي لپاره د یو پلټفورم په څیر ډایریږي .
 
۱ . محکمې ته ورته جرګې او مرکې 
د پښتنو او پښتونولي محکمې ته ورته جرګې، دغه ډول جرګې او د جرګې دایریدل د اروپایې محاکمو یا د نړۍ د نورو هیوادو محاکمو ته ورته حقوقي مرجعې په شان عمل کوي. محکمې ته ورته جرګې دنده ده یا لري، تر څو د دعواګیرو یا مدعیانو په قضیه کې ریښتیا وموندل شي. په دې تمه، چې د دعواګیرې یو لوری ګناه یا ګرمتوب په کې ثابته شي. د دعوه په بهیر کې د ګناهګار یا بې ګناه په ثابتولو کې په قران کریم قسم ورکول کیږي. د پښتنې په تفکر کې په یوه دعوه کې قران کریم باندې قسم ورکول یو مشروع او منل شوي دود دی، ځکه د پښتني ټولنې بنسټ په انساني وجدان او انساني ضمیر باندې ایښودل شوي دی، له همدې امله پښتنه ټولنه د نړۍ یوه انساني باوجدانه ټولنه پېژندل شوي ده. پښتنه ټولنه کې خلک ډیر سخت د الله سبحان وتعاله او قران کریم څخه ویره لري.
محکمې ته ورته جرګې فورم د پښتنو د ځمکې، باغ، اوبو، شخصي ملکیت،ا جاره، کرایه په قضیو کې دایریږي. د دغی ډول جرګو دایریدل شرط دا دی، چې د جرګې د دایریدو څخه مخکې چا د پښتونولۍ د اصولو سره سم بدل نه وي اخیستي او مدعیان یا د دعوا دواړه غاړې د رامنځته شوي شخړې یا لانجې حل د جرګې له لارې غواړي. 
کله چې په پښتنه ټولنه کې د یوې کړنې له لارې یو منلي شوي ټولنیز نورم مات کړل شي، پښتانه هغې کړنې ته د یو تېرې په څیر ګوري، تېرې کوونکې ته خامخا سزا ورکړل کیږي .
پښتنه ټولنه کې هغه مهال یو کړکیچ رامنځ ته کیږي، کله چې یو څوک د یو چا لخوا د خپل ژوندانه په بنسټیزو چارو کې ځانته ګواښ احساس کړي. 
 
۲ . د جرګه په حقوقي کانسپټ کې د سوله ییز حل او خبرو اترو لپاره یو پلاټفورم 
کله چې په پښتنه ټولنه کې یو حقوقي نورم یا منل شوي قومي نرخ د یو شدید جرمې عمل په تر سره کولو سره لکه د یو انسان وژنه یا د قتل په ترسره کولو کې مات شي. جرګه د سولیزو خبرو اترو او روغې جوړې لپاره یو پلاټفورم ګړځې. د جرګې په دغه ډول کې د مرکچیانو دنده د ریښتیا موندل نه وي، بلکې جرګه د دعواګیرو یا مدعیانو ترمنځ د منځګړيتوب رول لوبوي. د جرګې موخه په لومړي قدم کې دا وي، څومره چې ژر کیږي، د شخړې د پراخیدو مخه باید ونیول شي، د شخړې په دغه مرحله کې د ګناهګار یا ګرم پوښتنه نه مطرح کیږي. جرګه تر ډیره بریده هڅه کوي، چې د بدل اخیستلو مخه ونیول شي. تیري کوونګي د قومي نرخ ماتوونکي مادي خساره ورکولو ته د قومې نرخ له لارې هڅول کیږي. 
په هغه شخړو او دعوه کې، چې د ننګ، غیرت او ناموس خبره مطرح وي، دعوه ګیر یا متضرر اکثراً د جرګو دغه ډول د سوله ییز حل لار رد وي، دوی مجبوریږي، چې د تورې د غوښتنو سره سم او یا د تورې له کانسپټ څخه کار واخلي. پښتون ته بیا بله لار نوره نشته او د رامنځته شوي شخړي حل او کیفیت جګړه ایزي ازموینې ته ایښودل کیږي. د بدل اخیستلو غبرګون له ویرې مالي تاوان پرې کولو ته ډیره ترجیع ورکول کیږي. کله چې د جرګې د مرکچیانو وړاندیز د تیرې کونکې او د زیانمن شوي ډلې له خوا رد شي. جرګه او جرګوال په شا کیږي او د دعوه ګیړو خپلواکې په دغه قصیه کې بیرته منل او پیژندل کیږي. 
کله چې د پښتونولۍ په اصولو کې بدل واخیستل شي. د بدل اخیستلو څخه ورسته جرګه بیا د دښمنو ډلو ترمنځ منځکړيتوب هڅې کوي، تر څو د نورو وینو تویولو مخه باید ونیول شي، ځکه د دعوې د بل لوري غبرګونیزه بدل خامخا تر سره کیدونکې دی. جرګه هڅه کوي مخکې له دې چې د عواګیر خپلي د ننګ غوښتنې پلې او عمل کړي، د ټولو دعوګیرو خواوو څخه د دوی د کورنیو د ګټو او د ټولنې د خیر ښیګڼې لپاره د قانوني لارې لیارې د رامنځته شوي کړکیچ ته د پای ټکی ایښودلو غوښتنه کیږدي. کله چې بدل تر سره شي، د تر سره شوي بدل څخه ورسته، که دعوا ګیرې ډلې د بلې جرګې د ناستې غوښتنه وکړي. جرګه باید د تر سره شوي بدل اندازه خساره مالومه کړي .
د مدعیانو او د ښمنو غاړو ترمنځه د شخړي د پاې رسیدو لپاره راغوښتل شوي جرګه کولې شي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د ننواتي پریګړه او فیصله هم وکړي. د تر سره شوي بدل څخه ورسته ننواتي کول د تسلیمي او سر تیټوالي مانا نه ورکوي، بلکې د ننواتي ورکونکې ډلې یا په ننواتي کوونکې میړانه، شهامت، دروندوالې او د متضرر سړی نوم او نښان ته د پښتونولي ویاړ موندل کیږي، ځکه په داسې یو بیړنې حالت کې ننواتي کول د پښتونولي د ننګ کانسپټ اصول پر ځای کیږي. د یو ننګیالی، ریښتنې پښتون ننګیالتوب په ننواتي کولو او بښلوکې ازمویال کیږي. په اصل کې پښتون سړی خپل پښتونتوب او خپله انساني صیلي رحم ښیي. 
 
۳ . د پښتنو د جرګو او مرکو د رسمې اعتبار، پایښت او پالنې له پاره یو وړاندیز 
د افغانستان عدلي او قضایي سیستم کې ځښتي ډیري نیمګړتیاووې شتون لري. د افغانستان قضایي سیسټم کې څو ډوله قوانین کارول کیږي. نن په افغانستان کې نه اساسي قانون ،نه دولتي قوانین په ټول هیواد کې حاکمیت لري، نه شرعې قوانین او نه قومي نرخونه، نورمونه او رواجونه په ټول هیواد کې واکمن دي. د هر چا چې په دغو دریواړو قوانینو یعني شرعې قوانینو، دولتي قواینن او قومي نرخونو کې ګټه وي، د هغي قانون په رڼا کې د خپلې شخړي او منازعې حل غوښتنه کوي. د لانجې بله غاړه بیا د بل قانون په رڼا کې د خپلي لانجي د حل غوښتنه کوي. دغه حالت هم د افغانستان قضایې سیستم له ډیرو نورو ستونزو سره مخامخ کړي دی. له همدې امله ډیرې افغانان پر خپل عدلي او قضایي سیستم باندي باور نه لري او د خپلو دعواوو د حلو لپاره قومې مرکې او جرګو ته ورځي.
په افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله د پښتو او پښتونولي، پښتني قومي ټولمنلي دودونه، نرخونه او ارزښتونه په لمنځه تللو دي، له همدې امله اوس څوک د مرکو او جرګو پریکړي نه مني، او یا لږ ارزښت یا هیڅ درنښت ورته نه لري، په دعوې کې یو اړخ ځان مظلوم او بل اړخ ظالم ښودل کیږي، یو کبر جن بلل کیږي، بل اړخ نا حقه بلل کیږي. دا پته نه لګیږ ي، چې په ریښتیا څوک په حقه دی.
د پښتنو په سیمو کې له پېړیو، پیړیو راهیسې پښتانه خپلې حقوقي او جزايي دعوې او لانجې په قومي نرخونو او رواجونو باندې حلو فصلوي. نرخیان او مرکچیان د دعوې له دوواړو خواو څخه واک اخلي، دوی د دعوې یا پیښې په سیمه کې د ځايي خلکو څخه تر پوښتنو او پلټنو وروسته خپله پریکړې کوي، که څه هم جرګه وال د جرګې د فیصلې او پریکړې مخکې د دعوې ګیرو یا مدعیانو څخه ګروو یا برمته اخلي، د دعوې دواړه اړخونه د برمتې د لمنځه تللو له ویرې د جرګې فیصله مني. کله نا کله د یو اړخ له خوا پریکړه ماتیږي او حل شوې زړه مسله بېرته له سره پیلوي، دا عمل له یوې خوا د پښتني نرخونو او رواجونو باورنونه زیانمنوي او بل لوري ته د خلکو ترمنځ د دښمنیو او بدیو یو لامل کیدلي شي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان قضایي سیستم په خپل جوړښت د ډیرو ستونزو له کبله فلج دی، که په افغانستان کې یو نوي مختلط فعال واحد عدلي قضايې سیسټم رامنځته کیږي، باید د نړیوالو منل شوي مدني قوانینو، اسلامي شریعي قوانینو او هم د عرفي سیمه ییزه قوانینو پربنسټ جوړ شي.
کله چې د افغانستان په دولتي رسمې سیسټم کې او یا د مرکو جرګو لپاره ځانګړي رسمې قانوني ادارې رامنځته شي او په دغه ادارو کې د سیمه بیزو مرکچیانو د جرګو مرکو بهیر او پریکړي رسماً ثبت او راجسټر شي، د هغو خلکو مخه به ونیول شي، چې دوی د مرکو او جرګو پریکړي او فیصلې له یوې مودې ورسته ویره وي یا نه مني او خپله دعوه بیرته له سره پیلوي.
د پښتنو په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره د پښتو او پښتونولي د دروند کوډکس بڼسټ ایښودلو لپاره، د جرګو او مرکو او د خبرو اترو سولیز کولتور په اړه ژور فلسفي، حقوقي او سیاسي فکر په لویه پکتیا کې رامنځته شوي دی. له همدې امله جرګې او مرکې په لویه پکتیا کې په عام ولس کې یو ځانګړی دورند ځای لري. مرکچیان د همدې پښتني دروند دود او ستور ته په کتو سره خپلې درنې فیصلې په عدل او نصاف کې کوي.
لویه پکتیا د جرګو او مرکو یوه ژوندئ ټولنه ده. لویه پکتیا کې نن هم د جرګو او مرکو دود ژوندئ ساتل شوي دی. د لویي پکتیا په ادارې عدلي او قضایي سیستم کې د یوې ځانګړي رسمې اداره رامنځ ته کیدل او د حقوقو په پوهنځیو کې یو څیړنیز ډیپارتمنټ د قومي جرګو او مرکو لپاره رامنځته کیدلو سره به د مرکچیانو مرکې او جرګې به په دولتي رسمې ادارې چوکاټ کې ثبت او راجسټر شي. سیمه ییزه مرکې او جرګې به په ولس کې یو ډول رسمې مرکزیت، اجراییوي، اعتبار او حقوقي ضمانت ومومي.
مرکې او جرګه د پښتنو یو لرغوني دروند دود دى، ټول پښتانه نه یواځې مرکې او جرګې په خپل ورځني ژوند او د ژوندانه په چارو کې پيژني، بلکې پښتانه مرکو او جرګو ته په خپله ټولنه کې ځښت ډیر ارزښت ورکوي. 
پکتيا د جرګو او مرکو وطن بلل کيږي، دا ځکه چې جرګه په پکتيا کې يو ځانګړى ځاى لري او د يو خاص او دروند پښتني دستور په سترګه ورته کتل کيږي، قومي مشران او مرکچيان د همدې ارزښتمنو دودونو او مهمو نرخونو په مرسته مهمې او درنې پريکړې خپل ولس ته اوروي. 
 
د څورلسمې برخې پای